معارف الحديث
ليک :: مولانه منظور احمد نعماني
قرآن و د قومونو عروج و زوال
ترجمه :: دحضرت عمر بن الخطاب رضى الله عنه نه روايت دے
چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى چې الله تعالى به ددې کتاب قران مجيد په
وجه سره ډير پورته کړى او ډير په ښکته کړى ... صحيح مسلم
تشريح :: قران مجيد دالله تعالى صفت قامه او دبندګانو دپاره دهغه فرمان
اوعهدنامه ده ددۀ وفادارى او تابعدارى دالله وفادارى اوتابعدارى ده . دغه شان ددې
نه انحراف اوبغاوت دالله تعالى نه انحراف او سرکشى ده او دالله تعالى فيصله ده چې
کوم قوم اوکوم امت خواه که دهرنسل نه وى او هررنګ وى اوهغه چې هره ژبه وائى قران
لره خپل رهنماجوړکړى او خپل ځان دهغې تابعدار جوړکړى او دهغې سره هغه تعلق ساتى چې
دکلام الله کيدو په حيثيت سره دهغې حق دے نوالله تعالى به دے په دنيا او اخرت کښې
سربلند کړى او ددې برعکس کوم قوم ياامت چې ددې نه انحراف ياسرکشى وکړى نو هغه که
داسمان په بلندۍ کښې وى نوښکته به راوغورځولے شى . اسلام اودمسلمانانو پوره تاريخ
ددې حديث دصداقت ګواه اود الله تعالى ددې فيصلې ائينه دار دے په دې حديث کښې
داقواما دلفظ نه داهم اشاره ملاويږى چې دعروج اودزوال ددې الهى قانون تعلق دافرادو
سره نۀ دے بلکې دقومونو اوامتونو سره دے ( والله اعلم)