کومې ورځې او شپې چې ډيرې غوره او دثواب ګټلو دى هغه دذوالحجې لومړۍ لس ورځې او شپې دى په دې برخه کښې ډير مبارک احاديث وجود لرى چې يو څو دبرکت لپاره وړاندې کوؤ
دلسو ورځو په حقله الله ج فرمائى
والفجر وليال عشر
(قسم دے په سهار او قسم دے په لسو شپو ( يعنې دذوالحجې په لسو شپو)
رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې حقله دارنګه فرمائيلى دى
لۀ حضرت عبدالله بن عباس رض څخه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل، الله ج ته دذوالحجې دلسو ورځو عبادت تر ټولو زيات محبوب او ګران دے اصحابو کرامو پوښتنه وکړه چې يا رسول الله صلى الله عليه وسلم تر جهاد هم دا غوره والے لرى؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ځواب ورکړ هو تر جهاد هم دا غوره دے. خو هغه څوک ورڅخه غوره دى چې خپل مال او ځان دالله ج په لار کښې قربان کړى او هيڅ هم بيرته رانۀ وړى
لۀ حضرت ابو هريرة رض څخه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل: دذوالحجې په لسو ورځو کښې عبادت کول الله ج ته تر نورو ټولو ورځو ډير محبوب او ګران دے ددې ورځو څخه ديوې ورځې روژه ديوکال دروژو سره برابره ده او ددې شپو ديوې شپې عبادت دقدر دشپې (ليلة القدر) دثواب سره برابره ده
لۀ حضرت ابى قتادة رض څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل: څوک چې دعرفې دورځې روژه ونيسى زما دخدائې ج څخه دا اميد دے چې دمخکښې او راتلونکى کال ګناهونه ورته معاف کړى
حضرت ابن عباس رض فرمائى چې دادم ع توبه دذوالحجې په لسو ورځو کښې قبوله شوه حضرت ابراهيم ع په همدې لسو ورځو کښې دالله ج خليل وګرځيده او خپل ګران محبوب زوې حضرت اسماعيل ع ئې دقربانۍ ميدان ته وړاندې کړ او قربانى ئې قبوله شوله. حضرت ابراهيم ع په همدې ورځو کښې بيت الله شريف جوړ کړ په همدې ورځو الله ج دموسى ع سره کلام وکړ
دحضرت عطاء بن رباح رض څخه روايت دے چې ماله حضرت بى بى عائشې صديقې رض څخه واوريدل چې رسول الله صلى الله عليه وسلم يو چاته وفرمائيل
په دې ورځو کښې به تاته ديوې ورځې دروژې په مقابل کښې دسلو غلامانو ازادولو دسلو اوښانو قربانولو او په لاره دالله ج کښې دسلو اسونو دورکولو اجر او ثواب درکول کيږى
او داتمې ورځې (دترويه ورځ) دروژې په بدله کښې به دزرو کسانو غلامانو ازادولو زرو اوښانو قربانولو او دالله ج په لاره کښې دزرو اسونو دورکولو اجر او ثواب درکول کيږى او همدارنګه به ديو کال مخکښې او يو کال وروسته روژې ثواب به هم درکول کيږى . او دنهمې ورځې يعنې دعرفې دورځې دروژې په بدله کښې به تاته ددوه زرو غلامانو ازادولو دوه زره اوښانو قربانولو او دالله ج په لاره کښې ددوه زره اسونو دورکولو اجر او ثواب درکول کيږى او همدارنګه به ديو کال مخکښې او يو کال وروسته روژې ثواب به هم درکول کيږى
لۀ حضرت بى بى عائشه رض څخه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل چاچې دذوالحجې دلسو شپو څخه يوه شپه عبادت وکړ دا داسې ثواب او اجر لرى لکه چې څوک ټول کال حج او عمرې کوى او چاچې په دې ورځو کښې روژه ونيوله نو دا داسې دى لکه چې ټول کال په عبادت کښې تير کړى
لۀ حضرت على کرم اله وجهه څخه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم راته وفرمائيل! چاچې دذوالحجې دلسو شپو څخه يوه شپه عبادت وکړ دا داسې ثواب او اجر لرى لکه چې څوک ټول کال حج او عمرې کوى او چاچې په دې ورځو کښې روژه ونيوله نو دا داسې دى لکه چې ټول کال په عبادت کښې تير کړى
لۀ حضرت على رض څخه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل
کله چې دذوالحجې مياشتې اولنۍ لسيزه شروع شى په عبادت کښې پوره کوشش وکړه ځکه چې الله ج دې ورځو او شپو ته ډير غوره والے او فضيلت ورکړى
په دې شپو کښې کۀ څوک دشپې په اخرينۍ برخه کښې څلور رکعته مونځ وکړى او دهغې څخه وروسته لۀ الله ج څخه څه وغواړى نو دهغه سوال قبليږى او دڅلور رکعته په بدل کښې ورته الله ج دبيت الله الحرام دحج دالله ج په لاره کښې دجهاد کولو او درسول الله صلى الله عليه وسلم ديدار ثواب ورکوى
حضرت شيخ عبدالقادر جيلانى رح فرمائى
څوک چې ددې لسو ورځو عزت او احترام وساتى الله ج ورته لاندينى عزتونه او نعمتونه ورکوى
١_ په عمر کښې برکت
٢_ په مال کښې زياتوالے
٣_ داولاد حفاظت
٤: دګناهونو کفاره
٥: په نيکيو کښې اضافه والے
٦: په تيارو کښې رڼائى
٧: دميزان دتلې دروندوالے
٨: دجهنم دطبقاتو څخه نجات
٩: دروح په وتلو کښې اسانى
١٠: په جنت کښې دپورته درجو لاس ته راوړلهمدارنګه ددې ورځو دبرکت په حقله فرمائى
څوک چې غريبو ته صدقه ورکوى لکه چې انبياء عليه السلام او رسولانو ته صدقه ورکوى څوک چې دناروغ پوښتنه وکړى لکه چې دخدائى ج ددوستانو پوښتنه چې کوى، څوک چې په دې ورځو کښې په جنازه کښې شرکت کوى لکه چې دشهيدانو په جنازه کښې چې شرکت کوى، څوک چې په يتيمانو شفقت کوى الله ج دقيامت په ورځ هغه دعرش تر سيورى لاندې وساتى ((ماخذ: غنية الطالبين))