په مکه کښې نفاق نۀ ؤ او دا خبره ددې دپاره وه، چې اسلام هلته مغلوب او مجبور
ؤ، په دۀ کښې دصورتحال بدلولو طاقت نۀ ؤ دۀ چاته نفع يا نقصان هم نۀ رسول، بلکې
دغلته داسلام قبلولو معنى داوه چې دهر قسمه خطره او ضرر دې برداشت کړے شى. دښمنى
دې واخستے شى او دښمنان دې په قصد مشتعل کړے شى ددې همت صرف هغه سړے کولے شى څوک
چې پخپله خبره کښې ريښتينے او اراده کښې پوخ ؤ، دچا ايمان چې مضبوط ؤ او هغه خپل
ژوند او مستقبل په خطر کښې په اچولو تيار ؤ، دلته دوه برابر طاقتونه نۀ وؤ مشرکين
طاقتور او غالب وؤ او مسلمانان مغلوب او کمزورى، قرآن پاک ددې صورت تصوير پخپل
بليغ انداز کښې څه داسې راښکلے دے
(( او هغه وخت ياد کړئ کله چې تاسو په زمکه (مکه) کښې او کمزورى وئ او ويريدئ به
چې هسې نه خلق مو په لاسونو کښې وانخلى يعنىاومو نۀ شړى))
کله چې اسلام مدينې ته منتقل شو رسول کريم صلى الله عليه وسلم او اصحابو کرامو ته
دامن او استحکام موقعه حاصله شوه اسلام مخ په وړاندې تلل شروع کړل او اسلامى
معاشره دخپلو ټولو لوازماتو او شرائطو سر په وجود کښې راغله داوخت په صورتحال کښې
يوه خاص تبديلى راغله او نفاق سره وويستو دابلکل يوه فطرتى او نفسياتى خبره وه چې
تيښته ترې ممکن نۀ وه. ځکه چې نفاق هميشه هلته پيدا کيږى او لاس پښې را اوباسى
چرته چې دوه مخالف قيادتونه او مقابل دعوتونه موجود وى په دغه موقع مذبذبه او
متردده ډله ددې دواړو دعوتونو په مينځ کښې ټالۍ وهى او متردده او فکرمنده وى چې
کوم دعوت اختيار کړى او کوم پريږدى کله چې ديودعوت قبلوى او دهغې کيمپ ته ځى، او
خپل جذباتى لګاؤ او دوفادارۍ تعلق ورسره هم قائموى ولې ددې دنياوى مصلحتونو او
دمقابل دعوت پرمختګ او غلبه دادخپل صحيح موقف او داولنى دعوت دبيرغ لاندې دراتلو
داعلان نه منع کوى او داد خپل زوړ ماحول نه خپله رشته بلکل نۀ قطع کوى قران پاک
دتردد او اضطراب دکيفيت او حالت ډير نازک او صحيح تصوير راښکلے دے
((او په خلقو کښې ځنې داسې هم وى څوک چې په غاړه اودريږى او دخدائې عبادت کوى کۀ
دۀ ته څه دنياوى فائده ورسى نو بيا ترې مطمئن وى او کۀ څه آفت پرې راوغورځيږى نو
خپل مخ واړوى يعنې بيا کافر شى ددۀ دنيا او اخرت دواړه ضائع شو او داډير ښکاره
نقصان دے.))
ددې ډلې صفت بل ځائې داسې بيان شويدے
((په مينځ کښې اويزاندوى نۀ ددين شى نۀ دسادين))
ددې منافقينو دچا چې داوس او خزرج او يهودو سره تعلق وؤ سربراهى او رهنمائى
دعبدالله بن ابى بن سلول په لاس کښې وه. دبُعاث دجنګ نه پس ټولو په اتفاق سره دے
خپل سردار منلے ؤ کله چې اسلام دلته داخل شو دغه وخت ددۀ دتاجپوشۍ پوره تيارى وه.
کله چې دۀ وکتل چې خلق په ډير غټ شمير کښې او په ډيره تيزۍ سره اسلام قبلوى، نو
داخبره ددۀ په زړۀ کښې لکه دازغى ننوته، دۀ ته بلکل قلارے نۀ راتلو ابن هشام وائى،
چې کله رسول کريم صلى الله عليه وسلم مدينې ته راغلو دغه وخت عبدالله بن ابى بن
سلول دمدينې دخلقو سردار ؤ، اوس او خرزج داسلام نه وړاندې ددۀ نه سيوا کله هم په
بل چا متفق شوى نۀ وؤ او دے دواړو قبيلو هيڅ يو سړے خپل سردار جوړول نۀ خوښول،
ددۀ قوم ددۀ دتاجپوشۍ دپاره دکنجکو يو تاج هم جوړ کړے ؤ او ددۀ دبادشاه جوړولو
تجويز ؤ، دا کيفيت روان ؤ چې الله پاک خپل رسول صلى الله عليه وسلم دلته راوليږلو
او کله چې ددۀ قوم دے پريښودو، او مسلمانان شو نو ددۀ په زړۀ کښې سخته کينه او
حسد پيدا شو او دۀ ته دا محسوسه شوه چې حضور صلى الله عليه وسلم دے دخپلې سردارۍ
او اعزاز نه محرومه کړو ولې چې دائې وليدل چې ددۀ قوم په هيڅ حالت کښې اسلام نۀ
پريږدى، نو دۀ هم په نۀ زړۀ اسلام قبول کړو او په خپل نفاق، تاؤ او کينه دمخکښې
په شان قائم پاتې شو
داسې ټولو خلقو اسلام دښمنى شروع کړه، دچا په زړۀ کښې چې څه غل ناست ؤ او چې
دسردارۍ په طمع وؤ او ددې نوى دين نه ئې ساه ډوبيده چاچې ددوى ټولې منصوبې خاورې
ايرې کړې او ټول اميدونه ئې ورله تالا ترغه کړل او چاچې دمدينې رنګ بدل کړو او
دمهاجرينو او انصارو نه ئې يو متحد او ديو فکر اويو عمل امت جوړ کړے ؤ چاچې په
حضور صلى الله عليه وسلم ځآنونه قربانول او دهغوى محبت ته ئې دخپل مور، پلار، او
لاد او بيبيانو په محبت ترجيح ورکوله ددې منظر په کتو ددې منافقانو زړونه دغصېي
او حسد نه ډک شو او دحضور صلى الله عليه وسلم خلاف ئې منصوبې او سازشونه شروع کړل
دغه شان په مدينه کښې په اسلامى معاشره کښې دننه يو مخالف محاذ پيدا شو دکوم داړخ
نه چې مسلمانانو ته اوښيار اوسيدل پکار وؤ ځکه چې دا ډله دلستوڼى ماران وؤ او
داسلام او مسلمانانو دپاره دښکاره دښمن نه زيات خطرناک وؤ
هم داوجه ده چې قرآن پاک ددوى ذکر ډير زيات کوى او ددوى دشرمناکو کارونو نه پرده
اوچتوى داسلام ددوى سره دمختلف قسم تعلق دے ځکه خو دسيرت په کتابونو کښې دنۀ
ختميدو په ډول ددوى ذکر راځى او په دې کتاب کښې به هم راځى
ديهوديانوددښمنۍ آغاز
په اول کښې دلږې غوندې غير جانبدارۍ او خاموشۍ نه پس په اول ځل د يهوديانو ددښمنۍ
او کينه پرورۍ علامتونه ظاهريدل شروع شو. دمسلمانانو مشرکينو او دمکې او مدينې
دخلقو په حقله دوى اولنے موقف دغير جانبدارۍ ؤ بلکې دغه وخت داسلام اومسلمانانو
ډډې ته نسبتاً زيات مائل ؤ، وجه ئې داوه چې په نبوت، رسالت او داخرت په ورځ باندې
په ايمان کښې (کيدے شى ځنې تفصيلاتوکښې اختلاف وى) دغه شان دالله په ذات او صفات
او دتوحيد په عقيده کښې دوى مسلمانانو ته ډير نزدې ؤ، اګر چې داعقيده هم دجاهلى
قومونو په ګاونډ کښې ديوې زمانې پورې داوسيدو او دبُت پرستۍ په ماحول کښې دملک
ددې دومره زيات وخت دپاره دبهر کيدو په وجه ډيره کمزورے شوې وه او په دې کښې دحد
نه تيريدل او دځنې پيغمبرانو تقديس هم شامل شوے ؤ لکه چې په تيرو پاڼو کښې بيان
شوى دى. ټولو اندازه داښودله چې کۀ چرې دوى داسلام ملګرتيا ونکړے شى نو کم از کم
په دې معامله کښې به غير جانبدار ضرور پاتې کيږى ځکه چې اسلام ددوى دمذهبى
کتابونو تصديق کوى او حضور صلى الله عليه وسلم دبنى اسرائيلو په ټولو پيغمبرانو
دايمان راوړو بلنه ورکوى، قرآن پاک دايماندارو خلقو په خُلۀ وائى:
((ټول په خدائې باندې، دهغه په فرښتو باندې او دهغه په کتابونو، دهغه په
پيغمبرانو باندې ايمان راوړئ (او ووايئ) مونږ ددۀپه پيغمبرانو کښې په چا کښې فرق
نۀ کوؤ،سورة بقره))
کۀ چرې داسې کيدے شوے نو نن به نۀ صرف دتاريخ اسلام بلکې دتاريخ عالم شکل بل شان
وے او اسلامى دعوت ته به دومره مشکلات او مسئلې مخې ته نۀ راتلې کومې چې داسلام
او يهوديت دنخښې نه پيدا شوے وے ددې بنيادى وجوهات داؤ چې په يهوديانو کښې دحسد،
کينې، بغض او دښمنۍ ماده موجوده وه او دويمه داچې ددوى تاريخ دسرکشۍ، دحقې لارې
نه دمنع کولو په الله باندې ددروغو وئيلو، ددولت سره دعشق کولو سره دممانعت دسود
دکاروبار سره ددلچسپۍ لرلو، په ناجائزه دخلقو مال خوړلو، دحرام مال شوق کولو، په
تورات کښې په خپله مرضۍ ردوبدل او کمى زياتى کولو،دژوند سره دحد نه زياتې مينې
کولو او نورو ډيروقومى او نسلى خصوصياتو نه ډک دے
کۀ دحضور صلى الله عليه وسلم په ځائې څوک بل يو سياسى رهنماوے، نو ددې کړکيچن
صورتحال ( کوم چې دغه وخت په مدينه کښې ؤ) اندازه به ئې لګولے وے، او دهغې په رڼا
کښې به ئې دمصلحت نه ډک قدم پورته کړے وے، حضور صلى الله عليه وسلم کۀ چرې
ديهوديانو سره دخوشامد او خُلې جوړولو معامله نۀ کولے نو کم نه کم ددوى دراپارولو
او دښمنۍ اخستلو نه به ئې ضرور ځان ساتلے، ولې حضور صلى الله عليه وسلم درسالت په
تبليغ، ددين حق په ښکاره ډول اعلانولو، دحق او باطل په تميز او فساداو ګمراهۍ په
مقابله او مخنيوى باندې دخدائې پاک د ډډې نه مامور ؤ، او دوى صلى الله عليه وسلم
ئې ددې ذمه وار جوړ کړى وؤ چې ددنيا ټولو قومونو، افرادو ډلو ته چې پکښې
ديهوديانو او انصارو په شان اهل کتاب هم شامل ؤ، داسلام په ښکاره بلنه ورکړى، کۀ
ددې دوى صلى الله عليه وسلم ته دلوئې نه لوئې قيمت ادا کول پريوځى او کۀ قسما قسم
مشکلات اوچتول پريوځى نو هم، دانبوت هغه مزاج او لاره ده په کومه چې ټول انبياء
اکثر پابندې پاتې شوى دى، دامزاج او لار دسياست او نبوت لارې جدا کوى او په
انبياؤ او قومى مشرانو کښې فرق پيدا کوى
ديهودو عقيدې، ددوى ژوند، سيرت او کړۀ وړۀ ددې خبرو په ډير سخت ضد کښې راغلل او
دوى ئې دمسلمانانو او اسلام مخالفت او دښمنۍ ته تيار کړل، نو دوى خپله پخوانۍ
رويه بدله کړه او په پټه او ښکاره دواړو طريقو ئې داسلام مخالفت شروع کړو، او
مقابلې ته ورته راووتل، يو يهودى عالم ((اسرائيل ولفنسن)) ددې جګړې او دښمنۍ په
اسبابو باندې ډيره په زړورتيا سره رڼا غورځولې ده. دے ليکى : کۀ چرې درسول صلى
الله عليه وسلم تعليمات صرف دبُت پرستۍ دمخالفت پورې محدود وے، او ديهوديانو نه
ددې دمنلو مطالبه نۀ وے شوے نو په يهوديانو او مسلمانانو کښې به جګړه نۀ وے پيدا
شوے، او يهوديانو به په ادب او احترام درسول صلى الله عليه وسلم تعليماتو ته کتلے
ددې حمايت به ئې کولے، او په ځانونو او مالونو به ئې ددوى مدد کولے تر دې چې دوى
به هغه بُتان ټوټې ټوټې کړې وې (دکومو چې په جزيرة العرب کښې دور دوره وه) او
دبُت پرستانه عقيدو خاتمه به شوے وے، کومې چې په ټول عرب کښې خورې شوې وې، ولې
ددوى شرط دا ؤ چې دوى ددوى ددين او دوى سره هيڅ قسمه تعلق ونۀ ساتى، او نۀ دوى په
دې نوى رسالت قبلولو مجبور کړى، ځکه چې يهودى ذهنيت دڅه داسې څيز په وړاندې نۀ
نرميږى کوم چې دې دخپل دين نه لرې کوى، دوى دبنى اسرائيلو نه سيوا دڅه بل نسل يا
څوک بل نبى په منلو باندې نشى راضى کيدے))
يهوديان دې خبرې نور هم راوپارول چې دوى کښې ځنې عالمانو لکه عبدالله بن سلام دچا
چې دوى ډير احترام کولو اسلام قبول کړو، يهوديانو ددې هډو تصور هم نۀ شوکولے، چې
ددۀ په شان سړے به اسلام قبول کړى، دې خبرې ددوى په سينو کښې دکينې، بُغض اور نور
هم تازه کړو
يهوديانو صرف داسلام په مخالفت او ددې نه په لرې والى او نفرت اکفتاء ونۀ کړه،
بلکې ددې نه زيات دوى بُت پرستان او مشرکين دمسلمانانو نه زيات غوره ګڼل شروع
کړل، څوک چې په عقيده توحيد کښې ديهوديانو شريک او همنوا وؤ، توقع ددې خبر وه چې
دمعقوليت تقاضا هم داوه چې هر کله دقريشو دمذهب او دحضور صلى الله عليه وسلم
دراوړى دين موازنه وى او په دوى کښې دترجيح اوانتخاب مسئله راوړاندې شى نو دوى به
دمسلمانانو سره دخپل مخالفت باوجود په شرک او بُت پرستۍ باندې داسلام دحقانيت او
اچتوالى ګواه ورکوى ولې اسلام دښمنۍ دوى ته دداسې کولو اجازت ورنکړو ځکه خو کله
چې په يوه موقع يهودى عالمان دقريشو دسردارانو سر دملاقات دپاره مکې ته لاړل، نو
دقريشو سردارانو ووئيل چې تاسو دټولو نه اول اهل کتاب يئ او زمونږ اودمحمد صلى
الله عليه وسلم په مينځ کښې چې کوم اختلاف روان دے هغه تاسو ته معلوم دے ستاسو څه
خيال دے زمونږ مذهب غوره دے يا دهغوى؟ هغوى جواب ورکړو ستاسو دخلقو دين دهغوى
ددين نه غوره دے او تاسو زيات په حقه يئ.
دغه يهودى عالم ډاکټر اسرائيل ولفنسن په دې واقعه دارنګې تبصره کوى: ((ولې يوه
خبره چې په هغې داخلق واقعى ملامت کيدے شى او دکومې نه چې به هر هغه سړى ته تکليف
ورسى څوک چې په يو خدائې ايمان راوړى خوا هغه ديهوديانو نه وى يا دمسلمامانو نه،
هغه خبرې اترې دى کومې چې ديهوديانو او دقريشو په بُت پرستانو کښې شوې وې، او
کومو کښې چې دې يهوديانو، دقريشو مذهب ته دپيغمبر اسلام صلى الله عليه وسلم په
راوړى دين باندې ترجيح ورکړې وه))
دے وړاندې ليکى:
جنګى ضرورتونو دقومونو دپاره بهانې جوړول، دروغ وئيل او په دښمن باندې دبرى موندو
دپاره ددوکې ورکولو مختلف تدبيرونه جائز ګرځولى دى ولې سره ددې يهوديانو له ددې
سنګينې کول هر ګز نۀ وؤ پکار، او دقريشو دذمه وارو خلقو په وړاندې ددې خبرې ښکاره
کول نۀ وؤ پکار، چې دبُتانو عبادت داسلامى توحيد نه غوره دے، خوا ددې په وجه ددوى
مقاصد پوره شوى هم نۀ وے، چې بنى اسرائيل چاچې دډيرې زمانې پورې دبُت پرسته
قومونو په مقابله کښې دخپلو پخوانو پلار نيکونو په نوم دتوحيد بيرغ اوچت وساتلو
او چاچې دتاريخ په مختلفو دورونو کښې ددې عقيدې په خاطر بې شميره مصيبتونه برداشت
کړل او دقتل وغارت دسختو مرحلو نه تير شو ددوى نن دافرض وؤ چې دوى مشرکين ناکامه
او نامراد کولو دپاره دخپل ژوند دمتاع او دښه نه ښۀ څيز قربانى ورکړى))
قران پاک دې صورتحال ته په دې ايت کښې اشاره کړېده.
(( ايا تا هغه خلق نۀ دى ليدلى چاته چې دکتاب نه څه حصه ورکړے شوې ده چې بُتان او
شيطانان منى او دکفارو په حقله وائى چې دا خلق د مؤمنانو په مقابله کښې په نيغه
لاره باندې دى