| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

دحضرت عمر رض بيبيانې او اولادونه

ليک: ابومحمدقارى محمد بلال دره نورى

ورځپاڼه وحدت

دجاهليت او اسلام په زمانه کښې حضرت عمر رض ګڼ نکاح ګانې کړى دى وړومبے نکاح ئې دحضرت عثمان رض بن مظعون خور بى بى حضرت زينب رض سره شوې وه عثمان رض په اولنو اصحابو کښې شامل دے او په اسلام راوړولو کښې څوارلسم نمبر لرى په دويم هجرى کښې ئې په وفات کيدو دومره غمژن شو چې دغه کالبوت به ئې ښکلولو او بې اختياره به ئې ژړل ددغه حضرت عثمان رض بل ورور قدارسه رض هم لوئې صحابى ؤ حضرت زينب دمسلمانيدو نه پس په مکه مکرمه کښې وفات شوه حضرت عبدالله او حضرت حصفه رض زوې لور ئې هم ددې بى بى نه پيدا او دويم نکاح ئې دام المومنين ام سلمه رض خور قريبه بنت المخزومى سره شوے ؤ دے اسلام قبول نکړو او مشرکو سره نکاح ناروا شوه ځکه ئې ورله په شپږم هـ کښې دصلح حديبيه نه پس طلاق ورکړل دريمه نکاح ئې ملکيه بنت خرول الخزاعى سره وشو په ام کلثوم هم ياديده دے هم اسلام قبول نکړو ځکه ئې ورله په شپږم هـ کښې طلاق ورکړل حضرت عبيدالله رض زوې ئې هم ددې زينب نه او قريبة قريشيانې وې او ملکيه دخزاعه قبيلې وه

مدينې منورې ته په راتلو ئې انصارو سره خپلوى پيدا کړه او په اووم هجرى کښې ديو عزت مند انصارى حضرت عاصم رض بن ابى الافلح دبدر غزا کښې هم شريک شوے ؤ لور بى بى حضرت جميله رض سره نکاح وکړو ددې بى بى وړومبے نوم عاصيه وؤ خو داسلام راوړلو نه پس حضور اکرم صلى الله عليه وسلم ددې نوم جميله کيښودو مګر په څه وجه ئې دې له هم طلاق ورکړل په اخرى عمر کښې دنبوت خاندان سره ئې دتړون پيداکولو خيال وکړو چې دزيات شرف او برکت موجب جوړ شى او په دې وجه ئې دحضرت على کرم الله وجهه دلور بى بى ام کلثوم سره دنکاح کولو درخواست وکړو هر کله چې دا لا وړه وه نو ځکه ئې اول درخواست منظور نۀ شو ليکن بيا هم چې حضرت عمر رض ډير زيات خواهش څرګند کړو او ښکاره ئې کړه چې دې نکاح نه ئې مطلب شرف او برکت حاصلول دى نو درخواست ئې منظور شو او په اووم هجرى کښې په څلويښت زره درهمه مهر نکاح وشو ددوى رض نورې بيبيانې هم وې نومونه ئې دادى، ام حکيم بنت الحارث بن شام المخزومى، قلية يمينه، عاتکه بنت زيد بن عمروبن نفيل

دحضرت عمر رض ګڼ اولادونه هم وؤ ام المومنين حضرت حفصه رض پکښې ځکه مشهوره شوه چې دحضور اکرم ص په نکاح مبارک کښې راغلې وه ددې بى بى وړومبے نکاح حضرت خنيس بن خذافه رض سره شوے ؤ چې مهاجر صحابى ؤ په غزوه احد کښې شهيد شو نو دا بى بى په دريم کال دهجرت کښې دحضور اکرم صلى الله عليه وسلم په نکاح کښې راغله دې بى بى نه ډير احاديث روايت شوى دى په ٤٥ هـ کښې ددرې شپيتو کالو په عمر کښې وفات شوه

دنارينه اولاد نومونه ئې دادى، حضرت عبدالله، حضرت عبيدالله، حضرت عاصم، حضرت ابوشحمه، حضرت عبدالرحمان، حضرت زيد، حضرت حجير رضوان الله عليه اجمعين

اولنى درې صحابيان پکښې نامتو ځکه دى چې حضرت عبدالله، دفقهې او حديث غټ رکن منلے شى په بخارى او مسلم کښې ددوى مسائل او روايتونه زيات روايت شوى دى دوى دخپل والد حضرت عمر رض سره په مکه کښې په اسلام مشرف شول او په اکثرو غزاګانو کښې رسول الله سره يو ځائې پاتې شوى دى دعلم او فضل نه علاوه مضبوط حق ګويه وؤ

. يو ځل حجاج بن يوسف په کعبه کښې خطبه لوستله هم په دغه حالت کښې دوى ورته را اوچت شو او وې فرمائيل، دا دخدائې دښمن ځکه دے چې دهغه دوستان ئې وژلى دى ددې بدل اخستو دپاره حجاج بن يوسف څوک سړے وټاکلو دغه سړى په زهر لړلې آله دوى لره زخمى کړو او ددغه زخم نه ناروغه شو او بيا ترې وفات هم شو هر کله چې حضرت على کرم الله وجهه او حضرت امير معاويه خپله معامله دحکم (منصف) په لاس کښې ورکړه نو خلقو حضرت عبدالله ته ووئيل چې ټول خلق ستاسو په خلافت خوشحاله دى کۀ ستاسو خوښه وى نو مونږ په ستاسو په لاس بيعت وکړو هغوى رض انکار وکړو اووې فرمائيل چې زۀ دمسلمانانو په وينه خلافت اخستل نۀ غواړم، دحضرت عبدالله زوې حضرت سالم دمدينې منورې په هغو نامتو اوؤ فقهاؤ کښې شامل دے په چا چې دحديث او فقهې دارومدار دے او ددوى دفتوې نه بغير به هيڅ يو قاضى فيصله نه شوه کولے داخبره هم ياد لرل پکار دى چې دټولو محديثينو په نزد دوه سلسلې دټولو نه زياتې مستندې دى او دسرو زرو زنځير ئې بلى اول هغه حديث دروايت په سلسله کښې ئې امام مالک حضرت نافع رض او حضرت عبدالله رض بن عمر وى دويم هغه حديث چې سلسله کښې ئې امام زهرى حضرت سالم بن عبدالله حضرت عبدالله بن عمروى دامام مالک او امام زهرى رض نه بغير نور ټول صاحبان دحضرت عمر رض دخاندان نه وى يعنې حضرت عبدالله ئې زوې حضرت سالم ئې نمسى نافع غلام مرئې دے حضرت عبدالله رض په پهلوانۍ او بهادرۍ کښې مشهور ؤ حضرت عاصم ډير پاک نفسه او عالم فاضل ؤ، په اووم هـ کښې وفات شويدے ډير لوړ او هډور وؤ داهل ادب وينا ده چې شاعران هغه الفاظ ادا کولو باندې هم صرف نۀ کوى چې بې مطلبه وى ليکن حضرت عاصم ددې نه مستثنى دے حضرت امير المومنين عمر بن عبدالعزيز رح ددوى دلور بى بى زوې دے

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate