طفيل بن عمرو دوسى، چې دعربو
معزز سړے ؤ او لوړ شاعرؤ مکې ته راغے، قريشو حسب معمول دے درسول الله صلى الله
عليه وسلم په خدمت کښې دحاضريدو نه منع کړو او دے ئې هغوى صلى الله عليه وسلم ته
دنزدې ورتلو او دهغوى د خبرې اوريدو نه اووئيلو او وې وئيلو مونږ ويره ده چې هسې
نه تاته او ستا قوم ته هغه څه راپيښ نۀ شى کوم چې دلته مونږ ته پيښيږى نو مۀ خو
دهغه خبره اوره او مۀ ورسره خبره کوه
طفيل وائى، چې والله دوى ماپسې
ولګيدل، تر دې چې ما فيصله وکړه چې نۀ به دهغوى اورم او نۀ به ورسره خبره کوم او
په تيره تيره مو خپلو غوونوکښې مالوچ کيښودل، او حرم اړخ ته لاړم. ناساپه مې بر
وکتل څه ګورم، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دکعبې په خوا کښې مونځ کوى، زۀ
ورسره خوا کښې ودريدم او خدائې خبر څه کلام ماته دوى واورولو وائى چې ما ډير ښه
کلام واوريدو ما په خپل زړۀ کښې ووې چې خدائې دې ما مړ کړى په خدائې مې دې قسم وى
زۀ ښه کلام وئيلے شم او پيژنم ئې هم. دکلام ښه والے يا ناکاروالے زما نه پټ نۀ شى
پاتې کيدے نو ددې کلام داوريدو نه ما څه څيز منع کوى. کۀ چرې دا واقعى ښه خبره ده
نو زۀ به ئې ومنم، او کۀ ناکاره خبره وه نو پرې به ئې ږدم
ددې نه پس طُفيل درسول الله
صلى الله عليه وسلم سره دهغوى صلى الله عليه وسلم په ور کښې ملاقات وکړو او دا
ټوله قيصه ئې ورته بيان کړه رسول الله صلى الله عليه وسلم دوى ته داسلام قبلولو
دعوت ورکړو او ددۀ په وړاندې ئې دقران تلاوت وکړو طفيل اسلام قبول کړو، او داسلام
دداعى او مبلغ په حيث خپل قوم ته واپس لاړو، دۀ دخپل کور واله وؤ سره داوسيدو نه
هم انکار وکړو وې وئيل، چې تر کومې دوى اسلام قبول نۀ کړى زۀ به دوى سره راشه
درشه نه کوم، په دې هغوى ټولو هم اسلام قبول کړو، هغوى خپلې قبيلې دوس ته داسلام
بلنه ورکړه او په دې قبيله کښې اسلام ډير زيات خور شو