Imam Ali Shahadat Tareekh pa Rarha

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

د امام علی شهادت د تاريخ په رڼا کښې, انور شاهين خانخېل
د خېبر وېب پاڼې باندې په1 فروري 2008 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



د امام علی شهادت د تاريخ په رڼا کښې

انور شاهين خانخېل

خپرؤنو نېټه: 1 فروري 2008

د اميرالمومنين حضرت امام علی شخصيت يو عجيبه او معجزاتی شخصيت دے او د خداے له ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) نه پس داسې شخصيت په انسانانو کښې نشته چې په يو وخت او يو وجود کښې د امام علی غوندې متضاد صفتونه ولری. يعنې هر انسان کښې يو يا څو صفتونه د نورو صفتونو په نسبت زيات يا کم وی خو د حضرت علی په شخصيت کښې ټول متضاد صفتونه په يوه پېمانه کښې او په اعلی حد کښې موجود وو. لکه د خداے پاک د معرفت په مقام کښې داسې وو چې فرمايل به يې چې که زما او د خداے پاک ترمېنځ ټول حجابونه لرې شی نو زما په معرفت کښې به څه اضافه و نه شی. دغه شان د خداے د ګران رسول (ص) په اطاعت کښې دومره تابعدار ؤ چې د خداے پاک په وحی او د رسول اکرم (ص) په حکم کښې به يې هيڅ فرق نه محسوسولو او د رسول الله (ص) فرمان به يې عېن د خداے فرمان ګڼلو او که پېغمبر اکرم (ص) به فرمايل چې شپه ده نو شپه به يې منله او که فرمايل به چې ورځ ده نو ورځ به يې منله او حکم منلو کښې به د اوربشې د دانې هومره چون او چرا نه کوۀ. لکه د مثال په توګه د هجرت په شپه چې کله د رسول اکرم (ص) کور د کافرانو ټولو قبيلو محاصره کړے ؤ او د ټولو نظر د خداے د ګران رسول (ص) په بستره باندې ؤ او د فرصت په تلاش کښې وو چې د هغه حضرت په بستره باندې حمله وکړی او شهيد يې کړی خو رسول الله (ص) د خداے پاک په حکم سره په دغه شپه له مکې معظمې نه مدينې منورې ته د هجرت کولو لپاره حرکت وکړ او په خپله هغه بستره چې مرګ يې په سر ځوړنده ولاړ ؤ حضرت علی ته په دغه بستره د اودۀ کېدو حکم وکړ. چې د دغې شپې متعلق حضرت علی په خپله فرمائی چې زما دې په هغه خداے قسم وی چې زما ځان يې په اختيار کښې دے چې ما کوم بې غمه خوب په دغه شپه کړے دے په ژوند کښې مې دومره بې غمه خوب نه دے کړے او د دې وجه دا ښئ چې د خداے ګران رسول (ص) راته حکم راکړ چې زما په بستره اودۀ شه يعنې دا يې راته و نه فرمايل چې ويښ وسه او د دښمنانو خيال ساته، بلکې بس حکم وشو چې اودۀ شه نو زۀ هم د حکم په تعميل کښې بې غمه اودۀ شوم او بله وجه دا چې د خداے د ګران رسول (ص) په وېنا يې کامله عقيده وه ځکه چې رسول الله (ص) ورته دا هم وفرمايل چې سبا هغه امانتونه چې خلقو له ما سره اېښودی دی خلکو ته ورکړه او د نبی د کورنۍ له پاکو مېرمنو سره ما پسې مدينې ته راځه نو دلته د رسول الله (ص) په دې قول هم مکمل ايمان ؤ چې سبا پورې او حتی مدينې ته تر هجرت پورې به ژوندې وی او دښمنان ورته هيڅ ضرر نه شی رسولے نو ځکه بې غمه اودۀ شو بله دا چې په ويښه به يو سړے کوشش وکړی چې د رسول الله (ص) اطاعت او پېروی وکړی خو په خوب کښې ناممکنه ده خو تاريخ ليکی چې حضرت امام علی حتی د اودۀ کېدو په څه رنګوالی کښې هم د پېغمبر اکرم (ص) پېروی کوله چې حتی ټوله شپه دښمنانو هم دا فرق معلوم نه کړو چې په بستره پېغمبراکرم (ص) اودۀ دے او که بل څوک.

همدا رنګ د دغه عجيبه شخصيت د ژوند په حالاتو کښې مونږ وينو چې که به د عبادت په محراب کښې خداے پاک ته په نموځ او راز و نياز ولاړ ؤ نو که يو ناپېژندلی کس به اوليد نو دا فکر به يې کوۀ چې دا سړے چې خداے پاک ته په عبادت ولاړ دے يو ترک دنيا او ګوشه نشين سړے دے او دې په جنګ، حکومت ، عدالت، سياست ، معاشرت او اجتماعيت باندې هډو پوه نه دے. ځکه چې هغه به خپل ټول روح او بدن سره د خداے پاک په عبادت کښې داسې غرق ؤ چې د دنيا او مافيها نه به بې خبره ؤ او په تاريخ کښې هغه مشهوره واقعه ده چې کله په يو جنګ کښې يې غشے په بدن کښې نښتے ؤ او راوتل يې مشکل او دردناک وو نو صحابه کرامو وويل چې دې کله نمونځ ته اودرېدېږی نو بيا به ترې غشے وباسو ځکه چې يو خو به د خداے پاک د جلال په وړاندې د هغۀ بدن دومره نرم شو چې غشے وتل ترې داسې وو لکه چې څوک د اوړو اغږلو په وخت وېښتۀ وباسی او بله دا چې هغه به د نمونځ په وخت له چاپېره ماحول خو پرېږده له خپل بدن نه به نه ؤ خبر.يعنې د عبادت ، پرستش او خدا پرستۍ په تر ټولو اعلی مقام کښې ؤ.

خو چې کله همدغه شخصيت بيا د جنګ په مېدان کښې وينی نو دا ګمان کوی چې دې سړی سترګې هم د جنګ په مېدان کښې غړولې او هم د جنګ په مېدان کښې روزل شوے او ستر شوے دے او بې له جنګ نه يې بل څه نه دی زده يعنې د جنګ د مهارت او په جنګ کښې د اطمينان قلب په ترټولو لوړ مقام باندې فائزؤ او دا ځکه چې جنګ به يې فقط اوفقط د خداے د رضا لپاره ؤ ذاتی خوښه او ناخوښه به يې پکښې نه وه لکه هغه مشهوره واقعه ده چې يو کافر سره په جنګ ؤ او چې کله يې هغه کافر راوپرزولو او غوښتل يې چې د خداے پاک د رضا لپاره يې ووژنی هغه کافر پرې له لاندې نه وتوکل او په عربو کښې د چا په لور لاړې توکل يو ډېره لويه بې عزتی ګڼل کېده خو دغه وخت حضرت علی توره په تيکی کښې اچوی او هغه معاف کوی او هغه ترې تپوس کوی چې ولې دې پرېښودم تا خو زۀ وژلم نو ورته يې وفرمايل چې مخکښې مې له تاسره د خداے پاک د رضا لپاره جنګ کوۀ خو چې اوس تا په ما باندې وتوکل نو زما خپله غصه پکښې شامله شوه نو ما نه غوښتل چې د خداے په رضا کښې زما رضا شامله شی او تاريخ ليکی چې هغه کافر مسلمان شو.

بيا که همدغه امام علی د قضائی فېصلو په مقام کښې ليدل کيږی نو سړے ګمان کوی چې دا کس بس فقط او فقط د قضاوت، عدالت او قانون ماهر دے او بل څه يې نه دی زده. او کتابونو کښې راځی چې د درې واړو خليفه ګانو په دور کښې چې کله به هم هغوی ته څه مشکله مسئله يا فېصله راپېښه شوه نو امام علی ته بي رجوع کوۀ او هغۀ به ورته هغه مسئله په ډېر حکمت سره حل کړه او اکثر به چې د دويم خليفه په وخت کښې د هغۀ يوه مشکله مسئله حل شوه نو هر ځل به يې ويل: لَو لا عَلی لَهَلَکَ عُمَر (( يعنې که علی نه وې نو عمر به هلاک شوې ؤ ))

بيا چې همدغه شخصيت د دوستانو په ټولی کښې کښينی نو ويل کيږی چې ډېر ګپ شپی او ټوقې ټقالې کوونکې ؤ چې حتی ځينو صحابه ؤ به پرې نيوکه کوله چې دې له يارانو دوستانو سره ډېرې ټوقې تقالې او ګپ شپ لګوی يعنې پکار دی چې هر وخت يې ځان خرش پرش کړے وی. خو نه حضرت علی د قران مجيد په دې مبارک ايت ټينګ ولاړ ؤ چې مومن بايد د کافرانو يعنې د خداے د دښمنانو لپاره سخت او په خپلو کښې نرم وی. او دغه رنګ د ژوند په نورو اړخونو کښې يو کامل ذات ؤ او همدا وجه ده چې د ژوند د هرې طبقې خلک يې خپل اتل او هيرو ګڼی جنګيالی يې خپل اتل ګڼی، قانون پوهان يې خپله بېلګه منی، پهلوانان يې خپل هيرو منی د فصاحت او بلاغت خاوندان يې خپله نمونه بلی، عابدان يې د عابدانو سردار او عارفان يې خپل لارښود او صوفيان يې خپل مولا او مالک ګڼی ، د علم او حکمت خاوندان يې د علم او حکمت دروازه منی، حسابدانان يې د حساب کتاب او رياضۍ بانی ګڼی او مزدوران او محنت کش يې خپل مشر منی. يعنې د ژوند په ټولو شعبو کښې لاثانی وو چې همدې ته انسان کامل وائی يعنې يو مومن بايد د ژوند په هره شعبه کښې څه نا څه مهارت ولری او فقط يوانسانی ارزښت راټينګ نه کړی او بس يوې خوا ته ګروهنه پېدا نه کړی بلکې ټول انسانی ارزښتونه د خپل وس او کوشش مطابق په ځان کښې راوستل پکار دی.

د امام علی همدا هر اړخيز شخصيت او په خداے پاک او د خداے په ګران رسول (ص) باندې کامل ايمان ؤ چې د خداے ګران رسول (ص) يې په وصف کښې بې شمېره حديثونه بيان کړی دی او خلک يې له هغۀ سره مينې، مودت او له هغۀ څخه پېروۍ ته هڅولی دی لکه زۀ (( لکه زۀ د علم ښار يم علی يې دروازه ده که څوک علم او حکمت حاصلول غواړی نو پکار دی په دروازه راشی )) ، (( علی له ما دے او زۀ له علی څخه يم ))

((له علی سره مينه له ما سره مينه ده او له علی سره دښمنی له ما سره دښمنی ده ))، (( زۀ چې د چا مولا او آقا يم دا علی د هغوی مولا او آقا دے )) ، (( حق له علی سره دے او علی له حق سره دے ))، (( اے خدايه حق هغې خوا ته بوځې چې کوم خوا علی وی )) (( علی له قران سره دے او قران له علی سره دے ))،(( دعلی ذکر عبادت دے )) ، (( د علی مخ ته کتل عبادت دے )) ، (( له علی سره جنګ له ما سره جنګ دے او له دۀ سره صلح له ما سره صلح ده ))، (( اے خدايه! له هغه چا سره مينه وکړې چې له علی سره مينه کوی او له هغه چا سره دښمنی وکړې چې له علی سره دښمنی کوی )) او داسې نور ډېر حديثونه چې د حديثونو کتابونه ترې ډک دی .

په هر حال د حضرت علی ذات يو داسې پېچيده ذات دے چې پېژندل يې ګران دی او د خداے د ګران رسول (ص) د يو حديث له مخې چې فرمائی د علی مقام يو خداے او يو ما ته معلوم دے. همدا وجه ده چې د عقيدې له لحاظه د امام علی په حقله رنګ رنګ عقيدې جوړې دی ځينو خداے وګڼلو او ګمراه شول لکه په تاريخ کښې نصيريان او په اوس زمانه کښې علی اللهيان يا چا اول امام ومنلو لکه شيعه ، عارفان، د تصوف خاوندان او ځينې سنيان يا چا څلورم خليفه ومنلو لکه اکثرو سنيانو يا چا څلورم خليفه هم و نه منلو او او د هغۀ په خلاف يې بغاوت وکړ او هغۀ ته کنځل کول يې روا وبلل لکه معاويه بن ابو سفيان، د هغۀ ملګری او ناصبيان، همدا رنګ ځينو کافر، ګمراه او واجب القتل وبالۀ لکه خوارج او د هغوی ملګری. له دې عقيدو نه هم پته لګيږی چې پېژندګلی يې ګرانه ده

بالاخره داسې يو وخت راشی چې له دريم خلافت نه پس امام علی ته خلق راشی چې زمونږ خليفه نشته تۀ زمونږ خليفه شه نو هغه يې نه قبلوی او ورته وائی چې ځئ څنګه مو مخکښې ځانته خليفه ګان خوښ کړل دغه شان اوس هم د ځان لپاره څوک خليفه غوره کړئ او ما په خپل حال پرېږدئ او که هر څوک مو خوښ کړل زۀ به ورته خپل رضايت ورکړم او فرمايل به يې چې په تاسو باندې له حکومت نه زما دا زړه او ګنډلې پڼه ښه ده خو خلقو ورته ويل چې مونږ بې له تا نه بل څوک نه غواړو او يوه موده د مسلمانانو خليفه نه ؤ او امت بې برخليکه ؤ او خلق به ورته په جرګو تلل راتلل خو هغۀ به ورته انکارکوۀ چې بالاخره خلق په يو هيړ سره پرې راغونډ شول او د خلافت د قبلولو او بيعيت کولو لپاره يې په زور باندې د مجبورولو کوشش وکړو(کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٠ مخ، انساب الاشراف بلاذری ٢ ټوک ٢٠٣ مخ، تاريخ ابوالفداء ١٧١ مخ او دغسې نور کتابونه )

خپله حضرت علی په زور باندې د خلکو د بيعت اخېستو حالت داسې بيانوی:

(( ناګهانه له ما نه ګېر چاپېره د خلقو يو هجوم راتاو شو او زۀ يې په منېځ کښې راګېړ کړم او په دغه ګڼه ګوڼه کښې زما حسن او حسېن چېخڼې شول او جامې مې له دواړو طرفو نه اوشلېدې او خلق د ګډو د هغې رمې په شان چې شپون يې نه وی زما خوا ته ( د بېعت لپاره ) رامات شول )) ( نهج البلاغه شققيه خطبه )

بيا يې وفرمايل: (( قسم په هغه خداے چې دانه يې چاولې ده او انسان يې پېدا کړے دے که چرې ګڼ شمېر خلق له ما نه ګېر چاپېره نه وې راغونډ شوې او د ملګرو په مرستې سره په ما باندې حجت نه وې تمام شوې او که چرې خداے پاک له پوهانو او علماؤ نه دا لوظ نه وې اخېستې چې د ظالمانو د خېټو ډکولو او د مظلومانو او بې وزلو د تشو خېټو په مخکښې به چپ نه پاتې کيږی نو ما به د خلافت د اوښ دا واګی د هغۀ په شا اچولی وو او د وړومبی جام به مې د هغو په اخېر باندې څښلے وې )) ( نهج البلاغه ٣ خطبه )

نو همدغه امام علی چې کله د خلقو په ډېر ټېنګار او زور د خلافت واګی په دې شرط په لاس کښې واخلی چې زۀ به د خداے پاک او د هغۀ د رسول (ص) د احکامو او د خپل مطابق حکومت چلوم او خلقو يې دا شرط ومنلو نو دغلته هم بيا د يو کامل عادل حاکم نمونه ښئ او په هغو ټولو پوسټونو او وزارتونو او ګورنريو چې کوم نااهله کسان ناست وو د هغوی د څنګته کولو حکمونه يې جاری کړل که څه هم ځينو ملګرو لکه مغيره بن شعبه مشوره ورکړه چې فی الحال دغه کسان په خپلو پوسټونو باندې پرېږده بيا به وروستو ورسره وګورې خو حضرت علی ورته وفرمايل: (( په خداے مې دې قسم وی چې د خپلو دينی فرائضو په اجرا کښې به سستی او ځنډ ونکړم )) ( مروج الذهب ٢ ټوک ٣٥٤ او ٣٥٥ مخونه، کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٧ مخ )

همدا رنګ چې کله مغيره پوه شو چې هغه په هيڅ قيمت دغو کسانو سره کمپرومائز او مصلحت ته تيار نه دے نو ورته يې وويل (( چې خېر دے که نور کسان له پوسټونونه لرې کوې لرې يې کړه خو معاويه بن ابوسفيان د شام له والی توبه مه لرې کوه ځکه چې هغه ډېر سپين سترګے دے او د شام خلق د هغۀ اطاعت کوونکی دی او ستا لپاره د هغۀ د باقی ساتلو لپاره دا بانه هم کافی ده چې ووائې چې هغه خو عمر بن خطاب (رض) د شام والی مقرر کړے دے)) خو حضرت علی ورته په ځواب کښې وفرمايل: (( نه ، په خداے مې دې قسم وی چې د دوو ورځو لپاره به هم معاويه په کار پرې نږدم )) ( کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٧ مخ مروج الذهب ٢ ټوک ٢٥٦ مخ ) همدارنګ د ترۀ زوے عبدالله بن عباس هم ورته مشوره ورکړه چې اوس خېر دے معاويه په خپل پوسټ پرېږده چې کله بيعت وکړی او ستا کار روان شی نو بيا يې لرې کړه خو امام علی هغۀ ته هم له انکار نه ډک او پرېکنده ځواب ورکړ. ( کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٧ مخ ، تاريخ طبری ٤ ټوک ٤٤٤ مخ ) همدا رنګ يې حکم جاری کړو چې له بېت المال څخه به له نن نه پس د ټولو مسلمانانو تخواګانې مساوی وی او په دې کښې به د هيڅ چا د خپلوۍ، مخينې او معتبرۍ خيال نه شی ساتلې. او په يو ځاے کښې يې وفرمايل: (( خوار او مظلوم زما په نزد غوره او عزتمن دے تردې چې د هغۀ حق له ظالم نه واخلم او زرور او ظالم زما په نزد ناتوان دے تردې چې له هغۀ نه د مظلوم حق واخلم، زۀ هم له تاسو نه يو فرد يم ستاسو په ګټه او تاوان کښې شريک يم ، زۀ تاسو د پېغمبراکرم (ص) د سيرت په لور رابلم او د هغوی احکام په تاسو کښې رائجوم، پوه شئ چې هر هغه جاګير چې مخکښې خليفه چا ته ورکړےوی او د عوامو له مالونو نه چې هر مال يې چا ته بخښلے وی هغه دې بېت المال ته راستون کړی که څه هم هغه يې د ښځو په مهرونو کښې ورکړے وی او يا يې پرې وينځې اخېستی وی ځکه چې د عدل او انصاف دروازه پرانسېتې شوې ده او هغه څوک چې عدل او انصاف پرې باندې تنګ وی د ظلم او بې انصافۍ ډګر به پرې تنګ کړې شی )) ( نهج البلاغه ١٥ خطبه، شرح ابن ابی الحديد ١ ټوک ٢٦٩ مخ ، ثوره الحسېن ٥٧ مخ )

او تاريخونه ليکی چې په دې طريقه يې ډېر مالونه حالونه چې په ناجائزه طريقه له بېت المال نه اخېستی شوی وو بيا بېت المال ته راستانۀ کړل ( مروج الذهب ٢ ټوک، ٣٥٣ مخ، شرح نهج البلاغه ابن ابی الحديد ١ ټوک ٢٧٥ مخ، سيره الائمه ١ ټوک ٢ برخه، ١١ مخ )

چې کله هغو کسانو چې په ناجائزه يې دولتونه جمع کړی وو، يا په زور د خلقو په څټونو مسلط وو او يا د لالچ او طمعې او پوسټونو حاصلولو لپاره يې له امام علی (ک )سره بيعت کړے ؤ ټول مخالف شول چې په هغوی کښې د شام والی په سر کښې ؤ، هغۀ چې کله وکتل چې په حضرت علی يې په هيڅ شان د والی توب په پوسټ باندې نور نه پرېږدی نو د شام په جومات کښې يې د دريم خليفه د وينو لړلے قميص کېښود او څو کسان يې پرې مقر کړل چې هغوی ژړا کوی او مرثيې وائی چې مونږ د دريم خليفه د وينې انتقام اخلو او په دې طريقې سره يې د شام خلق ټول د حضرت علی په خلاف راوپارول. له بلې خوا هغۀ او نورو هغو کسانو چې د حضرت علی عدل او انصاف يې نه شو زغملے د خداے د ګران رسول (ص) ګرانه بی بی چې خداے پاک ورته په قران کښې حکم کړے ؤ چې وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ يعنې اے د رسول (ص) بيبيانو! په خپلو کورونو کښې کښېنئ او د جاهليت د دور په شان بهر خپل ځانونه مه ښئئ )) (سوره احزاب) د امام علی په خلاف بهر راووېسته او د حضرت علی د ډېرو کوششونو باوجود د جنګ مخه ونۀ نيوې شوه او د مسلمانانو ترمېنځ د جمل نومې خونړے جنګ وشو او په کښې د ډېرو مسلمانانو وينې بې ځايه توې شوې. چې کله دغه جنګ د حضرت علی ( ک ) په ګټه ختم شو او حضرت بی بی عائشې (رض) ته يې د هغې ورور محمد بن ابوبکر (رض) ورولېږۀ چې د خپلې خور په خلاف د حضرت علی په لښکر کښې شامل ؤ او ورته يې وفرمايل چې د خور زړۀ ساتنه دې وکړه که خوږ راخوږ وی نو ملهم پټۍ يې وکړه او بيا په خپله هم ورغے او د هغې د اوښ کجاوې ته يې اشاره وکړه چې ((اے حمېرې! ايا د خداے ګران رسول (ص) تا ته داسې وصيت کړے ؤ، ايا تا ته يې نه وو فرمائيلی چې په کور کښې کښېنهړ په خداے قسم چې هغو کسانو چې ته يې له کوره راووېستې او د جنګ مېدان ته يې راوستې او خپلې ښځې يې په کورونو کښې په پرده کښې کښېنولې ستا په حقله انصاف و نه کړ)) ( کامل ابن اثير ٣ ټوک له ٢٥٥ نه تر ٢٥٨ مخونه، تاريخ طبری ٤ ټوک له ٥٣٤ نه تر ٥٤٤ مخونه ) او بيا ډېره په احترام او د هغې له ورور عبدالرحمن بن ابوبکر او يو شمېر سړيو او ښځو ځواکونو سره په قدرونې سره مدينې منورې ته او خپل کور ته ورسوله او د جمل د جنګ لانجه يې ختمه کړه او بيا د شا م والی ته متوجه شو او له هغۀ نه يې د څنګته کېدو غوښتنه وکړه خو هغۀ په ځاے د دې چې د وخت د خليفه حکم ته غاړه اېښې وې د هغۀ په خلاف خروج وکړ او د جنګ لپاره د شام له لښکر سره اماده شو په دې دوران کښې هم حضرت علی ( ک) ډېر کوششونه وکړل چې بې له وينې بهېدنې د شام والی حق ته غاړه کېږدی خو چې و نه شوه او د جنګ شروع هم د شام د لښکر لخوا وشوه نو حضرت علی ( ک) هم مجبور شو او د مشهور اصحابی مالک اشتر په مشرۍ کښې يې د شام د لښکر د ځپلو لپاره لښکر د جنګ ډګر ته داخل کړ او د مالک اشتر په مشرۍ د امام علی لښکر دې حد ته رسېدلے ؤ چې د شام لښکر په کامله توګه وځپی او د جنګ فېصله د حضرت علی ( ک ) په حق کښې وکړی خو دغه وخت د جنګ په دوران کښې د شام د والی مشاور عمرو عاص هغۀ ته مشوره ورکړه چې اوس مو تباهی سر ته رارسېدلې ده نو پکار دی چې د حضرت علی په لښکر کښې اختلاف پېداکړو او هغه دا چې د قران په لور به يې فېصلې ته راوبلو د شام والی هم دا مشوره خوښه کړه او خپل لښکر ته يې اعلان وکړ چې قرانونه په نيزو کښې اوټومبئ او اوچت يې کړئ او د دې اعلان سره تقريباً پنځۀ سوه قرانونه په نېزو کښې وټومبلې شول او اوچت کړې شول او ورسره چغې پورته شوې چې د خداے کتاب دې زمونږ او ستاسو ترمېنځ فېصله کوونکے شی (مروج الذهب ٢ ټوک ٣٩٠ مخ ) د شام د لښکر لخوا دا حربه کاميابه شوه او له دې کار سره جوخت د حضرت علی په لښکر کښې د اشعث په شان کسان چې مخکښې يې هم همدردۍ د شام له والی سره وې او له زړۀ نه يې د حضرت علی ملګرتيا نه وه کړې له جنګ نه لاس واخېست او په لښکر کښې يې دا چغې او تبليغات شروع کړل چې پکار دی د قران فېصلې ته غاړه کېږدو حضرت علی چې کله د خپل لښکر دا حالت وليد نو هغو کسانو ته يې داسې خطاب وکړ:

(( اے د خداے بندګانو! همدغه شان په جنګ کښې مخ په وړاندې روان وسئ له دښمن سره په جهاد کښې ريښتين والے او سموالے له لاسه مه ورکوئ بې له شکه چې معاويه، عمرو عاص او ابن ابی معيط وغېره د دين او قران خاوندان نه دی. زۀ دوی له تاسو نه ښه پېژنم له وړوکوالی نه تر لوے والی پورې مې له دوی سره ژوند کړے دےدوی ترټولو خراب ماشومان او تر ټولو خراب سړی وو. دوی قرانونه په دې وجه په نيزو نه دی اوچت کړی چې ګنې قران پېژنی او ورباندې عمل کوی بلکې د فرېب او منافقت په وجه يې داسې وکړل )) ( مروج الذهب ٢ ټوک ٣٩١ مخ، کامل ابن اثير ٣ ټوک ٣١٦ مخ وغېره )

حضرت علی هغوی ته ډېر نصيحتونه وکړل چې دا ټوله دوکه او فرېب دے خو هغوی و نه منله او حتی چې له امام علی نه راچاپېره شول او ورته يې په اول ځل د اميرالمومنين په ځاے نوم واخېست او وې ويل: (( اے علی ! دوې درته د خداے د کتاب په لور دعوت درکوی قبول يې کړه ګنې د عثمان په شان به دې قتل کړو او په خداے مو دې قسم وی چې دا کار به ضرور وکړو، امام ورته بيا ډېر نصيحتونه وکړل خو هغوی د هغۀ خبرو ته بې له پامه هغۀ ته وويل چې مالک اشتر ته پېغام ولېږه چې له جنګه لاس واخلی او راستون شی ( کامل ابن اثير ٣ ټوک ٣١٦ مخ، تاريخ طبری ٥ ټوک ٤٩ مخ ، وقعه صفين ٤٨٩ مخ ) او بالاخره حضرت علی يې دې ته مجبور کړ چې مالک اشتر چې د جنګ په اخيری مرحله کښې په جنګ بوخت ؤ راستون کړی. هغۀ هم له راستنېدو نه پس باغيان چې بيا وروسته په خوارجو مشهور شول ډېر پوه کړل او نصيحتونه يې ورته وکړل چې اوس جنګ زمونږ په ګټه په ختمېدو دے او د تل لپاره به د مسلمانانو ترمېنځ فتنه ختمه شی خو هغوی و نه منله او ورته يې وويل چې تاسو ګمراه شوی يئ چې قران ته غاړه نه ږدئ. بالاخره هم هغه وشول چې اشعث او د هغۀ خوارجو ملګرو غوښتل جنګ بند شو، د جنګ له بندېدو نه پس د شام والی په دې لټه کښې شو چې اوس خپل سياستونه نور هم مخ په وړاندې بوځی نو د دې کار لپاره يې هم اشغث او د هغۀ خوارج ملګری وهڅول چې (( حَکميت )) وټاکلې شی. اشعث هم دا خبره خوښه کړه او کوشش يې شروع کړ چې له دواړو خواو نه يو يو کس د حَکم په توګه وټاکل شی چې هغوی څه فېصله وکړه هغه به ټولو ته منظوره وی او حکميت لپاره يې هم حضرت علی مجبوره کړو. معاويه له خپل طرفه عمرو بن عاص چې ډېر چالاک او په سياسی بازيګريو پوه ؤ حَکم مقرر کړ. او اشعث يې ولمسولو چې د حضرت علی لخوا ابوموسی اشعری حَکم وټاکی هغۀ هم ومنله او حضرت علی (ک ) ته راغے او ورته يې وويل چې د معاويه لخوا عمرو بن عاص حَکم شو او ستا لخوا مو ابوموسی اشعری مقرر کړ. حضرت علی ورته وويل چې هغه زما نه دے خوښ او هغه د دې کار لائق نه دے زۀ عبدالله بن عباس خوښوم خو اشعث ورسره و نه منله بيا يې وړانديز وکړ چې زما لخوا دې مالک اشتر حَکم شی خو اشعث او د هغۀ خوارج ملګری په دې ټينګ وو چې هم ابو موسی به ستا حکم وی او منې به يې .

بالاخره حضرت علی ورته وفرمايل : چې څه مو خوښه وی هغه وکړئ او دغه شان حکميت جوړ شو. او يوه غونډه جوړه کړې شوه او دا يوه لوظنامه وليکلې شوه چې دغو دواړو کسانو څه فېصله وکړه نو ټولو ته به منظوره وی.خو په خوارجو کښې بيا اختلاف پېدا شو او وې ويل چې انسانانو ته د حکميت حق نه دے حاصل او دا کار يواځې د خداے دے او نعره يې اوچته کړه (( لا حکم الا لله )) او حضرت علی ته يې وويل چې حکميت به نه منې دا شرک دے او چې څوک يې منی هغه مشرک او کافر دے.هغۀ ورته وفرمايل چې د خداے بندګانو دا خو هم تاسو راباندې ومنل او اوس چې مې اومنل او لوظنامه مو لاس ليک کړه نو وروستو کېدل د اسلام د احکامو په خلاف کار دے خو هغوی چې تقريباً دولس زره کسان وو په (( حرورا )) نومې ځاے کښې جمع شول شبث بن ربعی يې خپل قوماندان او ابن الکوا يې د جماعت امام جوړ کړ. حضرت علی چې کله دا حال وليد نو پوه شو چې د دوی مشکل د قران او اسلامی احکامو په تعبير کښې تېروتنه او جهالت دے نو د هغوی د پوهولو او ورسره د خبرو اترو لپاره د هغوی خوا ته ورغے او تپوس يې وکړ چې ستاسو مشر څوک دے هغوی وويل: ابن الکوا، امام علی هغوی ته وفرمايل: څه څيز تاسو زما په خلاف راوپارولئ، هغوی وويل: د حکميت ټاکل، امام ورته وويل : نو دا خو تاسو په ما ومنلو زۀ خو يې مخالف وم، هغوی د امام د خبرو په تاېيدولو سره وويل چې هو ، هغه وخت مونږ کافران شوی وو خو اوس مو توبه وکړه نو تۀ هم توبه وکړه نو بيا به درسره بيعت تازه کړو. امام ورته وفرمايل: (( اِنَی اَسْتَغْفِرالله منْ کُلِ ذَنْب )) خوارجو خيال وکړ چې ګنې امام د حکميت له قبلولو نه توبه ګار شو او ټول ورسره کوفې ته راغلل. او خبره ظاهراً ختمه شوه (تاريخ يعقوبی ٢ ټوک ١٩١ مخ، کامل ٣ ټوک ٣٢٨ مخ، سيره الائمه ١ ټوک ٤٨٩ مخ ) خو هغو منافقانو چې يې نه غوښتل د حضرت علی حکومت په قراره او مستحکم شی نو بيا يې اوازې خورې کړې چې حضرت علی حاکميت ګمراهی ګڼی او له هغه نه توبه ګار شوے دے چې کله له دې اوازو او پروپېګنډو نه امام خبر شو نو په خاصه توګه اشعث چې د معاويه په لمسون په داسې وخت کښې امام علی ته راغے چې کسان ورسره ناست وو ورته يې وويل چې مونږ اورېدلی دی چې ته حکميت ګمراهی ګڼې؟ کله چې امام پوه شو چې اوس دغو پروپېګنډو بل رخ اختيار کړ نو په جومات کښې يې خلق راغونډ کړل او خطبه يې ورکړه او وې فرمايل (( چې چا دا ګمان کړے دے زۀ د حکميت له لوظنامې نه منحرف شوے يم دروغ وائی او چې څوک تحکيم ګمراهی ګڼی نو خپله ګمراه دے ( سيره الائمه ١ ټوک ٤٨٩ مخ ) د امام وېنا لا ختمه نه وه چې د جومات له يو ګوټ نه نعره اوچته شوه چې اے علی ! مخلوق دې له خداے پاک سره شريک وګرځوۀ (( لا حکم الا لله )) او دغه شان د جومات فضاء له دې نعرو نه ډکه شوه او دغه شان خوارج خپل زوړ حال ته بيا په لا جديت سره وګرځېدل. دلته چې معاويه وليدل چې د امام په لښکر کښې نفاق پېدا شو نو له موقعې نه فائده اوچته کړه او د حکمېنو د غونډې جوړولو لپاره يې هلې ځلې شروع کړې او بالاخره د دغې غونډې لپاره د دومه الجندل مقام غوره کړے شو او د پلاو تګ راتګ او ملاقاتونه شروع شول عمرو عاص يو ډېر زيرک او چالاک کس ؤ او موسی اشعری يو ساده باده او ناپوهه کس او له سياست نه ناخبره ؤ عمرو عاص له موسی اشعری سره په ملاقاتونو کښې کوشش کوۀ چې هغه د معاويه خلافت ته راضی کړی خو هغه راځی نه شو نو بيا يې ورسره په دې فېصله وکړه چې ته به د حضرت علی له خلافت نه لاس واخلې او زۀ به د معاويه او يو دريم ګړے کس به خليفه کړو.دا خبره يې ورسره ومنله او بالاخره غونډه جوړه شوه خلق راغونډ شول موسی اشعری عمرو عاص ته وويل چې اول ته اعلان وکړه خو عمرو عاص ورته وويل چې ته مشر او د قدر وړ يې ته اول منبر ته وخېژه او اعلان وکړه بيا به زۀ نو بس ابوموسی اشعری پاڅېد او اعلان يې وکړ چې (( ما علی او معاويه له خپلو منصبونو نه معزول کړل )) ورپسې عمرو عاص پاڅېد او خلقو ته يې وويل چې(( تاسو د دۀ فېصله واورېده زۀ هم د دۀ په شان علی د خلافت له منصب نه لرې کوم خو خپل دوست معاويه په دې منصب ګمارم او د دې منصب لپاره تر ټولو زيات لائق دے )) دا يې وويل او له منبر نه راکوز شو. او په دې اعلان سره يو درز غوبل جوړ شو خلقو له ډېر قهر نه په ابو موسی حمله وکړه او ځينو په ډنډو سره په عمرو عاص باندې يرغل وکړ. ابو موسی عمرو عاص ته وويل: (( په تا څه وشول خداے دې خراب کړه جرم او خيانت دې وکړ ستا مثال د هغه سپی په شان دے چې که حمله پرې وکړې او که پرېږ يې دے خو غاپی )) عمرو عاص ورته وويل : (( ستا مثال هم د هغه خر په شان دے چې کتاب ورته مخې ته پروت وی )) ( الامامه والسياسه ١ ټوک ١١٨ مخ، وقعه صفېن ٤٤٥ مخ ) دلته چې حضرت علی ته د دې فېصلې پته ولګېده نو حضرت امام حسن يې په جومات کښې خلقو ته د خطبې لپاره ولېږۀ هغۀ يو لويه خطبه ورکړه او وې فرمايل (( چې مونږ حکميت د دې لپاره غوره کړ چې ټاکل شوې وه چې دوی به د قران مطابق فېصله وکړی خو دوی د قران په خلاف او د خپلو خواهشاتو مطابق فېصله وکړه حَکميت پېغمبراکرم (ص) حتی په جنګونو کښې هم انجام کړے دے لکه د بنی قرېضه قبيلې په باره کښې يې سعد بن معاذ حَکم جوړ کړ خو هغۀ د قران په خلاف فېصله ورکړه نو پېغمبر اکرم (ص) د هغۀ دا فېصله ونه منله )) له هغۀ نه پس عبدالله بن عباس او عبدالله بن جعفر هم پاڅېدل او د امام په حُکم يې خطبې ورکړې او خلق يې له حقيقت نه خبر کړل. او دې سره د خلقو ذهنونه صفا شول او حقيقت نه خبر شول.( الامامه والسياسه ١ ټوک ١١٩ مخ )

ډېر خلق له امام علی سره اوږه په اوږه اودرېدل او فېصله وشوه چې اوس له معاويه سره فېصله کوونکے جنګ وکړی او دا لانجه د تل لپاره ختمه کړی خو بل طرف ته د خوارجو فعاليتونه د دهشت ګردۍ تر حده پورې زيات شول مخکښې به خو فقط په جومات کښې د نمونځ په وخت او غونډو کښې فقط نعرې وهلې خو بيا يې قتلونه، لارې شوکول او د خلقو بې حرمتۍ شروع کړې ان تردې چې يوځل د عبدالله بن وهب راسبی په کور کښې راغونډ شول او باقاعده يې د حضرت علی په خلاف د جنګ اعلان وکړ او بيا يې له ټولو سيمو څخه خوارج راغونډ کړل او په نهروان سيمه کښې يو ځاے شول او د جنګ تيارۍ يې شروع کړې. تاريخی کتابونه ليکی چې خوارج له نظرياتو له لحاظه يو اورپکې ډله وه او د خپلې خوښې مطابق به يې د قران مجيد د ايتونو تفسير کوۀ په نمونځونو عبادتونو او تلاوتونو کښې دومره زيات بوخت وو چې د يو صحيح ايماندار کس به په خپل ايمان شک پېدا شو ،لوې لوې ږيرې يې پرېښودې وې او سرونه به يې خرېل. او د هغوی د نظريات خلاف کس به يې کافر او واجب القتل حتی د هغوی بچی او مال حال او ناموسونه به يې هم مباح ګڼل. يوه ورځ د امام علی يو کارګزار او اصحابی عبدالله بن حباب سره د خپلې حاملې ښځې په لار روان ؤ نو وې نيوۀ او ورته يې وويل چې کوم قران ستا په غاړه کښې زورړند دے دا ستا د قتل حکم کوی او هغه يې راونيوۀ او حلال يې کړ بيا يې د هغۀ حامله ښځه حلاله کړه او خېټه يې ورته وڅيرله او بچے يې ترې راووېست او هغه يې هم حلال کړ. ( تاريخ طبری ٦ ټوک ٨١ مخ، کامل ابن اثير ٣ ټوک ٣٤١ مخ )

دلته د امام علی له خوا د شام د والی په خلاف د اخيری جنګ تيارۍ هم اخيری مرحلې ته راورسېدې او تقريباً اتۀ شپېته زره ځواکونه يې جمع کړل خو بل طرف ته د خوارجو د دهشت ګردۍ او د بې ګناه خلقو د وژلو واقعات ورځ په ورځ زياتېدل نو ډېرو ملګرو يې مشوره ورکړه چې اول د خوارجو دا فتنه ختمه کړو ځکه که مونږ له معاويه سره جنګ لپاره لاړشو نو خوارج به زمونږ په مالونو او ناموسونو باندې تيری وکړی نو اول به له دوی سره معامله ختمه کړو بيا به شاميانو سره ګورو دلته امام هم د هغوی فتنو او د هېواد امنيت ګډوډېدو پرېشانه کړے ؤ نو بس د هغوی دا تجويز يې ومنلو او د نهروان په لور روان شول خو امام لکه د نورو جنګونو له هر څه مخکښې هغوی ته وېناګانې او نصيحتونه وکړل همدارنګ د خداے د ګران رسول (ص) سترو سترو اصحابانو چې د امام په لښکر کښې شامل وو لکه قېس بن سعد او ابو ايوب انصاری هم ورته تقريرونه وکړل خو هغوی ورته وويل چې تاسو ټول واجب القتل يئ او مونږ درسره جهاد کوو. په اخيری ځل امام ابو ايوب انصاری ته د امن سپين بېرغ په لاس کښې ورکړ چې هر څوک له دې بېرغ تر لاندې راغے په امان به وی نو تقريبا اتو زرو کسانو د (( التوبه التوبه يا اميرالمومنين )) اوازونه اوچت کړل او له امام سره ملګری شول ( شرح نهج البلاغه ٤ ټوک ١٣٥ مخ ) خو تر څلورو زرو پورې کسان بيا هم په خپل دريڅ ټينګ ولاړ وو او د جهاد جهاد نعرې يې وهلې او د امام په لښکر يې د غشو باران شروع کړ او دغه شان جنګ ونښتو او په څلورو زرو کښې يواځې نهۀ تنه ژوندی پاتې شول او وتښتېدل او نور ټول ووژل شول.

د نهروان له جنګ او د خوارجو د فتنې له ختمولو نه پس امام خپل لښکر د شام په لور برابرول غوښتل خو زياترو لښکريانو ورته د ستړتيا بانې جوړې کړې او ورته يې وويل چې لږ کورونو ته لاړ شو او دمه شو بيا به له شاميانو سره وجنګېږو. امام ورته ډېر نصيحتونه وکړل چې که تاسو د کورونو ګرمې غېږې ته لاړئ نو بيا نه راځئ اوس ښه ده چې دا اخيری معرکه هم ترسره کړو خو هغوی ورسره ونه منله نو امام هم له دې وېرې چې بيا بله فتنه جوړه نه شی هغوی ته په ناخوښۍ سره اجازه ورکړه او هم هغه وشول چې امام ورته ويل. بيا به چې کله امام جهاد ته رابلل نو ويل به يې چې اوس ساړۀ دے چې لږه ګرمی شی نو لاړ به شو چې کله به ګرمی وه نو ويل به يې چې لږه ګرمی کمه شی نو لاړ به شويعنې بيا د جنګ لپاره تيار نه شول.

دلته امام ته پته ولګېده چې د شام لښکر په مصر باندې د حملې او قبضې لپاره تيارۍ کوی نو د خپل حکومت د استحکام په خاطر يې په يو حکم سره مالک اشتر د مصر والی وټاکۀ او مصر ته يې ولېږۀ چې کله د شام والی ته پته ولګېده نو هغۀ يو سړے د هغۀ د قتلولو لپاره وګمارلو هغه سړی يوه ورځ له مالک اشتر سره ملاقات وکړ هغۀ ته يې د حضرت علی تعريفونه او د معاويه سپکې شروع کړې او هغه يې ځانته جلب کړو بيا يې کورته دعوت کړ او په شربت کښې يې ورته وژونکی زهر ورکړل او شهيد يې کړ. امام د مالک اشتر په شهادت ډېر غمجن شو او وې ژړل خو بل طرف ته معاويه ډېر خوشحال شو او وې ويل چې علی دوه لاسونه لرل يو عمار بن ياسر ؤ چې په صفېن کښې مو له منځه يوړۀ او يو مالک اشتر ؤ چې اوس له منځه لاړ (کامل ابن اثير ٣ ټوک ٣٥٣ مخ، الغارات ١ ټوک ٢٦٤ مخ )

له دې وروسته امام، محمد بن ابوبکر د مصر والی وټاکۀ او هغۀ د حکومت واګی په لاس کښې واخېستل خو د شام لښکر د عمرو بن عاص په مشرۍ په مصر باندې يرغل وکړ او محمد بن ابوبکر يې محاصره کړ. هغۀ امام ته د مرستې لپاره ليک وليکۀ امام خلق له شاميانو سره جنګ ته راوبلل خو هغوی هم هغه شان بانې جوړولې اخېر يې خلق راغونډ کړل او ورته يې له درد او غم نه ډکه خطبه ورکړه او وې فرمايل: (( عجيبه خبره ده چې کله معاويه هغه بې وفا او کمينه خلق په ناخقه راغواړی نو هغوی يې د څه انعام او طمـعې نه بغېر تابعداری کوی او تاسو چې د اسلام پاتې شوی کسان يئ درته دعوت درکړم نو مخالفت يې کوئ ځئ او ما يواځې پرېږدئ زما لخوا نه خوارۀ شئ.))

دلته معاويه لا زياتې لښکرې مصر ته لېږلې او د محمد بن ابوبکر محاصره يې سخته کړه محمد بن ابوبکر هم په مقابل کښې يو وړوکے لښکر تيار کړ او له سختې مقابلې نه پس شهيد شو د هغۀ له شهادت نه پس امام وفرمايل(( زۀ د محمد بن ابوبکر شهادت دومره زيات غمجن کړم چې څومره معاويه او د هغۀ ملګری پرې خوشحال شوی دی )) ( مروج الذهب ٢ ټوک ٤٠٩ مخ )

په مصر باندې له قبضې نه وروسته معاويه ډلې ډلې جوړې کړې او د امام تر واک لاندې عراقی سيمو ته يې ولېږلې او هغوی په هغو سيمو کښې د امام په خلاف په تبليغاتو او لوټ مار او دهشت ګردانه عملياتو لاس پورې کړ. امام چې له دې واقعاتو نه خبر شو نو د اخيری ځل لپاره يې د لښکر جوړولو هلې ځلې تېزې کړې او مختلفو سيمو ته يې مبلغين ولېږل او خپل يې هم په کوفه کښې کار په تېزۍ سره پېل کړ حتی چې څلوېښت زره ځواکونه يې له معاويه سره د اخيری او فېصله کوونکی جنګ ته چمتو کړل او مختلف برېګډونه يې د امام حسېن ، قېس، ابو ايوب انصاری او نورو قوماندانانو په مشرۍ کښې تيار کړل چې د صفېن په لور د جنګ لپاره کوچ وکړی. خو له بده مرغه د خوارجو فکر والا هغه کسان چې د نهروان له جنګ نه پاتې شوی وو يايې په جنګ کښې ګډون نه ؤ کړے او دغه شان د هغوی خپلو خپلوانو په زړونو کښې د امام په خلاف د انتقام اور بلېدۀ نو يو خارجی عبدالرحمن بن ملجم د امام د قتلولو فېصله وکړه، ابن ملجم کوفې ته لاړ او اول د خپل د ترۀ کور ته ورغے چې د هغۀ لور قطام سره يې ډېر زوړ عشق چلېدۀ نو هغې ته يې د وادۀ کولو خواست وکړ. قطام چې د نهروان په جنګ کښې يې پلار او ورور د امام د لښکر له لاسه قتل شوی وو زړۀ د امام په باره کښې له کينې او انتقام نه ډک ؤ هغې عبدالرحمن بن ملجم ته وويل چې پدې شرط ته به خپل خواهش ته ورسېږې چې يو غلام، يوه وينځه ، درې زره درهمه راکړې او علی ووژنې. ابن ملجم چې کله دا واورېدل نو ډېر خوشحاله شو ځکه چې هغه هم د دې قتل په نيت راغلے ؤ نو قطام يې هم له خپلې منصوبې نه خبره کړه ( مروج الذهب ٢ ټوک ٤١١ مخ، تاريخ طبری ٥ ټوک ١٤٣ مخ )

ابن ملجم شبيب بن بجره هم له ځان سره ملګرے کړ او قطام هم ورسره د مرستې لپاره وردان بن مجالد ملګرے کړ، هغوی اشعث بن قېس هم له دې کاره خبر کړ او هغۀ هم دوی دې کار ته لا زيات وهڅول.

بالاخره ابن ملجم او شبيب د روژې په د نولسمې نېټې په شپه د کوفې جومات ته لاړل او د سهار د نمونځ د وخت او د امام د راتلو په انتظار کښې او په جومات کښې ملاست وو او ځانونه يې اودۀ کړی وو. بل طرف ته امام علی د کوفې جومات ته تشريف راوړۀ او له اذان نه پس يې هلته اودۀ کسان راپاڅول حتی چې ابن ملجم او شبيب يې هم د الصلواه په غږ سره راپاڅول. او د نمونځ لپاره په محراب کښې اودرېداو له دنيا او ما فيها څخه بې پروا له خداے پاک سره په راز و نياز بوخت شو چې په دغه دوران کښې پرې شبيب د تورې ګوزار وکړ خو ګوزار خطا شو او د محراب په طاخ ولګېدخو ابن ملجم بې له څه ځنډه ورمنډه کړه او په دې نعرې سره چې (( الحکم لله لا لک علی و لا لاصحابک )) بل ګوزار يې پرې وکړ چې هغه د امام په سر په هغه ځاے ولګېدچې د خندق په غزا کښې د کافرانو د پهلوان ابن عبدود په ګوزار زخمی شوے ؤ. او د ګوزار لګېدو سره امام له خولې نه دا اواز اوچت شو(( فُزتُ بِرَبّ الْکَعبه )) يعنې د کعبې په رب مې دې قسم وی چې زۀ کامياب شوم. ډېره عجيبه خبره ده چې امام علی د اسلام تقريباً ټول جنګونه ګټلی وو خو چرې يې دا الفاظ نه وو ادا کړی خو دغلته يې ادا کړل: وجه دا وه چې د خداے د ګران رسول (ص) په دور کښې يوه ورځ امام علی ډېر خفه دلګير ؤ نو رسول الله (ص) ترې پوښتنه وکړه چې ولې ؟ هغۀ ورته عرض وکړ چې يا رسول الله (ص)! دومره جنګونه مې وکړل خو په يو کښې هم راته شهادت نصيب نه شو رسول الله (ص) ورته وفرمايل له ما نه پس به د باطلې ډلې له لاسه ستا ږيره ستا د سر په وينو سره کيږی، نو همدغه وجه وه چې دلته امام دغه الفاظ ادا کړل چې د شهادت لپاره يې د عمر هغه ارمان پوره شوچې حمزه بابا هم ورته په يو شعر کښې اشاره کړې ده وائی:

وائــــی مرتضــــی چې محافظ دې خپل اجل دے

ما تـــــه راز د ژوند ښه معلــوم شوے مکمل دے

واخلــــــه دا ثبـــــوت ابن ملجم چې پرې حمله کړه

څــــــه په جوش او مينــــه مرتضی داسې نعره کړه

وې چې د کعبې په رب قسم چې زۀ کامياب شوم

سيند کښې د انوارو سر تر پايه زۀ غرقاب شوم

زار شـــــم له يقينه چې د ژوند راز ورته حـــــل کا

دا د مـــــرګ په خـونه کښې چراغ د سکون بل کا

او دې سره د جومات فضا د وير او ژړاکانو نه ډکه شوه خلقو چې د ژړاګانو اواز واورېد نو د جومات په لور راغونډ شول وې کتل چې د امام سر د امام حسن په غېږ کښې پروت دے او وينې ترې بهيږی. ابن ملجم ونيوے شو او امام ته راوستے شو امام سترګې وغوړولې او ابن ملجم ته يې وفرمايل:

(( ډېره ستره پېښه دې رامنځته کړه او ډېر خطرناک کار دې وکړ، ايا زۀ ستا لپاره بد امام وم ايا هغه زۀ نه وم چې په تا مې مهربانۍ او عطاګانې وکړې، ايا زما د خدمتونو دا صله وه؟)) او بيا يې امام حسن ته مخ کړ او ورته يې وفرمايل: (( بچيه! د خپل قېدی ښه دارو مدار وکړه او د مهربانۍ او نرمۍ سلوک ورسره وکړه، چې څه په خپله خورې او څښې نو دۀ ته يې هم ورکوه او که خلق زما په قصاص کښې دې ووژنی نو بدن يې مه خرابوئ ځکه چې له رسول الله (ص) نه مې اورېدلی دی چې که يو لېونے سپے هم اوژنئ نو بدن يې مه خرابوئ او که زۀ ژوندے پاتے شوم نو په خپله پوهېږم چې دۀ سره څه کوم او زۀ له هر چا نه زيات د بخښنے ذمه واری لرم ځکه چې مونږ کورنۍ ګناهګار کسان بخښو او درانۀ کارونه کوو او که ژوندے پاتے نه شوم او تاسو دې قصاص کوئ نو دۀ په ما يو ګوزار کړے دے تاسو هم په قصاص کښې پرې يو ګوزار وکړئ ))

بيا امام خلقو کورته يوړۀ او تر ټولو لوے طبيب اثير بن عمرو سکونی يې ورته راوست هغۀ د تازه حلال کړی ګډ ځيګر وغوښت او د هغۀ يو رګ يې د امام د سر مبارک په زخم کښې وردننه کړو او بيا يې راووېست او چې يې وکتو نو د مازغو سپين والے پرې لګېدلے ؤ نو وې ويل :(( اے اميرالمومنين ! که څه وصيت وی نو وې کړه ))

که څه هم طبيبان چا مريض ته داسې خبره نه کوی خو هغه طبيب د امام له اطمينان قلب او د ژوند له راز نه د هغۀ په خبرتيا پوهېدو نو ځکه يې ورته صحيح خبره وکړه. امام هم خپلو زامنو ته د ښو اخلاقو په حقله وصيت وکړ او نورو مسلمانانو ته هم د يو ښه ژوند تېرولو په حقله نصيحتونه وکړل او بيا يې خلافت او امامت خپل زوے امام حسن ته وسپارۀ او دغه شان کتاب او خپله وسله يې هم هغۀ ته وسپارل او د کورنۍ خلق او خپل پېروکار يې په دې چارې ګواه کړل. کله چې له وصيت نه فارغ شو نو د مرګ نښې نښانې يې احساس کړې او د قران مجيد تلاوت يې شروع کړ او وروستی ايتونه چې تلاوت يې کړل: فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (سورۀ زلزال ٧ او ٨ ايتونه )

او بالاخره د هجرت د څلوېښتم کال د ورژې د مبارکې مياشتې په يويشتمه نېټه په داسې حال کښې چې عمر مبارک يې درې شپېتۀ کاله وو له دې دنيا سترګې پټې کړې. او د کور دننه او بهر فضا له وير ، ماتم او ژړاګانو نه ډکه شوه.

امام حسن د کورنۍ له نورو کسانو او دوستانو په مرسته د جنازې په مراسمو کښې مشغول شو او له فارغېدو نه پس د پلار د نصيحت مطابق د شپې چې يو پار تېر شو نو جنازه يې په داسې حال کښې چې يواځې د جنازې وروستے طرف يې نيولے ؤ ( چې کتابونه ليکی مخکښې طرف يې فرښتو نيولے ؤ ) له کوفې نه بهر په يو ځانته ځاے کښې د شپې په تياره کښې پټ په پټه ښخ کړو ځکه چې په هغو وختونو کښې په بنی اميه او خوارجو غوندې خلقو کښې دا رواج زيات ؤ چې له ډېرې کينې په وجه به يې خپل مخالف مړے له قبر نه راوېستو او بې حرمتی به يې ورله کوله نو ډېره اوږده موده د امام علی قبر پټ اوساتل شو او يواځې د وخت امام ته به پته وه نو چې هر کله د امام جعفر صادق په دور کښې بنی اميه او بنی عباس په خپلو کښې د اقتدار په جنګونو بوخت وو د امام علی قبر څرګند کړې شو. درود او سلام دې وی په هغه پاک امام، خليفه او د مومنانو په امير باندې.

Comments

Comments powered by Disqus

د امام علی شهادت د تاريخ په رڼا کښې, انور شاهين خانخېل
د خېبر وېب پاڼې باندې په 1 فروري 2008 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)