| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

اقاله، يعنې د بيع د معاملې مکمل کيدو نه پس فسخ او واپسى

ليک : مولانا منظور نعمانى

کله داسې وشى چې ددوه سړو په مينځ کښې دڅه شى دبيع معامله وشى او دفريقينو دطرف نه خبره بالکل ختمه شى لين دين هم وشى ددې نه پس يو کس پخپل مصلحت سره دمعاملې فسخ کول وغواړى مثلاً خريدار چې کوم شے اخستے ؤ هغه ئې واپس کول غوښتلل يا خرڅوونکى خپل شې واپس اخستل غوښتل نو اګرچې دقانون شريعت په رو سره بل فريق مجبور نۀ دے چې هغه په دې راضى شى ليکن رسول الله صلى الله عليه وسلم په اخلاقى انداز کښې ددې اپيل کړيدے او دا ئې ډيره لويه نيکى ګرځولې ده. دشريعت په ژبه کښې دېته اقاله وئيلے شى

د حضرت ابو هريره رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى: چې کوم بنده دخپل مسلمان ورور سره داقالې معامله وکړى يعنې دهغه په خرڅ کړى يا اخستے شوى شى په واپسۍ باندې راضى شى نو الله تعالى به دقيامت په ورځ ددۀ غلطى وبخښى

تشريح: ديو سړى اخستے شے يا خرڅ کړے شے واپس ورکول ياواپس اخستل هله کوئ چې کله هغه محسوس کړى چې زمانه غلطى شوې ده زۀ په دې معامله کښې په تاوان کښې راغلم او بل فريق په ګټه کښې شو په دې صورت کښې دبل فريق معامله فسخ کول په واپسۍ باندې راضى کيدل بې شکه چې دابه ايثار وى رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې ارشاد کښې ددې ايثار ترغيب ورکړيدے او داسې کوونکى ته ئې زيرے ورکړيدے چې الله تعالى به ددې په بدل کښې دقيامت په ورځ ددۀ تقصيرات او ګناهونه معاف کړى بې شکه چې دا دډيرې ګټې سودا ده

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate