![]() |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak | |
فضائل اعمالليک :: مولانه محمد زکرياد حضرت ابو زر غفاري (رض) اسلامحضرت ابوذر غفارى رض مشهور صحابى دے. وروسته د لويو زاهدانو اؤ عالمانو نه شو. د حضرت على کرم الله وجهه ارشاد دے چې ابو ذر رض داسې علم حاصل کړے دے چې د هغې نه خلق عاجز دى خو هغوئ هغه محفوظ ساتلے دے. هرکله چې دۀ ته د نبى اکرم ص د نبوت په وړومبى ځل خبر ورسيدلو ، دۀ خپل ورور د حالاتو د تحقيق دپاره مکې ته وليږلو چې څوک دا دعوه کوى چې ماته وحى راځى، اسمانى خبرونه راځى، ددۀ حالات معلوم کړه اؤ د هغۀ خبرې په غور واوره. هغه مکې مکرمې ته راغے اؤ حالات معلومولو نه پس ورور ته ورغے اؤ وې وئيل چې ما هغوئ د ښو عادتونو اؤ د ښو اخلاقو په حکم کولو وليدو. اؤ داسې کلام مې ترې واوريدو چې نۀ شعر دے اؤ نۀ د کاهنانو (جادوګرو) خبرې دى. د ابوذر رض په دې مختصره خبره تسلى ونۀ شوه. په خپله ئې د سفر سامان تيار کړو اؤ مکې ته ورسيدو اؤ نيغ مسجد حرام ته لاړو. نبى عليه السلام ئې نۀ پيژندو اؤ د چا نه پوښتنه ئې د مصلحت خلاف وګڼله. د ماښامه پورې په دې حال کښې ؤ. ماښام حضرت على کرم الله وليدو چې يؤ ناشنا مسافر دے. د مسافرو، غريبانانو اؤ بې وطنو خبرګيرى اؤ د هغوئ ضرورتونه پوره کؤل د دې حضراتو په ګُهټۍ کښې پراتۀ وو. خپل کور ته ئې راوست، ميلمستيا ئې ورکړه خو د پوښتنې ئې ترې څۀ ضرورت ونۀ ګڼلو چې څوک ئې څنګه راغلے ئې . مسافر هم څۀ ظاهره نۀ کړه. سبا بيا جومات ته راغے اؤ ټوله ورځ ئې په دې حال کښې تېره شوه چې پخپله ورته پته ونۀ لګيده اؤ پوښتنه ئې د چا نه ونۀ کړه. غالباً ددې وجه به دا وه چې نبى عليه السلام سره د دشمنۍ قيصې ډيرې مشهورې وې. نبى عليه السلام اؤ دوئ سره ملاويدونکو ته هر قسمه تکليفونه ورکؤلے شول. ددۀ به دا خيال ؤ چې صحيح حال به معلوم نشى اؤ د بدګمانۍ په وجه به تکليف په مفتو کښې اوچت کړم. دويمه ورځ ماښام بيا حضرت على رض ته خيال وشو چې بې وطنه مسافر دے په ظاهر کښې چې څۀ غرض دپاره راغلے ؤ هغه پوره نۀ شو ځکه ئې بيا کور ته راوستو. د شپې ئې پرې خوراک اؤ خوب وکړو خو د پوښتنې ترې په دې شپه هم وار رانغے. دريمې شپې ته بيا هم دا حالت شو نو حضرت على ترې پوښتنه وکړه چې تاسو څۀ کار دپاره راغلى يئ؟ څۀ دې غرض دے؟ نو حضرت ابوذر رض اول هغۀ ته قسم ورکړو اؤ وعده ئې ترې واخيسته چې صحيح حال به ښائى. دې نه پس ئې ورته خپل غرض وښودلو. حضرت على وفرمائيل چې بې شکه هغه د الله ج رسول دے اؤ سبا چې کله زۀ ځم نو تۀ هم راسره لاړ شه، هلته به دې ورسؤم خو د مخالفت زور دے . دې دپاره په لاره کښې کۀ چرې ماته څوک داسې سړے مخې ته راغے چې د هغۀ نه ستا زما سره په تلو څۀ ويره وى نو زۀ به وړو بولو ته کښينم يا به خپله پڼه سمؤم، تۀ نيغ روان اوسه ما سره مۀ ودريږه. په دې وجه چې ستا زما سره تلل معلوم نشى. دغه شان سحر د حضرت على رض روستو روستو د نبى ع په خدمت کښې ورسيدو خبرې اترې وشوې اؤ سمدستى مسلمان شو. نبى اکرم ص د هغۀ د تکليف په خيال ووفرمائيل چې خپل اسلام اوس مۀ ښکاره کوه. پټ خپل قوم ته لاړ شه اؤ هرکله چې زمونږ غلبه شى هغه وخت راشه. هغۀ عرض وکړو اے د الله رسوله! په هغه ذات مې دې قسم وى د چا په قبضه کښې چې زما ساه ده چې دا کلمه توحيد به ددغې بې ايمانانو په مينځ کښې په زوره وايمه. هغه وخت ئې مسجد حرام ته تشريف يوړو اؤ په اوچت اواز ئې اَشْهَدُ اَنْ لا اِله اِلا اللهُ و اَشهَدُ اَن محمدالرسول الله ووے. بيا څۀ وو د څلورو واړو طرفونو نه خلق ورپاڅيدل اؤ دومره ئې ووهو چې زخمى شو مرګ ته نزدې شو. د نبى عليه السلام ترۀ حضرت عباس رض چې تر دغه وخته پورې مسلمان شوے نۀ ؤ د هغۀ د پاسه د بچ کؤلو دپاره څملاستو اؤ خلقو ته ئې ووئيل چې څۀ ظلم کوئ. دا سړے د قبيله غفار دے اؤ دا قبيله د ملک شام په لاره کښې پرته ده. ستاسو تجارت وغيره ټول ملک شام سره دے اؤ کۀ چرې دے مړ شو نو شام ته به تلۀ راتلۀ بند شى. په دې خبره دغو خلقو ته هم خيال پيدا شو چې د ملک شام نه زمونږ ټول ضرورتونه پوره کيږى دغه لاره بنديدل مصيبت دے په دې وجه ئې هغه پريښودو. دويمه ورځ بيا دغه شان مسجد حرام ته لاړو اؤ په اوچت اواز ئې کلمه ووئيله . خلقو ددې کلمې د اوريدو طاقت ونۀ لرلو اؤ پرې ورچپه شول دويمه ورځ بيا حضرت عباس هغه شان هغوئ پوهه کړل اؤ لرې ئې کړل چې ستاسو د تجارت لاره به بنده شى. فائده: د نبى عليه السلام ددې ارشاد سره چې خپل اسلام پټ ساته ، د هغۀ دا کار د حق ښکاره کؤلو يؤ جوش اؤ جذبه وه چې هرکله دا دين حق دے نو د چا د پلار څۀ ټيکه ده چې د هغۀ د ويرې دې پټ کړے شى اؤ د نبى ص منع کؤل د شفقت لۀ وجې وو چې کيدے شى تکليفونه ونۀ زغملے شى ګنې د نبى عليه السلام د حکم نه خلاف د اصحابو کرامو رض دا مجال هډو ؤ نۀ. ددې څۀ نمونه مستقل باب کښې راروانه ده. چونکې نبى اکرم ص په خپله دين خورولو کښې هرقسمه تکليفونه زغمل په دې وجه حضرت ابوذر رض په اسانتيا باندې عمل کؤلو په ځائ د نبى عليه السلام تابعدارى غوره کړه. هم دا يؤ څيز ؤ چې ددې په وجه هر قسمه ترقۍ دينى اؤ دنيوى د اصحابو کرامو رض قدمونه ښکلول اؤ هر يؤ ميدان د هغوئ په قبضه کښې ؤ چې چا به يؤ وارې کلمه شهادت وويله د اسلام جهنډې لاندې به راغے نو لوئى نه لوئى طاقت به هغه نۀ شو منع کؤلے اؤ نۀ لوئى نه لوئى ظلم هغه د دين د خورولو نه منع کؤلے شو. (٦) د حضرت خَباب بِن الارت رض تکليفونه حضرت خباب بن الارت رض د هغو مبارکو هستو نه دے چې چا د امتحان دپاره خپل ځان وړاندې کړے ؤ اؤ د الله تعالى په لار کښې ئې سختو نه سخت تکليفونه تير کړى وو. په شروع کښې د پينځؤ شپږو سړو نه پس مسلمان شوے ؤ ځکه ئې ډيرې زمانې پورې تکليفونه اوچت کړل. د اوسپنې زغره به ئې ورته اغوستوله اؤ غرمو کښې به ئې وغورزولو چې د ډيرې ګرمۍ اؤ تاؤ په وجه خولو باندې خولې به ترې بهيدلې. اکثرو وختونو کښې به بلکل ستونے ستغ په ګرمو شګو څملؤلے شو چې د هغې په وجه ئې د ملا غوښه ورسته شوې وغورزيده. دے د يوې ښځې غلام ؤ هغه خبر شوه چې دے نبى اکرم ص سره ميلاويږى ددې په سزا کښې به ئې اوسپنه ګرمه کړه اؤ په سر به ئې داغ ورکولو. حضرت عمر يؤ ځل څۀ موده پس په خپله زمانه خلافت کښې د حضرت خباب رض نه د هغۀ د تکليفونو د تفصيل تپوس وکړلو چې کوم دۀ ته رسيدلى وو. دۀ عرض وکړو چې زما ملا وګورئ. حضرت عمر رض ددۀ ملا وکتله . وې فرمائيل چې داسې ملا خو ما هډو د چا ليدلې نۀ ده، دۀ عرض وکړو چې زۀ به ئې د اور په سکروټو واچولم اؤ رابه ئې ښکلم. زما د ملا وازګې اؤ وينې سره به هغه اور مړ شو. سره ددې حالاتو کله چې د اسلام ترقى وشوه اؤ د فتوحاتو دروازه پرانستلے شوه نو په دې به ئې ژړل چې الله مکړه چې زمونږ د تکليفونو بدله له دنيا کښې خو ميلاؤ نۀ شوه. حضرت خباب رض فرمائى چې يؤ ځل نبى اکرم ص د عادت نه خلاف ډير اوږد مونځ وکړو. اصحابو کرامو رض د هغې باره کښې تپوس وکړو . نبى عليه السلام ارشاد وفرمائيلو چې دا د رغبت اؤ ويرې مونځ ؤ. ما په دې کښې د الله تعالى نه درې دعاګانې وکړې. دوه پکښې قبولې شوې اؤ د يوې نه ئې انکار وفرمائيلو. ما دا دعا وکړه چې زما ټول امت دې په قحط هلاک نشى. دا قبول شوه. دويمه مې دا دعا وکړه چې په دوئ دې داسې دشمن مقرر نشى چې دوئ بيخى ختم کړى. دا هم قبوله شوه. دريمه مې دا دعا وکړه چې د دوئ دې پخپل مينځ کښې جنګ جګړه نۀ وى. دا خبره منظوره نۀ شوه. د حضرت خباب رض وفات د ٣٧ کالو په عمر کښې وشو اؤ په کوفه کښې د ټولونه ړومبے صحابى هم دے دفن کړے شو. ددۀ د وفات نه پس حضرت على کرم الله وجهه ددۀ په قبر تيريدو نو ارشاد ئې وفرمائيلو: الله تعالى دې په خباب رحم وکړى په خپله خوښه مسلمان شو اؤ په خوشحالۍ ئې هجرت وکړو اؤ په جهاد کښې ئې ژوند تير کړو اؤ مصيبتونه ئې تير کړل. مبارک دے هغه کس چې قيامت ياد ساتى اؤ د حساب کتاب تيارے کوى اؤ د ګزارې قابل مال باندې صبر کوى اؤ خپل مولى يعنې الله تعالى راضى کړى. فائده: په حقيقت کښې د مولى راضى کؤل هم ددې خلقو حصه وه چې د دوئ د ژوند هر يؤ کار د مولى د رضا لپاره ؤ. (٧) حضرت عمار رض اؤ د هغۀ د مور اؤ پلار ذکر حضرت عمار رض اؤ د هغۀ مور اؤ پلار ته هم سختو نه سخت تکليفونه رسولے شوى وو. د مکې مکرمې سخته ګرمه شګلنه زمکه باندې به دۀ ته عذاب ورکولے شو اؤ نبى اکرم ص چې به کله هغه طرف ته تيريدو نو د صبر تلقين به ئې ورته وکړو اؤ د جنت زيرے به ئې ورکړو. اخر ددۀ پلار حضرت ياسر رض هم ددې تکليف په حالت کښې وفات شو. ظالمانو ترمرګه پورې ارام ته پرې نۀ ښودو. اؤ ددۀ مور حضرت سميه رض په شرمګاه کښې ابوجهل لعين په نيزه ووهله اؤ شهيده شوه خو د اسلام نه ونۀ ګرزيده. حال داچې بوډۍ وه ضعيفه وه خو دې بدنصيبه د هيڅ څيز خيال ونۀ ساتلو. په اسلام کښې د ټولو نه وړومبے شهادت ددې شوے دے اؤ په اسلام کښې د ټولو نه وړومبے جومات (قبا کښې ) حضرت عمار رض جوړ کړے دے. کله چې نبى اکرم ص هجرت وکړو مدينې منورې ته ئې تشريف يوړو نو حضرت عمار ووئيل چې د نبى عليه السلام دپاره يؤ مکان د سورى جوړول پکار دى چې پکښې تشريف ږدى، د غرمې پکښې ارام کوى اؤ مونځ هم په سورى کښې کوى نو په قبا کښې حضرت عمار رض اول کاڼى راجمع کړل اؤ بيا ئې جومات جوړ کړو. په جنګ کښې به ډير په جو ش سره شريکيدو. يؤ وارې په مزه کښې راغے، وې وئيل چې اوس به ځو دوستانو سره به ملاويږو، محمد ص اؤ د هغۀ ډلې سره به ملاويږو. په دې کښې تږے شو د چانه ئې اوبۀ وغوښتلې، هغۀ ورته پۍ مخکښې کړل، هغه ئې وڅښل، وې وئيل چې ما د نبى عليه السلام نه اوريدلى وو چې تۀ به په دنيا کښې د ټولو نه اخرى څيز پۍ څښې. دې نه پس شهيد شو. دغه وخت ئې عمر ٩٤ کاله ؤ . بعضو يؤ کال نيم کم ښودلے دے. (٨) د حضرت صهيب رض اسلام حضرت صهيب رض هم د حضرت عمار رض سره مسلمان شوے ؤ. نبى اکرم ص د حضرت ارقم رض مکان کښې تشريف فرما ؤ چې دا دواړه جدا جدا په خدمت کښې حاضر شول اؤ د مکان په دروازه دواړه اتفاقاً يؤ ځائ شول. هر يؤ د بل غرض معلوم کړو نو يؤ غرض د اسلام راؤړل اؤ د نبى ص د فيض نه فائده اخستل د دواړو مقصود ؤ. اسلام ئې راوړو اؤ د اسلام راوړلو نه پس کوم څۀ چې په دغې زمانه کښې دې لږې کمزورې ډلې ته ورپيښيدل وو هغه ورپيښ شول هر قسمه کړاوونه اؤ تکليفونه ورته ورسولے شول اخر تنګ شو اؤ د هجرت اراده ئې وکړه نو کافرانو دا څيز هم نۀ خوښولو چې دا خلق دې بل ځائ ته لاړ شى اؤ د ارام ژوند دې تېر کړى. په دې وجه چې د چا هجرت حال به ورته معلوم شو نو د هغه د نيولو کوشش به ئې کولو چې د تکليفونو نه خلاص نه شى. نو صهيب رض پسې هم شول اؤ يوه ډله دده د نيولو دپاره لاړه. دۀ خپل ترکش راوويستو چې په هغې کښې غشى وو اؤ دې خلقو ته ئې ووئيل چې ګورئ تاسو ته ښه معلومه ده چې زۀ تاسو کښې د ټولو نه زيات غشى ويشتونکے يم. تر څو يؤ غشے ماسره پاتې وى تاسو خلق ماته نۀ شئ رارسيدلے اؤ کله چې يو غشے هم پاتې نه شى نو زۀ به پخپله توره مقابله کؤمه تر دې چې توره هم زما په لاس کښې پاتې نشى. دې نه پس څۀ چې تاسو نه کيږى کوئ خو کۀ تاسو غواړئ نو د خپل ځان په بدله کښې د خپل مال پته ښودلے شم کوم چې په مکه کښې دے اؤ دوه وينزې هم دى هغه ټول واخلئ. په دې هغه خلق راضى شول اؤ خپل مال ئې ورکړو اؤ ځان ئې خلاص کړو. په دې باره کښې ايت پاک (ترجمه) اؤ بعضې خلق داسې دى چې د الله تعالى د رضا دپاره خپل ځان په بيعه اخلى اؤ الله تعالى په بندګانو باندې مهربانه دے" نازل شو. نبى عليه السلام دغه وخت په قبا کښې تشريف فرما ؤ چې صهيب رض ئې وليدو. ارشاد ئې وفرمائيلو چې تا د نفعې تجارت وکړو. صهيب رض فرمائى چې نبى عليه السلام دغه وخت کجورې خوړلې اؤ زما سترګه خوګ وه. ما هم ورسره په خوراک شروع وکړه. نبى عليه السلام وفرمائيل چې سترګه خو دې خوګ ده اؤ کجورې خورې.ما عرض وکړو چې حضور هغه سترګې طرف ته خورم چې کومه روغه ده. نبى عليه السلام دې جواب اوريدلو سره وخندل. حضرت صهيب رض ډير خرچ کوونکے ؤ. تر دې چې حضرت عمر دۀ ته وفرمائيل چې تۀ فضول خرچى کوې. دوئ عرض وکړو چې ناحقه چرته خرڅ نۀ کؤم . حضرت عمر چې کله وفات کيدو نو دوئ ته ئې د جنازې د مونځ کولو وصيت فرمائيلے ؤ. ¯²{{{{²¯ |
||||||||
![]()
![]() ![]() ![]() |