د اخستلو خرڅولو د معاملې فسخ کولو د اختيار، د دوه صورتونو
ذکر په حديثونو کښې راغلے دے. يو خيار شرط، دويم خيار مجلس يو دريم شکل دادے چې
په اخستے شوى شى کښې څه عيب معلوم شى چې مخکښې معلوم نه ؤ په دې صورت کښې هم
خريدار ته دمعاملې فسخ کولو اختيار دے ددې يو مثال هغه دے کوم چې دحضرت عائشه
صديقه رض په لاندې حديث کښې ذکر شويدے
دحضرت عائشه رض نه روايت دے چې يو سړې د بل سړى
نه يو غلام واخستلو او هغه يو څو ورځې دهغه سره ؤ بيا هغه ته معلومه شوه چې په
غلام کښې يو عيب دے، نو هغه دا معامله رسول الله صلى الله عليه وسلم په خدمت
کښې پيش کړه. او د هغوى صلى الله عليه وسلم نه ئې فيصله وغوښتله نو رسول دخدائې
دهغه (عيب په بنياد باندې) دغلام دواپس کولو فيصله وفرمائيله. مدعا عليه عرض
وکړو چې يارسول الله صلى الله عليه وسلم! دې ورور خو دومره ورځې زما دغلام نه
کار واخستو او فائده ئې ترينه پورته کړه ددې وجې نه ماله دهغې معاوضه راکول
پکار دى حضور صلى الله عليه وسلم ورته ارشاد وفرمائيلو دنفعې مستحق هغه څوک دے
کوم چې دنقصان ضامن وى
تشريح: د حديث په اخر کښې دهغوى صلى الله عليه وسلم ارشاد
الخراج بالضمان، دشريعت دهغې اصولى قواعدو نه دى چې دهغې نه فقهاؤ دسوونو مسئلو
حکم راويستلے دے مطلب دادے چې دنفعې مستحق هغه دے چې کوم دنقصان ذمه وار وى، که
چرې بالفرض دغلام اخستونکى سړى سره دا غلام مړ شوے ؤنو دانقصان به دخريدار ؤ ددې
وجې نه په دې ورځو کښې چې هغه کومه فائده دغلام نه اخستې ده هغه دهغه حق دے ددې
وجې نه دهغې دمعاوضې سوال نۀ پيدا کيږى
دلته دعبدالله بن عمر رض يوه واقعه هم قابل غور ده قابل ذکر
ده چې هغه امام مالک رح په موطا کښې نقل کړې ده. واقعه داده چې حضرت عبدالله بن
عمر خپل يو غلام په اتۀ سوه درهمه په يو سړى باندې خرڅ کړو او دا وضاحت ئې وکړو
چې په دې غلام کښې څه عيب نشته
وروستو هغه غلام اخستو والا سړى ووئيل چې دۀ ته فلانے مرض دے
چې دهغې په باره کښې تا څه نه وؤ ښودلى حضرت عبدالله بن عمر رض غالبا ً دا ووئل
چې دا بيمارى دۀ ته زما سره نۀ وه به هر حال دا مقدمه دخليفه وخت حضرت عثمان رض
په عدالت کښې پيش شوله، هغه چې معامله واوريدله نو دا ئې وليدل چې خريدار ددې
خبرې څه ګواهى نشى پيش کولے. چې غلام ته دا بيمارى دمخکښې نه وه دقانون شريعت په
مطابق ئې حضرت ابن عمر ته ووئيل چې تۀ په قسم سره دابيان ورکړه چې غلام ته دا
بيمارى ستا په ځائې کښې نه وه حضرت ابن عمر په قسم سره ددې بيان ورکولو نه معذرت
وغوښتلو او خپل غلام ئې واپس واخستلو بيا الله داسې وکړل چې دبيمارۍ اثر ختم شو
او غلام بالکل صحيح او تندرست شو او ددې نه پس دغه غلام حضرت ابن عمر رض په پنځلس
سوه درهمه خرڅ کړو
دامامانو فقهاؤ په دې مسئله باندې اتفاق دے. که چرې په اخستى
شوى شى کښې څه عيب ښکاره شو. چې دهغې په وجه سره دهغې قيمت او حيثيت کم شو. نو
پهدې ثابتيدو سره چې دا عيب دخريدوفروخت دمعاملې نه مخکښې ؤ نو خريدار ته دمعاملې
دفسخ کولو او داخستى شى واپس کولو او دادا کړى قيمت واپس اخستلو اختيار دے دې ته
خيار العيب وائى.