| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

د بعثت په وخت يثبر اقتصادي حالت

ليک : علامه ابوالحسن على ندوى
ژباړه: ډاکټر سعيدالله قاضى

ورځپاڼه وحدت

دنورو قومونو سره ددوى زيات مالى معاملات په ګاڼې او سود قائم ؤ او دمدينې غوندې دکرکيلې دمناسب علاقې ترمخه هغوى ته دادسرو زرو موقع په لاس ورغلې وه ځکه چې کرونده ګرو ته دکر په وخت کښې اکثر دقرض ضرورت پيښيږى

دګاڼې نظام صرف دپيسو ټکو پورې محدود نۀ ؤ بلکې دمجبورۍ په حالت کښې به ښځې او بچى هم ګاڼه کولے شو . دکعب بن الاشراف دقتل په سلسله کښې امام بخارى دا روايت نقل کړيدے

(( محمد بن مسلم کعب ته ووې چې مونږ ستاسو نه يو وسق يادوه وسقه غَله قرض غواړو هغه ووې په دې شرط چې څه راسره ګاڼه کښې کيږدئ. هغوى ووئيل چې ته څه څيز ګاڼۀ اېښودل غواړې؟ کعب وويل تاسو زما سره خپلې ښځې ګاڼه کړئ هغوى ووئيل مونږ تاسو سره خپلې ښځې څنګه ګاڼه کړو. ځکه چې تۀ په عربو کښې ډير ښکلے انسان ئې دۀ ووئيل چې خپل زامن راسره ګاڼه کيږدئ. هغوى ووئيل چې مونږ تاته خپل زامن څنګه ګاڼه درکړو چې بيا ورته خلق پيغور کوى چې دوى ديو يا دوه وسقه غلې په بدله کښې ګاڼه شوى وؤ اودابه زمونږ دپاره دلوئې شرم خبره وى البته مونږ تاسره وسله ګاڼۀ ايښودے شو

ددې قسمه ګاڼې دالازمى نتيجه وى چې دګاڼه ايښودونکو او ګاڼه اخستونکو په مينځ کښې نفرت او دښمنى پيدا کيږى او بيا خصوصاً په داسې وخت کښې چې عرب دخپلو ښځو په سلسله کښې دغيرت او حميت دپاره مشهور وؤ دمدينې په اقتصادياتو ديهودو ددې غلبې نتيجه داوه چې ددوى معاشى پيټے ډير زيات شو او دوى په منډهو کښې خپله خوښه شروع کړه دخپل مصلحت او نفعې په خاطر به ئې مصنوعى قلت پيدا کړو او غل بازارى، خوندى ګرى به ئې کوله ځکه خو دمدينې اکثريت ددوى دټګو او دډير زيات سود خوړلو او ګټه کولو غوندې هغه شر مناکو حرکتونو په وجه ددوى نه کرکه شروع کړې وه دکومې نه چې يو عرب ځان لرې ساتى

ددوى دفطرى سياست دحرص او هوس او دتوسيع پسندۍ لۀ کبله Delacy oflear په خپل کتاب عرب قبل محمد کښې ليکلىدى چې

((داصلى بدويانو او دنوؤ ابادشوؤ يهوديانو تعلقات په اوومه صدۍ عيسوى کښې ډير خراب شوى ؤ، ځکه چې دې يهوديانو خپلې دکرکيلې علاقې ددې بانډيچيانو دڅاروؤ دڅرند ځايونو ته وراوږدې کړې وې)) د اوس او خزرج (دمدينې زړو اوسيدونکو) او يهوديانو تعلقات په ذاتى ګټه او استحصال باندې بنا ؤ يهوديانو به دخپلې فائدې په خاطر ددې قبيلو په خپل مينځ کښې په جنګونو هم ډيرې پيسې ټکې خرڅ کولې لکه چې داوس او خزرج په ډيرو جنګونو کښې دوى کړى وؤ چې په نتيجه کښې ئې دا دواړه قبيلې تباه کيدلې ددوى په وړاندې به صرف دا ايکى يو مقصد ؤ چې په مدينه ددوى مالى قبضه په ځائې وى دراتلونکى نبى په سلسله کښې ديهودو خبرو اترو هم اوس او خزرج په اسلام کښې په داخليدو اماده کړى وؤ. دينى او ثقافتى حالت

دعرب ملکونو ديهودو ژبه په فطرى ډول عربى وه. ولې دا خالصه نۀ وه پاتې شوې دعبرانۍ پکښې لږ غوندې ګډون شوے ؤ او دا ځکه چې دوى دعبرانۍ ژبې استعمال بلکل نۀ ؤ پريښے، او دوى به په تعليمى امورو او عبادتونو کښې ددې استعمال کولو

ديهودو ددينى او دعوتى اړخ په باره کښې ډاکټر اسرائيل ولفنسن ليکى

(( په دې کښې هيڅ شک نشته چې ديهودو سره په عربى دنيا کښې دخپل دينى اقتدار دخورولو وسيلې موجودې وې کۀ دوى غوښتے نو دحاصل کړے شوې اقتدار نه ئې زيات اثر ورسوخ حاصلولے شو ولې ديهودو په تاريخ هر پوهه کس پوهيږى چې يهوديانو کله هم نور خلق په خپل دين قبلولو اماده کړې نۀ ده او دځنې وجوهاتو لۀ کبله ديهوديانو دپاره ددين اشاعت منع دے

ولې دا يقينى خبره ده چې داوس او خزرج او نورو عرب قبائلو سره تعلق لرونکو کسانو يهوديت په خپله مرضۍ يا درشته دارۍ ياديهودو په ماحول کښې دپاتې کيدو په سبب اخيتار کړے ؤ دعربو په يهودو کښې ټول قسمونه موجود وؤ داهم معلومه ده چې ممتاز يهودى تاجر او مشهور شاعر کعب بن الاشرف (چې دنضرى په نسب هم ياديږى) دطے دقبيلې يو فرد ؤ او پلار ئې په بنى نضير کښې وادۀ کړے ؤ ځکه خو کعب دجوش نه ډک يو يهودى په شکل کښې لوئې شو

ابن هشام ليکى چې:

(( ددۀ دپلار داړخه تعلق دقبيله طے او بيا دبنى نبهان سره ؤ او مور ئې دبنى نضير نه وه

دعربو درسم مطابق دۀ دا نذر منلے ؤ. چې کۀ دے ژوندے پاتې شو نو يهوديانو ته به ئې وسپارى چې په خپل ټولى کښې ئې شامل کړى ځکه خو ډير عرب په دې ډول يهوديان جوړ شوى وؤ، په سنن ابو داؤد کښې دا روايت موندے شى

(( دکومې ښځې بچےچې به ژوندے نۀ پاتې کيدو هغې به منښته کوله چې کۀ بچے ئې ژوندے پاتې شو نو هغه به يهودى کوى ځکه خو کله چې بنو النضير جلا وطن کړے شو نو په دوى کښې دانصارو هلکان هم وؤ په دې وجه هغوى ووئيل چې مونږ خپل زامن نۀ پريږدو چې په دې دا ايات نازل شو ((لا اکراه فى الدين)) اوس او خزرج

داَوس او خزرج (دمدينې دعرب اوسيدونکو) دنسب سلسله ديمن دازد قبيلې سره يو ځائې کيږى دچرته نه چې ديثرب اړخ ته دهجرت چپې په مختلفو وقفو کښې ر اوچتيدې، ددې ډير اسباب وؤ په دې کښې ديمن غير يقينى صورتحال دحبشې حمله، دسد مآرب (دمآرب دبند) دورانيدو او شليدو نه پس په اوبه خور کښې تکليفونه وغيره هم دى دغه شان اوس او خزرج مدينې ته ديهودو نه وروستو راغلل، داوس قبيلې سويل او ختيز اړخ کښې ابادې شوې چې ورته دعوالى علاقه وائى، دخزرج قبيلې په وسطى او قطبى علاقو کښې ابادې شوې چې دمدينې نشيبى (ښکته) برخه ددوى نه پس دحرة الوبرة پورې نور څه نشته. خزرج څلور قبيلې وې مالک، عدى، مازن او دينار دې ټولو دبنى النجار سره تعلق لرلو چې ورته (تيم اللات) وائى دبنى نجار قبيلې دمدينې په دې منځنو برخو کښې ابادې شوې چرته چې اوس مسجد نبوى واقع دے اوس دمدينې دکرکيلې په څربو علاقو کښې پاتې شو او ديهودو اهمو قبيلو او ډلو ګاونډيان جوړ شو او خزرج چې چرته پاتې شو هغه ډيره دکروندې علاقه نۀ وه ددوى صرف يوه لويه قبيله بنى قينقاع په ګاونډ کښې وه

اوس داَوس او خزرج دکسانو يقينى شمير معلومول ډير ګران دى ولې په حالاتو او حوادثو نظر لرونکى ددوى دجنګى قوت اندازه دهغې جنګونو نه کولے شى په کومو کښې چې دوى دهجرت نبوى صلى الله عليه وسلم، نه وروستو شريک شو، دمکې دفتحې په ورځ ددوى دجنګ کوونکو کسانو شمير څلور زره ؤ

دهجرت په وخت په مدينه کښې عربو ته اقتدار او غلبه دستى حاصله وه يهود دخپلو دې حريفو په مقابله کښې يو او منظم نۀ ؤ ددوى په مختلفو قبيلو کښې دښمنۍ وې ځنو قبيلو داوس سره معاهدې کړې وې او ځنې د خزرج سره وې، دجنګ په وخت کښې به دوى دخپلو هم مذهبو خلقو په مقابله کښې دعربو نه زيات سخت ؤ دقينقاع او بنى نضير او بنى قريظ په خپل مينځ کښې ددشمنۍ په نتيجه کښې بنى قينقاع خپله کروند پريښوده او په نور کار کسب اختيارولو مجبور شو

دغه شان د اَوس او خزرج په مينځ کښې هم ډير جنګونه وشو چې پکښې وړومبے جنګ دسُمير ؤ او اخرى جنګ بُعاث ؤ چې دهجرت نه پنځه کاله وړاندې شوے ؤ. يهوديانو به داَوس او خزرج جنګولو دپاره سازشونه کول او داختلاف او مقابلې اور به ئې تازه کولو. چې عرب ددوى داړخ نه غافل شى عربو به هم داخبره محسوسوله په دې وجه به ئې دوى د ((ثعالب)) (لومبړو، کيدړانو) په لقب يادول

په دې لړ کښې ابن هشام چې دابن اسحاق په روايت سره کومه واقعه رانقل کړې ده دې نه په دې ډيره رڼا غورځيږى په دې واقعه کښې راغلى دى. چې يو ځل يو د ډير عمر يهودى شعث بن قيس يو ځائې کښې اوس او خزرج داسلام قبلولو نه پس په يو مجلس کښې ناست دلطف ومحبت په خبرو اترو وليدل ددې منظر په ليدو دے ډير خفه شو او دائې برداشت نکړے شوه دۀ يو يهودى نوجوان چې انصارو سره ئې تعلقات ؤ تۀ اشاره وکړه. چې دے په دغه مجلس کښې شريک شى بيا په څه مناسبت دجنګ بُعاث او ددې نه دوړاندينو جنګونو ذکر اوچيړى او په دې موقعو وئيلى شوى اشعار ووائى چې ددې دواړو قبيلو پخوانى زخمونه تازه شى او غيرت او جاهليت خپل رنګ وښائى

دا سازش بې نتيجې پاتې نۀ شو او ددې دواړو قبيلو چې ددښمنانو په شان به جنګيدې دغيرت رګ بيدار شو نزدې وه چې تُورې راويستے شوې وې ولې رسول الله صلى الله عليه وسلم دمهاجرينو سره تشريف راوړلو او پخپلو ارشاداتو ئې ددوى دايمان سکروټه تازه او دينى جذبه ئې ورله رابيدا کړه، دوى ته سمدستى احساس وشو چې دوى خو ديو لوئې سازش ښکار شو ددوى دسترګو نه داوښکو باران روان شو اوس او خزرج ديو بل سره غيږ په غيږ شو او داسې معلوميده لکه چې هډو څه شوے نۀ وى

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate