Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه

دقران کريم ژباړې

ليک :: عارف بختيار پچيرى

ورځپاڼه وحدت نه ماخوز

قرآن شريف په ډېرو ژبو کښۍ ژباړل شوې دې. د دې ژباړولو معلومات لاندې ورکړې شوې دې:

  • لمړنى ځل عربى نه په لاطينى ژبه پطرس ترابلس په ١٥٤٣ م کال کښې وژباړو

  • پښتوکښې اول ځل دقران مجيد ژباړه په ١٣١٩م کال کښې ترسره شوه

  • فارسۍ کښې دقران حميد ژباړونکى حضرت شاه ولى الله ؤ

  • اردو کښې په لمړنۍ ځل دقران حکيم ژباړه دحضرت شاه عبدالقادر لخوا په ١٧٣٧م کښې ترسره شوه

  • پنجابۍ کښې اول ځل دقران کريم ژباړونکے حافظ محمد لکهنوى ؤ

  • سندهۍ کښې قران شريف اخوند عزيزالله متعلوى لخوا ژباړل شوے دے

  • بنګالۍ کښې دقران مجيد ژباړونکى عباس على ؤ

  • جرمن کښې د قران حميد ژباړونکى مارټن لوتهر ؤ

  • جاپانۍ کښې دقران حکيم ژباړونکى شيخ عبدالرشيد ابراهيم ؤ

  • مرهټۍ کښۍ ژباړونکے حکيم صوفى محمد يعقوب خان ؤ

  • ډنمارکی کښۍ قران مقدس ژباړونکے ليډرسن ؤو چې په ١٩١٩ د کال کښې د کار تر سره کړه

  • چينى ژبه کښۍ قران شريف ژباړونکے لوپن جود هوامزجز ؤو چې په١٩٤٣م کال د کار تر سره کړه

  • انګريزۍ کښې دقران شريف ١٦٦٩م کال کښې خپور شو

  • يونانى ژبه کښې دقران کريم ژباړونکے بيټناکښې ؤ چې ١٨٨٠م ارمنى ژبه وژباړل شو

  • هسپانوي ژبه کښۍ قران شريف ډی دولس په ١٨٤٤ کال کښۍ وژباړو

  • اطالوي ژبه کښۍ قران شريف حسنين په ١٥٤٧ کال کښې وژباړو

  • عبرانى کښې دقران شريف لمړنے ژباړونکے يعقوب بن اسرائيل ؤ

  • فرانسيسي ژبه کښۍ قران شريف انډرلوډ وئررائز په١٦٤٧ کال کښې وژباړو

  • هندی کښۍ قران په ٨٨٣ کال راجه مهروک لخوا په اول ځل وژباړل شو