| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

د جنت البقيع اديرې د ويجاړولو ورځ

انور شاهين خانخېل

د وړوکی اختر ( شوال ) د مياشتې ٨ نېټه په اسلامی تاريخ کښې هغه توره ورځ ده چې په همدې نېټه د ١٣٤٥ هجری قمری کال ( د ١٩٢٥ عيسوی کال د اپرېل ٢١ نېټه ) په سعودی باندې واکمن د هغه وخت د آل سعود وهابی او سلفی  واکمنانو په جنت البقيع اديره کښې د خداے د ګران رسول (ص) د ګرانې لور او د جنت د مېرمنې بی بی فاطمې (ع) او د اهلبېتو د پاکو امامانو لکه د امام حسن مجتبی (ع) ، امام زېن العابدين (ع) امام باقر (ع) او امام جعفر صادق (ع) او د هغه پاک نبی (ص) د قدرمنو صحابه کرامو (رض) قبرونه چې ورباندې ښکلی ښکلی ګنبدونه جوړ وو او مينه وال به يې له لرې لرې نه زيارتونو ته راتلل په بولډوزورو سره ويجاړ کړل.او حتی چې د خدا د ګران رسول (ص) حرم مبارک ته يې هم د ويجاړولو تابيا کړې وه چې د آل سعود واکمنان دغه وخت د دنيا د مېليونونو مسلمانانو له احتجاج سره مخامخ شول او د دغه پاک حرم له ويجاړولو يې لاس واخېست. مونږ د دې عمل په غندلو سره د غم او وير په دې موقع د نړۍ ټولو مسلمانانو په خاصه توګه د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو (ع) او قدرمنو صحابه کرامو (رض) مينه والو ته د زړۀ له کومی تسليت او تعذيت وړاندې کوو او خواخوږی ورسره کوو. او د سعودي عربستان له اوسنيو واکمنانو نه غواړو چې يا په خپله دغه زيارتونه په ښه توګه بيا جوړ کړی او يا د نړۍ مسلمانانو ته اجازه ورکړی چې بيا له سره دغه مقدس مقامات اباد کړی. ځکه چې د نړۍ ټول اسلامی  مقدس او سپېڅلی ځايونه چې په هر هېواد کښې دی يواځې د هغه هېواد ملکيت نه بلکې د نړۍ د ټولو مسلمانانو مشترکه سرمايه ده.


له ورجاړولو نه مخکښې د مقدس مزارونو يو تصوير

له ويجاړولونه پس د مقدسو زيارتونو يو تصوير

له ويجاړولونه پس د مقدسو زيارتونو يو تصوير

له ويجاړولونه پس د مقدسو زيارتونو يو تصوير

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate