يوه ورځ ابو جهل دصفا غونډۍ په خوا کښې رسول الله
صلى الله عليه وسلم سره نزدې تير شو او دوى صلى الله عليه وسلم ته ئې ډيرې بدې
ردې ووئيلې، او ضرر ئې ورته ورسولو دوى صلى الله عليه وسلم ددې هيڅ ځواب ورنکړو .
دے خو لاړو ولې لږ ساعت پس حضرت حمزه رض غشى ليندۀ اخستې ديو ښکار نه واپس راغے.
دے دقريشو دټولو نه زيات دحوصلې خاوند او بهادر زلمے ګڼلے شو. دۀ ته دعبدالله بن
جدعان وينزې ټوله قيصه واوروله. دے هم دغه وخت په ډير غُصه مسجد حرام ته داخل شو.
او وې کتل چې ابو جهل دخپلو سړو په مينځ کښې ناست دے. حضرت حمزه رض ددۀ خواته
ورغلو او دسر دپاسه ئې ودريدو او په ليندۀ ئې ورله په سر ګوزار ورکړو او زخمى ئې
کړو. او ورته ئې ووئيل چې ستا دومره جرائت چې تۀ هغوى صلى الله عليه وسلم ته بدې
ردې وائې او کنځلې ورته کوې. حالانکې زۀ هم دهغه په دين يم. او څه چې هغه وائى
هغه زۀ هم وايم. ابوجهل چپ پاتې شو. حضرت حمزه رض اسلام قبول کړو او قريشو ته
ددوى رض دبهادرۍ رسوخ او مخوريزتوب په وجه سخت تاؤ ورسيدو