چاله په اجرت يا مزدورۍ ورکولو
سره خپل کار کول يا داستعمال دپاره چاله خپل څه شے ورکول او دهغې کرايه اخستل
دشريعت او فقهې په ژبه کښې هغې ته اجاره وئيلے شى او دا دهغې معاملاتو نه دى چې په
دې باندې دانسانى تمدن بنياد قائم دے ددې موضوع متعلق يو څو حديثونه لاندې درج کولے
شى
دحضرت ابو
هريره رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى: الله تعالى چې څومره
پيمغبران راليږلى دى هغو ټولو چيلۍ څرولى دى، اصحابو عرض وکړو چې حضور تا هم؟ هغوى
صلى الله عليه وسلم وفرمائيل چې هو ما هم چيلۍ څرولى دى مابه په يو څو قيراطه باندې
دمکې دخلقو چيلۍ څرولې (صحيح بخارى)
تشريح: حضور صلى الله عليه وسلم
په دې حديث کښې په يو څو قيراطه مزدورۍ باندې دمکې دخلقو دچيلو څرولو خپله کومه
واقعه بيان فرمائيلې ده. دا غالبا ً دابتدائى عمر وه هر کله چې هغوى صلى الله عليه
وسلم دخپل تره خواجه ابو طالب سره اوسيدلو نو دخپلو ضروريتو دپوره کولو دپاره ئې په
مزدورۍ باندې دمکې دخلقو چيلۍ څرولې چې دهغې په عوض کښې به هغوى صلى الله عليه وسلم
ته يو څو قيراطه ورکيدے شول. داپه هغه زمانه کښې دهغوى صلى الله عليه وسلم ذريعه
معاش وه يو قيراط ددرهم قريبا ً دولسمه حصه ده. چيلۍ څرول ډير صبر ازما کار دے او
چې په سړى کښې صلاحيت وى نو ددې نه ددۀ ډير تربيت کيږى دتکبر او غرور غوندې رزائيلو
علاج کيږى. دصبر او غصې سړولو عادت پيدا کيږى دشفقت او رحم مشق کيږى
ددې حديث نه معلوميږى چې دالله
تعالى ټولو پيغمبرانو دا کورس پوره کړے دے په ضمنى طور سره داهم معلومه شوه چې
داقسم مزدورى نۀ صرف جائز بلکې سنت انبياء هم دے
دحضرت عبدالله
بن عمر رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فر مائيلىدى چې دمزدور
دخولې دوچيدونه مخکښې دهغه مزدورى ادا کوئ
تشريح: مطلب دادے چې اجير او
مزدور چې هر کله ستاسو کار پوره کړى نو دهغه مزدورى فورا ً ادا کوئ تاخير په کښې نه
دے په کا