Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه

 د ابو طالب او حضرت خديجې وفات

ليک ::: علامه ابوالحسن على ندوى

ژباړه: ډاکټر سعيدالله قاضى

دنبوت په لسم کال په يو کال کښې ابو طالب او حضرت خديجه رض دواړه وفات شول، ددې دواړو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دښې ناستې پاستې، ښه سلوک، وفادارۍ، مدد او حمايت کومه معامله وه، هغه درڼا ورځې په شان ښکار ده ابو طالب اسلام قبول نه کړو. ددې حادثې نه پس رسول الله صلى الله عليه وسلم ته پرله پسې ډير مصيبتونه راوړاندې شول.