لکه څرنګه چې زمونږ په زمانه کښې ډير سوداګر دغلې
وغيره دژوند دضرورياتو وغيره څيزونو ذخيره اندوزى کوى اومصنوعى قلت پيدا کوى چې
دهغې په نتيجه کښې ګرانى زياته شى او په عامو خرڅ کوونکو (صارفينو) بوج پريوځى،
اود هغوى دپاره ګذاره مشکله شى، دغه شان به درسول الله صلى الله عليه وسلم په
زمانه کښې هم بعضې سوداګرو دغسې کول او غالباً په دې کښې به ئې څه ګناه يا
خرابى هم نۀ ګڼله، ليکن رسول الله صلى الله عليه وسلم دوى په سختۍ سره منع کړل
او ګناه ئې وګرځوله په عربى ژبه کښې دې ته احتکار وائى
دحضرت معمر بن عبدالله رض نه روايت دے چې رسول
الله صلى الله عليه وسلم ارشاد فرمائى، چې کوم سوداګر احتکار کوى يعنې غله
وغيره دژوند دضرورياتو څيزونه دعوامو دضرورت باوجود دګران والى دپاره جمع
ساتى هغه خطاکار اوګناهګار دے (مسلم)
و بل
دحضرت عمر رض نه روايت دے چې رسول الله صلى
الله عليه وسلم ارشاد فرمائى، چې جالب (غله وغيره دبهر نه راوړلووالا سوداګر
چې په بازار کښې ئې خرڅوى، مرزوق دے يعنې الله تعالى دهغه درزق کفيل دے، او
محتکر (يعنې دګرانۍ دپاره ذخيره جمع کولو والا) ملعون دے. (يعنې دالله تعالى
دطرف نه رټلے شوے شړلے شوے او دهغه درحمت او برکت نه محروم دے (سنن ابن ماجه
ودارمى)
تشريح : درسول الله صلى الله عليه وسلم دتعليم او
دهغوى صلى الله عليه وسلم دراوړے شوى شريعت رُخ دادے چې معاشى نظام داسې وى چې
په هغې کښې عوام خاصکر غريبان يعنې کمې امدنۍ والا دپاره ژوند تيرول سخت نۀ وى
چې تجارت پيشه او دولتمنده طبقه ډيره نفعه اندوزى او پخپل دولت کښې داضافې کولو
په ځائې دعواموسهولت مد نظر ساتى، او ددې مقصد دپاره په کمه نفع باندې صبر کوى
دالله تعالى درضا او رحمت او داخرت اجر حاصل کړى کۀ ايمان او يقين نصيب شى نو
بې شکه چې دا تجارت ډير نفع بخش دے