| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

حضرت بابا فريدالدين مسعودګنج شکر

ضياء الحق سرحدى

برصغير پاک وهند ته هغه شرف او عظمت حاصل نۀ شو کوم چې دعربو دخطې په حصه کښې راغلو دلته پيمغبران خو رانغلل خو د انبياء دعلمى او روحانى فيضاتو امين بزرګان دين د اسلامى اقدارو او عظمت رسول (ص) دپاسدارۍ حق ادا کړو. برصغير پاک وهند کښې د اسلام اشاعت کښې صوفياء کرامو او اولياء عظامو اهم کردار ادا کړے دے. چې دې وړوکى شان مضمون کښې دهغوى تبصره کول د مرشد دوس خبره نۀ ده.

دلته صرف دبابا فريدالدين سرکار په باره کښې څو خبرې کول غواړم. دبرصغير تاريخ ته چې وکتل شى نو داتاګنج بخش به لاهور ښار د رڼاګانو ښار ته په رسولو نظر راځى کله دلته حضرت مجددالف ثانى او بهاء الدين ذکريا ملتانى په نظر راځى. دې بزرګان دين کښې خواجه خواجګان خواجه معين الدين چشتى اجميرى، حضرت بختيارکاکى، حضرت علاء الدين احمدصابرکليرى، حضرت نظام الدين اولياء، حضرت داتاګنج بخش، حضرت سيدعثمان مروندى المعروف لعل شهباز قلندر، حضرت برى امام سرکار، حضرت بوعلى قلندر پانى پت، حضرت پيرمرشدى سيد عبيدالرحمان شاه بابا چشتى صابرى، تمبرپوره شريف، دپيښور حضرت مولانا سيدا ميرشاه قادرى المعروف مولوى جى صيب مدظله العالى يکه توت شريف پيښور ا و پير ومرشدى رئيس الفقراء حضرت پيرسيدمستان شاه سرکار حق بابا صيب مدظله، مدظله العالى تمبر پوره شريف پيښور دشپې ورځ د محنت نتيجه ده.

چې مونږ ځان ته په مسلمان وئيلو فخر محسوؤ. الله تعالى حضرت محمد (ص) دټولو جهانونو دپاره رحمت راليږلے دے. او دا سلسله بند کړے شوې ده. چې دمحمد (ص) نه پس به کوم نبى نۀ راځى. صحابه کرامو، تابعينو، تبع تابعينو، او اولياء کرامو د اسلام دتبليغ دپاره وطنونه پريښودل نو دوى باندې د الله فضل داسې وشو چې غير وطن کښې ئې چرته چرته قيام وکړو نو هغه ددوى نوم سره منسوب شو. جيلانى پيران پيرشيخ عبدالقادر جيلانى بغداد ته ورسيدو نو د بغداد پيژندګلو جوړ شو.

داتاګنج بخش سرکار د لاهور پيژندګلو جوړ شو او دخلقو په ژبه د لاهور نوم داتا نګرى راغلو خواجه خواجګان معين الدين چشتى اجمير ته په رسيدو داجمير پيژندګلو جوړ شو. دې بزرګانو کښې چې يو اجودهن ته ورسيدو نو دا علاقه دپاک پتن په نوم مشهوره شوه دا بزرګ بنده دحضرت فريدالدين مسعود ګنج شکر په نوم ياديږى. دنور العارفين بابا فريدالدين معسودګنج شکر عهد د٥٧٢ هـ نه ٦٦٥ هـ پورې جوړيږى. دهغوى دژوند عرصه ٩٣ کالو پورې جوړيږى. کله چې چنګيزخان په کابل حمله وکړه نو دهغوى نيکۀ حضرت قاضى شعيب دهلته نه لاهور سره نزدې قصبې قصور ته راغلو وروستو هغوى ملتان سره نزدې دقضا په عهده مقرر کړے شو هغوى واقعى يو عظيم شخصيت ؤ. دهغوى زوې حضرت جمال الدين سيلمانى دځوانۍ په عمر کښې علم وفضل کښې د کمال درجه لرله.

دملتان بزرګ عالم دين حضرت مولانا وجيه الدين لور سره دهغوى نکاح وشوه اولاد کښې ئې درې زامن فريدالدين مسعود، اعزاالدين محمود، او نجيب الله متوکل نه علاوه يوه لور چې وروستو دمشهورولى کامل على احمدصابر کليرى مور جوړه شوه شامل وو. فريدالدين او ګنج شکر دهغوى القاب دې شيخ کبيرالدين شيخ الشيوخ عالم په القابو هم هغوى يادولے شى په عامه توګه دخلقو په ژبه بابا صيب بابا فريد د خلقو په ژبه دے ابتدائى تعليم ئې کهتوان کښې حاصل کړو د اتلسو کالو عمر کښې ملتان ته راغلو او مولانا منهاج الدين ترمذى نه ئې دفقهې کتاب نافع ولوستو نور تعليم، دپاره قندهار ته لاړو هلته نه بدخشان بخارا او بيا بغداد ته ورسيدو.

دګنج شکر نوم نن هم دتاريخ تصوف په تندى د تازه ملغلرې په رنګ ځليږى. دهغوى شجره مبارکه نسبى حوالې سره حضرت عمر فاروق (رض) سره ملاويږى. شجره طريقت ئې حضرت على المرتضى سره ملاويږى د ژوند په اولو ورځو کښې دهغوى دپلار وصال وشو او مور ئې پرورش وکړو. دغوث العالمين حضرت بهاء الدين ذکريا ملتانى په دعوت چې کله حضرت خواجه قطب الدين کاکى دملتان دوره وکړه نو دهغوى نظر په حضرت بابا فريد پريوتو حضرت بابا فريد جومات کښې درس و تدريس سلسله کښې قيام کولو او د حضرت بختيار کاکى دنظر نه پټ پاتې نۀ شو. حضرت بابا صيب هم دعشق خدمت خپل زړۀ کښې محسوس کړو او د حضرت بختيار کاکى قدمونه ئې ښکل کړل.

او دهغوى دعقيدت مندو صف کښې اودريدو او حضرت قطب الدين ډيلى ته دتلو خواهش ظاهر کړو خو شيخ طريقت ورته وفرمائيل چې دعلم د تکميل نه پس راشه کله چې ټول علمونه مکمل شول نو د مور اجازت سره ډيلى ته لاړو او عبادت و رياضت سره سره دمجاهدانو منزلونه تير شو. دغه وخت حضرت خواجه معين الدين چشتى هم ډيلى ته تشريف راوړو. حضرت غريب نواز معين الدين چشتى حضرت بختيارکاکى نه دريافت کړل چې د ملاويدو نه کوم تن خو نۀ دے پاتې شوے نو حضرت بختيار کاکى پوهه شو او وې وئيل حضور! يو مريد فريدالدين محروم پاتې شوے غريب نواز ووئيل چې راځئ چې دۀ سره ملاؤ شو کله چې حجرې ته ورسيدل اودحضرت فريدالدين نظر په غريب نواز پريوتو دپاڅيدو کوشش ئې وکړو خود مجاهدو او رياضت په وجه دکمزورۍ غالبه پرې راغلې وه.

پانۀ څيدے شو او قدمونو کښې ئې سرکيښودو نو حضرت غريب نواز حضرت قطب الدين بختيار کاکى ته وفرمائيل چې تۀ ګس طرف ته اودريږه او زۀ ښى طرف ته ودريږم او فريدمنځ کښې ودروه. کله چې دحکم تعميل وشو نو اسمان طرف ته ئې مخ او لاس اوچت کړل اوبارګاه الهى کښې التجاء وکړه، يا الله فريد قبول کړې او د اکمل او د درويش په مرتبې ئې ورسوې. دتوقف نه پس د غيب نه اواز راغلو، قبول کړو هغه به وحيد عصر وى دې نه پس د حضرت غريب نواز په حکم حضرت بختيار کاکى اسم اعظم وديعت کړو په دې بابا صيب باندې دعلم لرنې انکشاف وشو. يو ځل څو سوو سوداګرو په اوښانو شکر راوبرو اتفاق سره بابا فريد هم هلته موجود ؤ.

هغوى دشکر د سوداګرو نه دريافت کړل. دا په دې اوښانو څۀ دى؟ سوداګرو ووئيل چې دا د مالګې بورۍ دى تا ته پکار دى، حضرت بابا دسوداګرو ددې طنزيه خبرو کوم تاثر قبول نۀ کړو. او وې وئيل چې تاسو وايئ نو مالګه به وى، کله چې سوداګرو دشکر خرڅولو دپاره بازار ته ورسيدل نو حيران شول، چې دشکر په ځائى ټوله مالګه وه. ټولو خريدارو سوداګرو ته رد بد ووئيل سوداګر د بابا فريد خدمت کښې حاضر شول او وې وئيل مونږ معاف کړه. بابا فريد ووئيل تاسو ټول دڅۀ معافى غواړئ سوداګرو ووئيل چې ستاسو په بد دعا زمونږ شکره مالګه شوې ده بابا فريد ووئيل مسلمان خپل ورور ته بد دعا نۀ کوى تاسو خپل دينى ورور سره مزاق وکړو الله تاسو ته دهغې سزا درکړې ده. هميشه دخير کلمې ادا کوئ څوک نۀ پيژنى چې دقبوليت ساعت راشى.

سوداګر په خپل حرکت سخت شرمنده وو. اخر بابا فريد دوى معاف کړل. کله چې سوداګر بازار ته واپس راغلل نو حيران شول چې مالګه واپس شکره شوې وه الله تعالى قران کريم کښې د مردمومن شان داسې بيان کړے دے، چې مونږ ددوى غوږونه، سترګې، او ژبه جوړيږو. علامه اقبال خپلو شعرونو کښې کم و زيات دا مضمون بيان کړے دے

نه پوچهـ ان خرقه پوشو سے ارادت هو تو ديکهـ ان کو
يه بيضالئے بيهټے هين اپنى استينو مين
نه تخت وتاج نه لشکر وسپاه مين هے
جوبات مرد قلندر کى بارګاه مين هے

هغوى دخپل ژوند ٢٧ کلونه پاک پتن شريف کښې هغه کچه حجرې (کوم کښې چې مزار دے) کښې تير کړل دهغوى شپې هم دې حجرې کښې تيريدې. چې شپه به راتله نو حجره به دنور ولايت سره منور کيده دقران مجيد تلاوت سره به دظلمت تيارې ختميدې، حجره کښې به کله په سجده ؤ. او کله به ئې د الله په دربار کښې لوندو سترګو سره التجاء کوله دسحر اذان سره به دحجرې دروازه داسې پرانستے کيده لکه چې چا هر طرف ته خوشبو کړى وى. دوى به حجرې سره خوا کښې جومات ته مونځ دپاره تلو مونځ به ئې کولو او رب نه به ئې دعا غوښته.

پاک وهند کښې سلسله چشتيه ته زياته وده دهغوى په توسط سره نصيب شوه بدرالدين اسحاق نظام الدين، جمال الدين هانسوى، نجيب الله متوکل، شيخ مجيب الله زرى زربخش، على احمدصابر کليرى، شهاب الدين ګنج علم او علاء الدين موج دريا په شان هستۍ چې د چا د غلامانو صف کښې ولاړې وى نو هغه هستۍ دعظمت به څۀ وايو تونسه شريف وى، مهارشريف، سيال شريف، کوټ مهن شريف، ګوبره شريف يا تمبرپوره شريف پيښور ټول دهغوى احسان او فيضان دى، دې حجرې کښې هغوى ارام فرما دى. دهغوى کلنے عرس د ٢٥ ذوالحجه نه لسم محرم الحرام پورې وى ٥ محرم چونکې دهغوى دوصال ورځ ده ځکه نو په دې ورځ په لکونو عقيدت مند راځى.

پاک پتن نه علاوه دملک مختلفو ښارونو کښې دعرس تقريبات کيږى. پيښور کښې دپيرصاحب تمبرپوره شريف رئيس الفقراء او پير سيدمستان شاه سرکار حق بابا زيرسرپرستۍ کښې ختم خواجګان کيږى. شجره، شريف، چشتيه صابريه لوستلے شى او حق بابا خصوصى دعا کوى دا د الله تعالى د جان نثارانو تاريخ دے چې د انسانى نظرونو نه روپوش کيدو باوجود چې دپيړيو راهسې د زرګونو انجمنو، لکونو مجلسونو او کروړونو زړونو کښې نن هم ژوندى دى

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate