| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

په دم چُف کولو باندې معاوضه اخستل

ورځپاڼه وحدت

دخپل محنت او عمل معاوضه اخستل اجازه ده او ددې يو صورت دادے چې په چا مريض وغيره باندې قران شريف يا څه دعا ولوستے شى او دم کړے شى يا تعويذ وليکلے شى او دهغې معاوضه واخستے شى رسول الله هغه جائز او طيب ګرځولې ده

دحضرت عبدالله ابن عباس رض نه روايت دے چې داصحاب کرامو يو ټولے په يو کلى باندې تيريدلو نو دهغه کلى يو سړى ورته ووئيل چې په تاسو خلقو کښې څوک دم چف والا سړے شته زمونږ په کلى کښې يو سړے مار چيچلے دے يا ئې ووئيل چې لړم چيچلے دے (غالبا ً دا دراوى شک دے) نو داصحابو دډلې نه ورسره يو سړے پاڅيدو لاړو او کلىته چې ورغلل نو څه چيلۍ ئې په طور دمعاوضې مقرر کړې او په هغه چيچلى شوى سړى باندې ئې سورة فاتحه ولوستله دم ئې کړو نو هغه بلکل جوړ شو. نو دې صاحب هغه مقرره چيلۍ دځان سره کړه او خپلو ملګرو له راغے، او هغه صاحبانو دابد وګڼل او هغه ته ئې ووئيل چې تادکتاب الله په لوستلو باندې معاوضه واخسته تر دې پورې چې داټول حضرات مدينې ته راغلل دغه خلقو دامسئله دحضور په خدمت کښې پيش کړله او عرض ئې وکړو چې زمونږ فلانى ملګرى کتاب الله (سورة فاتحه) ولوستلو او معاوضه ئې واخسته هغوى صلى الله عليه وسلم ارشاد وفرمائيلو چې کتاب الله ددې زيات مستحق دے چې په هغې باندې معاوضه واخستے شى (صحيح بخارى)

او ددې حديث دصحيح بخارى په يو روايت کښې دا اضافه هم ده چې تاسو درست وکړل داچيلۍ په خپل مينځ کښې تقسيم کړئ او زما پکښې هم حصه وکړئ

تشريح :__ په صحيح بخارى کښې دا واقعه ددې نه په زيات تفصيل سره روايت شوې ده او دغه شان يوه بله واقعه په مسند احمد او په سنن ابى داود کښې هم روايت شوې ده په هغې کښې ذکر شوى دى چې دغه شان په يوسفر کښې په يو ليونى او پاګل باندې خلقو دم واچولو يوصحابى سورة فاتحه ولوستله سبا بيګاه ئې درې ورځې دم کړو او دالله تعالى په فضل سره هغه بلکل جوړ شو هغوى هم معاوضه وصول کړه ليکن دا اصحابى پخپله تر دد شو چې زما معاوضه اخستل جائز دى که نه دى چنانچې په واپسۍ کښې ئې دحضور صلى الله عليه وسلم په خدمت کښې عرض وکړو نو هغوى دې ته صحيح او جايز وفرمائيل

ددې حديثونو په رڼا کښې دعلماؤ او فقهاؤ په دې باندې تقريباً اتفاق دے چې دغه په دم کولو يا تعويذ ليکلو باندې معاوضه اخستل جايز دى څرنګه چې دطبيبانو او ډاکټرانو د پاره دعلاج فيس اخستل جايز دى هن که بغير دمعاوضې نه فى سبيل الله دخدائې دبنده ګانو خدمت وکړے شى نو هغه داوچتې درجې خبره ده او دانبياء عليهم السلام سره دنيابت نسبت ساتلو والا هم دا طريقه ده

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate