دمدينې ددار الهجرت او داسلامى دعوت دمرکز په حيث غوره کولو
کښې دمدينې دخلقو داکرام او عزت افزايۍ او ورسره ورسره دهغې رازونو په وجه کوم چې
دخدائې پاک نه سيوا بل چاته نۀ وؤ معلوم، يو حکمت دا هم ؤ چې مدينې ته په جنګى او
جغرافيائى نقطه نظر سره ديوې مضبوطې قلا حيثيت حاصل ؤ
دجزيرة العرب بل يو نزدې ښار هم په دې معامله کښې ددې برابر نۀ
ؤ لويديز اړخ ته مدينه حرة الوبره ( حُرة يا لابه دسيزلو شوؤ يا کږو وږو کاڼو
علاقې ته وائى يا هغه برخه چې داورجن غر نه دراوتې مادې دبهيدو او په يو ځائې کښې
دجمع کيدو په وجه جوړه شى په داسې علاقه کښې داوښانو يا اسونو يا ديو لښکر تيريدل
خو لا څۀ کوې چې ديو پياده بنده تلل هم ګران دى ) په خپل حفاظت کښې اخستې وه. او
ختيز اړخ ته حرة واقم دا په خپله غيږه کښې رانيولې وه دمدينې قطبى برخه ايکى يوه
لاره وه کومه چې دوړاندې تلو دپاره ازاده وه ( دا هغه علاقه ده چرته چې په پنځمه
هجرى کښې دجنګ خندق په موقع رسول الله صلى الله عليه وسلم د خندق تيارولو حکم
ورکړے ؤ ) دمدينې نور اړخونه دکجورو په ګڼو باغونو يا پټو کښې راګير ؤ کۀ يو حمله
آور فوځ به ددې نه تيريدلو نو ددۀ په لاره کښې به داسې تنګې لارې او پولې راتلې
دکومو نه چې به په پوره فوځى دستور او قطارونو کښې تيريدل آسان کار نۀ ؤ او
معمولى فوځى څوکۍ ددې دوړاندې تګ په لار کښې دخنډانو جوړيدو دپاره پوره وے
ابن اسحاق وائى، چې دمدينې ديو اړخ برخه يا لار ازاده وه باقى
ټول اړخونه دابادۍ او دکجورو دباغونو په وجه ديو بل سره لګيدلى وؤ او هيخ يو دښمن
په دې اړخونو وړاندې نۀ شو راتلے
رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دمدينې په انتخاب کښې دخدائى
دې حکمت او مصلحت ته دهجرت نه مخکښې اشاره کړې وه او دا ئې فرمائيلى وؤ چې ((ماته
ستاسو دار الهجرت ښودلے شويدے)) داد کجورو دباغونو علاقه ده او د ((لابتين)) هغه
دسوې او دبې ترتيبه ګټو والو دوؤ علاقو ((لابتين) په مينځ کښې پرته ده)) ددې نه
پس چاچې هجرت کولو هغوى مدينې ته هجرت وکړو
دمدينې دا دوه قبيلې چې داوس او خزرج په نوم مشهورې وې په قومى
غيرت، خوددارۍ، شهسوارۍ، قوت او ځوانمردۍ کښې ډيرې په فرق وې دا دازادۍ اموخته او
عادت وې دوى کله هم دچا په وړاندې خپل سرونه نۀ وؤ ښکته کړى او نۀ ئې چا لوئې
قبيلې يا حکومت ته څه قلنګ يا تاوان ادا کړے ؤ ددې صراحت د اوس دسردار سعدبن معاذ
رض په دې جمله کښې موجود دے کومه چې دوى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دجنګ
خندق په موقع وئيلې وه ((کله چې مونږ په شرک او بُت پرستۍ کښې مبتلا وؤ مونږ خو
نۀ دالله عبادت کولو او نۀ مو پيژندلو دغه وخت هم ددوى دا طاقت نۀ وؤ چې
دميلمستيا يا قيمت ورکولونه بغير دوى دمدينې يوه کجوره هم وخورى
ابن خلدون ليکى
(( دا دواړه قبيلې يا ورورولۍ په يثرب کښې په يهودو غالبې وې
او په عزت او وقار او شان وشوکت کښې ئې نوم پيدا کړے ؤ دوى ته نزدې دمُضر چې کومې
قبيلې ابادې وې هغه هم ددوى په ملت کښې وې
مشهور عرب مصنف ابن عبدربه په خپل کتاب (( العقد الفريد)) کښې
ليکى
(( انصار دازد دقبيلې دى دوى ته اوس او خزرج وائى دحارثه بن
عمروبن عامر ددوؤ زامنو نه ددوى نسل خور شويدے دا خلق په ټولو خلقو کښې دټولونه
زيات خود داره او دټولو نه زيات دلوئې حوصلې خاوندان وؤ دوى هيڅ يو بادشاه يا
حکومت ته خراج يا ماليه نۀ ده ورکړې
ددې نه علاوه دبنى هاشمو دبنى عدى بن النجار سره دمور دډډې
تعلق ؤ هاشم ددوى ديوې ميرمنې سلمى بنت عمرو سره وادۀ کړے ؤ
دهاشم يو زوې عبد المطلب پيدا شو هاشم دې دمور سره پريښودو، چې
هلک بالغ کيدو ته نزدې شو نو دے ددۀ ترۀ مکې ته راوستو ځکه چې دعربو په معاشرتى
ژوند کښې درشته دارۍ او خپلولۍ ډير اهميت ؤ او دا چا نظر انداز کولے نۀ شو په دوى
کښې ابو ايوب انصارى رض ؤ دچا په کور کښې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې
ته په رسيدو قيام کړے ؤ
اَوس او خزرج دقحطان دنسل نه وې مهاجرينو او کومو خلقو چې په
مکې او ددې په خوؤ شا کښې ددوى نه مخکښې اسلام قبول کړے ؤ هغوى دعدنان دنسل نه وؤ
کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې ته هجرت وکړو او انصارو ددوى مدد او
مرسته وکړه نو په دې ذريعه قحطان او عدنان دواړه داسلام دبيرغ لاندې جمع شو او يو
بل ته بې کچه نزدې شو دجاهليت په زمانه کښې ددوى په مينځ کښې ډير لوئې کشمکش او
دښمنى وه داسلام په برکت شيطان ته ددوى په صفونو کښې دورننوتلو او ددوى په زړونو
کښې دوسوسې اچولو لار تر لاسه نۀ شوه او په جاهلى غيرت، قحطانيت او عدنانيت باندې
دبې ځايه تعصب او فخر غرور کولو موقع هم ترې دلاسه ووتله
دې ټولو عواملو اسبابو او ترجيحى خصوصياتو ته چې سړے وګورى نو
يثرب درسول الله صلى الله عليه وسلم او ددوى صلى الله عليه وسلم دملګرو دهجرت
دپاره دټولو نه زيات مناسب او موزون ځائې ؤ دا ښار ددې حقدار ؤ چې د اسلامى دعوت
يو مستقر او مرکز جوړ کړے شى په دۀ کښې دوړاندې تلو صلاحيت او طاقت پيدا شى او
جزيرة العرب فتح کړے شى او بيا ددغې وخت په ټوله دنيا باندې دخپلې لارښودنې بيرغ
اوچت کړى
مدينه کښې داسلام وده
په مدينه کښې داسلام ترقى او دانصارو (اَوس او خزرج) په کورونو
کښې داسلام اشاعت شروع شو، اول سعد بن معاذ رض او اُسَيد بن حُضير رض چا چې داَوس
دښاخ بنى الاشهل سره تعلق لرلو، او دخپل قوم سرداران وؤ اسلام قبول کړو، په دې
کښې لوئې دخل دهغو وړومبنو مسلمانيدونکو دايمانى حکمت، مينې او مهربانۍ او دمصعب
بن عمير رض دحسن تبليغ او د عوت ؤ ددې نه پس بنى عبدالاشهل هم اسلام قبول کړو او
اخر کار دانصارو په کورونو کښې هيڅ يو کور داسې پاتې نۀ شو چرته چې څه ښځې او سړى
مسلمانان شوى نۀ وؤ
دعقبې دويم بيعت
راتلونکى کال کښې مصعب بن عمير مکې ته واپس راغلو او دانصارو
يو څو مسلمانان دمشرکينو ديو ټولى سره څوک دحج په غرض تلل مکې ته ورسيدل، او محمد
صلى الله عليه وسلم سره ئې په عقبه کښې دبيعت وعده وکړه کله چې دوى دحج نه فارغ
شول او دريمه برخه شپه تيره شوه نو دوى عقبې ته لنډ په يوه کنده کښې جمع شو، ددې
ټولو شمير ٧٣ وؤ په دې کښې دوه زنانه هم وې رسول الله صلى الله عليه وسلم راغلو
چې ورسره خپل ترۀ عباس بن عبدالمطلب هم ؤ. دے تر دې وخته مسلمان شوے نۀ ؤ
رسول الله صلى الله عليه وسلم دوى سره خبرې اترې وکړې قرآن پاک
ئې دوى ته واورولو دوى ئې الله اړخ ته راوبلل او داسلام قبلولو شوق ئې ورته وکړو
بيا ئې وفرمائيل، چې زۀ ستاسو نه په دې خبره بيعت اخلم چې تاسو به زما سره دحفاظت
او خيال هغه معامله کوي کومه چې تاسو دخپل بال بچ سره کوئ، هغوى ددوى صلى الله
عليه وسلم بيعت وکړو او دا قول ئې ترينه واخستو چې تاسو به مونږه بې ياره او بې
مددګاره نۀ پريږدئ او نۀ به خپل قوم ته واپس کيږئ رسول الله صلى الله عليه وسلم
دوى سره وعده وکړه او وې فرمائيل، چې زۀ ستاسو نه يم او تاسو زما نه يئ چاسره چې
تاسو جنګ کوئ دهغوى سره به زۀ هم جنګ کوم او چاسره چې تاسو صلح کوئ دهغوى سره به
زۀ هم صلح کوم بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم نه دولس ذمه واران او سدراران
چوڼ کړل نهه دخزرج او درې داوس نه