په الهامى مذهبونو کښې حضرت ابراهيم (ع ) غير معمولى اهميت او عظمت لرى د هغوى دسترې هستۍ ذکر پۀ قران مجيد کښې هم پۀ ډيرو درنو ټکو کښې شوے دے. دحضرت ابراهيم ( ع ) د لوړتيا يو اړخ دا هم دے چې نن پۀ دنيا کښې موجود درې غټ اسمانى مذهبونه (يهودى مذهب ، عيسائى مذهب او اسلام) خپل تعلق حضرت ابراهيم (ع ) سره قائموى) د علم پۀ دنيا کښې چې کله ددې دريو واړو ټاله ذکر کيږى نو دې مقصد لپاره يوه شريکه اصطلاح "ابراهيمى دينونه پکارولے شى. يهوديان وائى چې مونږ پۀ دين ابراهيمى (ع ) ايمان لرو. عيسايان هم دا دعوى لرى اوقران مجيد دنبى اکرم (ص) پۀ حقله هم دا خبره کړې ده" چې زما تړون دملت ابراهيمى (ع) سره دے". د حضرت ابراهيم ( ع ) دوه بچى وو. حضرت اسحاق ( ع ) اوحضرت اسماعيل ( ع) . دحضرت ابراهيم ( ع ) نه پس نبوت هم ددې خاندان په برخه ورسيدو ځکه حضرت ابراهيم (ع) ته دنبيانو نيکۀ ووئيلے شو. قران مجيد دهغوى په بابله وفرمائيل چې هغوى دټولو انسانانو لپاره امام جوړ کړے شوے دے.
همدغه شان تورات هم د حضرت ابراهيم ( ع ) سره د الله دا وعده بيان کړې ده چې هغوى دډيرو قومونو پلار جوړ کړے شوے دے او زۀ به تا دومره ښيرازه او ابد کړم چې قامونه به ستاد نسل نه وى او باچايان به دې په اولاد کښې وى.
حضرت يعقوب ( ع ) دحضرت اسحاق ( ع) زوې ؤ او لقب ئې اسرائـيل ؤ. دنبى اکرم ( ص ) نه اګاهو اؤ د حضرت يعقوب ( ع ) نه پس چې څومره نبيان او رسولان راغلى دى هغه ټول هم ددوى په اولاد کښې وو او هم په دې اعتبار بنى اسرائيل ته ددنيا دمذهبى مشرۍ پټکے په سر کړے شو. حضرت محمد( ص ) دحضرت اسماعيل ( ع) دنسل نه ؤ او د هغوى په اولاد کښې دا ايکى يو رسول( ص ) دے . دتاريخ دا اهمه واقعه هغه وخت وشوه کله چې الله تعالى ددنيا د امامت او دمذهبى مشرۍ دغه دستار د بنى اسرائيل په ځاې دبنى اسماعيل په سر کيښودو اود نبى اکرم ( ص ) نه پس دنبوت نه پس دروازه بنده شوه او د انسانيت ښيګړه ئې د هغوى(ص) پسې تګ سره وتړله. کۀ هم دغه پس منظر په ذهن کښې کيښودے شى نو د ابراهيمى (ع) دينونو ترمينځه ژور نسلى او فکرى تعلق په خپله مخې ته راشى همدغه وجه ده چې قران مجيد ددوى لپاره د "اهل کتاب " اصطلاح غوره کړيده. او ددوى ذکر ئې دنورو غير مسلمو قومونو نه جدا په ډير خاص اهتمام سره کړے دے. او دا اعلان ئې کړے دے چې د اسلام او اهل کتاب تر مينځه شريک قدرونه موجود دى
په عقيدو کښې دشريکو قدرونو په بابله قران مجيد اهل کتاب په دې ټکو مخاطب کوى. ترجمه: اے اهل کتاب يو داسې خبرې لورته راشئ چې تاسو او مونږ کښې يو شان ده. دا چې مونږ به بې د الله نه دبل چا بندګى نۀ کوو. هغه سره څوک شريک نۀ ګرځوو او په مونږ کښې څوک هم بايد بې د الله نه بل څوک خپل رب جوړ نۀ کړى" . په قران مجيد کښې چې دکوم شريک قدر ذکر راغلے دے مونږ دهغې يو صورت په انجيل کښې هم وينو هلته وئيلے شو ى دى " تۀ خپل خداې ته سجده کوه او تش دهغۀ عبادت کوه"
استثناء کښې دى چې "واوره اے اسرائيل زمونږ خداې يو دے تۀ دخپل ټول زړۀ ټول ځان او ټول توان سره هم د هغۀ خداې سره مينه کوه ". (٥) او دا صرف ترعقيدو پورې محدوده نۀ ده. دمسلمانانو او اهل کتاب تاريخ هم يو د ے. کۀ چرې د زړو پيغمبرانو حالات په قران مجيد او تورات کښې ولوستے شى نوصفا ښکاره شى چې ددواړو سرچينه يوه ده. دمثال په توګه دحضرت سليمان (ع ) قصه چې په کوم تفصيل سره قران مجيد بيان کړيده. خواؤ شا هغه شان تورات هم نقل کړيده. د اسمانى کتابونو لوستو نه پس دا خبره سپينه شى چې ددوى ټولو سرچينه يوه ده. کومې لوئې او د هر چانه اوچتې هستۍ چې محمد(ص) دانسانانو دلار ښودنې لپاره راوليږۀ هم هغه ذات حضرت موسى ( ع) ،حضرت عيسى (ع) او نور انبياء (ع) دخلقو دهدايت لپاره راستولى وو او ټول اسمانى کتابونه ئې نازل کړى دى ځکه خو په قران مجيد کښې د اهل کتاب په بابله وئيلے شوى دى. ترجمه : اوچې څۀ په تا نازل کړے شوى دى او چې کوم کتابونه دتا نه مخکښې نازل کړے شوى دى په دغه ټولو ايمان راوړئ." دغه شان د ا لهامى مذهبونو په شريعتونو کښې هم ډير يو شان والے دے لکه دمثال په توګه دسود حرام کيدو مسئله ، دنکاح او طلاق مسئلې، دغه شان دزنا، شرابو څښلو او نورو اخلاقى جرمونو په لړ کښې په دې مذهبونو کښې يو شان والے موندے شى
دقران مجيد او د حضرت محمد(ص) دحکمونو او حديثونو نه داخبره راجوتيږى چې اسلام اهل کتاب ته يو خاص مقام ورکړے دے. داسې چې نورو غيرمسلمو ته ئې نۀ دے ورکړے. قران مجيد د دوى سره بيخى جدا معامله کړې ده. او په اسلامى شريعت کښې ئې ددوى لپاره بيل حکمونه کړى دى دلته بايد څو خبرې په ګوته کړے شى. (١) دروم دفتح د اګاهو نه وينا کول دقران مجيد نه دا خبره معلوميږى چې اهل کتاب د اولې ورځې نه مسلمانانو سره نزدې ګڼلى شوى دى. اود مشرکانو نه ورته تل درانۀ کتلى شوى دى او ددې ښۀ مثال په روم کښې دعيسايانو او اتش پرستو ترمينځه رابرسيره شوے جنګ ؤ چې پکښې قران مجيد هغه وخت دهغه زمانې دعيسايانو دګټې زيرے ورکړو چې پۀ ظاهره ددې خبرې هيڅ امکان په نظر نۀ راتلو اود مسلمانانو همدردۍ هم په دغه جنګ کښې عيسايانو سره وې.
ترجمه: ال م – روميان په نزدې زمکه کښې لاندې راغلى دى او دخپل ماتې نه پس به څوکاله کښې دننه دوى دپاسه شى
دحضرت عباس (رض) ځنو نورو صحابيانو ( رض) آوتآبعينو دوينا ترمخه په
دغه جنګ کښې دمسلمانانو همدردۍ عيسايانو سره وې او ددې غټ سبب هم دا ؤ چې عيسايان
دخپلې عقيدې ترمخه مسلمانانو ته زيات نزدې وو. دغه وخت چې کوم احساس په مسلمانانو
کښې ؤ همدغه احساس عيسايانو کښې هم ؤ. هغوى به هم مسلمانانو ته دمشرکانو نه درانۀ
کتل همدغه وجه وه چې دحبشى عيسائى باچا نجاشى مسلمانانو له پناه ورکړه. اود مشرکانو
په غوښتنه ئې هغوى مشرکانو له واپس ورنکړل." دعيسايانو په زړونو کښې چې دمسلمانانو
لپاره کوم ځاې ؤ د هغې اندازه دهغه واقعه نه هم په اسانه لګيدے شى چې کله دهجرت
حبشه نه پس د اسلام او نبى اکرم (ص) دنيا ته د راتګ خبرونه حبشه کښې خوارۀ شول نو د
هلته نه دعيسايانو يوه ډله په حالاتو دځان پوهنې لپاره مکې ته راغله اوپه مسجد حرام
کښې ئې دنبى اکرم (ص) سره ليدل وشو. هغوى دحضور(ص) نه څۀ سوالونه وکړل چې هغوى قران
مجيد واوريدو نو په سترګو کښې ئې اوښکې راغلې. بيا ئې ددې خبرې پخلے وکړو چې دا د
الله کلام دے اوپۀ حضور(ص) ئې ايمان راوړو. دې نندارې کتو لپاره دقريش ګڼ کسان هم
په مسجد حرام کښې راجمع شو. دا خلق چې کله پستنه شول نو ابوجهل دخپلوڅوملګرو سره
دوى سره ملاؤ شو په دوى ئې وټه
ووې چې ګوره ستاسو ملګرو تاسو دې لپاره راستولى وئ چې تاسو ددې سړى (محمدص) په
بابله معلومات حاصل کړئ او هغوى خبر کړئ نو تاسو به پرې ايمان راوړو هغوى ابوجهل نه
په دې وينا ځان خلاص کړو چې مونږ سره دپوهې ځان د هدايت نه څنګه محرومه پاتې کړے وے
قران مجيد چې په کومو درنو ټکو دبى بى مريم ذکر کړے دے. د دې نه هم دا اندازه لګيدے شى چې په اسلام کښې دې خلقو ته کوم مقام او کومه مرتبه حاصله ده فرمائى : ترجمه: "او بيا هم هغه وخت راغے چې کله فرښتو مريم ته ووې اے مريم الله تاله درناوے درکړو ددنيا دټولو زنانه ؤ نه ئې غوره وګرځولې اوخپل خدمت لپاره ئې ستا انتخاب وکړو اے مريم دخپل رب حکم منه . دهغۀ په وړاندې سجده کوه او څوک چې دهغۀ په وړاندې سرونه ټيټوى هغوى سره تۀ هم سر ټيټوه."پۀ قران مجيد کښې ديوې ميرمن ذکر هم پۀ داسې انداز کښې نۀ دے شوے لکه چې دبى بى مريم په کومو درنو ټکو کښې ذکر شوے دے. اسلام چې دنبيانو ( ع ) روايت څومره اهم بولى اوپۀ کومه طريقه چې ددوى تاريخ خپلوى داد هغۀ خصوصى تعلق يو اظهار دے چې دبى بى مريم او حضرت عيسى (ع ) دمنونکو سره د اسلام دمنونکو کيدے شى. دغه شان د حضرت عيسى (ع) پۀ غير فطرى انداز کښې پۀ زيږو نه چې کوم اعتراضونه راوچت کړے شو قران ددوى هم مخ نيوے وکړو او حضرت مسيح ( ع) ته ئې د الله له لوريه روح ووې.
اود حضرت عيسى (ع) دپيدائش غوټه ئې داسې وسپړده چې "دوى لورته الله خپله کليمه راواستوله دغه شان قران مجيد دعيسايانو نه پۀ زياته غوره اودحالاتو سره پۀ سمه طريقه دحضرت مريم اودحضرت عيسى (ع) ذکر وکړو. دبى بى د عزت دفاع ئې وکړه او دهغوى مقدمه ئې پۀ ډيره ښۀ طريقه وړاندې کړه. دا خبره خپله پۀ دې ګواه ده چې اسلام څنګه دنبيانو ( ع) روايات دخپل روايت غوندې قبلوى او داچې حضرت عيسى (ع) او ددۀ هغه مور بى بى له کوم مقام او کومه مرتبه ورکوى دا خبره هم عيسايان مسلمانانو ته رانزدې کوى
رمضان پۀ اتمه هجرى مکه فتح شوه اودا شان د عربو پۀ خاوره دحق د غلبې اخرى باب پيل شو. چونکې داد الله فيصله وه چې ددغه سيمې واک اختيار به مسلمانان ترلاسه کوى ځکه نو دا خبره هم فيصله کول ضرورى وو چې کوم خلق لا تراوسه اسلام خپلولو ته تيار نۀ دى نو چې په اسلامى رياست کښې به ددوى مستقبل څۀ وى؟ دغه وخت پۀ عربو کښې دوه قسمه خلق وو يو مشرکان او بل اهل کتاب. الله تعالى چې دې لړ کښې کومه فيصله وکړه پۀ هغې کښې ئې هم پۀ مشرکانو او اهل کتاب کښې فرق قائم وساتلو مطلب دا چې دمشرکانو پۀ حواله ئې دافيصله وکړه چې ددې نه پس دوى سره دوه لارې دى يعنې
(١) دا چې کۀ چرې هغوى اسلام قبول کړى . مطلب دا چې توبه وباسى، مونځ قائم کړى او زکات ورکول شروع کړى نو بيا به ورته هيڅ نۀ شى وئيلے بيا به هغوى دمسلمانانو وروڼه وى.
(٢) او کۀ چرې هغوى دې ته تيار نۀ وى نو بيا دې ووژلے شى اودې لړ کښې دې ورسره هيڅ قسمه رعايت ونکړے شى.
ګويا دعربو پۀ خاوره چې دغه وخت کوم مشرکان اوسيدل هغوى سره بله کومه
دريمه لار نه وه او کۀ چرې هغوى اسلام ته ديو دين پۀ هيڅ غاړه نۀ کيښوده نو بيا ئې
دژوندى پاتې کيدو حق هم نۀ لرلو خو دا خبره دې زمونږ پۀ مازغو کښې وى چې د الله دغه
قانون پۀ دغه زمانه کښې دعربو پۀ خاوره دميشته مشرکانو لپاره خاص ؤ په چاکښې الله
پاک خپل رسول ( ص) پيدا کړو او حجت پرې تمام شو. (مطلب دا چې ددليل ټول امکانات
پائې ته ورسيدل) او دا خبره دې هم سپينه وى چې د الله پاک دا قانون دهر رسول لپاره
يو شان عملى شوے دے. داد اخرى نبى (ص) سره خاص نۀ ؤ. حضرت موسى (ع) ، حضرت عيسى (ع)
،حضرت ابراهيم (ع) او حضرت نوح (ع) لنډه دا چې د الله هر استازے يو قام څخه تلے دے
او چې دغه قام د رسول دپيغام نه مخ اړولے دے نو يا دڅۀ اسمانى ياد زمکې دڅۀ افت سره
مخ شوى دى. او تباه کړے شوى دى. دا د الله دلورى دعذاب يو صورت دے. د الله دا قانون
دعامو نبيانو لپاره هم نۀ دے ځکه چې پۀ نبى (ص) او رسول کښې فرق دے.
قامونو دنبيانو نه سر غړونې کړى دى. تر دې چې نبيان ئې وژلى هم دى. خو بيا پرې هم
عذاب نۀ دے راغلے . نبى اکرم (ص) چونکې رسول ؤ ځکه نو دهغوى دا عذاب په دې صور ت
کښې راغے دکوم ذکر چې سورت توبه کښې راغلے دے. دا څۀ عمومى او تل پاتې قانون نۀ دے
چې ګوندې دهر دور او هرې سيمې پۀ مشرکانو به لاګو کيږى. ددې برعکس اهل کتاب له دا
حق ورکړے شو چې کۀ هغو ىد اسلام غلبه ومنله نو بيا هغوى دخپل دين سره پۀ اسلامى
رياست کښې ژوند کولے شى مطلب دا چې دهغوى لپاره دا لازمى نۀ وه چې هغوى به ارو مرو
اسلام قبلوى.(سورة توبه ٢٩:٩) مطلب دا چې پۀ هغه وخت کښې هم د اهل کتاب سره خصوصى
سلوک وکړے شو کله چې اسلام پۀ عربو غلبه بيا موندې وه اود اهل اسلام له لورى
مشرکانو له دړکه هم ورکړے شوې وه. کۀ چرې الله غوښتے نو د اهل کتاب لپاره به ئې هم
هغه حکم جارى کړے وے کوم چې دمشرکانو لپاره جارى شوے ؤ.
خو دخپلو ټولو ګمراهو او وعده خلافو سره چونکې هغو ىدنبيانو نوم اخستونکى وو. د الهامى دينونو علمبرداره وو ځکه ورسره د الله رحمت خاص سلوک وکړو. د دې نه هم دا اندازه پۀ اسانه لګولے شى چې د اهل کتاب سره د اسلام پۀ رڼا کښې دتعلقاتو ساتلو صورت به څۀ وى او په دې کښې دمسلمانانو لپاره پۀ اصل کښې کوم سبق پټ دے
د الله اخرى رسول محمد(ص) چې کله هجرت وکړو او مدينې ته راغے نو دمدينې پۀ چاپيريال کښې ابادو يهوديانو سره ئې يوه لوظنامه لاسى ليک کړه حضور(ص) دا لوظنامه ديورياست دحکمران پۀ حيث وکړه اودا ددنيا پۀ دستورى تاريخ کښې وړومبنۍ ليکلے شوې معاهده وه. ددغه لوظنامې ترمخه يهوديانو له دا حق ورکړے شو چې هغوى دې پۀ خپل دين ولاړ وى. او هغوى لپاره دا لازمى نۀ ده چې ارومرو دې اسلام قبول کړى د الله رسول(ص) دمذهبى اختلافاتو باوجود پۀ دغه لوظنامه کښې يهوديان او مسلمانان يو امت وبلل پۀ سياسى توګه خو چې ددې لوظنامې کوم حثيت دے هغه خو ډير اهم دے خو دې سره ئې مذهبى اهميت هم څۀ کم نۀ دے. دا لوظنامه دا هم ښکاره کوى چې الله دهغه چاسره خصوصى سلوک کوى څوک چې هغه خپل خالق منى او د لار ښودنې لپاره دهغۀ راستونکو رسولانو ته ګورى ګو چې دې لړ کښې هغوى پۀ ډيرو غلط فهمو کښې هم ګيروى.
نبى (ص) ددې لوظنامې نه پس هم کوششونه کړى د ىچې يهوديان خفه نۀ کړى او مسلمانان داسې هيڅ کار ونکړى چې هغوى پرې زهيرشى. پۀ دې دوران کښې چې ديهوديانو لۀ لورى کومه وعده خلافى وشوه اوهغوى چې څنګه پۀ بيلا بيلو موقعو دمشرکانو سره ملګرتيا وکړه هغه يو ځانته قصه ده ولې دحضور(ص) په ټول ژوند کښې داسې يوه واقعه هم پۀ لاس نۀ راځى چې هغه دا وښائى چې د الله رسول(ص) چرته دلوظنامې پۀ ضد تلے وى يائې چرته وعده ماته کړى وى. دالله رسول(ص) دې لړ کښې دومره حساسه ؤ چې کله پۀ يوه موقع د يو يهودى سره دخبرو اترو پۀ وخت کله مسلمان حضرت محمد(ص) د حضرت موسى (ص) نه غوره وګرځولو نو هغوى پۀ دې خبره د ناخوښۍ اظهار وکړو
الله تعالى چې د خپل اخرى رسول (ص) پۀ ذريعه مسلمانانو له کوم شريعت ورکړو هغې کښې ئې هم اهل کتاب له خصوصى درجه او مقام ورکړو. دا درجه او مقام ددوو حکمونو نه پۀ پوره ډول راجوتولے شى. (الف) د اهل کتاب زنانه ؤ ته دا حق دے چې هغوى دمسلمانانو سړو ښځې جوړيدے شى اوددې مقصد لپاره دا ضرورى نۀ ده چې هغوى دې خپل دين بدل کړى. پۀ سورة مائده کښې دا اجازت په دې ټکو کښې ورکړے شوے دے. ترجمه: نن ورځ ستا سو لپاره پاک څيزونه حلال وګرځولے شول. اودهغه خلقو خوراک چاله چې کتاب ورکړے شوے دے اوستا سو خوراک دهغوى لپاره حلال دے او پۀ مومنانو زنانه ؤ کښې پاک لمنه بيبيانې ا ودهغوى (اهل کتاب ) پاک لمنه زنانه چاله چې کتاب ورکړے شوے (په تاسو حلالې دى) خو شرط به پکښې دا وى چې ستاسو دهغوى د مهر حق ادا کړئ اونکاح ورسره وکړئ دانۀ چې ښکاره بدکارى يا پټ پۀ پټه تعلقات جوړونکى جوړشئ" دقران محيد دا حکم عام دے . هيڅ قيد يا قدغن پکښې نشته. هر هغې زنانه سره يو مسلمان وادۀ کولے شى چې يهود نه يا عيسائينه وى. خوا کۀ هغه دکوم مسلمان ملک اوسيدونکې وى.
او کۀ دغير مسلم ملک . کۀ کنډه وى او کۀ طلاقه شوې. اوس سوال دا پيدا کيږى چې د اهل کتاب کوم عقائد چې خپله قران مجيد بيان کړى دى. هغه د مشرکانو غوندې دې او بلخوا قران مجيد دمشرکې زنانه سره د وادۀ کولو نه مسلمانان منع کړى دى نو آيا داد څۀ تضاد علامت دے؟ يقيناً چې د الله کتاب دهرقسمه تضاداتو نه پاک دے. اصل کښې پۀ مشرکانو او ا هل کتابو کښې فرق دادے چې مشرکانو شرک ديو دين په حيث اختيار کړے دے بلخوا اهل کتاب توحيد ته دين وائى. هغوى څخه کۀ شرک شته نو سبب ئې دا نۀ دے چې ګوندې هغوى شرک ديو دين پۀ حيث قبول کړے دے بلکې داد تحريف (پۀ خپله خوښه کمے زياتے کول) نتيجه ده او همدا خبره هغوى دمشرکانو نه بيلوى. دا بيخى داسې ده لکه چې نن دځنو مسلمانانو ډلو عقيدې هم مشرکانه شوې دى چې وجه ئې تحريف او تاويل دے.
مسلمانانو تل ددې آيت عمومى مطلب اخستے دے او خپله صحابه کرامو (رض) هم د اهل کتاب زنانه ؤ سره ودونه کړى وو. دخليفه راشد حضرت عثمان بن غفان (رض) بى بى محترمه نائله بنت فرامضه کلبيه عيسائى وه. حضرت طلحه بن عبيدالله ديوې يهودى ميرمن سره وادۀ کړے ؤ. دغه شان حضرت خذيفه (رض) ،حضرت کعب بن مالک (رض) اوحضرت ميعده بن شعبه(رض) وغيره هم د اهل کتاب زنانه ؤ سره ودونه کړى وو يا ئې ورته دنکاح پيغامونه ليږلى وو
دسورة مائده کوم آيت مبارک چې په تيرو کرښو کښې نقل کړے شو پۀدې کښې د اهل کتاب پۀ دسترخوان ډوډۍ خوراک حلال ګرځولے شوى دى. ددې مطلب دا هم دے چې د هغوى بيحه هم حلاله ده. مطلب دا چې کۀ کوم څاروے څوک عيسائى يا يهودى حلال کړى نو مونږ ئې غوښه خوړے شو دې لړ کښې چې زمونږ فقهاء ترمينځه کوم اختلاف دے هغه دادے
(١) دفقه حنفى او فقه حمبلى مطابق چې کۀ اهل کتاب څاروے حلالوى اودالله نوم واخلى نو دغه څاروے حلال دے خو کۀ هغوى دخداې نوم وانخلى نو بيا ئې خوړل جائز نۀ ئې دا خبره بيخى داسې ده چې کۀ يو مسلمان هم دذبيح پۀ وخت پۀ څاروى د ا لله دنوم وانخلى نو هغۀ دڅاروى غوښه خوړل هم جائز نۀ دى.
(٢) د امام شافعى (رح) په خيال کۀ اهل کتاب دڅاروى ذبح کولو په وخت دغير الله نوم واخلى نو بيا ئې غوښه خوړل حرام دى خو کۀ هغه دهيچا نوم هم وانخل نو بيا ئې خوړل جائز دى.
(٣) دفقه ملکى (رح) مطابق د اهل کتاب ذبيحه دتسمۍ يعنې بې دالله دنوم اخستو نه جائز ده. ددې اختلاف نه دا خبره ظاهره شوه چې د اهل کتاب ذبيحه ټول په شريکه جائز ګڼىکۀ چرته اختلاف شته هم نو هغه دذبح کولو په طريقه ده چې دا اختلاف اصولى نۀ دے بلکې فروعى دےيوه غلط فهمى بائد چې لرې کړے شى
مونږ چې دقران مجيد نه کومې حوالې وړاندې کړې دهغې نه داخبره په ښکاره ډول راجوته شوه چې اسلام اهل کتاب سره تعلق ته خصوصى اهميت ورکوى او د قران دتعليماتو په رڼا کښې هغوى سره د قرقسمه سماجى تعلقات ساتلے شى خو کۀ وکتے شى نو په قران مجيد کښې ځنوځايونو کښې داسې ايتونه هم راغلى دى چې پکښې د اهل کتاب وغيره سره تعلقاتو نه په ظاهره منع کړے شوې ده