Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه

مدينه منوره (يثرب) اقتصادى او تمدنى حالت

ليک : علامه ابوالحسن على ندوى
ژباړه: ډاکټر سعيدالله قاضى

ورځپاڼه وحدت نه ماخوذ

مدينه دخپلې زمکې دنوعيت په لحاظ يوه دکر کروندې علاقه وه. نو ددې داوسيدونکو زيات انحصار په کرکيله او باغبانۍ ؤ. ددې اهم پيداوار کجورې او انګور ؤ، ځکه چې دلته ددې ډير باغونه وؤ چې پکښې ډير په اونو خوارۀ وؤ او ځنې بې داونو نه خوارۀ شوى وؤ. او فصل او دکجورې اونې به ددوؤ ډډونو ياد يو ډډ وې

په فصلونو کښې به قسماقسم غلې او سبزۍ وې کجورو به دقحط او خشک سالۍ په وخت دخلقو زيات غذائى ضرورت پوره کولو او دضرورت په وخت به دسکې په ډول ددې نه په اخستلو خرڅولو کښې مدد اخستے شو. دغه شان دکجورو باغونه دمدينې دخلقو په ژوند کښې ډير دخير او برکت پنګه وه. ددې نه به دوى خوراک هم حاصلولو او په صنعت، ابادو، خشاک او ځنارو ته دګيا په شکل ورکولو پکار هم راوستلې شو

دمدينې دکجورو ډير قسمونه وؤ چې شمير ئې ګران دے دمدينې خلقو ته دډير لوئې تجربې په وجه دکجورو دپيداوار زياتولو او ښه کولو ډيرې طر يقې معلومې وې په دې کښې دنر او ښځې فرق کول او ددوى دزيرونو استعمال هم ؤ چې ورته به ئې ((تابير)) هم و

دباغبانۍ او کروندې مطلب دا نۀ دے چې په مدينه کښې دهيڅ قسمه تجارتى سرګرمۍ نۀ وې البته ددې ګرم بازارى دمکې په رنګ نۀ وه او داځکه چې دشاړې درې انحصار په قدرتى ډول په تجارت او په ګرمۍ يخنۍ کښې دتجارت په سفرونو ؤ

دمدينې صنعتونه ديهوديانو سره مخصوص ؤ کوم چې شايد دوى ديمن نه راوړے ؤ دبنى قينقاع عامو خلقو به دزرګرۍ کار کولو او يهود په مدينه کښې دټولو نه زيات مالدار ؤ ددوى کورونه دمال دولت او سرو سپينو زرونه ډک ؤ

دمدينې زمکه دآتش فشانو علاقو (حرارت) د موجودګۍ په وجه ډيره زياته زرخيره واقع شوې ده او په درو کښې ئې دسيلاب اوبۀ هم ډيرې بهيږى او دزمکې سره پټى او باغونه هم خړوبوى، او زرغونوى په دې کښې دټولو نه مشهوره دره دعقيق دره وهز کومه چې دمدينې دسيل ځائې ؤ په دې کښې اوبۀ ډيرې وې باغونه ډير وؤ. دمدينې زمکه دکويانو کنستلو دپاره هم ښه وه چې په باغونو کښې ددې عام رواج ؤ

دباغونو چارچاپيره به چاردريوارى هم وه داسې باغونو ته به دمدينې خلقو حائط وې دغه شان دمدينې ډير کويان داوبو په زياتوالى او خوږوالى کښې مشهور ؤ. دلته دنهرونو او ارهټ نظام هم ؤ. دکومو په ذريعه به چې دوى خپل باغونه خړوبول

په غلو کښې وړومبے وربشې او بيا غنم وؤ اوسبزۍ او ترکاريانې خو ډيرې زياتې وې دکروندې دمعاملاتو ډير قسمونه وؤ. مثلاً مزابنه، محاقله، مخابره او معاومه. ددې شکلونونه ځنې شکلونه اسلام باقى وساتل او ځنې ئې منع کړل يا ئې اصلاح کړل

په مکه او مدينه کښې چې کومې سکې رائجې وې. هغه يو وې او مونږ ددې په تفصيل سره دمکې په لړ کښې ذکر کړيدے. دمکې دخلقو په مقابله کښې به دمدينې خلقو ته دکچ تول دپيمانو سره زيات روزګار ؤ. ځکه چې ددغه ځائې داوسيدونکو پنګه خو غله او ميوه وه. په مدينه کښې استعماليدونکې پيمانې داوې ((مُد، صاع، فرق، عرق وسق دتول دپاره داڅيزونه وؤ. درهم، شقاق، دانق، قيراط، نواة، رطل، قنطار او واوقيه.

دمدينې دخپلې زرخيزۍ باوجود دغذائى څيزونو په حقله په خپل کور پوره نۀ وه نو اوسيدونکو به ئې دبهر نه هم دخوراک څيزونه راغوښتل، دوى دميدې اوړۀ، غوړى او ګبين (شهد) دشام نه راوړل لکه چې ترمذى دقتادة بن نعمان رض نه روايت کړيدے چې پکښې راغلى دى چې دمدينې دخلقو دخوراک څيزونه کجورې او وربشې وې او کۀ يو سړے به مالدار ؤ نو کله چې به دشام نه تاجر ميده راوړله نو دهغه نه به ئې دځان دپاره داڅيزونه اخستل. هسې خوبه ددوى بال بچ کجورې او وربشې خوړلې- داقيصه دمدينې په غذائى صورتحال او دژوند دمعيار په اختلاف باندې ښه پوره رڼا غورځوى، کوم چې دهجرت نه وروستو ناڅاپه مخې ته نۀ ؤ راغلے

يهودو دچافطرت او تاريخ چې يو شان نۀ دى پاتې شوې په مدينه کښې هم د عربو نه زيات مالدار ؤ عرب دخپل بدوى او قومى مزاج لۀ کبله دمستقبل په باره کښې دزيات سوچ کولو عادى نۀ وؤ چې ددې دپاره ئې دمال جمع کولو فکر کړے وے د دې سره سره دوى ميلمه دوست او سخيان هم وؤ، لۀ دې کبله به ديهوديانو نه په قرض کولو مجبوريدل، او دا قرض به اکثر دسود يادګاڼې ؤ

دمدينې دخلقو سره اوښان، غواګانې او چيلې هم وې اوښان به ئې دزمکو اوبۀ کولو دپاره هم استعمالولو او داسې اوښانو ته به ئې (( الابل النواضح)) وې دوى سره دڅرند ځايونه هم وؤ. چې پکښې مشهور (زغايه) او ((غابه )) ؤ. ددې نه به خلقو خشاک هم کولو او څاروى به ئې پکښې هم څرول. اسونه به دوى په جنګونو کښې پکار راوستل اګر کۀ دابه دمکې په مقابله کښې کم شميره وؤ. بنو سليم داسونو دپاره مشهور وؤ کوم به چې دوى دبهر نه راوستل

په مدينه کښې ډير بازار ونه هم وؤ چې پکښې دټولو نه اهم دبنى قينقاع بازار ؤ. کوم چې دسرو او سپينو زرو دکالو او مصنوعاتو او دکپړې خاص بازار ؤ دې وخت په مدينه کښې پڼسينې او ريښمينې کپړې، رنګينې، غاليچې او دنقش ونګار پردې هم موجود وې. عطر فروشو به قسماقسم عطر او مشک خرڅول دغه شان دعنبرو او پارې تاجران به هم وؤ. دخرڅولو او اخستلو دډيرو قسمونو ځنې اسلام باقى پاتې کړل. او ځنې ئې بند کړل. لکه نجش او احتکار تلقى الرکبان، بيع المصراة (دځناورو په تيونو کښې پۍ محفوظول او بيا ئې خرڅول) بيع نسئيه، بيع الحاضر للبادى، بيع المجازفة بيع المزابنة او مخاضرة، داوس او خزرج ځنې خلقو هم سودى کاروبار شروع کړے ؤ. ولې هغه ديهوديانو په نسبت ډير کم ؤ

دمدينې په تمدنى ژوند کښې ددغه ځائې دخلقو دمزاج او خوش باشۍ په سبب ډيره ترقى شروع شوې وه. لکه دوه چتيزې ابادۍ جوړيدل شروع شوى وؤ

دځنو کورونو سره باغونه هم وؤ دوى دخوږو اوبو عادت وؤ چې کله خوبه ئې دډير لرې نه راوړلې دناستې دپاره دکرسۍ استعمال به هم کيدو دشيشې او ګټې پيالۍ او لوټې به استعماليدې او قساقسم لاليټونه به استعماليدل دکور او پټى په کارونو کښې به وړې ټوکرۍ او زامبيلونه پکار راوستے شو. دمالدارو خصوصاً ديهوديانو په کورونو کښې به ډير فرنيچر بيا موندے شو. قسماقسم کالى به استعماليدل لکه ګجرې او بازوبند، پانزيب او کړې دغوږونو ډنډۍ او والۍ، ګوتمې او دسرو زرو ياديمنى دانو هارونه وغيره. په زنانه وؤ کښې دبڼولو او څرخې کولو رواج عام ؤ. او ګنډل رنګ کول معمارى، خښتې جوړول کاڼى توګل په هغه صنعتونو کښې وؤ کوم چې دهجرت نه ډير وړاندې په مدينه کښې پيژندلے کيدل. ديثرب کړکيچنه او ترقى يافته معاشره

دغه شان داخبره ډيره په اسانه په پوهه کښې راځى، چې محمد صلى الله عليه وسلم او مهاجرينو دمکې نه ديثرب نوى کلى اړخ ته سفر نۀ ؤ کړے بلکې دوى ديو ښار نه بل ښار ته منتقل شوى وؤ اګر چې دا دويم ښار داول ښار په مقابله کښې دژوند په ډيرو اشياؤ کښې مختلف ؤ. او دمکې نه لږ غوندې ورکوټے ؤ. ولې ددغه ځائې ژوند په کږ ليچ کښې دمکې نه په وړاندې تلے ؤ او رسول کريم صلى الله عليه وسلم ته راوړاندې مسئلې دمختلف نوعيت وې ځکه چې هلته ډير مذهبونه، معاشرې او ثقافتونه موجود وؤ چې په هغې قابو راوستل او مدينه ديوې عقيدې او ديو دين په رنګ درنګولو کار صرف دخدائې لۀ اړخه تائيد شوى رسول الله ص کولے شو چاته چې الله حکمت، بصيرت، او قوت فيصله او دانسانيت خور وور وجود رايو ځائې کولو او متحارب قوتونه او نظريې دهدايت او دتعمير انسانيت په کار کښې ديو بل مدد ګار جوړولو غير معمولى صلاحيت بخښلے ؤ او چاته چې خدائې يو زړۀ راښکونکے شخصيت ورکړے ؤ. الله تعالى بلکل صحيح فرمائيلى دى چې

الله هغه ذات دے چاچې دخپل مدد او مسلمانانو په ذريعه ستاسو ملاتړ وکړو او ددوى زړونه ئې يو ځائې کړل کۀ تا ددنيا ټول دولت هم لګولے وے بيا دې هم ددوى زړونه نۀ شو يو ځائې کولے ولې الله په دوى کښې جوړ او اتفاق پيدا کړو هغه غالب او دحکمت خاوند دے