الله تعالى فرمائى:
(( يا ايها الذين امنوا اجتنبو کثيراً من الظن ان بعض الظن اثم ولا تجسسو ولا يغتب بعضکم بعضا. ايحب احدکم ان ياکل لحم اخيه ميتا ً فکرهتموه. واتقوا الله ان الله تواب رحيم ))
زما داسلام وروڼو! قران حريکديو پل پسې دغېبت کولو نه منع فرمائيلې ده اصل کښې داسلام تعليماتو کښې زيات زور په دې باندې ورکړے شويدے چې مسلمان په خپلو کښې ډير ښائسته ژوندون تيروى او په خپلوکښې ددوى محبت او داخوت رشتې قائمى وى هم دې صورت کښې په مخ دزمکه باندې يو ښائسته معاشره قائميدے شى چې کوم کښې هر يو انسان دراحت او اطمينان ژوند به تيروى دې دپاره قران حيکم دبل مسلمان غيبت کولو ته يو ناکاره فعل ووې او وې فرمائيل چې تاسو کښې څوک داسې شته چې دخپل مړ ورور غوښې خوړل ئې خوښ وى. او وې فرمائيل الله پاک نه وويريږئ يعنې دغيبت کولو نه ځان وساتئ
حديث شريف کښې راځى چې يو ځل خلقو پوښتنه وکړه، يا رسول الله صلى الله عليه وسلم غيبت څه ته وائى انحضرت صلى الله عليه وسلم وفرمائيل چې تۀ دخپل يو مسلمان ورور دداسې خبرې ذکر کوې چې هغه ته بده ښکاره کيږى نو هغوى ورمائيل که چيرې داخبره په هغه کښې وى نو بيا؟ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل هم دې ته غيبت وائى ورنه بيا خو تهمت دے
حديث مبارک دے چې:
حضرت سلمان رض يو سفر کښې ددوؤ سړو سره په خدمت کښې وؤ يو ځل حضرتسلمان رض اودۀ شو او قافله ترينه مخکښې لاړه او يو ځائې کښې پړاؤ واچولونو هغه دوه کسانو چې وکتل چې حضرت سلمان رض نشته نو دې داره هغه کار چې حضرت سلمان رض به کولو هغوى پخپله کولو نوډيرې غُصې نه ئې حضرت سلمان رض پسې ډيرې خبرې وکړې لږ ساعت پس حضرت سلمان رض راورسيدلو نو هغوى ورته دغصې نه ووئيل چې لاړه شه او انحضرت صلى الله عليه وسلم نه مونږ لپاره سان راوړه نو دوى تشريف يوړو او نبى کريم صلى الله عليه وسلم ته ئې عرض وکړو چې زما ملګرى سالن غواړى نو انحضرت صلى الله عليه وسلم وفرمائيل چې هغه په سالن څه کوى هغو خوسان واخستو حضرت سلمان رض واپس شو او هم هغه رنګې ورته ووئيل چنانچې هغوى پخپله دنبى کريم صلى الله عليه وسلم په خدمتکښې حاضر شول او وې وئيل چې مونږ خوسالن نۀ دے اخستے نو هغوى وفرمائيل چې تاسو دسلمان غوښې سالن وخوړلوځکه چې تاسو دهغه غيبت وکړو او فرمائى چې هغه وختې دسوره حجرات دامذکوره ايتونه نازل شو
غيبت کول ګناه کبيره ده دې لپاره مسلمان ته پکار دى چې هغه دې ددې لعنت نه ځان بچ کړى يو روايت کښې راغلى دى چاچې ديو مسلمان پرده پوشى وکړه نو الله پاک به دهغه کس دقيامت په ورځ پرده پوشى وکړى.
نبى کريم صلى الله عليه وسلم فرمائيلىدى چې ما دمعراج په شپه کښې خو کسان وليدل چې دهغوى نوکونه دتانبې دى او هغوى په هغه باندې خپل مخونه او سينې شکوى نبى کريم صلى الله عليه وسلم فرمائى چې مادجبرائيل امين ع نه پوښتنه وکړه چې دا څوک دىنو هغه وفرمائيل چې هغه کسان دى چې دوى په دنيا کښې دخلقو غوښې خوړلې او دخلقو عزتونه به ئې لوټ کول رب العزت دې ټول مسلمانان ددې لعنت نه محفوظ وساتى او په دې عارضى ژوندون کښې دې دانحضرت صلى الله عليه وسلم صحيح تابعدارى دې زموږ نصيب کړى او د هر هغه کار نه دې مونږ بچ وساتى چې په هغه باندې هغه او دهغه درسول صلى الله عليه وسلم ناراضګى وى امين.