| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

د حضرت مالک بن دينار (رح) د توربې قيصه

ليک ::: محمد عمر خېوه وال

حضرت مالک بن دينار دمشهورو اولياو نه دے هغه په اوله کښې په څه ښه حال باندې نه ؤ يوکس دهغه نه دهغه دتوبې دقيصې تپوس وکړو چې څه خبره پيښه شوه چې په هغې تادپخوانى ژوندنه توبه وويسته ؟ هغه ووئيل زۀ يو سپاهى وم دشرابو ډير شوقين اوعادتى وم هروخت به په شرابو کښې مشغول وم مايوه وينزه واخسته چې ډيره ښائسته وه او زما ورسره ډيره مينه وه دهغې نه زما يوه جينۍ پيدا شوه زماهغه جينۍ سره هم دير محبت ؤ او هغه جينۍ هم ماسره ډيره بلده وه تردې چې هغې په پښو تلل شروع کړل نو دغه وخت زماهغې سره مينه نوره هم زياته شوه هغه به هروختې ماسره وه ليکن دهغې عادت ؤ چې کله به مادشرابو کلاس دڅښلو دپاره واخستو هغې به زما دلاس نه وغورځولو او زماپه جامو به ئې توئى کړو دډير محبت دوجې نه به ماپه هغې غصه هم نه کوله .

کله چې هغه دوو کالو شوه نو مړه شوه دهغې غم زماپه زړۀ کښې زخم جوړ کړے ؤ يوه ورځ دشعبان پنځلسمه شپه وه زۀ په شرابو کښې مست وم دماسخوتن مونځ مې هم ونکړو هم په دې حال کښې اودۀ شوم ماپه خوب کښې وليدل چې حشر قائم شو او خلق دقبرونو نه راوځى زۀ هم په هغې خلقو کښې يم کوم چې ميدان حشر ته ځى ماخپل وروسته څه کش کړپ واوريدو چې مې مخ ور واړولو ومې ليدل چې يوه لويه اژدها ده ماپسې په منډه راروانه ده دهغې شنې سترګې دى خله ئې وازه ده وار خطا زماطرفته په منډه راروانه ده زۀ دهغې دويرې په تيزۍ سره تښتم اوهغه ماپسې په تيزۍ راځى مخکښې راته يو بوډا ډير ښکلے دسپينو جامو والا ميلاو شو ماورته سلام وکړو هغه دسلام جواب راکړو ماورته ووئيل دخدائې لپاره زما مدد وکړه هغه بوډا ووئيل چې زۀ ضعيف يم ( کمزورے سړے يم ) او هغه اژدها ډيره قوى ده دازما دقابو نه ده ليکن ته په منډه ځه کيدے شى مخکښې خه شې داسې ميلاو شى چې ددې نه دخلاصى سبب جوړشى زۀ وار خطا په منډه تلم چې يوغرمې وليدو په هغې باندې وروختلم مګر هلته ختلو سره ددې غر نه مې د دوزخ سور اور وليدو دهغې هيبت ناک صورت اودهغې منظر مې وليدو ددې ټولو حالاتو ليدلو باوجود دهغې مار ويره ماباندې دومره سوره وه او داسې په منډه تلمه چې نزدې وه چې دوزخ ته ورغويدلے وے په دې کښې يو په زور اواز مې واوريدو چې وروسته شه تۀ ددوزخيانو خلقو نه يې مادهغې ځائې نه بيا په وروسته منډه کړه هغه مار هم ماپسې راتاو شو بيامې هغه بوډا وليدو اوعرض مې ورته وکړو چې مامخکښې هم درته وئيلى وو چې ماددې اژدها نه بچ کړه خوتاقبوله نه کړه هغه بوډا په ژړا شو وې وئيل چې زۀ ډير کمزورے يم دا اژدها ډيره قوى ده زۀ ددې مقابله نه شم کولے البته مخامخ يوبل غر دے په هغې وخيژه په هغې کښې دمسلمانانو څه امانتونه پراته دى کيدے شى ستاهم څۀ داسې امانت وى چې په دې وخت کښې دې پکار راشى .

زۀ په تيښته دهغې طرف ته روان شوم هغه اژدها هم داسې راپسې وه هلته ماوليدل چې يو غونډ غر دے په هغې کښې ډير تاخونه جوړ شوى دى په هغې پاندې پردى پرتې دى دهر يو کړکۍ دسرو زرو دوه تنبې دى چې په هغې باندې ياقوت خيژولى شوى دى او دملغلرونه ډکې دى اوپه هر يوه تنبه باندې دوريښمو پرده پرته ده کله چې زۀ په هغې ختلم نو فريښتو اواز وکړو چې دروازې لرى کړئ او پردى وچتۍ کړۍ او باهر ته راوځى شايد ددې پريشان حاله څه امانت په تاسو کښې وى چې داوخت دے ته دمصيبت نه خلاصى ورکړى دفريښتو په اواز فوراً دروازې لرې شوې اوپردې اوچتې شوې او دهغې نه دسپوږمۍ په شان دشکلونو والا ماشومان راووتل ليکن زۀ ډير زيات پريشان وم ځکه چې هغه مارماته بلکل نزدې راغلے ؤ په دې کښې هغې بچو په زوره چغې کړې چې هله تاسوډير زر راوځى هغه مار خو هغه ته ډير نزدې راغلے دے په دې باندې دماشومانو فوځونه فوځونه راووتل په دې کښې زمانظر خپلې هغه دوه کلنۍ لور باندې ولګيدو کومه چې وفات شوې وه هغې چې وليدم په ژړا شوه اووى وئيل چې په خدائې مې دې قسم وى داخوزما باباجى دے او ددې وئيلو سره دغشى په شان ورټوپ کړو او يودنور په چابړۍ باندې وختله او خپل ګس لاس ئې زماښى لاس طرفته راوړاندې کړوزۀ زر هغې پورې ونختم اوهغې خپل ښى لاس دهغې اژدها طرفه ته ور وړاندې کړو اژدها واپس وروسته منډه کړه بيا هغې زۀ کښينولم او پخپله زماپه غيږ کښې کښيناسته اوخپل ښى لاس ئې زماپه ږيره راښکلو اووئى وئيل زمابابا جى ،ترجمه ولې ايمان والا ؤ ( کښې چې کوم خلق په ګناهونو کښې مشغول وسى هغوى ) دپاره ددې خبرې وخت لاتراوسه نه دے راغلے چې دهغوى زړونه دالله تعالى دذکر دپاره اوهغې حقې خبرې دپاره کوم چې هغوى باندې نازل شوے دے ټيټ شى دهغې داخبرې چې مې واوريدې په ژړا شوم او تپوس مې ترې وکړو چې ولې لورى تاسوټولو ته قران شريف درځى ؟ هغې وويل چې مونږ ټولوته قران شريف تاسو نه ښۀ راځى ماورنه پوښتنه وکړه لورى دا مارڅه بلا وه چې ماپسې لږيدلې وه ؟ هغې وويل چې داستا بدعملونه وو تاداخپلو ګناهونو سره دومره قوى کرې ؤ چې اوس داستاپه دوزخ کښې دغورځولو په فکر کښې ؤ ماترې تپوس وکړو چې هغه دسپينو جامو کمزورے بوډا څوک ؤ وى وئيل هغه ستانيک عمل ؤ چې هغه تادومره کمزورے کړے ؤ چې هغه تانه هغه مار نه نشو لرې کولې .

( البته دومره ئې وکړل چې دبچ کيدو لاره ئې درته وښودله ) ماترې بيا پوښتنه وکړه لورى تاسو په دې غره کښې څه کوئ ؟ وې وئيل چې مونږ ټول دمسلمانانو بچى يو ترقيامته پورې به مونږ دلته وسيږو هرکله چې تاسوټول راشى نومونږ به ستاسو سفارش کوو دې نه پس زۀ راويښ شوم نو دهغې مار ويره اوهيبت په ما سور ؤ راپاسيدو سره مې دالله په مخکښې توبه وکړه او خپل بدعملونه مې پريښودل . ګرانو لوستونکو په دې واقعه کښې دوه خبرې خصوصاً دغور قابل دى اول دنيک اوبدعمل انجام اودويم داولاد په وړوکتوب کښې وفات کيدل دعمل باره کښې که خپل ګريوان کښې سرښکته کړو اوفکر وکړو نو خپله اندازه به راته معلومه شى چې زۀ نيک عمل څومره کوم اوبدعمل څومره کوم ددنيا ژوند مونږ دپاره يوامتحان دے الله تعالى اختيار راکړى چې څه کوو خپله خوښۀ موده خوکه دنياکښې دالله په خوښه زندګى تيره کړو او خپل نيک عمل مضبوط کړو نو همددې نيک عمل په وجه به الله راباندې رحم وکړى او جنت کښې به مو داخل کړى اوکه بدعمل مو زيات شى بيادالله تعالى خوښه ده چې خپل فضل سره مومعاف کوى اوکه عذاب راکوى خوبهتره خبره داده چې دهربدعمل نه توبه وکړو اودنيک عمل پوره نيت وکړو په توبې کښې سستى نه ده پکار .

دوئمه خبره داولاد په وړکتوب کښې دوفات کيدو ده نبى عليه السلام يوځلې دصحابو نه تپوس وکړو چې تاسو پهلوان چاته وائى ؟ هغوى عرض وکړو چې يارسول الله پهلوان مونږ هغه چاته وايو چې ډير طاقتور وى اودچا زورورسره نه رسيږى نبى عليه السلام وفرمائيل چې پهلوان هغه چاته وائى چې سخته غصه ورله راشى خو خپله غصه قابو کړى او صبر وکړى بيائې پوښتنه وکړه چې بې اولاده چاته وائى ؟ بياصحابه ؤ عرض وکړو چې يارسول الله بې اولاده هغه چاته وايو چې اولاد ئې نه وى . بيا نبى عليه السلام وفرمائيل چې بې اولاده هغه څوک دى چې په وړوکتوب کښې ئې کوم اولاد نه وى وفات شوے . دچاچې ماشوم زوئى يا لور وفات شوې وى اودۀ پرې صبر کړے وى ( داسې الفاظ ئې نه وى استعمال کړى چې هغې سره دالله نافرمانى شوى وى ) نو دا اولاد بۀ ئې قيامت کښې شفاعت کوى ( الله تعالى دې مونږته دتوبې توفيق راکړى ،

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate