د سورۀ الکهف فضائل
ليک :: مولانه منظور احمد نعماني
ترجمه:: دحضرت ابو سعيد خدرى رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه
وسلم ارشاد فرمائى چې کوم سړے دجمعې په ورځ سورة کهف ولولى دهغه دپاره به نور
روښانه شى د دوه جمعونه په منځ کښې ( دعوت الکبير للبيهقى)
تشريح:: ددې حديث نه معلوميږى چې سورة کهف لره دجمعې د ورځې سره څه خاص مناسبت دے
چې دهغې په وجه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم په دغه ورځ په خصوصيت سره دتلاوت
ترغيب ورکړے دے اوفرمائيلى ئې دى چې دجمعې په ورځ دسورۀ کهف په لوستو سره په زړۀ
کښې يوخاص نور پيدا کيږى چې دهغې رڼا او برکت به دمخکښې جمعې پورې وى داحديث حاکم
هم په مستدرک کښې روايت کړے دے او وئيلى ئې دى چې هذا حديث صحيح الاسناد ولم يخرجاه
، په يوبل حديث کښې چې هغه امام مسلم هم روايت کړے دے دسورة کهف دابتدائى لسو
ايتونو په باره کښې روايت شوى دى چې څوک داياد کړى اولولى ئې هغه به ددجال دفتنې نه
په امن وى ددې په توجيهه کښې شارحينو دحديث ليکلے دے چې دسورة کهف په ابتدائى حصه
کښې چې کوم تمهيدى مضمون دے اوددې سره چې داصحاب کهف کومه واقعه بيان شوې ده په هغې
کښې دهر دجالى فتنې علاج موجود دے اوکوم زړۀ ته چې ددې حقائقو اومضامينو يقين نصيب
شى کوم چې دسورة کهف په دې ابتدائى ايتونو کښې بيان کړے شوى دى هغه زړۀ به دهيڅ
دجالى فتنې نه نۀ متاثره کيږى دغه شان چې دالله تعالى کوم بندګان ددې ايتونو په
برکت او خاصيت باندې يقين لرى اوداپه خپل زړۀ او دماغ کښې محفوظ وساتى