آلم تنزيل
دحضرت جابر رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به تر هغه وخته
پورې نه اودۀ کيدلو چې ترڅو پورې به ئې آلم تنزل او تبارک الذى بيده الملک نه
وؤ ولوستل يعنې دشپې اودۀ کيدو نه مخکښې ددې دواړو سورتونو لوستلو دحضور صلى
الله وسلم معمول ؤ (مسند احمدو جامع ترمذى)
سورة الاعلى
دحضرت على رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا سورة سبح اسم
ربک الاعلى خاص طور سره ډير محبوب ؤ.
تشريح : په کتاب
الصلوة کښې دوه حديثونه ذکر شوى دى دهغې نه معلوميږى چې رسول الله صلى الله عليه
وسلم به دجمعې په مونځ کښې او دغه شان داخترونو په مونځ کښې اکثر په ړومبى رکعت
کښې سبح اسم ربک الاعلى لوستلو. دهغه دا معمول ددې دپاره ؤ چې داسورة دخپل خاص
مضمون او پيغام په لحاظ سره هغه ته ډير محبوب ؤ
سورة التکاثر
دحضرت عبدالله بن عمر رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى
چې: ولې په تاسو کښې څوک داسې نۀ شى کولے چې روزانه يو زر آيتونه ولولى يعنې
داخبره زمونږ دطاقت نه بهر ده هغه ارشاد وفرمائيلو ولې په تاسو کښې څوک دومره
نشى کولے چې سورة الهکم التکاثر ولولى
تشريح : د قرآن مجيد
ډير بعضې واړۀ سورتونه داسې دى چې دخپل مضمون او پيغام داهميت په وجه سره دسوونو
او زرګونو آيتونو په برابر دى په دې کښې سورت التکاثر هم دے په دې کښې په دنيا
پرستۍ او اختر فقراموشى سخت ضرب لګولے شويدے او داخرت محاسبه او ددوزخ دعذاب
تذکره په داسې شان سره شوې ده چې کۀ زړۀ بالکل مړ شوے نۀ وى نوپه دۀ کښې فکر او
بيدارى پيدا کيدل لازمى دى
په دې حديث کښې رسول
الله صلى الله عليه وسلم غالبا ً په دې لحاظ سره ددې لوستل دزرو آيتونو دلوستو
قائمقام ښودلى دى په مخکښې درج کيدونکو بعضې حديثونو کښې چې کومو نورو وړو وړو
سورتونو ته دنيم قرآن يادريمې حصې دقرآن برابر ښودلے شوى دى دهغې په باره کښې هم
دغسې ګڼل پکار دى او ممکنه ده چې ددې دتلاوت ثواب به هم په دې حساب سره زيات
ورکيدے شى دالله خزانه زمونږ دوهم او ګمان نه ډيره پراخه ده