دمغير
ه بن شعبه رض يو مرئے ؤ چې نوم ئې فيروز او کنيت ئې ابو لولو ؤ او دحضرت عباس رض
دفرمان مطابق دا مجوسى ؤ. مغيره پرې دمياشتې سل ديناره محصول لګولے ؤ هغه. دا شکايت
حضرت عمر رض ته وکړو. دوى ورته وفرمائيل چې ستا دکارونه په لحاظ دا څه ډير نۀ دے.
دغه نالائق فيروز ظالم په دې خفه شو او ددوى دشهيد کولو پخه اراده ئې وکړه. دغه
ظالم کورته راغے او دوه مخيزه پيشقوزه ئې تياره کړه. دسبا دمونځ نه وړاندې په
جومات کښې کښيناستو.
دحضرت عمر رض حکم ؤ چې دمونځ نه وړاندې دې جومات کښې صفونه
سمولے شى. چې دابه وشو نو هله به حضرت عمر رض جمع ورکولو لپاره تشريف راوړو. داشان
دوى تشريف راوړو، ظالم فيروز پرې شپږ ګوزارونه وکړل. يو پکښې ددوى دنوم نه لاندې
ولګيدو. دوى نه سمدستى دعبد الرحمان بن عوف رض لاس ونيوؤ او په خپل ځائې ودرولو او
پخپله دزخم لۀ کبله راپريوتو. ابو لؤ لو ظالم نور صحابه کرام هم زخمى کړل. اخر
ګرفتار شو خو کم بخت ظالم سمدستى ځان هم ووژلو او مردار شو.
خلقو حضرت عمر رض
راپورته کړو او خپل کور ته ئې راوستو. وړومبے داخيال ؤ چې زخم ژور نۀ دے انشاء
الله ښه به شى ليکن هر کله چې شوده او شيره ورکړے شو نو دزخم په لاره بيرته راوتل.
په داشان دشفا اميد په نا اميدۍ بدل شو او لۀ دې کبله خلقو دجانشين دپاره عرض
وکړو. دامسئله دومره اهمه وه چې سمدستى فيصله نۀ شوه کيدے. او دے رض پخپله هم په دې
خبره ډيره موده غور کړے ؤ ليکن څه نتيجه ئې نۀ وه راختلې. اکثر به ئې په ډير ارمان
داسې فرمائيل چې زما نه پس ددې دروند پيټے پورته کوونکے څوک په نظر نۀ راځى.
دخلافت دپاره اهل خلق داښکاريدل حضرت على رض، حضرت عثمان
رض، حضرت زبيررض، حضرت طلحهرض،
حضرت سعد بن ابى وقاص
رض، حضرت عبدالرحمان بن عوفرض،
او داسې نور ليکن په دې بزرګانو کښې يو لره په
بل ترجيح ورکول ګران کار ؤ. هر کله چې په حضرت عمر رض باندې خلقو په دې باره کښې
زور راوړو نو وې فرمائيل چې په دې شپږو بزرګانو کښې مو چې څوک خوښ وى، هغه غوره
کړئ .
دې نه پس خپل زوې حضرت عبدالله رض دام المومنين حضرت عائشه رض په خدمت کښې په
دې عرض وليږلو چې دوى دپاره درسول الله صلى الله عليه وسلم په خوا کښې ددفن کيدو
اجازت وغواړى. ام المومنين جواب ورکړو چې دا ځائې ما خپل ځان لپاره غوره کړے ؤ
ليکن نن حضرت عمر رض له په خپل ځان ترجيح ورکوم. ددې جواب په اوريدو وفرمائيل
الحمد لله، دا زما دټولو نه لويه ارزو وه. دوى خپل جانشين ته داوصيت وفرمائيلو چې
دپنځو ټولو دې ډير زيات خيال ولرلے شى
-
د مهاجرينو
-
دانصارو
-
اعرابو هغه عرابو چې په نورو ښارونو کښې اباد دى
-
ذمى
-
دغير مذهب هغه خلق چې داسلام په حمايت کښې وى
ددې کار نه په اوزګاريدو ئې وفرمائيل چې په ماڅومره قرض دے. معلومه شوه چې شپږ
اتيا زره درهم قرض پرې ؤ. ارشاد ئې وکړو چې زمانه پاتې مال جائيداد نه دا قرض ادا
کړئ يا عدى خاندان نه ددې د ادا کولو درخواست وکړئ يا دټولو قريشو نه دقرض ادا
کولو لپاره ددوى هغه دولت خانه په امير معاويه رض خرڅه کړے شوه په کومه کښې چې
دخلافت انتظام چولو او دباب السلام او باب الرحمة په منځ کښې ؤ او ټوله قرضه پرې
ادا شو
حضرت عمر رض درې ورځې پس ددنيا نه سفر وکړو او دعاشورې دمياشتې په وړومبۍ نيټه
دخالى په ورځ دفن شو. دجنازې دمونځ امامت ئې حضرت صهيب رض وکړو او دحضرت
عبدالرحمان رض ، حضرت على رض، حضرت عثمان رض، حضرت طلحه رض، او حضرت سعد رض په قبر کښې کيښودو او
داشان هغه روښانه نمر په خاورو کښې ډوب شو چاچې اسلامى دنيا کښې بې مثله او
ځلانده کارنامې سرته رسولې وې.
دحضرت عمر رض په عمر کښې اختلاف دے. دځنو په نزد
درې شپيته، دځنو نورو په نزد شپږ شپيته او يو شپيتۀ کاله ؤ. دوفات نه پس څو واقعات
ددوى په تيږه د ((کفابالموت واعظاً)) ټکى وهلے شوې وې. ترجمه مرګ بنيادم لپاره
کافى وعظ دے. دحضرت طار بن شهاب رض په روايت حضرت طبرانى
رح فرمائى چې کومه ورځ حضرت
عمر رض ددنيا نه سفر وکړو اسلام سست شو. حضرت عبدالرحمان بن بشار فرمائى چې زۀ
دحضرت عمر رض دانتقال په وخت کښې موجود وم، په هغه ورځ نمر تندر نيولے ؤ تور شوے ؤ. حضرت ابن عباس رض ددوى دانتقال نه پس يو کال دادعا وکړه چې يا الهى ماته حضرت عمر
رض خوب کښې وښائې، دعائې قبوله شوه. په خوب کښې ئې داسې وليدو چې خپل تندى مبارک
نه ئې خوله وچوله. حضرت ابن عباس وفرمائيل چې دحضور صلى الله عليه وسلم څه حال دے
وې فرمائيل داوخت زۀ دحساب کتاب نه اوزګار شوم. کۀ خدائې
ج مهربانى او رحم نه وے
نو زۀ به تباه شوے وم. دحضرت زيد بن سلم رض په روايت حضرت عبدالله
بن عمرو بن
العاص په روايت او دحضرت ابن سعد په روايت حضرت سالم بن عمر حضرت عمر رض په خوب
کښې وليدو چې هم دغسې ورته وفرمائيل څنګه چې پورته تير شو.