| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

د قرآن شريف و د علم فضائل

ليک :: محمد عمر خېوه وال

دحضرت عثمان رضى الله عنه نه دنبى کريم صلى الله عليه وسلم ارشاد نقل شوے دے چې تاسوکښې دټولونه بهترين هغه څوک دے چې قران پاک زده کړى او نوروته ئې ښائى (بخارى ابوداود)

تشريح:- چونکې قران شريف اصل دين دے ددې په باقى ساتلو او خورولو کښې ددين دارو مدار دے ځکه ددې د زده کولو اوبل ته دښودلو غوره والے ښکاره دے او دڅه وضاحت محتاج نه دى البته ددې قسمونه مختلف دى کامله درجه ئې داده چې معنى اومقصد سره ئې زده کړے او ادنى درجه ئې داده چې فقط الفاظ ئې زده کړے

سهيل تسترى(رح) فرمائى چې الله سره دمحبت نښه داده چې دهغه دکلام سره محبت ئې په زړۀ کښې وى په شرح احياء کښې دهغې خلقو په ليست کښې کوم چې دالله تعالى دعرش دسورى لاندې وى هغه خلق ئې هم شمار کړى دى کوم چې دمسلمانانو بچوته دقران پاک تعليم ورکوى اوهغه خلق ئې هم شمار کړى کوم چې په ماشومتوب کښې قران شريف زده کړى او چې لوئې شى تلاوت ئې کوى

حضرت ابوسعيد خدرى (رض) نه درسول الله (ص) دا ارشاد نقل شوے دے چې دالله تعالى دافرمان دے چې چاته دقران شريف دمشعولتيا په وجه دذکر کولواو دعا ګانو غوښتلو وخت نه ملاويږى هغه ته به دټولو دعاګانو غوښتونکو اوذکر کوونکو نه زياته ورکړه کومه اودالله تعالى کلام ته په ټولو کلامونو داسې غوره والى حاصل دے لکه څنګه چې الله تعالى ته په ټول مخلوق باندې غوره والے حاصل دے

حضر عمر (رض) دنبى کريم (ص) دا ارشاد نقل کوى چې الله تعالى دقران شريف په وجه دډيرو خلقو درجې وچتوى اودډيرو ښکته کوى ( ذليله کوى ئې )

يعنى څوک چې په قران ايمان راوړى اوعمل پرې وکړى الله تعالى هغوى ته په دنيا او اخرت کښې ترقى او عزت ورکوى اوکوم خلق چې پرې عمل نه کوى الله تعالى هغوى ذليله کوى حضرت عامر بن واثله (رض) فرمائى چې حضرت عمر (رض) نافع بن حارث (رض) دمکې مکرمې حاکم جوړ کړے ؤ يوځل ئې ترې پوښتنه وکړه چې دځنګلونو ناظم دې څوک جوړکړے دے ؟

هغوى عرض وکړو چې ابن ابزاء حضرت عمر (رض) پوښتنه وکړه چې ابن ابزاء څوک دے ؟ هغوى عرض وکړو چې زمونږ يوغلام دے حضرت عمر (رض) داعتراض په طور وفرمائيل چې غلام دې ولې امير جوړکړى

هغوى عرض وکړو چې دقران شريف لوستونکے دے حضرت عمر(رض) داحديث نقل کړو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى چې الله ددې کلام په برکت دډيرو خلقو درجې وچتوى او ډير ښکته کوى حضرت عبدالرحمان بن عوف فرمائى چې دنبى عليه السلام ارشاد دے چې درې څيزونه به په قيامت کښې دعرض دسورى لاندې وى يوقران شريف چې بندګانو سره به جګړه کوى دقران شريف دپاره ظاهر دے اوباطن دويم څيز امانت دے دريمه رشته دارى رشته دارى به اواز کوى چې چاپه دنيا کښې زۀ يوځائې کړے يم الله تعالى دې هغه خپل رحمت سره يوځائې کړى او چاچې زۀ پرې کړې يم الله دې هغه دخپل رحمت نه جدا کړى .

تشريح:- ددې څيزونو دعرش دسورى لاندې کيدو مطلب دادے چې دابه دالله تعالى په دربار کښې ډير نزدې وى دقران شريف دجګړې مطلب دادے چې چا دقران شريف لحاظ ساتلى وى او ددې حق ئې ادا کړے وى اوپه دې ئې عمل کړے وى نود هغوى دطرفه به دالله په دربارکښې جګړه کوى اوشفاعت به ئې کوى اودرجې به اوچتوى . ملا على قارى (رح) دترمذى شريف په روايت نقل کړى دى چې قران شريف به دالله په دربار کښې عرض وکړى چې دې بنده ته جوړه ورکړئ الله به دعزت تاج ور په سر کړى قران پاک به بيا درخواست وکړى الله تعالى به داکرام عزت پوره جوړه ورکړى بيا به عرض وکړى چې اے الله ته ددې بنده نه راضى شى نوالله به دې بنده نه خپله رضا ښکاره کړى نو هرکله چې په دنياکښې دالله درضا نه لوئې نعمت نشته نو په قيامت کښې دالله رضا مقابله کوم يو نعمت کولے شى دهغوى نه به قران شريف مطالبه کوى چې تازما کوم لحاظ ساتلے دے کوم حق دې اداکړے دے ؟ شرح احياء کښې دحضرت امام ابوحنيفه(رح) نه نقل کړى دى چې کال کښې يو ځلے دقران شريف ختم کول دقران شريف حق دے اوس هغه ورونه چې کله په هيره هم تلاوت نه کوى لږ غور دې وکړى چې په قيامت کښې به څه جواب ورکوى مرګ خو خامخا راتلونکے دے مرګ نه خو په هيڅ شان خلاصے نشى کيدے . حضرت معاذ جهنى رضى الله عنه دنبى کريم ارشاد نقل کوى څوک چې قران شريف ولولى او په هغې عمل وکړى دهغه مور اوپلار ته به دقيامت په ورځ يو تاج ورپسر کړے شى چې دهغې رڼابه دلمر درڼانه هم زياته وى که چرې دغه لمر ستاسو په کورونو کښې وى بيا ستاسو څه ګمان دے دهغې کس په باره کښې کوم چې پخپله پرې عمل کوى يعنى دقران شريف دلوستلو اوپه هغې دعمل کولو دابرکت دے چې دلوستونکى مور اوپلارته به داسې تاج ورپسر کړى شى چې دهغې رڼابه دلمر درڼانه هم زياته وى که چرې دغه لمر ستاسو په کورونوکښې وى ( لمر دومره لرى نه دومره ډيره رڼا خوروى که دا په کور کښې دننه راشى بياخوبه ضرور ډيره زياته رڼاوى ) نو چې دلوستونکى مور پلار ته چې کوم تاج ورپه سر کولے شى دهغې رڼا به دهغې نه هم زياته وى کومه رڼا چې په کور کښې راختونکے لمر خوروى نوهرکله چې دمور پلار دومره لوئى مقام جوړيږى نودلوستونکو داجر اوثواب اندازه تاسو پخپله وکړئ چې هغه ثواب به څومره وى

جمع الفوائدکښې دطبرانى نه نقل شوى دى چې حضرت انس (رض) دنبى عليه السلام دا ارشاد نقل کوى چې څوک خپل زوئې باندې په ناظره قران شريف ولولى ( زده ) کړى نو دهغه ټول مخکښينى وروستنې ګناهونه معاف کيږى او څوک چې ئې ورباندې په يادو ياد کړى هغه به په قيامت کښې دڅوارلسمې سپوږمۍ په شان راوچتولے شى او دهغه زوئې ته به ووئيلے شى چې لوستل شروع کړه کله چې زوئې يوايت لولى دپلار به يوه درجه وچتولے شى تردې چې ټول قران شريف پوره شى . دبچى په قران شريف لوستلو دپلار دپاره دا فضيلتونه دى خوکه چرې خدانخواسته چاخپل بچى ديوڅوپيسو په لالچ کښې ددين نه محروم کړو بيا صرف دانه چې دا سړے دومره لوئې ثوابونو نه محرم شو بلکې الله تعالى ته به هم جواب ورکوى نن خو به بعضې سړى دې نه ويريږى چې سبابه زما زوئې دحفظ يادعلم نه پس صرف دجومات امام وىاو د ډوډۍ محتاج به وى دې وجې نه خپل نيازبين زوئې د دومره لوئې ګټې نه خطا کوى خويادساتئ چې په دې غلط فکروجې نه به هغه بيا هميشه په مصيبت کښې ګير وى خو ورسره ورسره تانه هم داپوښتنه کيږى چې تاخپل اولاد ته کومه لاره ښودلې ده په حديث شريف کښې راغلى ترجمه هرچانه به دهغه دماتحتو او لاندې کسانو باره کښې سوال کيږى چې هغوى ته دې څومره دين ښودلے دے دې وجې نه ضرورى ده چې خپله هم زده کړې کوشش وکړو اوپه نورو هم کوشش وکړو چې هغوى هم علم حاصل کړى چې زمونږ ورسره حصه وى .

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate