Quran Kareem Suratuno Fazail

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

قران کريم سورتونو فضائل, مولانه منظور احمد نعماني
د خېبر وېب پاڼې باندې په1 فروري 2008 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



قران کريم سورتونو فضائل

مولانه منظور احمد نعماني

معارف الحديث

خپرؤنو نېټه: 1 فروري 2008

د قران دتلاوت اجرا اوثواب

ترجمه:: دحضرت عبدالله ابن مسعود رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ارشاد فرمائى چې چا دقران يو حرف ولوستلو نوهغه يوه نيکى وګټله اويوه نيکى دالله دقانون کرم مطابق دلسونيکو برابرده. (دمزيدوضاحت دپاره فرمائى ) زۀ دانۀ وايم يعنې زمامطلب دانۀ دے چې الم يو حرف دے بلکې الف يوحرف دے لام يوحرف دے او ميم يوحرف دے دغه شان الم وئيلو والا بنده دديرشو نيکوبرابر ثواب حاصلولو حقدار دے

تشريح: دالله تعالى داکريمانه قانون چې ديوې نيکۍ کولو والا ته دلسو نيکو برابر ثواب ورکيدے شى په واضحه طور سره په قران مجيد کښې هم بيان فرمائيلى شوى دى ارشاد دے . څوک چې يوه نيکى وکړى هغه ته دلسو نيکو برابر ثواب ورکيدے شى . په پورتنى حديث کښې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل امت ته دازيرے اورولے دے چې کوم بنده په اخلاص سره دقران مجيدتلاوت کوى نو دحروف تهجى دهرحرف دتلاوت يوه نيکى شمارلےشى چې داجر اوثواب په لحاظ سره دلسونيکو برابر دى ددې حديث دبيهقى په روايت کښې دى چې هغه وفرمائيل

زۀ نۀ وايم چې بسم الله يوحرف دې بلکې ب يو حرف دى س يوحرف دے، م يو حرف دے، او زۀ دانه وايم چې الم يو حرف دے بلکې ا ، ل ، م جدا جدا حرفونه دى

الله پاک دې ديقين دولت زمونږ نصيب کړى په دې حديث کښې دکلام پاک دتلاوت کوونکو دپاره لويه خوشخبرى ده ددې حديث نه يوه واضحه دپاره داضرورى نۀ ده چې هغه تلاوت دې د معنى اوپوهې سره وى ولې چې الم اوټول حروف مقطات بغير دمعنى دپوهيدونه تلاوت کيږى او حديث په صراحت سره ښودلى دى چې ددې حرفونو تلاوت کوونکى ته هم په حرف باندې دلسو نيکو ثواب دے

د قران پاک زړه څېکل

ترجمه:: دحضرت عبدالله بن عمر رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى دبنى ادم په زړۀ باندې داسې زنګ پريوځى لکه داوبو په لګيدو سره چې په اوسپنه زنګ ځى خلقو ورته عرض وکړو چې اے رسول الله دزړونو دازنګ څنګه لرے کيدے شى هغه ارشاد وفرمائيلوچې مرګ ډير پارول اودقران تلاوت

تشريح:: دزړۀ زنګ دادے چې هغه دالله اوداخرت دانجام نه غافل اوبې فکره شى داټول دوړو اولويو ګناهونو جړ او بنياد دے او بې شکه ددې بيمارۍ اکسير دارودادى چې خپل مګر دير يادکړے شى چې دهغې خيال او مراقبه وکړے شى اودقران مجيد عظمت اودالله تعالى سره دهغې خاص الخاص نسبت په لحاظ کښې وساتلے شى په ادب اواخلاص سره دهغې تلاوت وکړے شى که چرې داتلاوت دالله تعالى په توفيق اوشوق سره اوتدبرسره وى نو انشاء الله دزړۀ رنګ به لرے او هغه به دنورنه ډک کړى خدائې دې زمونږ نصيب کړى

ترجمه:: دحضرت عطاء بن رباح تابعى نه روايت دے چې هغه وائى چې ماته داخبره رارسيدلې ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيل دى چې کوم بنده د ورځې په ابتدائى حصه کښې يعنى سحروختى سورة ياسين لولى الله تعالى دهغه حاجتونه پوره کړى ( سنن دارمى)

سورة واقعه

ترجمه:: دحضرت عبدالله بن مسعود رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې کوم سړے هره شپه سورة واقعه لولى په هغه به هيچرې دفقر وفاقې نوبت نۀ راځى دلاندې راوى بيان دے چې پخپله دحضرت ابن مسعود رضى الله عنه دامعمول ؤ چې هغه به خپلو لوڼو ته ددې تاکيد فرمائيلو اوهغوى بۀ هره شپه سورة واقعه لوستل

د سورۀ آل عمران آخري اياتونه

ترجمه: دحضرت عثمان بن عفان رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى کوم سړے چې دشپې په وخت کښې دال عمران اخرى ايتونه ولولى دهغه دپاره دټولې شپې دمانځه ثواب وليکلے شى

تشريح:: داخر دال عمران نه مراد ان فى خلق السموت والارض نه دسورة دختميدو پورې ايتونه دى. په صحيح روايتونو کښې وارد شوى دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم چې به دشپې دتهجد دپاره پورته شو نودټولونه مخکښې (داودس کولونه هم مخکښې) به ئې دا ايتونه لوستل. د ال عمران اخرى رکوع دسورة بقره داخرى رکوع په شان په نه جامع دعا باندې مشتمل ده اوغالباً ددې رکوع دخاص فضيلت راز په دې دعائيه ايتونو کښې مضمر دے. دکائنات په تخليق کښې فکر کولو والا اوپه هرحال کښې دالله يادولو والا بندګانو دژبې نه داجامع دعا په دې رکوع کښې دغسې ذکر ده:

اےزمونږ ربه !ستا داکارخانه دهستۍ بې مقصده نه ده پيدا کړې ته ددې خبرې نه پاک او مقدس ئې چې څه شے بې مقصده جوړکړې يقيناً ددې دنيوى ژوند نه پس جزا اوسزا حق دى نوته مونږ د دوزخ دعذاب نه بچ وساتې څوک چې تا په دوزخ کښې واچول بيشک چې هغه تا رسوا کړل او دداسې ظالمانو دپاره څوک حمايتى اومددګار نشته. اے زمونږ ربه مونږ ديو داعى اواز واوريدلو چې هغه دايمان دعوت ورکوى پس مونږ ايمان راوړلو اے زمونږ ربه زمونږ ګناهونه وبخښې اوزمونږ بدى زمونږ نه لرې کړې اومونږه دخپلو نيکوکاروبندګانو سره ددنيا نه پورته کړې اواےزمونږ ربه !مونږ ته هغه هرڅه راکړې دکومو چې تادخپلو رسولانو په ژبه داهل ايمان دپاره وعده فرمائيلې ده اومونږ دقيامت دورځې درسوائۍ نه بچ وساتې بې شکه تۀ دخپلې وعدې نه خلاف نه کوې

دسورة ال عمران داخرى رکوع دادعا دقران مجيد جامع ترين د دوه درې دعاګانو نه ده اولکه چې عرض کړے شو ددې رکوع خاص فضيلت ددې دعائيه ايتونو په وجه سره دے (والله اعلم ) حضرت عثمان غنى رضى الله عنه نه چې کوم داوفرمائيل چې کوم سړے دشپې دا ايتونه ولولى هغه ته دټولې شپې دنفلونو ثواب ليکلے شى ظاهره ده چې دا خبره به هغه درسول الله صلى عليه عليه وسلم نه اوريدلى وى دحضور (ص) داوريدونه بغير يواصحابى دخپل طرف نه داسې خبره نشى وئيلے ددې وجې نه دحضرت عثمان دا ارشاد دحديث مرنوع په حکم کښې دے

فائده: په امت مسلمه مرحومه باندې دالله تعالى چې کوم خاص رحمتونه دى په هغوکښې يوداهم دے چې په لږ عمل باندې د لوئى اجر او ثواب ډير صورتونه اوډيرې طريقې درسول الله صلى الله عليه وسلم په ذريعه دې امت ته ښودلى شوىدى دپاره ددې چې بعضې خلق دخپلو خاصو حالاتو په وجه سره لوئى لوئى عملونه نشى کولے چې هغوى دا واړۀ واړه عملونه وکړى اودالله تعالى دخاصو عناياتو مستحق وګرځى

په پورته حديث کښې کوموکښې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دخاص سورتونو اوايتونو فضائيل بيان فرمائيلى دى دا ددغې سلسلې کړۍ دى ددې مقصد دادےچې ډير بندګان دخپلو خاصو حالاتو په وجه سره دقران مجيدد ډير تلاوت په ذريعه لوئى اجر اوثواب اودالله تعالى دخاصو عناياتو مستحق شى ددې وجې نه ددې حديثونو حق دے چې په دې باندې يقين وکړى ددې سورتونو او ايتونو تلاوت هم خاص طور سره اهتمام وکړى چې دالله تعالى دخاص الطاف اوعنايات کښې زمونږ هم حصه وشى بې شکه چې مونږ ډير محروم يو چې دومره هم ونه کړے شو . تردې ځائې پورې چې کوم اويا حديثونه درج شو هغه دذکرالله اوتلاوت قران مجيد متعلق وو مخکښې هغه حديثونه پيش کولےشى چې دهغې تعلق دباب دعاسره دے په دې کښې هغه هم دى چې په کښې ددعا دعظمت او اهميت بيان فرمائيلے شوےدے اوهغه هم دى چې په هغې کښې د دعا متعلق هدايات ورکړے شوى دى اوهغه هم دى په کوموکښې چې دالله تعالى په حضور کښې درسول الله صلى الله عليه وسلم پيش کړے شوى دى کوم چې دامت دپاره دهغه عظيم ترين ميراث دے . په اخر کښې داستغفار اودرود شريف متعلق حديثونه دى

د سورۀ الکهف فضائل

ترجمه:: دحضرت ابو سعيد خدرى رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ارشاد فرمائى چې کوم سړے دجمعې په ورځ سورة کهف ولولى دهغه دپاره به نور روښانه شى د دوه جمعونه په منځ کښې ( دعوت الکبير للبيهقى)

تشريح:: ددې حديث نه معلوميږى چې سورة کهف لره دجمعې د ورځې سره څه خاص مناسبت دے چې دهغې په وجه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم په دغه ورځ په خصوصيت سره دتلاوت ترغيب ورکړے دے اوفرمائيلى ئې دى چې دجمعې په ورځ دسورۀ کهف په لوستو سره په زړۀ کښې يوخاص نور پيدا کيږى چې دهغې رڼا او برکت به دمخکښې جمعې پورې وى داحديث حاکم هم په مستدرک کښې روايت کړے دے او وئيلى ئې دى چې هذا حديث صحيح الاسناد ولم يخرجاه ، په يوبل حديث کښې چې هغه امام مسلم هم روايت کړے دے دسورة کهف دابتدائى لسو ايتونو په باره کښې روايت شوى دى چې څوک داياد کړى اولولى ئې هغه به ددجال دفتنې نه په امن وى ددې په توجيهه کښې شارحينو دحديث ليکلے دے چې دسورة کهف په ابتدائى حصه کښې چې کوم تمهيدى مضمون دے اوددې سره چې داصحاب کهف کومه واقعه بيان شوې ده په هغې کښې دهر دجالى فتنې علاج موجود دے اوکوم زړۀ ته چې ددې حقائقو اومضامينو يقين نصيب شى کوم چې دسورة کهف په دې ابتدائى ايتونو کښې بيان کړے شوى دى هغه زړۀ به دهيڅ دجالى فتنې نه نۀ متاثره کيږى دغه شان چې دالله تعالى کوم بندګان ددې ايتونو په برکت او خاصيت باندې يقين لرى اوداپه خپل زړۀ او دماغ کښې محفوظ وساتى

د سورۀ فاتح فضائل

حضرت عبدالمالک بن عمير رض دنبى اکرم صلى الله عليه وسلم نه دغه ارشاد نقل کوى چې په سورة فاتحه شريف کښې دهر مرض نه شفا ده دسورة فاتحې فضائل په ډيرو روايتونو کښې راغلى دى ېو روايت کښې دى چې يو صحابى مونځ کولو نبى کريم صلى الله عليه وسلم هغه راوغوښتو هغه دمونځ په وجه جواب ونۀکړے شو چې فارغ شو نو راغے نبى کريم صلى الله عليه وسلم ورته وفرمائيل چې تا قران شريف کښې دا ايت نۀ دے لوستے. دهغې ترجمه داده: اے ايمان واله ؤ دالله او دهغه درسول دبلنې جواب ورکوئ کله مو چې هغه راوبلى بيا نبى صلى الله عليه وسلم ارشاد وفرمائيلو چې تاته به دقران شريف دټولو نه لوئې بهتر سوره وښايم چې هغه دالحمد اووۀ ايتونه دى د سبع مثانى دى او قران عظيم دے بعضې بزرګانو نه نقل دى چې هر هغه څه چې په مخکښې کتابونو کښې ؤ هغه ټول په قران کريم کښې شته او څه چې په قران کريم کښې دى هغه ټول په سورت فاتحه کښې شته او څه چې په فاتحه کښې راغلى هغه ټول په بسم الله کښې راغلى دى او څه چې په بسم الله کښې دى هغه ددې په (ب) کښې راغلى دى او ددې تشريح داسې کوى چې د (ب) معنى دلته ديو ځائې کولو ده (دبنده الله تعالى سره يو ځائې کول دى)

په يو روايت کښې دنبى کريم صلى الله عليه وسلم ارشاد مبارک دے چې زما دې قسم وى په هغه پاک ذات چې دچا په قبضه کښې زما ساه ده چې ددې په شان سورت نه په تورات کښې نازل شوے نۀ په زبور کښې نۀ په انجيل کښې نۀ په باقى قران پاک کښې. عالمانو ليکلى دى که سورت فاتحه څوک ايمان او يقين سره ولولى نو دهر مرض نه پرې شفا حاصليږى مرض دينى وى که دنيائى ظاهرى وى کۀ باطنى ليکل په غاړه کښې اچول او څټل ئې هم دمرضونو دپاره فائده ورکوى دصحاح په کتابونو کښې راغلى دى چې اصحابو کرامو دمار لړم په چيچلو شوؤ باندې په پرګى والا ؤ ليونيانو باندې سورت فاتحه لوسته او دموله به ئې دغه شان په يو روايت کښې دى چې نبى ع سورت فاتحه ولوسته او سائب بن يزيد رض ئې پرې دم کړو اودخُلې مبارک لاړې ئې ددرد په ځائې ولګولې په يو روايت کښې دى چې څوک داودۀ کيدو په اراده څملى او سورت فاتحه او سورت اخلاص (قل هو الله احد) ولولى او خپل ځان پرې دم کړى نو دمرګ نه سيوابه دهر يوې بلا نه محفوظ وى يو روايت کښې دى چې سورت فاتحه په ثواب کښې دقران شريف ددريو حصو نه ددوؤ حصو برابر ده

په يوروايت کښې راغلى دى چې دعرش دخزانې نه ماته څلور څيزونه راکړے شوى دى چې بل يو شے هم چاته دې خزانې نه نۀ دے ورکړے شوے. سورت فاتحه، دسورت بقرې ايتونه، ايت الکرسى، سورة کوثر

حضرت حسن بصرى رح دنبى ع نه نقل کړيدے چاچې سورت فاتحه ولوسته هغه لکه تورات انجيل زبور او قران شريف ولوستل يو روايت کښې راغلى دى چې ابليس څلور ځلې په ځان ژړلى او په سر ئې خاورې اچولى دى اول کله چې په دۀ لعنت وشو دويم کله چې اسمان نه په زمکه وغورځولے شو او دريم کله چې نبى کريم ع ته نبوت ورکړے شو او څلورم کله چې سورت فاتحه نازله شوه

شعبى رح ته يو سړے راغے او دګردې د درد شکايت ئې ورته وکړو دۀ ورته ووئيل چې اساس القران ولوله او ددرد په ځائې ئې دم کړه. هغه سړى پوښتنه وکړه چې اساس القران څه دے ورته وې فرمائيل سورت فاتحه. دبزرګان دين تجربه شوى عملونو کښې ليکلى دى چې سوره فاتحه اسم اعظم دے دهر مطلب دپاره ئې لوستل پکار دى او ددې دوه طريقې دى اول دا چې دسبائى دسنتو او فرضو په منځ کښې دې دبسم الله الرحمان الرحيم دالرحم (م) دى دالحمد (ل) سره يو ځائې کړى او يو څلويښت وارې دې څلويښت ورځې ولولى چې څه مطلب ئې وى اله تعالى به ئې پوره کوى کۀ څوک بيمار وى يا جادو پرې شوې وى نو اوبه دې پرې دم کړى او غه دې پرې وڅکوى دويمه طريقه دا چې دنوې مياشتې داول اتوار نه دسحر مانځه دسنتو او فرضو ترمينځه بغير د (م) ديو ځائې کولو (٧٠) ځلې ووائى او هره ورځ دې لس لس وارې کموى تر دې چې هفته ختمه شى که په اوله مياشت کښې ئې مطلب پوره نشو دويمه او دريمه مياشت کښې دې هم داعمل وکړى بله دا چې داسورت دچينۍ په لوښى کښې په ګلابو اوبو مشکو او زعفرانو وليکى او بيا دې هغه په اوبو وران کړى او اوبۀ دې وڅښول شى ترڅلويښتو ورځو دا عمل دزړو مرضونو دپاره تجربه شويدے دغاښونو درد لپاره دسر درد دګيدې دپاره دے اووۀ ځلې ولولى او پرې دم دې کړى داډير مجرب دے

آلم تنزيل

دحضرت جابر رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به تر هغه وخته پورې نه اودۀ کيدلو چې ترڅو پورې به ئې آلم تنزل او تبارک الذى بيده الملک نه وؤ ولوستل يعنې دشپې اودۀ کيدو نه مخکښې ددې دواړو سورتونو لوستلو دحضور صلى الله وسلم معمول ؤ (مسند احمدو جامع ترمذى)

سورة الاعلى

دحضرت على رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا سورة سبح اسم ربک الاعلى خاص طور سره ډير محبوب ؤ.

تشريح : په کتاب الصلوة کښې دوه حديثونه ذکر شوى دى دهغې نه معلوميږى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به دجمعې په مونځ کښې او دغه شان داخترونو په مونځ کښې اکثر په ړومبى رکعت کښې سبح اسم ربک الاعلى لوستلو. دهغه دا معمول ددې دپاره ؤ چې داسورة دخپل خاص مضمون او پيغام په لحاظ سره هغه ته ډير محبوب ؤ

سورة التکاثر

دحضرت عبدالله بن عمر رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى چې: ولې په تاسو کښې څوک داسې نۀ شى کولے چې روزانه يو زر آيتونه ولولى يعنې داخبره زمونږ دطاقت نه بهر ده هغه ارشاد وفرمائيلو ولې په تاسو کښې څوک دومره نشى کولے چې سورة الهکم التکاثر ولولى

تشريح : د قرآن مجيد ډير بعضې واړۀ سورتونه داسې دى چې دخپل مضمون او پيغام داهميت په وجه سره دسوونو او زرګونو آيتونو په برابر دى په دې کښې سورت التکاثر هم دے په دې کښې په دنيا پرستۍ او اختر فقراموشى سخت ضرب لګولے شويدے او داخرت محاسبه او ددوزخ دعذاب تذکره په داسې شان سره شوې ده چې کۀ زړۀ بالکل مړ شوے نۀ وى نوپه دۀ کښې فکر او بيدارى پيدا کيدل لازمى دى

په دې حديث کښې رسول الله صلى الله عليه وسلم غالبا ً په دې لحاظ سره ددې لوستل دزرو آيتونو دلوستو قائمقام ښودلى دى په مخکښې درج کيدونکو بعضې حديثونو کښې چې کومو نورو وړو وړو سورتونو ته دنيم قرآن يادريمې حصې دقرآن برابر ښودلے شوى دى دهغې په باره کښې هم دغسې ګڼل پکار دى او ممکنه ده چې ددې دتلاوت ثواب به هم په دې حساب سره زيات ورکيدے شى دالله خزانه زمونږ دوهم او ګمان نه ډيره پراخه ده

سورۀ بقره آخري دوه ((2)) آيات

ترجمه: دحضرت جبيربن نفير تابعى نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى چې الله تعالى سورة بقره په داسې دوه ايتونو سره ختم کړے دے کوم چې هغه دخپلې خاص خزانې نه ماته راکړى دى کوم چې دهغه دعرش عظيم دلاندې ده تاسو خلق دازده کړئ او خپلوښځو ته ئې وښائى ولې چې دا ايتونه سراسر رحمت دے او دالله دتقرب خاص وسيله ده اوپه دې کښې ډيره جامع دعا ده . فائده واضحه دې وى چې جبير بن نفير چاچې داحديث د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه روايت کړ ےدے تابعى دے هغه دهغه اصحابو ذکر نه دے کړے دچانه چې داحديث هغه ته رسيدلے دے ددې وجې نه داحديث مرسل دے دغه شان وړومبے حديث هم مرسل دے ولې چې دهغې راوى ايفع بن عبدکلاعى هم تابعى دے هغه هم دچا اصحابى دحوالې ورکولونه بغير روايت کړے دے . حديث : ترجمه: دحضرت ابو مسعودانصارى رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول الله صلى الله وسلم فرمائيلى دى دسورة بقره اخرى دوه ايتونه چې څوک په کومه شپه کښې ولولى هغه به ددۀ دپاره کافى وى ( صحيح بخارى صحيح مسلم )

تشريح:: دحديث مطلب په ظاهره داد چې کوم سړے دشپې دبقره دا اخرى ايتونه ولولى هغه به انشاء الله دهرشرنه محفوظ پاتې شى دويم مطلب داهم کيدے شى چې که يوسړے په تهجد کښې صرف دا ايتونه ولولى نودهغه دپاره دومره کافى ده (والله اعلم)

د قرآن څوکه

ترجمه:: دحضرت ابوهريره رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول الله صلى الله وسلم فرمائيلى دى چې دهرشى څه څړۍ ( څوکه) چونټۍ وى چې دټولونه اوچته ياپورته وى اودقران مجيد چونټۍ سورة بقره ده او په دې کښې يوايت اية الکرسى دقران دټولو ايتونو ګويا سردار دے .

تشريح:: داسلام بنيادى اصول اوعقائد اوداحکام شريعت تفصيلى بيان چې په سورة بقره کښې شوے دے دومره او دغسې دقران پاک په بل کوم سورة کښې نه دے شوے غالباً ددې خصوصيت په وجه سره داپه قران مجيد کښې دټولونه مخکښې ايښودے شوے دے اوغالباً ددې امتياز په وجه سره دې ته په دې حديث کښې د(سنام القران)) لقب ورکړے شوے دے ، دحضرت ابو هريرة رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى چې دخپلو کورونو نه مقبرې مۀ جوړوئ يعنې لکه څنګه چې په مقبروکښې خلق ذکر اوتلاوت نۀ کوى او ددې په وجه دمقبرو فضا دذکروتلاوت دانوارو او اثارونه خالى وى تاسو دغسې خپل کورونه مۀ جوړوئ بلکې کورونه په ذکر اوتلاوت سره اباد وساتئ او په کوم کورکښې چې سوره بقره لوستے شى په هغه کورکښې شيطان نۀ شى راتلے ( ترمذى ) تشريح:: دبعضې سورتونو او دغسې دبعضې ايتونو څه خواص وى په دې حديث کښې دسورة بقره خاص برکت اوتاثير دابيان فرمائيلے شوے دے چې په کوم کور کښې ددې تلاوت کيږى هغه دشيطان داثراتو اوتسلط نه محفوظ وى . دسورة بقره اوسورة ال عمران بعضې خاص فضيلتونو بيان ددې نه مخکښې حديثونو کښې ضمناً راغلےدے

د سورۀ ياسين فضائل

دحضرت معقل بن يار رضى الله عنه نه روايت دے چې درسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې چادالله د رضا دپاره سورت ياسين ولوستلو دهغه تير ګناهونه به معاف کړے شى ددې دپاره داسورة دمړکيدو والوسره لولئ

تشريح:: په دې حديث کښې دمړکيدونکو سره عندمرتاکم دياسين شريفدلوستلو دپاره چې کوم فرمائيلى شوىدى دهغې مطلب په ظاهره سره دادے چې دمړکيدونکى سره ددۀ په اخرى وخت کښې دے دا سورة ولوستے شى او اکثر علماو هم داګڼلې ده اوددې وجې نه دامعمول دے ليکن دويم مطلب داهم کيدے شى چې دمړکيدونکى په قبر باندې داسورة ولوستے شى دپار ددې چې داددۀ دمغفرت وسيله جوړه شى

دحضرت عطاء بن رباح تابعى نه روايت دے هغه وائى چې ماته داخبره رارسيدلې ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې کوم بنده دورځې په ابتدائى حصه کښې يعنى سحروختى سورة ياسين لولى الله تعالى به دهغه حاجتونه پوره کړى ( سنن دارمى )

Comments

Comments powered by Disqus

قران کريم سورتونو فضائل, مولانه منظور احمد نعماني
د خېبر وېب پاڼې باندې په 1 فروري 2008 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)