Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه

په اسلامي نړۍ کفري يرغل

ليک : ګل بادشاه

ورځپاڼه وحدت پيښور

دنن څخه تقريباً څوارلس سوه کاله مخکښې دمکې مکرمې په مقدس ښار د زوال اوجهالت په داسې معاشره کښې په کوم کښې چې دهغه وخت خلقو خپلې لوڼې ژوندۍ ښخولې چرته چې د يوخدائې په ځائې سلګونه خدايانو ته سجدې کيدلې . په داسې يو معاشره کښې چرته چې دقبائيلى تعصباتو او خاندانى افتخاراتو چرچه وه په کوم کښې چې په نه خبره په کلونه کلونو جنګونو اوفتنې روانې وې . رسول کريم حضرت محمد (ص) دخدائې له طرفه درحمت او انسانيت لپاره دنجات د ذريعې په توګه د خپل مبارک عمر په څلويښت کلنې کښې په پيغمبرۍ معبوث شو اود داسې معاشرې دپاره په کومه چې چا حکومت کول نه غوښتل دنجات اودرحمت ديوداسې ذريعې په طور دکوم مثال چې دنيا په تاريخ کښې نشته معبوث شو دالله ارشاد دے

ترجمه:- (( اونه ئې ليږلے مونږ ته (اے محمد) مګر رحمت د پاره دمخلوقاتو..))

 دبعثت نه مخکښې درسول کريم (ص) عملوت مبارک وو چې هغه په غار حرا ته تلو او هلته به ئې دلوئې خدائې عبادت کولو ليکن کله چې رسول کريم حضرت محمد (ص) په نبوت مبعوث شو نوبيا په غار کښې ناست نه وو بيا خوږ نبى (ص) دخلقو داصلاح دپاره سعى اوکوشش شروع کړو او دهغه وروستو پاتې اود اخلاقى انحطاط معاشرې د اصلاح دپاره يې نه ستړى کيدونکے محنت وکړو په دې لار کښې ډير زيات مشکلات او تکاليف ؤ ليکن دکاميابۍ ددغه داعى حوصله دومره اوچته او ارادې دومره مضبوطې وې چې هيڅ قسم حالات دهغه مخې ته خنډ نه شو ل اوداسلام او کاميابۍ دعوت ئې دهرکس غوږ ته ورسولو

حتى چې دخدائې په حکم ئې دمکې څخه مدينې ته هجرت وکړو درسول کريم (ص) ددعوت لمنه ورو ورو پراخيده کفارو لامخکښې داسلام نه خائف وو ځکه چې مسلمانان ديوقوت په توګه مخ په وړاندې روان وو ځکه نو کفارو دمسلمانانو دختمولو دپاره ملا وتړله. په دې وخت کښې د خدائې دطرف نه مظلومانو ته دجهاد اجازت ميلاو شو ارشاد وشو چې . اوس هغه خلقوته په چاچې ظلم شوے دقتال اجازت دے اوالله ددوى په نصرت او مدد قادر دے . عزوه بدر دهمدې سلسلې اولنۍ کړۍ وه چرته چې درسول کريم (ص) دمدرسې تربيت شده ٣١٣ بې سروسامان مجاهدين دکفار زر کسيزه لښکر سره دمقابلې ميدان ته راووتل او کفارو ته ئې داسې شکست ورکړو چې ترننه ئې مثال نه موندل کيږى رسول کريم (ص) په مدينه منوره کښې اسلامى رياست قائم کړو دمعاشرې داصلاح او دعوت سره سره به درسول کريم په قيادت کښې غزاګانې کيدلې اسلام او مسلمانان ديو عظيم قوت په توګه نمودار شول . مکه فتحه شوه او خلق ډلې ډلې په اسلام کښې داخليدل شروع شول

تردې چې دحجة الوداع په موقع ديولک نه زياتو مسلمانانو دحج په مراسموکښې شرکت وکړو اودرسول رحمت (ص) په دې حکم چې څوک حاضر دى هغه زماپيغام هغه خلقوته ورسوئ څوک چې په دې موقع حاضر نه وى ددنيا ګټ ګټ ته ورسيدل او داسلام پيغام ئې ټولې دنياته ورسولو. داسلام دتکميل نه پس رسول کريم (ص) ارشاد وفرمايه دوه څيزونه مې تاسوته پريښودل ترهغه به ګمره او ذليل نه شئ ترکومه چې دغه امانت ئې خيانت ونکړئ. او هغه قران اوسنت دى اسلام غالب وو مسلمانانو ته مسلسل فتوحات په نصيب کيدل حتى چې دروم اوفارس سلطنتونو هم سقوط وکړو داسلام فاتحين چين، افغانستان اودجنوبى ايشيا ممالکو ته ورسيدل درسول کريم (ص) رحلت نه پس خلافت قايم وو تردې چې داسلسله خلافت عثماينه ته اورسيدله په دغه وخت کښې ترکى داسلامى خلافت مرکز وو خومسلمانانو قرانى تعليماتو اونبوى سنت کوم چې ددوى دسرفرازۍ او کامرانۍ سبب ؤ هير کړل

په همدغه وخت کښې په غرب کښې علمى انقلاب راغلے ؤ هغوى اسلام دځان دپاره يوازې خطر ګڼلو ځکه نو دخلافت چې دمسلمان قوم داتحاد علامت ؤ خلاف ئې سازيشونه شروع کړل د دويم جنګ عظم په ختميدو خلافت عثمانيه اګر چې کمزورې شوې ؤ ددوى دسترګو يوازينې خار وو ځکه دامت مسلمه ديوعظيم خائن مصطفى کمال اتاترک په ذريعه ئې په ١٩٢٣ کښې خلافت ختم کړو اوپه خپل شوم عزم کښې کامياب شول تقريباًٍ په ټوله دنيا دغربيانو راج وو که څوک ازاد وو نو هم په نوم ازاد ديرغلګرو دمظالم اوسازشونو سلسله دلته ختم نه شوه دمسلمان امت دقوت دخاتمې لپاره ئې خپله هغه فارمولا چې ((دوى تقسيم کړئ او حکومت پرې وکړئ )) استعمالولو سره ئې مسلمانان په مختلفو خطو تقسيم کړل ترڅو په دوى دحکومت لاره خلاصه شى اومسلمان يوپه بل پسې ختم کړى . ديولسم ستمبر ٢٠٠١ نه وروسته ئې په درديدلى افغانستان حمله وکړه کوم کښې چې په سلګونو بې ګناه مسلمانان شهيدان شول دانسانى حقوقو تش په نامه ټيکه دارانو چې دلته کوم انسانيت سوز سلوک وکړو هغه دچا نه پټ نه دى کله چې په افغاستان کښې دظلم او بربريت بازار ګرم وو چاهم دغربى دالړه مارانو په خلاف اواز پورته نه کړو اودمحسن انسانيت (ص) ددې ارشاد مبارک مطابق چې . الکفرملة واحد. په مصداق ټول عالم کفر دوخت دفرعون اويرغلګر سره څنګ په څنګ دمسلمانانو دقتل عام دپاره افغانستان ته راغلل اودافغانانو په خاوره قابض شول خو زۀ وايم چې ديرغلګرو ځواک او خوب به کله هم رښتيا نه شى اوافغانستان به انشاء الله دروس په شان دامريکې قبرستان ثابتيږى . ديرغلګرو اودمسلمانانو دوينې دتږو وحشيانو تنده لادلته ماته نه شوه او دڅه وخت وروسته ئې دعراق په خاوره حمله وکړه ليکن دخدائې په فضل دخدائې دلارې سربازان دلته هم په ارام ناست نه دى او هره ورځ د دوى ته دجهنم زيات ټکټونه ورکول کيږى

ددغه يرغلګرو بل هم مسلک اسرائيل د فلسطينى مسلمانانو په قتل عام لګيادى خودلته هم دمجاهدينو اسلام قابل فخر عمليات روان دى . همدا صورتحال په کشمير اوشيشان کښې هم دى خوزما يقين دے چې څومره دکفرى يرغلګرو مظالم زياتيږى هم دومره به ددوى خلاف دجهاد او مبارزې ميدانونه خلاصيږى دحق اوباطل داروان کشمکش به اګرچې تريو وخت جارى وى ليکن اخرى فتح به دحق دلارې راتلو مجاهدينو په برخه وى، لږ بايد سوچ وکړو چې داڅه وجه ده چې نن په هرځائې کښې مسلمان دکثرت باوجود مظلوم او ذليل دے که لږ خپل تير تاريخ ته نظر وکړو نو راته څرګنده به شى چې مسلمانان ولې غالب وو نن ولې مسلمان د ذلت اورسوائۍ ژوند تيروى ؟

مسلمانان چې ترکومه وخته په قران اوسنت عمل پيرا وو هغوى په دنيا حکومت کولو ليکن کله چې مسلمانانو اسلام پريښودو نواسلام هغوى پريښودل اوپه دنيا کښې ذليل اورسوا شول . ځکه نو لازم ده چې مسلمانان دلااله الالله دسپځلى بيرغ لاندې راجمع شى جغرافيائى سرحدات ختم کړى ځکه چې د مسلمانانو د قوميت بنياد د کفر د نظريه قوميت په شان نه دے بقول علامه اقبال

اپنى ملت هرقيامن اقوام مغرب سے نه کر
خاص هے ترکيب مين قوم رسول هاشمى
ان کى جمعيت کا هے ملک ونسب پرانحصار
قوت مذهب سے مستحکم هے جمعيت ترى

مسلمان امت بايد په قران کريم اوپه سنت نبوى(ص) عمل وکړى قران دخپلې زندګۍ قانون وګرځوى ترڅو کامياب وکامران شى بقول شاعر

وه زمانے مين معزز تهے مسلمان هوکر
اور هم غدار هوئے تارک قران هوکر

مومنانو ته پکاردى چې پخپلو صفونوکښې اتحاد او اتفاق رائم کړى ترڅو کولے شو خپل دښمن مقابله وکړى اتحاد اواتفاق زمونږ دکاميابۍ يوازينې لاره ده قران کريم ارشاد دے

وعتصموبحبل الله جميعاً ولاتفرقوا

ترجمه:- دالله تعالى په رسۍ (قران) منګولې ولګوئ اوپه خپلو منځونو اختلافات مه پيدا کوئ .

کله چې مونږ مسلمانان دخدائې داحکام پابند يو نوبيا به انشاء الله مونږ کامياب او کامران يواګرکه په تعداد کښې کم يوځکه چې دادقران قاعده ده.

کم مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
ځه په ډيره سادګۍ کښې لوئى ګړنګ يم