Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه

د بعثت په وخت د مکه شريف و مدينې شريف د معاشرو تر مېنځه فرق

ليک : علامه ابوالحسن على ندوى
ژباړه: ډاکټر سعيدالله قاضى

ورځپاڼه وحدت

ديثرب دښار دصحيح اندازې لګولو دپاره چاته چې الله تعالى دخپل ښکلى رسول الله صلى الله عليه وسلم دارالهجرت داسلام دعالمى دعوت مرکز او دظهور اسلام نه پس قائم پاتې شوے داولنۍ اسلامى معاشرې ګهواره جوړه کړه مونږ ته ددې په تمدنىو معاشرتى، اقتصادى صورتحال، دپخوانو قبائلو په خپل مينځ کښې په تعلقاتو او ددغې ځائې ديهودو په معاشرتى ، اقتصادى او جنګى اهميت او ددې خوشحاله ښار دژوند په معيار ځان پوهول پکار وى چرته چې ګڼ مذهبونه ثقافتونه او معاشرې اوږه په اوږه ولاړې وې او دمکې مکرمې يو رنګ، يو طرز او يو مذهب ؤ په دې لړ کښې لوستونکو ته څه تفصيلات وړاندې کولے شى دکومو په مدد چې په دوى دبعثت دوخت ديثرب دښار دنوعيت او صورتحال لږه شان اندازه کولے شى

يهود

دې تاريخى حقيقت ته ترجيح حاصله ده چې ديهودو اکثريت په جزيرة العرب کښې عموماً او ديثرب په ښار کښې خصوصاً په اوله صدۍ عيسوى کښې راغلو. مشهور يهودى فاضل ډاکټر اسرائيل ولفنسن ليکى: (( په ٧٠ هـ کښې کله چې ديهودى او رومى جنګ په نتيجه کښې فلسطين او بيت المقدس برباد شو او يهود ددنيا په مختلفو علاقو کښې خوارۀ وارۀ شول نو ديهودو ډير جماعتونه عرب ملکونو ته روان شو لکه چې يهودى مورخ جوزيفس وائى، چې په خپله په دې جنګ کښې شريک ؤ او په ځنو موقعو دۀ ديهودو دپلټنو (يونټس) سالارى هم کړې وه عربىمآخذ هم ددې تائيد کوى))

په مدينه کښې ديهودو درې قبيلې ابادې وې چې پکښې دبالغو کسانو شمير دوه زره ؤ قينقاع، نضير او قريضه اندازه لګولے شوې ده، چې دقينقاع دجنګيالو شمير اوۀ سوه ؤ دنضير دسړو شمير هم دومره ؤ او دقريضه دبالغو شمير داوؤ سوؤ او نهو سوؤ په مينځ کښې ؤ. ددې دريواړو قبائلو په خپل مينځ کښې تعلقات ډير ښه نۀ ؤ کله نا کله به جنګونه هم کيدل ډاکټر ولفنس وائى

(( په بنى قينقاع او نورو پاتې يهودو کښې دښمنى راروانه وه چې دهغې سبب دا ؤ چې بنى قينقاع دبنى خزرج سره په ((يوم بُعاث)) کښې شريک شوى وؤ او بنى نضير او بنى قريضه دبنى قينقاع نه ډير په بې دردۍ سره مرګ ژوبله کړې وه. او دوى ئې ډير په ناکاره ډول کمزورى کړى وؤ حالانکې دوى دبندى شوؤ ټولو يهودو فديه هم ورکړې وه. ځکه خو د ((يوم بُعاث) نه پس ديهودى قبائلو په خپل منځ کښې جګړه راروانه وه کله چې دقينقاع او انصارو په مينځ کښې جنګ وشو نو دانصارو په مقابله کښې هيڅ يو يهودى هم ددوى ملګرتيا ونۀ کړه. قرآن مجيد هم ديهوديانو په مينځ کښې دښمنۍ ته اشاره کړې ده

((او کله چې مونږ ستاسو نه وعده واخسته چې تاسو به په خپل مينځ کښې ديو بل وينه نۀ تويوئ او خپل کسان به دخپل ملک نه بهر نۀ اوباسئ بيا تاسو ددې اقرار وکړو او تاسو په خپله حاضر وئ بياتاسو هغه خلق يئ چې يو بل وژنئ او يو فريق بل فريق دملک نه وباسئ او په هغوى دګناه او قلم په ډول او کۀ دوى قيد شى او تاسو ته راشى نو تاسو بيا ددې فديه ورکوئ ددوى چپاؤ نه حالانکې ددوى ملک نه ويستل هم په تاسو حرام دى.)) (سورة بقره ايت ٨٤-٨٥)

يهود دمدينې په مختلفو ابادو او محلو کښې اوسيدل چې ددوى دپاره مخصوصې وې بنو قينقاع چې کله پنو نضير او بنو قريضه دمدينې دخوا دمحلې نه وزغلول نو دوى په ښار دننه په يوه خاص محله کښې اوسيدل شروع کړل بنو نضير دمدينې نه ددوه درې ميلو په لرې والى دبطحان ددرې په اوچتوالى باندې اوسيدل کومه چې دکجورو او پټو نه ډکه وه. بنو قريضه دمدينې سويل ته په څو ميله باندې واقع دمهزور په علاقه کښې اوسيدل

په مدينه کښې ديهودو مخصوصې ابادۍ وې په کومو کښې چې قلاګانې او مضبوط عمارتونه جوړ شوى وؤ په دې کښې دوى په مستقل ډول اوسيدل دوى ته ديهودى حکومت جوړولو موقع په لاس نه وه ورغلې بلکې دوى به دقبائلى سردارانو دمرستې او حفاظت لاندې په آرام سره اوسيدل او ددې مرستې په بدله کښې به دوى هغوى ته په کال کښې يو ځل محصول ادا کولو چې ددې په سبپ به دوى د بانډيچيانو دحملو نه هم محفوظ وؤ ددې خطرې ترمخه يهود په معاهدو کولو مجبور وؤ نو ځکه هر يهودى سردار به په بانډه چيانو او عرب سردارانو کښې څوک نه څوک خپل دوست جوړولو

مذهبى امور

يهوديانو به خپل ځانونه ديوځانله مذهب او اسمانى شريعت لرونکى ګڼل نو ځکه به دوى په خپلو مدرسو کښې ( چې ورته مدارس وائى) خپل دينى او دنيوى امور شرعى احکام، تاريخ او دخپلو انبياؤ او رسولانو حالات لوستل، اونورو ته به ئې ښودل دغه شان په مخصوص عبادتخانو کښې به دوى خپل عبادات او دينى شعائر سرته رسول دوى به په دې ځايونو کښې دخپلو ټولو دينى او دنيوى امورو په سلسله کښې دمشورې او تبادله خيالات دپاره راجمع کيدل يهودو به په خپلو مخصوصو دينى قوانينو عمل کولو چې پکښې څه دوى دخپلو دينى قوانينو نه راخستى وؤ دغه شان دوى به خپل اخترونه جدا کول په خاص ورځو کښې لکه دعاشورې مياشت کښې به ئې روژې نيولې