حضرت ابو بکر صديق رض به په
شروع کښې په خپل کور کښې مونځ کولو بيا ددوى زړۀ دا ونۀ منله او دخپل کور په غولى
کښې ئې دمانځه دپاره يو ځائې جوړ کړو او په دې کښې ئې مونځ او تلاوت شروع کړو کله
چې به ئې تلاوت کولو نو دمشرکينو زنانه او بچى به دوى رض ته راجمع کيدل دوى ته به
ئې وکتل او حيرانيدل به، حضرت ابو بکر رض دزړۀ نه ډير نرم ؤ او دتلاوت موقع به ئې
دسترګو مبارکو نه ډيرې اوښکې تلې دې خبرې دمشرکينو سرداران ډير وويرول، دوى ابن
الدغنه ته، چې حضرت ابو بکر صديق رض ئې پناه ورکړې وه خبر وکړو کله چې هغه ددوى
دوړاندې راغلو نو دوى ورته ووئيل چې تا ابو بکر رض ته کومه پناه ورکړې ده، مونږ
په دې شرط منلې وه چې دے به په خپل کور دننه دخدائى پاک عبادت کوى، ولې دۀ خو خپل
مونځ او تلاوت په ښکاره کول شروع کړيدى. مونږ ته ويره ده چې هسې نه زمونږ ښځې او
واړۀ متاثره او مسحور نۀ کړى اوس کۀ چرې دے په دې راضى وى چې په کور دننه به
دخدائى پاک عبادت کوى نو ښه ده او کۀ ددې نه انکار کوى نو ورته ووايه چې ستا پناه
او حفاظت واپس کړى او دا ځکه چې نۀ مونږ ستا وعده ماتوؤ او نۀ ابوبکر رض ته په
ښکاره دعبادت او تلاوت کولو په اجازت ورکولو راضى يو
کله چې ابن الدغنه حضرت ابوبکر
دقريشو ددې مطالبې نه خبر کړو نو دوى جواب ورکړو چې زۀ ستا پناه او ضمانت واپس
کوم او دالله پاک په ضمانت او حفاظت راضى يم