| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

دهر قسم دوکې او فريب ممانعت

ورځپاڼه وحدت

دحضرت ابو هريره رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى، چې د راتلونکې قافلې نه دمال اخستو دپاره مخکښې مۀ ورځئ، کوم سوداګر چې مخکښې لاړ او په لار کښې ئې دقافلې والاؤ سره سودا وکړه او څه ئې ترينه واخستل نو دمال مالک چې کله بازار ته راورسىنو هغه ته اختيار دے کۀ وغواړى نو معامله فسخ کولے شى

تشريح : ___ درسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه کښې به داسې هم کيدل چې خلقو به غله وغيره دضرورت څيزونه دبهر نه راوړل، او دښارونو په بازارونو کښې به ئې خرڅول او دا به دلويو وړو قافلو په شکل کښې راتلل. دې تجارتى قافلو ته به جلب وئيلے شو، چالاکو سوداګرو به داسې کول چې دبازار يا منډۍ ته درارسيدو نه وړاندې به ډير مخکښې په لار کښې هغوى ته ورسيدل او دمال سودا به ئې ورسره وکړه په دې کار کښې به ددې امکان ؤ چې دبازار دنرخ نه دناخبرۍ په وجهې سره به دبهر نه مال راوړونکو ددې خلقو په لاس مال په ارزان نرخ خرڅ کړو او په دې سره به هغوى ته نقصان ورسيدلو او ددې نه لويه خرابى به په دې طريقه کښې داهم وه چې دبهر نه راغلې ټوله غله اونور سامان دې چالاکو او سرمايه دارو سوداګرو واخستلو ټول مال به ددې سوداګرو لاس ته راغے او بيا به ئې په عامو ضرورتمندو باندې په داسې قيمت خرڅولو چې څنګه به ددوى زړۀ غوښتل او ډيره ګټه به ئې کوله. کۀ چرې مال بازار ته راتلے او خرڅيدلے نو راوړونکو ته به هم مناسب قيمت ورکيدے شو اوعامو ضرورت مندو به هم په مناسب قيمت اخستے شو. ددې وجې نه رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې حديث کښې هدايت وفرمائيلو چې دغلې وغيره راوړلو نه دې بازار ته درسيدو نه مخکښې په لار کښې خريدارى نۀ کيږى او کۀ دغسې چا څه سودا وکړه نو دمال راوړونکو کۀ بازار ته درسيدو نه وروستو دا محسوس کړه چې دبازار دنرخ نه دناخبرۍ په وجه سره زمونږ سره دوکه شوې ده او نقصان رسيدلے دے نو هغوى ته دمعاملې فسخ کولو اختيار دے

دحضرت ابو هريره رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى چې دغلې وغيره راوړلو والا قافلې والا ؤ سره دمال اخستو دپاره مخکښې مۀ ځئ او مۀ ميلاويږئ او په تاسو کښې دې څوک دخپل بل ورور په معامله کښې مداخلت نۀ کوى اوديوې سودا نمائشى خريدار مۀ جوړئږئ چې دشى قيمت زيات کړئ. او دښار سوداګر دې دبانډه والو مال دځان سره نۀ ږدى نۀ دې خرڅوى او دخرڅولو دپاره داوښې يا چيلۍ په غولانزه کښې پۍ مۀ جمع کوئ. کۀ چا داسې اوښه يا چيلۍ واخسته نو دهغې دپيو ولشلو نه پس هغه ته اختيار دے کۀ خوښه ئې وى نو ځان سره دې وساتى او کۀ خوښه ئې نۀ وى نو واپس دې کړى او دڅاروى مالک ته دې يو صاع قريباً څلور سيره کجورې هم ورکړى

تشريح : __ په دې حديث کښې دتجارت او خريدو فروخت متعلق څو هدايات ورکړے شوى دى وړومبے هدايت خو هغه دے کوم چې ددې نه په پورته والا حديث کښې ورکړے شوى وؤ. چې غله وغيره دبهر نه راتلونکو قافلو نه داخستو دپاره بازار او منډۍ ته درارسيدو نه مخکښې په لاره کښې مۀ اخلئ، بلکې هر کله چې هغه بازار يا منډۍته مال راوړى نو هله ورسره دخريدو فروخت معامله کوئ ددې هدايت او حکمت هم ليکلے شويدے. ددويم هدايت الفاظ دادى. ولايبع بعضکم على بيع بعض. ددې مطلب دادے کۀ يو خريدار ديو دوکاندار نه څه شے اخلى. نو بل دوکاندار له نه دى په کار چې هغه په معامله کښې مداخلت وکړى او خريدار ته ووائى چې دا شے تۀ زما نه واخله

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate