شيعه و سني په پښتنو کښې
منشي احمد جان
د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د مرګ نه پس مسلمانانو په
عام مصلحت سره حضرت ابو بکر صديق، حضرت عمر، حضرت عثمان، او حضرت علي رضي
الله اجمعين پرله پسې خليفه ګان مقرر کړل. خو په مسلمانانو کښ يو څو تن داسې
هم پيدا شول چه ويل ئې چه په حقيقت کښ د خلافت حقدار بې د حضرت علي رضي الله
نه هيڅوک نيشته. ځکه چه دوئ د پيغمبر صاحب صلعم د ترۀ زوئ، زوم، لوئ عالم، او
د نورو ډيرو خوبو خاوند دې.
په دغه شان يو خفګان پاتې شو. هر کله چه حضرت علي رضي
الله قتل شو، نو د حضرت معاويه د دمشق حاکم او د حضرت علي رضي الله د زامنو
امام حسن او امام حسين (رض) په مينځ کښ د خلافت په باب يوه جګړه پيدا شوه. دا
ده حضرت معاويه د پيغمبر صاحب صلعم تربور کيده. مګر آخر امام حسن د پاره د دې
چه شر زيات نه شي، حضرت معاويه سره صلحه وکړه او هغه ئې امير ومنۀ. د حضرت
معاويه د مرګ پس يزيد خليفه شۀ. امام حسين ؤو چه يزيد جائز خليفه نه دې. ولې
چه په عام مصلحت مقرر شوې نه دې او نيت ئې ورسره د جګړه وکړو.
په مدينه کښ د ده مددګاران کو ؤو لاکن د کوفې خلقو ورته
ويلې وو چه مونږ څخه راشه چه مدد درکړو. دې ور روان شول خو لا په لارې وۀ چه
کوفيان د يزيد نه سخت ووپريدل ورته ئې خبر راولېږه چه واپس شه مونږ د مدد نه
شو کولې. امام حسين واپسي مناسب و نه ګنړله او د يزيد د لښکر د لاس په کربلا
کښ شهيد شول.
بيا د امام حسين خير خواهان راجمع شول او يو ټولې ئې جوړ
کړ او د هغه نوم ئې ((شيعه)) يعني پاک ټولې کيښود او د امام حسين په يادګار
کښ ئې ((تعزيئې)) جوړې کړې چه تر اوسه قائمې دي. ايرانيان هم چه نوي فتح شوي
وو او عرب ئې بدي شول نو د دوئ سره شامل شول.
د دوئ په مقابله کښ نورو ټولو مسلمانانو د خپل ټولې نوم
((سني)) کيښود. په دې شان دې سياسي معاملې له يو ديني رنګ ورکړې شۀ. دا
معامله د پيغمبر صلي الله عليه وسلم نه يو ديرش (31) کال پس وه.
هسې خو ټول پښتانه سنيان دي لاکن توري، او د برې کرمې ټول
بنګښ او د محمد خيلو، او د اورکزو يو څو فرقې په کښ شيعه ګان دي.
دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې
(ستړې مشې) کښ په کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه. د دې مجلې خپرونکښې هم دوئي په
خپله ول او د مقاله ښاغلي احمد جان صيب راواستولې ده