دمانځۀ فرض کيدل
ليک : علامه ابوالحسن على ندوى
ژباړه: ډاکټر سعيدالله قاضى
ورځپاڼه وحدت
په شب معراج د موقعه په دوى صلى الله عليه وسلم او ددوى صلى الله
عليه وسلم په امت پنځوس مونځونه فرض شول. دوى صلى الله عليه وسلم پرله پسې ددې
دکمولو سوالونه له خدائ کول تر دې چې الله تعالى داپنځو ته راکم کړل او دا اعلان
وشو چې څوک هم دايمان او احساس ذمه وارۍ سره دامونځونه وکړى هغوى ته به دپنځوسو
مونځونو اجر ورکړے کيږى