![]() |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak | |
صله رحمى يا خپلولىليک : قارى هدايت الله ناصحورځپاڼه وحدتصله رحمى داسلام دغلبې لپاره يو سبب دے ځکه چې معاشره کښې مينه محبت وى نو داسلام دعوت لپاره رکاوټ نۀ وى او چې بعضونه قطع تعلقات وى نو دعوت پاتې وى او خلق په حسد، تعلق پرې کولو باندې مصروف وى همدا وجه ده چې قطع کول دتعلق (صله رحمى نۀ کول) ګناه کبيره ده لکه الله تعالى فرمائى : (( وويريږئ دالله ج نه چې تاسو دهغه نه يادهغه په نوم غواړئ، او ځان بچ کړئ دقطع صله رحمۍ څخه)) دصله رحمۍ پرې کونکى دالله لخوا نه لعنتى دے الله تعالى فرمائى: په تحقيق سره نزدې ده کۀ تاسو سرغړونه وکړه نو فساد به کوئ زمکه کښې او صله رحمى به پرې کړئ په دغو کسانو دالله لخوا لعنت دے نو کاڼه به ئې کړى او سترګې به ئې ورله ړندې کړى)) صله رحمى دايمان نخښه ده
دحضور نبى کريم صلى الله عليه وسلم نه روايت دے چې صله رحمى په بدله نۀ وى صله رحمى ساتونکے هغه څوک وى چې تعلق (صله رحمى) ترې کټ شى او دے هم صله رحمى باقى ساتى)) يعنې څوک چا سره تعلق ختم کړى خو هغه بيا هم ورسره تعلق او خپلولى ساتى دعائشه رض روايت دے وائى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى ، چې صله رحمى دالله عرش پورې تړلے شوې ده. او دا وائى چاچې زۀ پيوسته کړم (يعنې صله رحمى ئې قائمه کړه) نو الله به ئې پيوسته کړى او چاچې زۀ قطع کړم (صله رحمى قطعه کړه) نو الله به دے قطعه کړى ددې حديث شريف مطلب دادے يعنې څوک چې صله رحمى کوى نو الله به ئې ګل ګلزار کړى رسول الله صلى الله عليه وسلم په ابتدائى دعوت کښې په صله رحمۍ امر کړے ؤ، دهر قل په مشهوره قيصه کښې ورته اشاره شوې ده چې هرقل درسول الله دکارکردګۍ تپوس وکړو، ((هرقل دابوسفيان څخه تپوس وکړو چې تاسو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په څه امر کوى؟ نو ابوسفيان وفرمائيل، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته امر کوى چې ، ديو الله عبادت کوئ، اوشرک ورسره مۀ کوئ، او تاسو ته چې پلار څه وائى نو هغه پريږدئ، (باطلې عقيدې) او په مونځ راته حکم کوى او په رښتيا وئيلو او پاکدامۍ باندې او په صله رحمۍ باندې نوپورتنى حديث کښې اهميت دصله رحمۍ دے ځکه خو ابتداء کښې په دې باندې امر شوے ؤ، او په صله رحمۍ کښې داسلامى دعوت هم زياته ترقى کوى په يو بل روايت کښې راغلى دى چې صدقه په عام مسکين باندې تش دصدقې ثواب دے او په خپلوانو باندې دوه صدقې دى صدقه هم او صله رحمى هم ده ¯²{{{{²¯ |
||||||||
![]()
![]() ![]() ![]() |