| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

 د لمنځ مکروحات

مولانه اشرف علي تهانوي رحمت الله عليه

مکروح هغه شې وي چې کوم له وجه لمنځ خو نه ماتېږي خو ثواب کم شي او ګناه پرې ملاوېږي.

  1. په لمنځ کښې جامې سمول، يا خپل مجوهراتو سره لوبې کول، يا کاڼي اخوا کول، دا ټول مکروحاتو کښې راځي. خو که چرې دا کاڼي سجده کښې تکليف ورکوي نه په لاس يو يا دوه ځل اخواته کول جائز دي.

  2. په لمنځ کښې ګوتو نه ټکار وېستل، يا يو خوا و بل خوا ته کتل، دا ټول هم مکروح دي. خو که دا کتل داسې وي چې صرف په سترګو کتل وي او مرې ورسره نه خوځي نو بيا مکروح نه دې خو څه ښه خبره هم نه ده او پام ترې نه کول پکار دي.

  3. په لمنځ کښې په داسې صورت کيناستل چې کوم بې طريقې وي، هغه مکروح دې. خو په بيماري په شکل کښې روا ده

  4. سلام جواب په خوله ورکولو نه لمنځ ماتېږي. خو سلام جواب په لاس اشاره ورکولو نه لمنځ خو نه ماتېږي خو دا عمل مکروح دې. 

  5. په لمنځ کښې خپل جامې څنډل چې خاورې ترې نه ودوړېږي، دا مکروح عمل دې.

  6. يو داسې ځي کښې لمنځ کول مکروح دې چې په کوم ځي ستا خيال وي چې څوک به دې خندوي، يا څوک به داسې عمل کوي چې کوم په سببه خپل لمنځ نه پام اړېږي.

  7. که يو تن ناست وي خبرې کوي، يا په څه کار کښې اخته وي، نو په هغه شا ((ملا)) باندې لمنځ کول جائز دي، خو که چرې هغه کس دومره په زور خبرې کوي، چې خپل لمنځ کښې پام ورته اړېږي نو داسې ځي کښې لمنځ نه دي کول پکار.

  8. که لمنځ کؤنکښي مخته قرآن پاک، يا توره، يا ټوپک پروت وي، نو هغه نه لمنځ نه خرابېږي.

  9. که په يو فرش باندې عکس جوړ وي، نو په هغه ځي کښې لمنځ کول روا دي، خو خيال ساتل پکار دي چې په هغه عکس سجده نه لږي. هم دا شان د تصوير وال جانماز ساتل هم مکروح دې.

  10. که په يوه کوټه کښې عکس په چت، يا په ديوارو جوړ وي، نو هلته لمنځ مکروح دې. خو که چرې هغه عکس په مځکه په ښپو لاندې وي، او سجده پرې نه لږي، نو بيا صحيح ده. ((عکس نه مطلب انساني، يا حيواناتو، يا بل سا لرونکښي شي عکس دې. په دې مسله کښې بوټي نه راځي))

  11. لمنځ په داسې جامو کښې کول، چې په کوم عکس جوړ وي، نو هغه مکروح ده.

  12. که عکس د بوټي، يا بل داسې شي وي چې کوم کښې سا نه وي، نو بيا هيڅ پروا نيشته.

  13. په لمنځ کښې آيات يا داسې بل شې په ګوتو ګڼل  مکروح دې. خو که دا ګڼل داسې وي، چې ګوتې ټينګول پکښې وي، او ګوتو حرکت پکښې نه وي، نو بيا خير دې.

  14. دويم رکات د اول رکات نه اوږدول مکروح دې

  15. په لمنځ کښې يو سورت نيول چې هر وخت هغه سورت ويل کيږي او بل څه نه تېرېږي، نو دا هم مکروح دې.

  16. په لمنځ کښې په اوږه رومال اچول مکروح دې.

  17. ډير خراب، يا ډير سخا جامو کښې لمنځ کول هم مکروح دي. خو که چرې يو کس غريب وي، او نورې جامې نه وي، نو بيا خير دې.

  18. په لمنځ کښې که خوله کښې پيسې يا داسې بل شې وي، چې کوم په سببه قرآن تلاوت نه کېږي، نو بيا لمنځ مات شو

  19. که لمنځ کښې ډير سخت حاجت د اودس ماتي ورغلې وي، نو په داسې حالت کښې لمنځ کول مکروح دي.

  20. که ډير سخت وږې وي، و روټې هم تياره وي، نو لمنځ شاته کول پکار دي. که چرې لمنځ وشي، نو دا مکروح خبره ده. او که چرې داسې وي چې لمنځ وخت اړېږي نو بيا لمنځ کول پکار دې.

  21. په لمنځ کښې سترګې پټول پکار نه دي. خو که چرې داسې وي چې سترګې پټولو نه لمنځ کښې زړه ډېر لږي نو بيا خير دې.

  22. په لمنځ کښې بې حاجته لاړې توکل، يا پوزه پاکول، دا ټول مکروح دي. خو که چرې په رشتيا تکليف وي، نو بيا خير دې. خو خيال ساتل پکار دي چې قبله په لوري توکل او پاکول نه وشي.

  23. که لمنځ کښې کټمل دې وچيچي، نو هغه کټمل په لاس نيولو نه پس پرېښودل پکار دي. په لمنځ کښې څه وژل ښه خبره نه ده. خو که چېرې کټمل چيچل نه وي کړي، نو بيا کټمل هم نيول نه دي پکار ځکه چې دا په مکروحاتو کښې راځي.

  24. په فرض لمنځ کښې بې حاجته په ديوار يا بل شي باندې ټيک لږول نه دي پکار.

  25. که يو سورت تلاوت کښې يو يا دوه آيات پاته وي، او لمنځ کؤنکښې رکوع ته لاړ شي او هغه يو يا دوه آيات په رکوع کښې ختم کړي، نو دا لمنځ مکروح شولو.

  26. که لمنځ کښې د اودرېدو او د سجده کولو ځي جګوالي کښې فرق وي، نو بيا کتل پکار دي چې څومره فرق دې. که چرې يو بالشت ووره فرق وي نو بيا لمنځ مکروح شو. خو که بالشت نه کو وي نو بيا خېر دې. خو بې حاجته داسې کول هم نه دي پکار.

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate