Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه

معارف الحديث

ليک :: مولانه منظور احمد نعماني

لوئ فتنه خبرداري

ترجمه:: دحضرت على مرتضى رضى الله عنه نه روايت دے چې مادرسول الله صلى الله عليه وسلم نه اوريدلى دى هغه يوه ورځ وفرمائيل خبر دارشئ يوه لويه فتنه راتلونکې ده ماورته عرض وکړو يارسول الله ددې فتنې دشرنه دبچ کيدو اودنجات موندلو ذريعه څه ده ؟

هغه وفرمائيل کتاب الله په دې کښې ستاسو نه د مخکښې امتونو ( سبق اموز) واقعات دى اوستاسو نه د وروستو اطلاعات دى يعنې داعمالو اواخلاقو چې کومې دنيوى اواخروى نتيجې اوثمرات په مستقبل کښې مخکښې راتلونکى دى په قران مجيد کښې ددې ټولونه هم اګاهى ورکړے شوې ده اوستاسوپه مينځ کښې چې کوم مسائيل پيدا کيږى په قران کښې دهغې حکم او فيصله موجوده ده.

دحق او باطل صحيح اوغلط په باره کښې هغه قول فيصل دے هغه فضول خرې اوکارواکې وئيل نه دى کوم جابر اوسرکش چې داپريږدى يعنى د غرور اوسرکشۍ په لار سره دقران نه مخ واړوى الله تعالى هغه نۀ معاف کوى اوکوم څوک چې هدايت دقران نه بغير لټوى دهغه په حصه کښې به دالله دطرف نه صرف ګمراهى راځى يعنې هغه به دهدايت دحق نه محروم پاتې کيږى قران حبل الله المتين يعنې دالله سره دتعلق مضبوطولو وسيله ده او محکمه نصيحت نامه ده اودغه صراط المستقيم دے او هغه حق مبين دےچې دهغې په اتباع سره خيالات دکوږوالى نه بچ پاتې کيږى اوژبې هغه ګړبړ نشى کولے يعنې څرنګ چې په مخکښې کتابونو کښې دژبې په لار باندې تحريف داخل شوے دے اوتحريف کوونکو دڅه نه څه لوستلى هغه ئې محرف کړى دى دغه شان به په قران شريف کښې څه تحريف نه شى کيدے او الله تعالى دقيامته پورې ددې دمحفوظ ساتلو انتظام فرمائيلےدے اوعلم والا به هيڅ کله ددې په علم سره ماړۀ نه شى . يعنى په قران کښې دتدبر عمل اوددې دحقائقو اومعارفو دتلاش سلسله به هميشه جارىوى اوهيچرې به داسې وخت نه راځى چې د قران علم حاصلوونکى محسوسه کړى چې مونږ په علم قران باندې پوره عبور حاصل کړو اوس زمونږ دحاصلولودپاره څه باقى نه دى پاتې شوى بلکې دقران دعلم دطالبانو حال به هميشه داوىچې هغوى د قران علم کښې څومره وړاندې کيږى دومره به ددوى طلب دعلم ترقىکوى او دهغوى احساس به داوى چې کوم څه مونږ حاصل کړى دى هغه ددې په مقابله کښې هيڅ هم نه دى کوم چې اوسلا مونږ نه دى حاصل کړى او قران به دکثرت مطالعې نه هيچرې زوړنه شى يعنې څرنګ چې ددنيا دنورو کتابونو حال دے چې دبار بار لوستلو نه پس دهغې په لوستوکښې بنى ادم له لطف نۀ راځى دقران معامله ددې نه بلکل برعکس ده اوڅومره چې لوستے شى او څومره چې په دې کښې تدبر اوتفکر کيږى دومره دهغې په لطف اولذت کښې اضافه کيږى او ددې عجائب يعنې ددې باريک اولطيف حقايق اومعارف به کله ختم نه شى دقران داشان دے چې هرکله پيريانو دا واوريدلو نو بې اختياره ئې ووئيل:

مونږ قران واوريدو چې عجيبه رهنمائى کوى دسمې لارې پس مونږ په دې ايمان راوړلو