| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

قطب عالم حضرت خواجه سيد قطب الدين بختيار کاکى چشتى

ليک: ضياء الحق سرحدى

جنوب مشرقى اسيا کښې بالعموم او برصغير پاک وهند کښې بالخصوص اولياظ کرام صوفياء عظام او بزرګان دين داسلام دتبليغ او اشاعت دپاره اهم کردار ادا کړيدے دطريقعت دڅلورو سلسلو نه فيض ياب بزرګانو ددين داشاعت دپاره ئې خپل ژوند وقف کړو دالله تعالى ذات يکتا او واحد لاشريک دے څنګه چې ئې داسمان دښکلى والى دپاره ستورى سپوږمۍ تخليق کړى دغه شان ئې دزمکې دښکلا دپاره ئې انسانان تخليق کړل او اشرف المخلوقات ئې راوليږلو انسانى ډلو او اباديو کښې به اولياظ کرام دقيامت پورې ځلانده وى

دې ستورو کښې يو ستورے ٥٦٩هـ داوش (عراق) مقام سيد موسى اوشى په کور کښې وځليدو او بيا ئې برصغير پاک وهند کښې اوچته مرتبه ومونده دسلګونو کالو تيريدو باوجد ددې بزرګې هستۍ دپاک وهند اسلامى تهذيب او ثقافت کښې نقوش ښکارىه دى ددې ستورى نوم قطب عالم سيد قطب الدين بختيار کاکى چشتى دے هغوى داوش دسادات خاندان نه ؤ او نسب ئې داشان دے حضرت خواجه قطب الدين پختيار اوشى، ابن سيد موسى، ابن سيد احمد اوشى ابن سيد کمال الدين، ابن سيد محجمد، ابن سيد احمد، ابن سيد اسحاق حسن، ابن سيد معروف، ابن سيد احمد چشتى، ابن سيد رضى الدين، ابن سيد حسام الدين، ابن سيد رشيد الدين، ابن سيد جعفر ابن امير المومنين حضرت امان نقى الجواد، ابن امير المومنين امير امام على موسى ، ابن امام المسليمن حضرت امام موسى کاظم، ابن امير المومنين حضرت امام جعفر صادق ابن امير المومنين حضرت امام محمد باقر، ابن امير المومنين امام زين العابدين، ابن امير المومنين حضرت سيدالشهداء امام حسين، ابن امير المومنين شير خدا حضرت على بن ابى طالب کرم الله وجهه. حضرت صوفى حميد الدين ناګوارى، حضرت بابا فريد الدين ګنج شکر او حضرت علاؤ الدين على احمد صابر کليرى په شان هستۍ چې د چا دغلامانو صف کښې ولاړې وى دهغو عظمت به څه وى

دخواجه خواجګان حضرت خواجه غريب نواز دجانشين په حيث دحضرت خواجه قطب الدين بختيار کاکى دسلسلې چشتى دټولو شاخونو مشائخو کرامو او فيوض وبرکات دى دسيد الاقطاب دروايت مطابق چې دهغوى دولادت په وخت ټول کور کښې نور ؤ دهغوى مور ته غيب نه اواز وشو ((اين نور که ديدى سر بود از اسرار الهى که اکنون در دل فرزندت نهاديم)) دا نور چې تا ليدلے دے اسرار الهى نه دے کوم چې مونږ ستا دفرزند سينه کښې منتقل کړيدے) يو نيم کال عمر ئې ؤ چې پلار ئې وفات شو ټول پرورش ئې دمور په غاړه شو کله چې ئې عمر څلور کاله څلور مياشتې څلور ورځې شو نو دوخت ددستور مطابق مور ئې دبسم الله دستوره وکړه اتفاق سره خواجه غريب نواز اوش کښې تشريف فرماشو مور ئې هغوى دبسم الله خوانۍ دپاره دغريب نواز خدمت کښې وليږلو حضرت خواجه چې څنګه دقطب دتختۍ ليکلو اراده وکړه نو غيب نه اواز راغلو خواجه ليکلو کښې موقف وکړه قاضى حميدالدين ناګورى راځى هغه به دتختۍ ليکلو رسم ادا کوى دې کښې قاضى صيب تشريف راوړو تختۍ ئې سمباله کړه او حضرت قطب نه دريافت کړل وليکم؟ هغوى دپنځلسمې سپارې ايت دولوستلو قاضى صيب تپوس وکړو چې دا ايت ورته چا ښودلے دے هغوى ووئيل چې مور، قاضى صيب څلورو ورځو کښې قطب صيب ته قران ياد کړو

دحضرت بختيار کاکى شمار دغريب نواز هغه عظيمو مريدانو کښې کيږى چې نهايت پرهيز ګار او دمنفرد حيثيت حامل ؤ کله چې دهغوى عمر ديارلس کاله شو نو خواجه غريب په باقاعده توګه خپل تحويل کښې واخستو او باضابطه دغريب نواز په لاس بيعت شو کله چې ځوان شو دډيلى ولايت ورته وسپارل شو هغوى به هر وخت عبادت کښې مصروف ؤ دهندوستان دهغه وخت بادشاه الشمس هغوى دپاره حجره جوړه کړه او پښې ابلې به دهغوى خواله راتلو دهغوى جانثارانو دپاره وظيفې مقرر کړې اوداسې کارونه ئې وکړل چې نورو قومنو به ورته په حسد کتل دۀ غوښتل چې بختيار کاکى بدنام کړى هغوى له ئې دهر قسم لالچ ورکړو چې داسلام دتبليغ نه منعې شى هغوى هر وړانديز رد کړو دشهنشاء الشمس دوزيرانو نه علاوه نور خلق هم دې سازش کښې شامل ؤ دا کوشش به ئې کولو چې الشمس دبختيار کاکى نه بدظن کړى دغه کسانو يو سازش تيار کړو دالشمس دربار کښې موجود يو قاضى او وزير ته ئې مال ورکړو او دوى ئې سازش کښې شامل کړل وزير حسن شاه د سازش کاميابولو دپاره ئې دبازار يوه طوائف واخسته او دهغې غيږ کښې دشاه نامى وزير ديوې مياشتې زوې واچولو دا٥٦١ هـ واقعه ده چې دالشمس دربار لګيدلے ؤ ټول امراء وزراء موجود وؤ هغه ښځه دننه راغله چغې ئې وهلې د الشمس په تپوس ښځې ووئيل چې ماسره زياتے شويدے تپوس وشو چې چا کړيدے ښځې ووئل چې الشمس تۀ خۀ نۀ شى کولے خو هه قسم وخوړو هغه کۀ هر څوک وى سزا به ورکولے شى تاته به انصاف درکولے شى ووايه ستا مجرم څوک دے ښځې ووئيل چې ستا پيرومرد بختيار کاکى دے زما غيږ کښې ديوې مياشتې بچے دهغه دے اوس ئې دپيژندو نه انکار کوى په دې اوريدو الشمس غُصه کښې راغے توره ئې راوويسته او وې وئيل ښځې تۀ په چا الزام لګوې هغې ووئيل چې ستا په پيرومرشد الشمس ووئيل چې تاسره به انصاف کولے شى سبا دربار کښې دوباره پيش شوا لشمس دسرنه تاج کوز کړو پښې ابلې دبختيار حجرې طرف ته ئې منډه کړه بختيار کاکى دهغه په ليدو مُسکے شو او وې وئيل الشمس بې وخته څنګه راغلې الشمس ټوله خبره وکړه هغوى الشمس سره روان شول دا واقعه ټول ډيلى کښې خوره شوه خلق دربار طرف ته راتلل

اخوا خواجه غريب نواز مريدانو ته فرمائيل چې نن زما زوې مصيبت کښې دے، او ما راغواړى کۀ زۀ ونۀ رسيدم نو دمسلمان نوم به دتاريخ نه ختم شى په دې وئيلو هغوى ډيلى ته روان شو دالشمس دربار لګيدلے ؤ بختيار کاکى دمجرمانو کټهره کښې ولاړ ؤ الشمس هغې ښځې ته ووئيل تا چې پرون څه وئيلى وؤ هغه دبختيار کاکى مخ کښې ووايه ښځې هغه بيا بيان کړل دې کښې غريب نواز دربار کښې داخل شو غريب نواز دښځې نه تپوس وکړو چې ستا مجرم دادے هغې ووئيل چې بختيار کاکى زما مجرم دے هغوى ووئيل چې ددې واقعې څوګ ګواه شته هغې څلور ګواهان پيش کړل هغوى ګواهى ورکړه ښځه دخپلې خبرې وانۀ وړيده په دې اوريدو خواجه غريب نواز جلال کښې راغلو حضرت بختيار کاکى خاموش ولاړ ؤ حضرت غريب نواز وفرمائيل چې تاسو دښځې خبرې واوريدې اوس به دالله په فضل شهغادت تيروم چې ثابت به کړى چې زما زوې مجرم دے او کۀ نه، هغوى دښځې خواله راغلل دماشوم دمخ نه ئې کپړه لرې کړه او وې وئيل اے ماشومه زۀ تاته دالله په فضل وکرم حکم درکوم تۀ دا ووايه تۀ دچا زوې ئې هغه ماشوم ووئيل چې اے غريپ نواز السلام عليکم زۀ حسن شاه نومې وزير زوې يم حضرت بختيار کاکى بې ګناه دے غريب نواز او حضرت بختيار کاکى هغه ځائې نه روان شول بادشاه دښځې او وزير دقتل حکم ورکړو

٥٨٣هـ بمطابق ١١٨٧م هغوى خپل مرشد سره مکې ته لاړل بيا مدينې کښې حاضر شول بيا ٥٨٥هـ کښې بغداد ته لاړل او ٥٨٥ کښې هندوستان ته روان شول. لاهور ته راورسيدو بيا سمانا او ډيلى نه په تيريدو ٥٨٧هـ کښې اجمير ته راغلل مورسره ملاقات دپاره اوشى ته لاړو بيا هندوستان ته راغلو ٥٩٠هـ کښې بختيار کاکى ملتان ته ورسيدو

يوه ورځ دعيدګاه نه په واپسۍ حضرت قطب افتاده زمکې ته تشريف راوړو او وې وئيل چې زمکې نه ماته دپاکو زړونو خوشبو محسوسيږى بيا ئې دازمکه واخسته دا هغه زمکه ده چرته چې اوس دبختيار کاکى مزار دے په ١٤ ربيع الاول ٦٣٣هـ مطابق ٢٧ نومبر ١١٢٥ م دمهروى په مقام ډيلى کښې دهغوى روح پرواز وکړو

حضرت مولانا ابو سعيد دجنازې دمونځ داقامت متعلق دحضرت قطب وصيت اعلان کړو چې هغه سړے دې زما جنازه وکړى چې چرته دحرام فعل ارتکاب ئې نۀ وى کړے تکبير اولى ترې نۀ وى فوت شوے خلق حيران شول چې داشرطونه به څوک پوره کوى څوک چې راوړاندې نۀ شول نو سلطان شمس الدين الشمس راوړاندې شو هغه ووئيل چې ما دا راز ښکاره کول نۀ غوښتل خو دمرشد بختيار کاکى وصيت زما راز ښکاره کړو دهغوى مزار مهر ولى ډيلى کښې دے نن هم دفيض چشمه جارى ده هر کال په ١٤ ربيع الاول تقريبات کيږى پيښور کښې دحضرت سيد پير سيد مستان شاه پرستۍ کښې دا تقريبات کيږى

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate