Islam o Tasawuf

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

اسلام و تصوف, حشمت رومان
د خېبر وېب پاڼې باندې په13 فروري 2009 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



اسلام و تصوف

حشمت رومان

خپرؤنو نېټه: 13 فروري 2009

داسې عقيده موجوده ده چې دصوفى نسبت صوف ته شويدے ځکه چې په عربى ژبه کښې صوف وړ يو ته وائى او څنګه چې دغو خلقو وړينې جامې اغوستلې نو له دې امله ئې صوفى يا پشبمينه پوش وباله خو وروسته وروسته ديو طريقت په توګه منځته راغے او دطريقت بڼه ئې غوره کړه اوتصوف يو طريقت وګرځيد او غواړى چې دحضرت محمد (ص) په پيروۍ سره ځان خدائې ته نزدې کړى اوداسې وښائى چې تل دخدائې په حضور مشرف دے . تصوف له معنوى اوباطنى پاکوالى سره علاقه لرى خو ددې خبرې معنې دانه ده چې صوفى دشريعت له ظاهرى ادابو سره کومه دلچسپى نه لرى .

په اسلام کښې ريښتينى صوفى هغه دے چې دشريعت له اصولو سره سمښت اوسمبالښت وښائى . نو تصوف دزړۀ هغه پاکې اوسپيڅلتياده چې دهغې په اساس صوفى تل خپل ځان خدائې ته نزدې وښائى او داسې تصور وکړى چې له خدائې څخه لرے نه دے . رښتياهم دتصوف اوعرفان ټول پيروان هميشه په عبادت بوخت اودخدائې تعالى څخه لرى نه دى ددې لارې پيروان په سختو حالاتو کښې ژوند کوى او هميشه هڅه کوى چې نورو خلقو ته ئې ضرر ونه رسيږى او ورسره مرسته وکړى داچې هغوى ته ولې دصوفيانو نوم ورکړل شويدے په دې حقله دکابل پوهنتون پخوانى رئيس ډاکټر جاويد دا ډول څيړنه کړيده . دصوفى اوتصوف دوضعې په باره کښې ډيرې خبرې شويدى ځينې داباورکوى چې دوى به له وړيو څخه کار اخسته چې په عربۍ ژبه کښې ورته صوف وائى يوشمير وائى دتصوف ريشه دپخوانى يونان سره اړيکې لرى اود صوفيه څخه اخستل شويده چې په هغه ژبه کښې دپوهې، اودانش معنى لرى مثلا داخبره دفيلسوف په کلمه کښې په کاراچول شوې چې معنى ئې حکمت دوست دے خو ځينې نور څيړونکې بياوائى چې دصوفى اصل دصوفيه سره ارتباط نه لرى هغه څه چې واقعيت دى دادى چې دصوفى لفظ له صوف څخه راوتلے چې معنى ئې وړۍ ده داځکه چې په اولو وختونو کښې به صوفيانو له وړيو څخه جوړشوى کالى اغوستل په درى ژبه کښې دپشمينه پوش لفظ له صوفى سره مترادف استعمال شويدے لکه چې په يو فارسى بيت کښې داسې وائى چې معنى ئې راوړم .

(( اے تنده خويه چې دوړۍ جامې دې په تن دى اوعشق هيڅ نه پيژنى )) داسلام ترڅنګ په نورو اديانو کښې هم تصوف پوره انکشاف موندلے دے که چرې بودائى او عيسوى مذهب په پوره غور سره وکتل شى هلته رياضت او په سختو شرائطو عبادت ليدل کيدے شى خلق يومخ تارک الدين اوله مادى دنيا سره ئې ټول علايق شلولى وى اوس خبره داده چې ايا په دې اديانو کښې داډول کارروائى اسلامى تصوف ته ورته ده که ورسره توپير لرى ايا په نورو اديانو کښې داسلامى تصوف په شان عرفانى طريقه موجوده ده په دې حقله ډاکتر بداوى وائى . تصوف يوازې داسلامى دين پورې اختصاص نه لرى او په نورو اديانوکښې هم شته خوپه اسلام کښې يوډول فلسفې لوړتيالرى او زۀ هڅه کوم تاسې ته په ډاګه کړم چې تصوف کله په اسلام کښې راغلے دے .

داخبره هرچاته روښانه ده چې له يونقص څخه ډډه کول او په مادى اعمالو پورې نښتل اوبې ځايه هوسونوته تمايل پيداکول دپيغمبر حضرت محمد(ص) اودهغه د کباروصحابه ؤعادت نۀ ؤ دمثال په توګه حضرت ابوبکر صديق (رض) اوپه خاصه توګه حضرت على اکرم الله وجهه هغه دپيغمبر (ص) دژوند مثال بولى . صوفيان وائى چې تصوف دحضرت رسول اکرم (ص) نوښت ؤ چې وروسته حضرت على کرم الله وجهه ته ورسيد او په سلسله يعنې د يوزنځير په توګه نورو ته ترننه پورې ور ورسيد او کله چې مسلمانان دنورو اديانو لکه نصرانيت اوعيسويت او نورو سره په تماس کښې شول نو مسلمانانوتصوف ته يوه فلسفى بڼه ورکړه لکه چې ابن العربى ،الحسينى اونورو په دغې لوړتياکښې خپل رورل لوبولے دے تصوف په بل هيڅ يو دين کښې هغه ژورتيا نه لرى چې په اسلام کښې ئې لرى .

دنورو اديانو ترټولو ښه شيان په اسلام کښې شته او تصوف دهغو څخه زيات دے او په هره مسلمانه ټولنه کښې له يوبل نه تغير نه لرى . ځينې خلق لاوائى چې تصوف په شريعت برابر نه دے او وائى چې ځينې کسان دشرعى احکامو مراعات کوى خوډير صوفيان له دغې خبرې سره موافق نه دى او وائى چې دشريعت اوعرفات ترمنځه توپير نشته . اسلام اوعرفان هيڅ فرق نه لرى ان چې له مذهب سره هيڅ توپير نه لرى حتى لږ څه ګران دى پاکې ، سپيڅلتيا او دزړۀ صفائى غواړى ځينې کسان وائى چې دفقهې او تصوف ترمنځه ډير زيات فرق نشته او ځينې ئې سره مخالف بولى داخبره دروغ ده. خبره داده چې په عرفان اوتصوف کښې بايد احتياط وشى مثلاً يو سړے وائى شريعت په لوږه کښې ډوډۍ پوکول غلط کار بولى خوصوفيان وائى دانسان که دډوډۍ ګو له په لاس کښې وى هم ئې پوکول ښه کار نه دے اوبايد پريښودل شى چې ډوډۍ سړه شى .

که داکار د معاشرې له لحاظه او د ډوډۍ خوړلو د ادابو له لحاظه ښه کا ردے هغه نظر چې که سړے وږے هم وى په کاسه کښې دې ډوډۍ نه پوکوى ښه نظر دے خوپه لاس کښې دډوډۍ نه پوکولو هدف هم دادے چې صبر دې وشى چې ډوډۍ سړه شى . هغه عمل چې په ټولنه کښې اړتيا ورته شته عرفان ئې تائيدوى انسان بايد تل په ټولنه کښې ګټوروى صوفيان په دې فکر کښې دى چې مونږ بايد په نيکو اخلاقو سره خلقو ته لارښوونه وکړو او بايد دا محمدى (ص) اخلاق په ځان او خپلې کورنۍ کښې پلى کړو ښکاره خبره ده چې دا ډول اخلاق بل څوک ووينى دهغو پيروى وکړى ددې په ځائې چې مونږ په زوره خلق اسلام ته راواړوو دعارفانو په نظر بايد په نيکو اخلاقو اوښو ويناوو خلق ځانته راجلب کړو . داسلامى تصوف پحقله چې چا افسانې ليکلى دى لکه ځينو ختيز پوهانو زياتره پکښې تيروتلى دوئى په حقيقت نه دى پوهـ شوى دوى ځينې رياکاران ليدلى دى نوبيا ئې فکر کړيدے چې دالله په تصوف کښې ځينې شيان شته په تصوف کښې دقران اوحديثو مسئله هيڅ هم نشته اسلامى تصوف دقران په بنسټ ولاړ دے اودخدائې او رسول دکړنلارې بنسټ ته دعوت کوى .

علماء اوپوهان بارو لرى چې اسلامى تصوف داسلام د ظهور سره سمدستى پيل اودخلفائے راشدين اواصحابو کرامودواکدارۍ په دوره کښې نور هم تقويه شو نوطبيعى خبره ده چې تصوف په لومړى سرکښې په عربى نړۍ کښې شروع شوى دى . تصوف داسې طريقه ده چې خاصتاً په سوريه اومصر کښې ئې پيروان زښت ډير دى مصرى پوهه ډاکټر غزالى د روحانيه طريقې په باب وائى . صوفى چې فکر کوى دروحانى سوچه والى دبرکته په ځناورو باندې هم اغيزه کوى هغوى ماران نيسى او په مصر کښې هرڅوک ورسره بلد دى دچاپه کور کښې چې کوم ماروى هغوى راځى اودخپلو اورادو په زور مارله سورى څخه راباسى اوله ځان سره ئې وړى خودوى خرفوى مارګيران نه دى او داسې ښکارى چې په رښتيا سره دغسې کنټرول لرى .

په اسلامى عرفان اوتصوف کښې ډيرې طريقې په ذکر اودذکر په حلقو عقيده لرى لکه چې په ځينو طريقو کښې ساز اوسندرې پوره عامې دى درفاهيه سلسله چې ورکې اسلامى عرفان پيل شو نو په مرکزى اسيا کښې هم تصوف ريښى وزغزولې دمرکزى اسياټول ښارونه دعلم او پوهې ترڅنګ دتمدن مرکزونه وو په همدې مرکزونو کښې اسلامى تصوف راپورته شو وده ئې وکړه او ديوې ونې په شان ئې ښاخونه راپورته اوهر لور ته وغزيدل . ځينې طريقتونه په لومړى سرکښې په مرکزى اسياکښې راپورته او وروسته بيا دنړۍ نورو هيوادونو ته راورسيدل ددې طريقتونو ستر مثالونه نقشبند يه، عيسويه، قادريه، رفاعيه، احمديه، سوقيه، اکبريه، شاذليه، مولويه، سهرورديه او نورې سلسلې دى چې مهم او مرکزى ذکر ئې دالله نوم او نور (اسماالحسنى) نومونه دى دتوحيد کلمه .استغفار،درود شريف او په ځينو طريقو هو ، هو دضمير په شکل کښې شامل دى همدارنګه متصوفينو ته مختلف الفاظ استعماليږى لکه صوفى شيخ ،سالک ،عارف، زاهد، عابد اوداسې نور خوپه دې ټولو کښې يواځينے هدف اومقصد دباطنى علم پيروى ده مورخين په دې باور دى چى تراسلام وړاندې په مرکزى اسياکښې دنورو اديانو دتصوف مرکزونه موجود وو اوداسلامى عرفان حلقه ؤ نيولى وو.

پروفيسر احمددانش چې په اسلام اباد کښې دقايد اعظم په پوهنتون کښې دمرکزى اسيا مشر دے اوڅوځلې ئې مرکزى اسياته سفرونه کړى وائى . په مرکزى اسيا کښې تصوف له ډير پخوا څخه پيل شوے دے بلکې ځينو خلقو تصوف له مرکزى اسيا څخه پيل کړے دے. په هغو ځايونو کښې چې دبودائى مذهب عبادت ځايونه موجود وو وروسته هلته طريقت ځائې ونيولو اوپه کرار کرار منځنى اسياته ورانتقال شو اوپه دغه توګه مرکزى اسياله صليبى جنګونو وروسته دتصوف اوصوفيانو دانکشاف يوستر مرکز وګرځيدو .

ډاکټر ذکى دانش چې په لندن کښې داسلامى مطالعاتو دپوهنځى مشر دے وائى چې په اسلام دفشار له کبله اسلامى تصوف هم ټينګ شو. دغه راز پيرروښان دعلم ترڅنګ زيات مريدان او شاګردان درلودل اوکوم وخت چې دپيرروښان سياسى واک زيات شو پيرى ئې له سياست سره يوځائې کړه او دمغلو سره ئې په مبارزه پيل وکړو همدا و خت ؤ چې اخوند درويزه ښه په کلکه دپيرروښان په ضد دمبارزې ملاوتړله دپير تاريک په نوم ئې ياد اوپه قبائيلى سيموکښې ئې دهغه په ضد تحريک پيل کړو پرى ګل وزير چې د وزيرستان اوسيدونکے دے دپيرروښان اواخوند درويزه دمخالفت په باب وائى . زۀ باور لرم او هيڅوک ددې نه انکار نه شى کولے چې پيرروښان ښۀ پوخ مسلمان اولوئى مذهبى عالم ؤ که دهغه کتابونه اواثار په غور وکتل شى نو داخبره به جوته شى چې پير روښان دخپل وخت يوتکړه عالم تير شوے دے زۀ نه پوهيږم چې داسې لوئى عالم ته چې په زرونو پښتنو ئې ګروهنه کوله څنګه اخوند درويزه پيرتاريک يعنى دتور علم خاوند وائى اوس داخبره جوتيدے شى څرنګه چې پير روښان دمغلو غلامى نه منله اولکه چې مونږه معلومات لرو او راته څرګنده ده اخوند درويزه دمغلو طرفدار ؤ نو ځکه ئې دمغلو په تحريک پيرروښان ته پير تاريک يوغلط تور لګولے دے .

په عرفانى ډګر کښې داسې ښکارى چې اخوند درويزه د پيرروښان دمقابلې نه ؤ په يوڅوکالو کښې دپيرروښان مريدان لکونو زروته ورسيدل دخپلو مريدانو دهدايت او لارښوونې لپاره پير روښان دخيرالبيان کتاب په څلورو ژبو وليکه . دپښتوژبې ليکوال زلمى هيواد مل چې دپيرروښان پحقله ئې څيړنه کړې دخيرالبيان په باره کښې ليکى . خيرالبيان په څلورو ژبو ليکل شوے او هم څلويښت بيانه په کښې راغلى دى داصفات دلمانځه، اوداسه، روژې، حج، زکات او دې ته ورته نورو شيانو اوفهقې مسائيلو او دروښانيانو تصوفى لارې بيانونو ته وقف شوى دى او دروښانيانو دتصوف هغه عمده اساسات چې هغه ډير مهم بيانونه دى په دې کتاب کښې راغلى دى اوهم په دې کتاب کښې ددې نه علاوه ددې کتاب په پيل کښې د پښتورسم الخط يوه رساله هم شته .

په حقيقت کښې خيرالبيان په تصوف اوعرفان کښې لومړے کتاب دے چې په پښتوژبه ليکل شويدے داکتاب دمريدانو د لارښوونې په غرض ليکل شوے ؤ پير روښان دخپل کتاب تر څنګ په جلاليکونو کښې هم بلنه ورکړې وه چې دهغه پلوى ومنى داډول نيوکې اخون درويزه په پير سيدعلى ترمذى هم کړې وې . داسلام اباد دقايداعظم پوهنتون کښې پروفيسر احمدامين وائى چې هغه دترمذى سلسلې پيرودے او ترمذ څخه راغلے ؤ هغه له همدې ځايه څخه عراق،پاکستان اوهند ته راغلے دے چې ترټولو لوئى پير او مزار دپيربابا دے نوموړى په ١٥٠٠ميلادى پيړۍ کښې دغلته راغلے ؤ . دپيربابا په زيارت کښې درويشان ديره وى لنګر جاى دے اوپراته دى .

دغه راز رحمان بابا په روحانى دنياکښې داسې څوک وو چې د خپل ځان او دنيا ئى ژوند پحقله ئې لږ معلومات ورکړى دى . دپښتو ژبې ليکوال حبيب الله رفيع چې درحمان بابا پحقله ئې تحقيقات کړى او دهغه دتصوف په باره کښې ئې مطالعه هم کړې وه خوددۀ په ويناداسې څه نشته چې ددې کومه خاصه تصوفى طريقه غوره کړے وے بلکې ده د صوفيانو ،عارفانه اثار هم لوستى وو خصوصاً د درې دتصوفى ادب بنسټ ايښودونکى ابوالمجد مجدودبن ادم سنائې غزنوى اوشمس الدين محمد حافظ شيرازى عارفانه کلام ئې ډير ډير لوستے او رنګ ئې ورنه اخستے ؤ . په پښتوکښې رحمان ووئى په فارسۍ کښې سنائى رحمان بابا په دې باره کښې کمال ته ورسيده، لسان، اللغيب شو او شمير ئې شپږو جهتونو پنځوحواسو اودمکان او زمان له قيدنه ووت، ابدى شو ژور فکر ى تمرکزئې وموند دپښو په ځائې ئې دزړۀ قدم کيښود

که نورخلق قدمونه ږدى په زمکه
مادے ايښى په اسمان قدم دزړۀ
بې خوديه ددنيا له غمه خلاص کړم
لارمې بيامونده بيرون له شش جهته

شاه ستار ( چې لوئى صوفى ؤ او حمزه ئې خاص علاقمند ؤ چې دخپل همدغه پير په لارښوونه ئې په اردو کښې شاعرى کول پريښودل اوپښتو ته ئې مخه کړې اوپه پښتو شاعرۍ کښې دومره پورته لاړ چې دبابا مقام ئې ترلاسه کړو
تۀ شوې دپښتوغزله ځوان زۀ دې بابا کړمه

Comments

Comments powered by Disqus

اسلام و تصوف, حشمت رومان
د خېبر وېب پاڼې باندې په 13 فروري 2009 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)