معارف الحديث
ليک :: مولانه منظور احمد نعماني
سورۀ بقره آخري دوه ((2)) آيات
ترجمه: دحضرت جبيربن نفير تابعى نه روايت دے
چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى چې الله تعالى سورة بقره په داسې دوه
ايتونو سره ختم کړے دے کوم چې هغه دخپلې خاص خزانې نه ماته راکړى دى کوم چې دهغه
دعرش عظيم دلاندې ده تاسو خلق دازده کړئ او خپلوښځو ته ئې وښائى ولې چې دا ايتونه
سراسر رحمت دے او دالله دتقرب خاص وسيله ده اوپه دې کښې ډيره جامع دعا ده . فائده
واضحه دې وى چې جبير بن نفير چاچې داحديث د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه
روايت کړ ےدے تابعى دے هغه دهغه اصحابو ذکر نه دے کړے دچانه چې داحديث هغه ته
رسيدلے دے ددې وجې نه داحديث مرسل دے دغه شان وړومبے حديث هم مرسل دے ولې چې دهغې
راوى ايفع بن عبدکلاعى هم تابعى دے هغه هم دچا اصحابى دحوالې ورکولونه بغير روايت
کړے دے . حديث : ترجمه: دحضرت ابو مسعودانصارى رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول
الله صلى الله وسلم فرمائيلى دى دسورة بقره اخرى دوه ايتونه چې څوک په کومه شپه
کښې ولولى هغه به ددۀ دپاره کافى وى ( صحيح بخارى صحيح مسلم )
تشريح:: دحديث مطلب په ظاهره داد چې کوم سړے دشپې دبقره دا
اخرى ايتونه ولولى هغه به انشاء الله دهرشرنه محفوظ پاتې شى دويم مطلب داهم کيدے شى
چې که يوسړے په تهجد کښې صرف دا ايتونه ولولى نودهغه دپاره دومره کافى ده (والله
اعلم)
د قرآن څوکه
ترجمه:: دحضرت ابوهريره رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول
الله صلى الله وسلم فرمائيلى دى چې دهرشى څه څړۍ ( څوکه) چونټۍ وى چې دټولونه اوچته
ياپورته وى اودقران مجيد چونټۍ سورة بقره ده او په دې کښې يوايت اية الکرسى دقران
دټولو ايتونو ګويا سردار دے .
تشريح:: داسلام بنيادى اصول اوعقائد اوداحکام شريعت تفصيلى بيان چې په سورة بقره
کښې شوے دے دومره او دغسې دقران پاک په بل کوم سورة کښې نه دے شوے غالباً ددې
خصوصيت په وجه سره داپه قران مجيد کښې دټولونه مخکښې ايښودے شوے دے اوغالباً ددې
امتياز په وجه سره دې ته په دې حديث کښې د(سنام القران)) لقب ورکړے شوے دے ، دحضرت
ابو هريرة رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى چې
دخپلو کورونو نه مقبرې مۀ جوړوئ يعنې لکه څنګه چې په مقبروکښې خلق ذکر اوتلاوت نۀ
کوى او ددې په وجه دمقبرو فضا دذکروتلاوت دانوارو او اثارونه خالى وى تاسو دغسې خپل
کورونه مۀ جوړوئ بلکې کورونه په ذکر اوتلاوت سره اباد وساتئ او په کوم کورکښې چې
سوره بقره لوستے شى په هغه کورکښې شيطان نۀ شى راتلے ( ترمذى ) تشريح:: دبعضې
سورتونو او دغسې دبعضې ايتونو څه خواص وى په دې حديث کښې دسورة بقره خاص برکت
اوتاثير دابيان فرمائيلے شوے دے چې په کوم کور کښې ددې تلاوت کيږى هغه دشيطان
داثراتو اوتسلط نه محفوظ وى . دسورة بقره اوسورة ال عمران بعضې خاص فضيلتونو بيان
ددې نه مخکښې حديثونو کښې ضمناً راغلےدے