Geera Beard :: Khyber.ORG

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

ږيره, ليک :: قارى هدايت الله ناصح
د خېبر وېب پاڼې باندې په1 اکتوبر 2007 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)


New Additions

[an error occurred while processing this directive]

From Archives


د پنجاب د کهاريان په ښار کښې يو پوليس کانسټېبل د رياست نه تنخوا ددې دپاره اخلي چې د خلقو د ژوند ساتنه او د انصاف تقاضې پوره کړي خو هغه ددې کار لپاره ورکړل شوے ټوپک راوباسي او يو داسې سړے . . . نور


Ghilji or Ghilzai are one of the most famous tribes of Afghanistan. They are a large and widespread Afghan tribe, occupying the high plateaus north of Qandahar (Qalat-e-Ghilzai) and extending eastwards towards the Suleiman Mountains, westwards towards the Gul Koh range, and the North of the Kabul . . . Read More



د ملالی قيصئي

. . . نور

Back to the Hills , By M. Ilyas Khan

There is serious turmoil in Balochistan, irrespective of whether the rest of the country is willing to acknowledge it. The forgotten and at times mocked Baloch nationalist has quietly emerged from the shadow of sectarian and international terrorism to stake his own claim on the spoils of a system that is threatening to fall gradually but inevitably apart. . . . Read More

لوئې اختر ، بشيراحمد

الله تعالى په خپلو مخلوقاتو کښې بهترينو خلقو باندې چې پيغمبران دى، عجيبه عجيبه ازمائشونه کړى دى او ددې په بدله کښې ئې بيا دغه ازمائشونه ترقيامته پورې د ټول انسانيت دپاره يو نمونه ګرځولې ده، په دې کښې يوه د لسمې ذى الحجې ورځ هم ده، په کومه ورځ چې الله تعالى د حضرت ابراهيم (ع) امتحان د . . . نور

Sher Ali Afridi , Muhammad Shafi Sabir

The night of 8th February, 1872 was a historical one for the Andaman Islands. These islands are found in the Bay of Bengal and are also referred to as 'Kala Pani'. During the British Rule, those prisoners who had received life in prison would be boarded off to these islands. These prisoners would than pass their life doing hard labour for the British. . . . Read More

ږيره

ليک :: قارى هدايت الله ناصح

خپرؤنو نېټه: 1 اکتوبر 2007

ږيره دسړو دپاره زينت د. دږيرې دنيوى اخروى ګڼ شمر فوائد دى يو لۀ هغې نه داده چې په ږيره پريښودو سره ايمان زياتيږى او ږيره پيغمبرى صفت دې ځکه خو رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى( دمشرکينو خلاف وکړئ ږيرې اوږدې کړئ او بريت واړۀ کړي) په بل روايت کښې راځى (بريت واړۀ کړئ او ږيرې پريږدئ).په يو بل روايت کښې راځى (بريت زيات واړۀ کړئ او ږيرې پريږدئ).په يو بل ځائې کښې دابو هريرة رض نه روايت دې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى (مشرکين بريت اوږدوى او ږيرې لنډوى نو دمشکرينو خلاف کړئ يعنې بريت لنډوئ او ږيرې پريږدئ)

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى چې دمجوسو (داور عبادت کوونکو) خلاف وکړئ او عادت ددوى داؤ چې بريت به ئې اوږدولو او ږيرې به ئې لنډولې.دابن عمر روايت دې چې ابن حبان نقل کړيدې داسې وائى( رسول الله دمجوسو ذکر وکړه وې وئيل چې دوى بريت اوږده ساتى او ږيرې خرئوى نو تاسو ئې خلاف وکړئ (بريت واړۀ کړئ او ږيرې پريږدئ)دابو هريرة رض نه روايت دې چې داسلامى فطرت څخه داهم دى چې بريت لنډ کړئ او ږيره پريږدئ. په تحقيق سره مجوسيانو به ږيرې وړولې نو تاسو ورله خلاف وکړئ بريت اخلئ او ږيرې پريږدئ.دابن عمر رض نه روايت دې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم امر کړيدې په سپکولو (واړۀ کولو) دبريتو او دږيرې په پريښودو

دمذکورو روايتونو څخه معلومه شوه چې ږيره خرول يا لنډول او بريت اوږدول دمشرکينو او مجوسو صفت دې او بريت واړۀ ږيره اوږدول دمومن صفت دې

دعلماؤ اقوال په دې حقله په لاندې توګه دى.

  1. شيخ الاسلام ابن تيميه رح وائى چې ږيره خرول حرام دى.
  2. امام قرطبى رح وائى، خرول يا ويستل يا لنډول دږيرې جائز نۀ دى.
  3. ابن حزم رح وائى، دږيرې پريښودل او بريت واړۀ کول فرض دى.

ځکه دابن عمر روايت کښې دى چې ږيره پريږدئ او بريت واړۀ کړئ او دزيد بن ارقم روايت هم دې؛ څوک چې بريت نۀ اخلى زمونږ نه نۀ دې يعنې دپيغمبر امتى نۀ دې.امام حمد دابو هريرة روايت نقل کړيدې چې ږيرې پريږدئ بريت واړۀ کړئ. ديهودو نصارا سره مشابهت مۀ کوئ.

ابن جرير يو عجيبه واقعه نقل کړې ده. وائى چې دکسرى بادشاه دوه فوځيان رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغلل چې ږيرې ئې خرولې وې نو رسول الله صلى الله عليه وسلم چې کله وليدل وې فرمائيل، هلاک شئ چادرته په دې امر کړې نو ووئيل زمونږ رب يعنې کسرى بادشاه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل، ليکن ماته خپل رب امر کړې په پريښودو دږيرې او په لنډولو دبريتو.

قبضه :: ديو موټى په اندازه

بعضې علماء دقبضې نه زيات وهلو اجازت ورکړې. دا ځکه چې ابن عمر فعل دې ليکن اکثر علماء ورته ښه نۀ وائى. خطيب دابو سعيد رض روايت نقل کړيدې وائى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى وادې نۀ خلى تاسو يو کس داوږدوالى دږيرې څخه څه شې. هيره دې نۀ وى کۀ قبضه جائز هم شى خو اوږده ږيرې ته نه رسى او کوم کسان چې قبضه کوى نو هغوى ورسره زنه نيمه هم نيسى .غوره خبره داده چې قبضې زياته هم وانۀ خستل شى.

دائمو اقوال

  1. حنفى مذهبى: دُرمختار کښې وائى خرئيل دږيرې حرام دى.
  2. مالکى مذهب: خرئيل دږيرې حرام دى او داخرئيل دږيرې دايجړاګانو کار دې.
  3. شافعى مذهب: خرئيل دږيرې حرام دى.
  4. مذهب حنبلى: دږيرې خرئيل حرام دى .

دږيرې حد(اندازه)

دلاندې شونډې نه تر لاندې زنې پورې او دواړه طرفونه دمخ

Comments powered by Disqus

ږيره, ليک :: قارى هدايت الله ناصح
د خېبر وېب پاڼې باندې په 1 اکتوبر 2007 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)