| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

د احد غزا
(شوال؛ سنه ٣هجرى)

ليک : علامه ابوالحسن على ندوى

ژباړه: ډاکټر سعيدالله قاضى

جاهلى غيرت او دانتقام جذبه

دبدر په جنګ کښې چې کله دقريشو لوئې لوئې سرداران ووژلے شو او پاتې فوج خور وور شو او مکې اړخ ته وتښتيدو نو دمکې په خلقو ددې ډير ناکاره اثر وشو. دا واقعه دهغوى دپاره ديوې عظيمې سانحې نه کمه نۀ وه چنانچې هغه ټول خلق دچا پلار ورور او زوې چې وژلى شوى وؤو راجمع شو، او ابو سفيان له لاړل، او ددۀ سره او دقريشو په دې قافله کښې چې دچابرخه وه دهغوى سره ئې هم په دې معامله کښې مشوره وکړه او هم ددوى په روپو ټکو سره ئې دحضور صلى الله عليه وسلم خلاف ديو نوى جنګ تيارۍ شروع کړې، شاعرانو دوى ته دمعمول مطابق پيغورونه ورکول شروع کړل او ددوى جاهلى غيرت ئې را اورپارولو

دهجرت په دريم کال دشوال په مينځ کښې دقريشو دالښکر دخپل پوره سازوسامان سره روان شو دقريشو ددې زلمو سره دنورو قبائلو خلق هم وؤ چاچې قريش خپل سرداران تسليمول. ددوى سره ښځې هم وې څوک چې پخپلو کجاوؤ کښې ددې لښکر سره پدې غرض ليږلے شوې وې چې سړى ددوى په برکت دتيښتې لار اختيار نکړى دقريشو سرداران دخپلو ښځو سره وؤ غرض دا لښکر روان شو او دمدينې مخې ته ئې ديره ډنډه واچوله

درسول الله صلى الله عليه وسلم دا رائې وه چې مسلمانان دې په مدينه کښې دننه پاتې شى او ددې خلقو سره دې نۀ چيړى، کۀ هغوى په خپله حمله وکړى نو بيا دې ورسره جنګ کوى رسول الله صلى الله عليه وسلم په ښار دپريښودو او بهر دوى سره په مقابله کولو راضى نۀ وؤ. دعبدالله ابن ابى هم دا رائې وه کومه چې دحضور صلى الله عليه وسلم وه ولې ځنې هغه خلقو، څوک چې دبدر په جنګ کښ نۀ وؤ شامل شوى او هغوى ته ددې افسوس ؤ، او وئيل چې يا رسول الله صلى الله عليه وسلم تاسو دښار نه بهر اوځئ او ددښمن مقابله وکړئ، هسې نه دوى ته دا محسوس شى چې مونږ دبزدلۍ او کمزورۍ په وجه بهر ته دمقابلې دپاره اوځو، دې خلقو چې حضور صلى الله عليه وسلم سره داقسمه خبرې کولې نو حضور صلى الله عليه وسلم خپل کور ته تشريف يوړو زغره ئې واغوسته، او راغلل داوخت هغو خلقو ته څوک چې دبهر وتلو او مقابلې کولو بلونکى وؤ شرمندګى غوندې وشوه هغوى ووئيل يا رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ تاسو دخپلې مرضۍ خلاف خو په دې کار نۀ يئ اماده کړے، چې داسې مونږ ته نۀ وؤ پکار، کۀ تاسو غواړئ نو دلته کښينئ او په ښار دننه ددښمن مقابله وکړئ حضور صلى الله عليه وسلم وفرمائيل دنبى شان دانۀ وى چې دوسلې اخستونه پس دجنګ نه وړاندې وسله کوزه کړى. حضور صلى الله عليه وسلم ديو زر اصحابو سره دمقابلې دپاره ووتو، دمدينې نه لږ غوندې لرې تلے ؤ چې عبدالله بن ابى، حضور صلى الله عليه وسلم پريښودو، او ددريمې برخې سړو سره واپس شو دۀ ووئيل چې حضور صلى الله عليه وسلم زما خبره ونۀ منله اوددې زلمو خبره ئې ومنله

داُحد په لمن کښې

رسول الله صلى الله عليه وسلم پيش قدمى وکړه او دغرۀ په لمن کښې ( چې دمدينې منورې نه ددرې کلو ميټره په فاصله پروت دے) ئې پړاؤ واچولو، دوى صلى الله عليه وسلم خپله شا احد اړخ ته کړه او لښکر ئې هم په دې حساب سره مقرر کړو ددې نه پس دوى صلى الله عليه وسلم وفرمائيل، چې ترکومې زۀ حکم درنکړم څوک به جنګ نۀ شروع کوى بيا دوى صلى الله عليه وسلم دجنګ په باقاعده ډول تيارۍ وکړه ددوى صلى الله عليه وسلم سره دې وخت اووۀ سوه نفرى وه په غشى ويشتونکو دوى صلى الله عليه وسلم عبدالله بن جُبير رض مامور کړو، ددوى شمير پنځوس وؤ دوى ته حضور صلى الله عليه وسلم په صراحت سره داحکم ورکړو چې دوى په غشو ويتشو سره داسونو دسورو پرمختګ بند کړى او ددې خبرې خيال وساتى، چې هغوى زمونږ په شا رانشى کۀ دجنګ نقشه زمونږ په حق کښې وى يا خلاف، دوى صلى الله عليه وسلم هغوى ته داهدايت هم وکړو چې دوى خپل ځائې کله هم پرې نۀ ږدى او دخپل ځائې نه چرې هم اونۀ خوځې، کۀ چرچڼې دمسلمانانو لښکر په خپلو مښوکو کښې اوچت ولې نۀ کړى

حضور صلى الله عليه وسلم په دې موقع دوه غبرګې زغرې اغوستې وې او داسلامى لښکر بيرغ ئې مصعب بن عمير رض ته ورکړو

په همزولو کښې مقابله او مسابقت

رسول الله صلى الله عليه وسلم داحد په غزا کښې يو څو زلمى هلکان ددوى دکم عمرۍ په وجه واپس کړى وؤ په دوى کښې سمرة بن جندب او رافع بن خديج هم وؤ ددوى دواړو عمرونه دپنځلسو کالو نه زيات نۀ وؤ درافع پلار دخپل زوې دسفارش په موقع ووئيل، يا رسول الله صلى الله عليه وسلم! زما زوې رافع ډير ښه غشى ويشتونکے دے دوى صلى الله عليه وسلم دهغه سفارش قبول کړو او دۀ ته ئې په دې غزا کښې دشريکيدو اجازت ورکړو بيا سمرة بن جُندب حضور صلى الله عليه وسلم ته پيش کړے شو دے هم درافع همزولے ؤ حضور صلى الله عليه وسلم دے هم واپس کړو سمرة ووئيل حضور صلى الله عليه وسلم تاسو خو رافع ته اجازت ورکړو او زۀ مو واپس کړم حالانکې کۀ زما ددۀ سره دکشتۍ مقابله وشى نو زۀ خو دے راپرزولے شم په دواړو کښې کُشتى وشوه او سمرة،رافع راڅملولو، او دغه شان دۀ ته هم داحد په غزا کښې دشرکت اجازت ورکړے شوه

دحضرت حمزه او مصعب بن عُمير دشهادت واقعه

حضرت حمزه هم په دې جنګ کښې دخپلې بهادرۍ کارنامې ښکاره کړې او دلويو لويو سردارانو ککرۍ ئې ماتې کړې څوک ددۀ په وړاندې نۀ شو ودريدے ولې دجُبير بن مطعم غلام وحشى ددۀ په تکل کښې ؤ هغه دنيزې په ګوزار دخپل مقابل ختمولو خاص ماهر ؤ جُبير ددۀ سره وعده کړې وه چې کۀ دۀ حضرت حمزه رض شهيد کړو نو په انعام کښې به ئې ازاد کړى ددۀ ترۀ طُعيمه په جنګ بدر کښې وژلے شوے ؤ، او دهغه خفګان هم ددۀ په زړۀ کښې ؤ بل اړخ نه هندې دے دحضرت حمزه په شهيد کولو ور اوپارولو او ددۀ په شهادت ئې خپل زړۀ يخولو وحشى خپله نيزه راواړوله او په پوره طاقت سره ئې په حضرت حمزه رض حمله وکړه هغه ددوى دنامه نه پورې راپورې ووتله حضرت حمزه او را اوغورځيدو او خدائې ته ئې خپل ځآن وسپارلو، حضرت مصعب بن عمير دحضور په وړاندې ددوى صلى الله عليه وسلم دډال په حيثيت وجنګيدو او ځان ئې په دوى صلى الله عليه وسلم قربان کړو مسلمانانو په دې غزا کښې دسرفروشى او جانبازۍ حق ادا کړو او دحق په لار کښې په هر ازميښت کښې پوره وختل. دمسلمانانو غلبه

الله تعالى دمسلمانانو دپاره مدد نازل کړو او خپله وعده ئې پوره کړه مشرکينو او کفارو ته سخته ماتې وشوه اوښځو ئې چې دوى ته دغيرت ورکولو دپاره راغلې وې دتيښتې لار ونيوه دوى هم په بډو ګُتې ووهلې او تيښته ئې وکړه

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate