دروغ يو فسادى شے دے لهذا شريعت اسلامى دا حرام ګرځولے دے الله تعالى فرمائى،
((دالله تعالى لعنت دے په دروغژنو باندې))
بل ځائې فرمائى
(( دروغژن دې هلاک وى))
دروغژن ته الله تعالى سيده لار نۀ ښائى يعنې هدايت ورته نۀ کوى. الله تعالى فرمائى:
((الله هدايت نۀ کوى فضول خرچه او دروغژن ته.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى
(( رښتيا وئيل نيکۍ طرف ته سړے سيده کوى او نيکى جنت طرف ته او سړے هميشه وى چې رښتيا وائى او دا بار بار وائى تر دې چې دالله په نزد ريښتينے وليکلے شى او دروغ سړے فجور يعنې غلطۍ ته کش کوى او غلطى اور ته کش کول کوى او سړے هميشه دروغ وائى او دا بار بار وائى تر دې چې دالله تعالى په نزد دروغژن وليکل شى.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى چې
دمنافق څلور خويونه دى او چاکښې چې دا خويونه وى نو هغه صفا منافق دے او کۀ چا کښې يو وى نو هغه کښې يو صفت دمنافقت دے، تر څو چې پريږدئ ئې، هر کله چې امانت ورکړے شى نو خيانت کوى ئې، او کله چې خبرې کوى نو دروغ وائى، او کله چې وعده وکړى نو دوکه کوى يعنې وعده خلافى کوى. او دجنګ وخت کښې کنځل کوى.))
نو راځئ وروڼو چې دمنافقت درجسټرډ نه خپل نومونه پخپله وران کړو يعنې دمنافقت صفتونه ځان نه لرې کړو. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى
هلاکت دې هغه چا لپاره وى چې ددروغو خبرې کوى مجلس کښې ددروغو لپاره خلق خندوى نو دې لره هلاکت دے هلاک دے هلاک دے
دافسوس خبره داده چې نن سبا دروغ وئيل دمجلس زينت (ښائست) ګرځيدلے دے. او بغير ددروغو نه کوم مجلس پائې ته نۀ رسيږى. په حديث شريف کښې راغلى دې چې
چا دخوب بيانولو په وخت کښې دروغ ووئيل نو مکلف به شى چې دوه وربشې به غوټه کوى او داخو نۀ شى کيدلے او چاچې ديو قوم خبروته غوږ کيښود چې هغوى ورباندې راضى نۀ وؤ په غوږونو کښې به ورته ويلې شوې قلعى واړولے شى دقيامت په ورځ او چاچې تصوير جوړ کړه يا ئې وويسته نو په عذاب به شى او مکلف به شى چې ساه پکښې واچوى او ساه خو پکښې نه شى اچولے.
ددروغژن سزا درسول الله صلى الله عليه وسلم دخوب په حديث کښې دى چې :
مونږ لاړو يو سړى ته ورسيدو پړمخے پروتؤ او دبل سره داوسپنې کنډې وې يو طرف شوڼده به ورله غوڅه کړه څټ ته به ئې ورسولو او داسې سترګې هم بيا به بل طرف سره داچل وکړه، دې ته به هله واپس شو چې اول طرف به روغ شوے ؤ نو داسې به تر قيامته پورې کوى مادوى ته ووئيل دا څوک دى ووئيل داهغه شخص دے چې سحر وختى به کور نه ووتو دروغ به ئې ووئيل تردې چې اطرافو ته به ورسيدل نو دائې سزا ده.
ام سليم درسول الله صلى الله عليه وسلم نه اوريدلى دې چې
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلو هغه شخص دروغژن نه دے چې ددوؤ مسلمانانو صلحې دپاره دروغ ووائى چې رسى خير ته او يا خير وائى.
دپورتنى حديث نه علماء دا استدلال نيسى او وائى چې دظالم دظلم نه دځان ساتلو دپاره هم دروغ وئيلے شى