Ashab Karam Fazail

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

داصحابو کرامو ( رض ) دزهد اود فقر بيان, شيخ الحديث حضرت مولانا محمدذکريا صاحب
د خېبر وېب پاڼې باندې په1 فروري 2008 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



داصحابو کرامو ( رض ) دزهد اود فقر بيان

شيخ الحديث حضرت مولانا محمدذکريا صاحب

فضائل اعمال

خپرؤنو نېټه: 1 فروري 2008

په دې باره کښې په خپله دنبى اکرم ( ص ) خپل معمول او دهغوى واقعات چې په دې حال باندې دلالت کوى چې دا څيز نبى اکرم ( ص ) په خپله اختيار کړے اوخوښ کړے ؤ دومره ډير دحديثونوپه کتابونوکښې موندے شى چې د هغې دمثال په طور جمع کول هم مشکل دى دنبى اکرم ( ص ) ارشاد دے چې فقر دمومن تحفه ده

دنبى اکرم (ص ) غرونولره سرۀ زر جوړولو نه انکار

دنبى اکرم ( ص ) ارشاد دے چې زما رب په مادا پيش کړه چې زما دپاره د مکې غرونه دسرو زروجوړ کړى ما عرض وکړو اے الله تعالى ! ماته خو داخوښه ده چې يوه ورځ په مړه ګيډه وخورم نو دويمه ورځ اوږے يم تاته زارى وکړم او تا ياد کړم اوکله چې موړ شم نوستا شکر ادا کړم ، ستا تعريف وکړم ( ترمزى )

فائده :- داد هغې پاک ذات حال دے دچاچې مونږ نوم اخستونکى يو او دهغۀ په امت کښې کيدو باندې زمونږ فخر دے چې دهغۀ هره خبره زمونږ دپاره دتابعدارى قابله ده

دحضرت عمر ( رض ) دنيوى فراخ طلب کولو باندې تنبيه اودنبى ( ص ) دګزارې حالت

دبيبيانو بعضې زياتو باندې يووارې نبى اکرم ( ص ) قسم خوړلے ؤ چې ديوې مياشتې پورې به دوى ته نۀ ورځم چې ورته زورنه وشى . حضرت عمر ( رض ) دغه وخت خپل کورکښې ؤ چې داخبره ئې واؤريده نوپه منډه ئې تشريف راوړۀ په جومات کښې ئې وليدل چې خلق ځان له ځان له ناست دى دنبى اکرم (ص ) دغم اودغصې په وجه ژاړى بيبيانې هم ټولې په خپلو کورونو کښې ژاړى خپلې لور حضرت حفصې (رض) ته ورغے هغې هم په کوکښې ژړل ورته ئې ووئيل اوس ولې ژاړې ايا! ما به هميشه ددې نه نۀ ويرولې چې دنبى اکرم ( ص ) دخفګان هيڅ خبره ونکړې دې نه پس ئې جومات ته تشريف يوړۀ هلته يوه ډله منبر سره ناسته وه ژړل ئې لږ ساعت هلته کيښناست خو د سخت غم دوجې صبر نۀ شو نبى ( ص ) چې کوم ځائ تشريف فرما ؤ دهغۀ نزدې ئې تشريف يوړۀ اودحضرت رباح ( رض ) يوغلام په ذريعه ئې چې دبيتک په دروازه ئې پښې زوړندې کړې وې ناست ؤ دننه دحاضرۍ اجازت وغوښتلو خونبى ( ص ) خاموشه شو ، هيڅ جواب ئې ورنۀ کړۀ حضرت رباح ( رض ) راغے هم دا جواب ئې حضرت عمر ( رض ) ته ورکړۀ چې ما عرض وکړۀ خو هيڅ جواب ئې رانکړو حضرت عمر ( رض ) نااميده شو منبر څخه راغے کيښاستو خوناسته ترې اونۀ شوه اولږ ساعت پس بيا حاضر شو اودحضرت رباح ( رض ) په ذريعه ئې اجازت اوغوښتو دغسې درې وارې وشو چې دۀ په بې قرارئ سره دغلام په ذريعه دحاضرۍ اجازت غوښتۀ اودهغو له طرفه به جواب کښې خاموشى وه . دريم وارې چې کله واپس کيدۀ نو حضرت رباح ( رض ) اواز ورکړو چې تاته دحاضرۍ اجازت وشو حضرت عمر ( رض ) خدمت کښې حاضر شو نووې ليدل چې نبى اکرم ( ص ) په يو پوزکى ملاست دے چې څۀ څيز پرې غوړيدلے نۀ دے په دې وجه پاک وجود باندې ئې دپوزکى نښې جوړې شوې وې . په ښکلى وجود نښې صفا ښکارى او سرمبارک ته ئې دڅرمنې يو بالښت دے چې دکهجورې دونې پوټکو نه ډک شوے دے حضرت عمر رض وائى چې ماوليدل چې دکورټول سامان دا ؤ درې څرمنې چې رنګ شوې نۀ وې اويوموټے اوربشې چې په يوګټ کښې پرتې وې ما اخوا ديخوا نظر واچؤ نودې نه سيوا نور هيڅ نۀ وؤ ما چې دا اوليدل په ژړا شوم نبى اکرم ( ص ) وفرمائيل ولې ژاړې ؟ ما عرض وکړو چې اے د الله رسوله ! ولې به نۀ ژاړم چې د پوزکى نښې ستاسو په وجود مبارک باندې جوړې شوى دى اود کورټول سامان دادے کوم چې زما مخکښې دے بيا ما عرض وکړو اے دالله رسوله ! دعا وکړئ چې ستاسو په امت هم دنيوى فراخى وشى . د روم اوفارس والا سره دبې دينۍ چې د الله تعالى عبادت نۀ کوى په هغوى خو دا فراخى ، دا قيصر اوکسرى خودې دباغونو اونهرونو په منيځ کښې وى . او تاسو د الله تعالى رسول يئ اود هغۀ خاص بنده يئ اوداحالت دے نبى اکرم ( ص ) په ډډه پروت ؤ دحضرت عمر (رض ) دا خبره ئې چې واؤريده نوکيښناستو او وې فرمائيل چې عمر ه ! اياتۀ لاتراوسه په شک کښې پروت ئې واؤره . د اخرت فراخى ددنيا دفراخۍ نه ډيره بهتره ده دې کافرانو ته طيبات او ښۀ څيزونه په دنيا کښې ملاؤ شوى او زمونږ دپاره اخرت کښې دى حضرت عمر ( رض ) عرض وکړو اے دالله رسوله ! ما دپاره بخښنه وغواړه چې واقعى ماغلطى وکړه ( فتح) فائده :- دا ددين دنيا دبادشا اود الله تعالى دنيازبين رسول ( ص ) طرزعمل دے چې په پوزکى ئې هيڅ څيز غوړيدلے نۀ دى نښې ئې په بدن جوړې شوې دى دکور دساز وسامان حال ئې هم معلوم شو . په دې کښې يو کس د دعا درخواست وکړو نو تنبيه ئې وفرمائيله حضرت عائشې ( رض ) نه چا تپوس وکړو چې ستاپه کور کښې دنبى ( ص ) بستره څنګه ده ؟ وې فرمائيل يوه څرمنه وه چې دکهجورې ( دونې ) پوټکى نه ډکه شوې وه

دحضرت ابوهريرة (رض ) په لوږه کښې حالت

حضرت ابوهريرة ( رض ) يوځلې دبوسکى په کپړه پوزه پاکه کړه وې فرمائيل څۀ به وائې دابوهريرة ! نن دبوسکى په کپړه پوزه پاکوى حال دا چې هغه زمانه ماته ياده ده کله چې به زۀ دنبى اکرم ( ص) دمنبر اودکوټګۍ ترمينځه بې هوشه پروت وومه اوخلقو به ليونے ګڼلم پښه به ئې راله په سټ کيښوده زور به ئې راکوؤ حال دا چې ليونتوب به نۀ ؤ ، لوږه به وه . فائده:- يعنې دلوږې دوجې به څوڅو ورځې نهرې تيريدلې بې هوشى به کيدله . خلقو به دا ګڼل چې ليونے شو . وئيلے شى دغې زمانه کښې به دليونتوب علاج څټ ته په پښه زور ورکولو سره کولے شو .حضرت ابوهريرة ( رض ) ډيرصابره اوقانع خلقو کښې ؤ . څوڅو وخته به پرې نهرې تيريدلې . دنبى ( ص ) نه پس الله تعالى فتوحات وکړل نومالدارى راغله . خوسره ددې لوې عابد ؤ يوه تهيلۍ ورسره وه چې دکهجورو دهډوکونه به هر وخت ډکه وه په هغې به ئې تسبيح يعنې وظيفه کوله . کله چې به هغه ټوله تهيلۍ خالى شوه نو وينزې به بيا ډکه کړه ورڅخه به ئې کيښوده

دحضرت ابوبکر صديق ( رض ) دبيت المال نه وظيفه

حضرت ابوبکر صديق ( رض ) به دکپړې تجارت کولو اوپه دې به ئې ګزران ؤ کله چې خليفه جوړکړے شونو د معمول مطابق ئې سحر څوڅادرونه په لاس واچول اوبازار ته دخرڅولو دپاره ئې تشريف يوړو په لاره کښې حضرت عمر ( رض ) عرض وکړو کۀ چرې تۀ تجارت کښې مشغول شې نودخلافت دکاربه څۀ کيږى ؟ وې فرمائيل چې په بال بچ به دکومه خوروم عرض ئې وکړو چې ابوعبيده ( رض ) چې هغۀ ته نبى ( ص ) دامين يعنې امانتګر لقب ورکړے دے هغۀ ته به لاړ شو هغه به تاسو دپاره دبيت المال نه څۀ مقرر کړى دواړه حضرات هغۀ ته ورغلل . هغۀ ورله هغو مره مقرر کړۀ څومره چې يو مهاجرى ته اوسطاً ورکولے شوه نۀ کمه نۀ زياته

يووارې بى بى صاحبې ورته درخواست وکړو چې دڅۀ خوږ څيز خوراک ته مې زړه کيږى . حضرت ابوبکر ( رض ) وفرمائيل چې ماسره خورقم نشته چې واخلم . بى بى عرض وکړو چې زۀ به د هرې ورځې دخوراک نه لږ لږ بچ کومه . څوورځې کښې به دغومره مقدار جوړ شى دوى ورته اجازت ورکړو بى بى صاحبې څوورځو کښې لږې غوندې پيسې جمع کړې حضرت ابوبکر صديق ( رض ) وفرمائيل چې دتجربې نه دا معلومه شوه چې دومره مقدار مونږ ته دبيت المال نه زيات راکولے شى دا بائد زمونږ دتخانه کټ کړے شى او دغسې ئې وکړل

فائده :- دومره لوې خليفه اوبادشاه چې دوړومبى نه ئې خپل تجارت کولو او هغه دضرورياتو دپاره کافى هم ؤ څنګه چې دهغې اعلان نه معلوميږى کوم چې بخارى شريف کښې دحضرت عائشې ( رض ) نه روايت دے چې کله ابوبکر ( رض ) خليفه جوړ کړے شو نووې فرمائيل چې زما قوم ته دا خبره معلومه ده چې زما پيشه تجارت زما د بال بچ دپاره کافى وه خو اوس دخلافت په وجه دمسلماناو په کاروبار کښې مشغولتياده ، په دې وجه دبيت المال نه به زما دبال بچ دپاره خوراک مقرريږى سره ددې چې حضرت ابوبکر صديق ( رض ) وفات کيدونو حضرت عائشې ( رض ) ته ئې وصيت وکړو چې زما ضرورياتو کښې کوم څيزونه دبيت المال دى هغه دې زما نه پس راتلونکى خليفه ته حواله کړے شى . حضرت انس ( رض ) فرمائى چې دوى سره څۀ اشرفۍ روپۍ نۀ وې يوه دپيو اوښه ، يوه پياله ، يو خادم ؤ . بعضو رواياتو کښې يوه بړستن ، يوه تولائى هم راغلى دى دا څيزونه کله چې حضرت عمر ( رض ) ته په نيابت کښې ورسيدل نو وې فرمائيل چې الله تعالى دې په ابوبکر ( رض ) رحم وکړى چې دۀ خپل روستنى په مشقت کښې واچول ( فتح )

دحضرت عمر فارق ( رض ) دبيت المال نه وظيفه

حضرت عمر ( رض ) هم تجارت کولو . کله چې خليفه جوړکړے شو نو د بيت المال نه ئې وظيفه مقرر شوه ، مدينه منوره کښې  ئې خلق جمع کړل ارشاد ئې وفرمائيلو چې مابه تجارت کولو ، اوس تاسو په دې کښـې مشغول کړم . په دې وجه اوس به مې دګزارې څۀ ذريعه وى . خلقو مختلف مقدارونه تجويز کړل . حضرت على ( رض ) چپ ناست ؤ . حضرت عمر ( رض ) ترې پوښتنه وکړه ، ستاڅۀ رائ ده ؟ وې فرمائيل چې مينځو مانه سره چې ستا اوستا د کور دخلقو دپاره کافى شى . حضرت عمر ( رض ) دا رائ خوښه او قبوله کړه او مينځومانه مقدار تجويز شو . دې نه پس يو ځلې يومجلس کښې چې په هغې کښې حضرت على ( رض ) هم ؤ اوحضرت عثمان ( رض ) ، حضرت زبير( رض ) ،حضرت طلحه ( رض ) شريک وؤ ، دا خبر ه راغله چې دعمر ( رض ) وظيفه زياتول پکاردى چې په ګزاره کښې ئې تنګسياده خوهغۀ ته دعرض کولو دچاهمت ونۀ شو . په دې وجه د هغوى لور حضرت حفصه ( رض ) چې دنبى اکرم ( ص ) بى بى صاحبه کيدو په وجه ام المومنين يعنې دمؤمنانو مور هم وه ، دهغې په خدمت کښې دې حضراتو تشريف يوړو اودهغې په ذريعه ئې دحضرت عمر ( رض ) نه داجازت او د رائ معلومولو کوشش وکړو او ورسره ئې دا هم وويل چې زمونږ نومونه ورته معلوم نه شى . حضرت حفصې ( رض )کله چې حضرت عمر ( رض ) ته داخبره وکړه نوپه مخ ئې دغصې اثرات ښکاره شول . حضرت عمر ( رض ) ترې دنومونو پوښتنه وکړه . حضرت حفصې (رض ) عرض وکړو چې وړومبے ستاسو رائ معلومه شى . حضرت عمر ( رض ) وفرمائيل کۀ ماته دهغوى نومونه معلوم شوے وے نودهغوى مخونه به مې بدل کړى وؤ يعنې داسې سزاګانې به مې ورکړې وې چې په مخ به ئې نخښې راغلې وے تۀ اوښايه چې دنبى ( ص ) ښۀ نه ښۀ جامه ستاپه کورکښې څۀ وه ؟ هغې عرض وکړو چې دوه کپړې دږيرو رنګ په شان زيړبخنې وې چې نبى اکرم ( ص ) به دجمعې په ورځ ياد څۀ وفد راتلو په وجه اغوستلې . بيا ئې وفرمائيل چې کوم خوراک ئې تاکره ښۀ نا ښۀ خوړلے دے ؟ عرض ئې وکړو چې زمونږ خوراک داربشو ډوډۍ وه .مونږ ګرمه ګرمه ډوډۍ باندې د غوړو دډبى لاندې پاتې شوے شلوم راواړوؤ ، او هغه مو پرې يو وارې غوړه کړه نو نبى ( ص ) په خپله هم په مزې وخوړله اوپه نورو ئې هم وخوړله . بيا ئې وفرمائيل چې تاکره به ئې ښۀ بستره کومه غوړوله ؟ عرض ئې وکړو چې يو غټه شان کپړه وه.په ګرمۍ کښې به ئې څلوربرغه غوړوله اوپه يخنۍ کښې به ئې نيمه لاندې خوره کړه اونيمه به ئې پورته واغوستله وې فرمائيل ، اے حفصې ! هغې خلقو ته داخبره ورسوه چې نبى ( ص ) خپل طرزعمل سره يوه اندازه مقرره کړه اوپه اميد ( داخرت ) باندې ئې بسوالے وکړو . زۀ به هم دنبى ( ص ) تابعدارى کومه . زما مثال او زما ددوو ملګرو دنبى اکرم ( ص ) اود حضرت ابوبکر صديق ( رض ) مثال دهغې دريو کسانو په شان دے چې په يوه لاره روان شو وړومبے کس يوه توښه واخسته لاړو اومقصد ته ورسيدو . دويم دوړومبى تابعدارى وکړه اوپه هغې طريقه باندې لاړو ، هغه هم وړومبى څخه ورسيدو ، بيا دريم کس تلل شروع کړل . کۀ چرې هغه ددې دواړو په طريقه لاړو نو هغوى سره به يوځائ شى او کۀ چرې دهغوئ د طريقې نه خلاف لاړو نو هيڅکله به هم هغوئ سره يوځائ نۀ شى ( اشهر )

فائده :- دا دهغه سړى حال دے چې دهغۀ نه به ددنيا بادشاهان ويريدل اورپيدل . څنګه زاهدانه ژوندسره ئې عمر تير کړو ، يو وارې ئې خطبه لوستله اوپه لنګ کښې ئې دولس پيوندونه ؤ چې په هغې کښې يو د څرمنې ؤيو وارې دجمعې مانځه دپاره راتلوکښې تاخير وشو . نوچې راغے ، معذرت ئې وکړو چې زما دخپلو جامو وينځلو کښې وخت ولګيدو اودې جامو نه علاوه مې نورې جامې نۀ وې

( اشهر ) يووارې حضرت عمر ( رض ) ډوډۍ خوړله . غلام راغے عرض ئې وکړو چې عتبه بن ابى فرقدراغلے دے دوى ورته دننه دراتلو اجازت ورکړو او ډوډۍ ته ئې راوبللو . هغه شريک شو نو داسې ځيګه ډوډئ وه چې تيره ئې نۀ شوه . هغۀ عرض وکړو چې دچاڼ شوو اوړو ډوډۍ خو هم کيدے شى؟ دوئ ورته وفرمائيل اياټول مسلمانان ميده خوړے شى . عرض ئې وکړو چې ټول خونۀ شى خوړے . وې فرمائيل چې افسوس ! تۀ داغواړې چې زۀ خپل ټول لذتونه په دنيا کښې ختم کړم

( اسدالغابه ) ددې قسمه په سوؤنو ، په زرګونونه بلکې په لکهونو واقعاتو ددې حضراتو کرامودى . ددوى تابعدارى نۀ اوس کيدے شى نۀ هر چاته کول پکاردى چې قوتونه کمزورى دى چې دهغې برداشت هم په دې زمانه کښې ګران دے په دې وجه زمانه کښې دتصوف بزرګان دداسې مجاهدو اجازت نۀ ورکوى چې په هغې سره ضعف پيدا شى چې قوتونه دوړومبى نه ضعيف اوکمزورى دى دغې حضراتو ته الله پاک قوتونه هم ورکړى وؤ خو داضرورى ده چې دتابعدارۍ خواهش او ارزوضرور ساتل پکاردى چې ددې په وجه ارام طلبۍ کښې څۀ کمے وشى. اونظر خوڅۀ خکته شى اوددې زمانې مناسب ميانه روى پيداشى چې مونږخلق هر وخت ددنيا په لذتونوکښې زياتيږو اوهر څوک دځان نه زيات مال او دولت واله ته ګورى اوپه دې افسوس کښې مرى چې فلانے کس زمانه زيات مالدار دے

دحضرت بلال ( رض ) دنبى ( ص ) دپاره ديومشرک نه قرض اخستل

حضرت بلال ( رض ) نه يوصاحب تپوس وکړو چې دنبى اکرم ( ص ) دخرڅ خوارک به څۀ انتظام ؤ . حضرت بلال ( رض ) وفرمائيل چې نبى ( ص ) څخه به څۀ جمع خوپاتې کيدۀ نه . داخدمت ماته سپارلے شوے ؤ چې دهغې انتظام دا ؤ چې څوک مسلمان اوږے به راغے ، نبى اکرم ( ص ) به ماته ارشاد وفرمائيلو مابه دچرته نه قرض واخستۀ په هغۀ به مې خوراک وکړو . څوک بربنډ به راغے نوماته به ئې ارشاد وفرمائيلو ، مابه دچانه قرض واخستۀ هغۀ ته به مې پرې جامې واغوستولې دا انتظام به داسې چليدو . يو وارې يومشرک راته ملاؤشو . ما ته ئې وويل چې زۀ مالدار دولت مند يم . تۀ دچانه قرض مۀ اخله . کله چې درته ضرورت ييښيږى مانه قرض اخله . ما ووئيل ددې نه به بهتره څۀ وى دهغۀ نه مې قرض اخستل شروع کړۀ . کله چې به ارشاد عالى وشو ، دهغۀ نه به مې قرض راوړلو اوحکم به مې پوره کولو . يو وارې مې اودس وکړو ، اذان وئيلو دپاره ود ريدم چې هغه مشرک يوې ډلې سره راغے اووې وئيل ، اے حبشى ! زۀ هغۀ ته متوجه شوم . نويو دم سمدستى ئې کنځل شروع کړل او بد رد ئې څۀ چې په خلې ورتلل وې وئيل . بيا ئې وويل چې دمياشت ختميدو کښې څو ورځې باقى دى ما وويل ختميدو ته نزدې ده وې ويل چې څلورو ورځې پاتې دى . کۀ مياشت ختميدو پورې دې زماټوله قرضه ادا نۀ کړه نو تابه په خپله قرضه کښې غلام کړم اوهغسې به چيلۍ څروې څنګه چې به دې وړومبے څرولې دائې ووئيل لاړو . په ما چې ټوله ورځ څۀ تيريدل پکارؤ هغه تيرشو ټوله ورځ غم او تکليف کښې ووم . دماسخوتن دمانځه نه پس دنبى ( ص ) خدمت کښې يوازې حاضر شوم اوټوله قصه مې ورته واؤروله ، او عرض مې وکړو چې اے دالله رسوله ! نۀ تاسو څخه دا وخت د ادا کولو فورى څۀ انتظام شته اونۀ زۀ سمدستى څۀ انتظام کولے شم ، هغه به مې ذليله کو ى او شرموى نوکۀ اجازت وى دقرضې اداکولو انتظام پورې به زۀ چرته پټ شم .کله چې تاسو څخه چرته نه څۀ راشى زۀ به جاضر شم . دامې عرض وکړو کورته راغلم توره ، ډال اوپړے مې واخستل . دامې ټول دسفر سامان ؤ . اود سحر کيدو انتظام مې کولو چې دسحر نزدې به چرته لاړشم . سحر نزدې ؤ چې يو صاحب په منډه راغے چې دنبى ( ص ) خدمت کښې زر ورشه .زۀ خدمت کښې حاضر شوم نو څلور اوښې مې وليدې چې په هغې باندې سامان بارکړے شوے ؤ ،ناستې دى ، نبى اکرم ( ص ) وفرمائيل دخوشحالئ خبره درته واؤروم چې الله تعالى ستاد قرضې اداکولو انتظام وکړو ، دا اوښې اوددې ټول سامان تاته حواله دے دفدک رئيس دا په تحفه کښې ماته راليږلى دى ما د الله تعالى شکر اداکړو اوپه خوشحالۍ خوشحالۍ مې هغه واخستۀ لاړم اوټوله قرضه مې اداکړه واپس راغلو . نبى ( ص ) په جومات کښې انتظار کولو زۀ واپس راغلم اوعرض مې وکړو ، اے دالله رسوله ! دالله تعالى شکردے چې الله تعالى دټولې قرضې نه ستاسو اوږې سپکې کړې اواوس هيڅ څيز قرضه کښې باقى پاتې نۀ شو . نبى (ص ) پوښتنه وکړه دسامان نه هم څۀ باقى شته ؟ ماعرض وکړو اوجى ، څۀ باقى دى ،هغه هم تقسيم کړه ، چې ماته راحت حاصل شى . زۀ به کورته هغې وخت پورې نۀ ځم ،ترڅو چې دا تقسيم شوے نۀ وى . ټوله ورځ تيره شوه ، دماسخوتن مونځ فارغيدونه پس نبى ( ص ) پوښتنه وکړه چې هغه پاتې شوے مال تقسيم شوکۀ نه ؟ ما عرض وکړو چې څۀ موجود دى .ضرورتمند راغلے نۀ دے نو نبى ( ص ) په جومات کښې ارام وفرمائيلو . دويمه ورځ ماسخوتن نه پس بيا نبى (ص ) وفرمائيل چې وايه جى څۀ شته؟ ما عرض وکړو چې الله پاک تاسو ته راحت درکړو چې هغه ټول خلاص شو نبى ( ص ) دالله پاک حمدوثنا وفرمائيله .نبى(ص) ته دا ويره وشوه چې الله مکړه که مرګ راشى اودمال څۀ حصه زما په ملکيت کښې پاتې وى . دې نه پس ئې کورونوته تشريف يوړو اوبيبيانو سره ئې ملاقات وکړو ( بزل )

فائده :- دالله تعالى د وليانو دا هم خواهش وى چې ددوى په ملکيت کښې مال اوسامان هيڅ پاتې نۀ وى . بيا دنبى اکرم (ص) به څۀ تپوس کوې چې دټولو نبيانو سردار اود ټولو وليانو دسرتاج دے، ددوى به دا خواهش ولې نۀ وؤ چې زۀ ددنيا نه بيخى فارغه لاړشم . ماپه معتبر ذريعو سره اوريدلى دى چې حضرت مولانا شاه عبدالرحيم صاحب رائپورى ( الله تعالى دې په قبر نورکړى ) معمول داؤد چې کله به دنذرانو رقم څۀ جمع شو نوپه پابندۍ به ئې راوغښتلو ټول به ئې تقسيم کړلو او د وفات نه مخکښې خودخپلو اغوستو جامې وغيره ئې هم خپل خاص خادم حضرت مولانا شاعبدالقادر صاحب ( رح ) ته ورکړې وې او ورته ئې فرمائيلى وؤ چې بس اوس به لتا نه مستعار يعنې وقتى فائده اخستلو دپاره اخلم اغوندم به . او خپ پلار (رح) مې ډير ځلې وليدۀ چې دماښام نه پس روپۍ به ورڅخه پاتې وې هغه به ئې قرض خواله ورکړې ځکه چې څوزره روپۍ قرضدارے ؤ اودا به ئې فرمائيل چې د اد جهګړې څيز زۀ دشپې ځان څخه نۀ ساتم. ددې قسمه ډير حالات دبزګاو شته دے خو دا ضرورى نۀ ده چې دهريو بزرګ دې يو قسم رنګ وى.دبزرګانو رنګونه مختلف وى اود چمن په ګلونوکښې دهريوګل شکل وسيرت جدا جدا وى

دحضرت ابوهريره (رض) په لوږه کښې دمسئلې پوښتنه کول

حضرت ابوهريره (رض) فرمائى چې تاسو خلقو هغه وخت زمونږ حالت ليدلے وے چې مونږ کښې به بعضو څو څو وخته دومره خوراک نۀ موندلو چې په هغې ئې ملا نيغه کړې وے.ما به د لوږې له وجې ځيګر زمکې سره پيوست کولو او کله به ګيډه په زمکه اچولې پروت ووم او کله به مې په ګيډه پورې کاڼى تړل. يو وارې زۀ په هغې لاره کښې کيښناستم په کومه لاره چې ددغې حضراتو لاره وه. اول حضرت ابوبکر صديق (رض) تير شو. ما دهغۀ نه دڅۀ خبرې تپوس کول شروع کړل. خيال مې ؤ چې دا خبره به کووم کورته به مې بوځى. او بيا به دعادت موافق څۀ چې موجود وى ميلمستيا به مې وکړى خو هغوى داسې ونۀ کړل. شايد ذهن ئې اخوا لا نړو. يا دکور حال ورته معلوم ؤ چې هلته هم څۀ نشته. دې نه پس حضرت عمر (رض) تشريف راوړو هغۀ سره هم دا حالت پيښ شو. بيا نبى اکرم (ص) تشريف راوړو زۀ ئې وليدم نو مسکے شو. زما حالت او په غرض پوهه شو. ارشاد ئې وفرمائيلو،ابوهريره ! ما سره راځه زۀ ورسره شوم نبى (ص) کورته تشريف يوړو ما دننه دتلو اجازت واخستو حاضر شوم. په کور کښې يوه پياله دپيو پرته وه چې خدمت کښې پيش کړے شوه. پوښتنه ئې وکړه چې دکومه راغلې ده. عرض وشو چې دفلانى ځاې نه تاسو دپاره هديه کښې راغلې ده. نبى (ص) ارشاد وفرمائيلو، ابوهريره لاړ شه اهل صفه راوغواړه. اهل صفه د اسلام ميلمانۀ شمارلے شو. دا هغه خلق وو چې ددوى نۀ کور ؤ نۀ در ، نۀ ځاې ځايګے،نۀ دخوراک څۀ مستقل انتظام ؤ. ددې حضراتو تعداد به کم او زيات کيدو خو ددې قصې په وخت اويا ؤ. دنبى (ص) معمول دا هم ؤ چې ددوى نه به ئې دوه دوه څلور څلور دچا مالدار صحابى ميلمانۀ کول . او خپل معمول ئې دا ؤ چې دچرته نه به صدقه راغله نو دوى ته به ئې ټوله وليږله او په خپله به ئې په هغې کښې شرکت نۀ کولو. او کۀ دچرته نه به څۀ هديه راغله نو نبى (ص) به په هغې کښې په خپله هم شرکت کولو. نبى ( ص) د رابلنې حکم راکړو په طبيعت مې ګران خو شو چې ددې پيو مقدار څۀ دے چې ټول راوغواړم. دټولو به پرې ښيګړه څۀ وشى، يوکس ته به هم په مشکله پوره شى. او بيا رابلنۍ نه پس به ماته دڅښلو حکم وى. نو په دې به مې وار اخر کښې راځى چې پکښې به څۀ پاتې شوى نۀ وى. خو دنبى (ص) دخبرې منلو نه بغير علاج نۀ ؤ. زۀ لاړم ټول مې راوستل. نبى (ص) ارشاد وفرمائيلو چې واخله په دوى اوڅښوه . ما به يويو کس ته پياله ورکوله. هغۀ به ښۀ په مړه ګيډه وڅښله او پياله به ئې ماته واپس راکړله. دغسې په ټولو مې وڅښول او ټول ماړۀ شو. نو نبى (ص) پياله په لاس مبارک کښې واخسته ، ماته ئې وکتل او مسکے شو. بيائې وفرمائيل چې بس اوس خو زۀ او تۀ پاتې يو. ما عرض وکړو چې بې شکه . وې فرمائيل واخله وڅښه. ما وڅښل ارشاد ئې وفرمائيلو نور وڅښه. ما نور وڅښل. اخر ما عرض وکړو، اے د الله رسوله (ص)! اوس زۀ نور نۀ شم څښلے. دې نه پس نبى (ص) دټولو نه پاتې شوى پۍ خپله وڅښل

دنبى اکرم (ص) داصحابو (رض) نه ددوو کسانو باره کښې سوال

دنبى اکرم (ص) خدمت کښې څۀ خلق حاضر وو. يو کس مخامخ تير شو. نبى (ص) پوښتنه وکړه چې ددې کس باره کښې ستاسو څۀ رائې ده؟ عرض ئې وکړو،اے د الله رسول (ص)! شريفو خلقو کښې د ے. والله ددې قابل دے کۀ چرته دنکاح پيغام ورکړى نو قبول به شى. دچاسفارش وکړى نو وبه منلے شى نبى (ص) واوريدۀ چپ شو. دې نه پس يو بل صاحب مخامخ تير شو. نبى (ص) دهغۀ متعلق هم سوال وکړو. خلقو ووئيل اے دالله رسول (ص) ! يومسلمان غريب دے. کۀ چرته کويژدن کوى نو څوک ورته توجه نۀ ورکوى. نبى (ص) ارشاد وفرمائيلو چې دغې وړومبى په شان نه کۀ چرې ټوله دنيا ډکه شى نو دهغې ټولو نه دا کس بهتر دے

فائده: مطلب دا دے چې صرف دنيوى شرافت د الله تعالى په نزد هيڅ عزت نۀ لرى. يومسلمان غريب چې دهغۀ په دنيا کښې هيڅ هم عزت نۀ وى، دهغۀ خبره چرته نۀ شى اوريدلے . د الله تعالى په نزد دسوونو هغې شريفانو نه بهتر دے چې د چا خبرې ته چې دنيا کښې ډير په عزت سره کتلے شى. او هرڅوک دهغۀ خبرې اوريدلو او منلو ته تيار وى. خو دالله تعالى په نزد دهغۀ هيڅ عزت نشته . ددنيا وجود دالله والو په برکت سره دے. دا خو حديث کښې په خپله موجود دى چې په کومه ورځ دنيا کښې دالله تعالى نوم اخستونکى پاتې نۀ شى، قيامت به راشى او ددنيا وجود به ختم کړے شى. دالله تعالى دپاکې نامې دا برکت دے چې ددنيا دا ټول نظام قائم دے

نبى اکرم (ص) سره محبت کوونکى باندې دغريبۍ راتلل

يو صحابى دنبى اکرم (ص) خدمت کښې حاضر شو اوعرض ئې وکړو چې اے د الله رسول (ص)! زما تاسو سره محبت دے. نبى (ص) ورته وفرمائيل وګوره څۀ وائې؟ هغۀ بيا دا عرض وکړو چې زما تاسو سره محبت دے. نبى (ص) بيا دغه ارشاد وفرمائيلو. هرکله چې درې وارې داسوال جواب وشو نو نبى (ص) وفرمائيل، کۀ چرې تۀ په خپله خبره کښې رښتينے ئې نو غريبى اغوستو دپاره تيار شه ځکه چې ماسره محبت ساتونکو باندې غريبى داسې په تيزۍ سره راځى لکه څنګه چې اوبۀ دپورته نه ښکته په تيزۍ سره بهيږى

فائده: دغه وجه ده چې حضرات صحابه کرام (رض) به هر وخت په غريبۍ او لوږه کښې وو. اکابر (يعنې ) لوئې ) محدثين، اکابرصوفيان، اکابر فقهاء هم مالدارۍ کښې زيات نۀ دى پاتې شوى

سرية العنبر کښې دغريبۍ حالت

نبى اکرم ( ص) په مياشت د رجب ( زبرګې ) ٨ هـ کښې دسمندر په غاړه يو لښکر ددريو سوو سړو چې په دوى ئې حضرت ابو عبيده (رض) امير جوړ کړے ؤ. وليږلو نبى اکرم (ص) په يوه تهيلۍ کښې دکهجورو توښه دوى ته ورکړه . پينځلس ورځې ددې حضراتو هلته ايساريدل وو. اوتوښه ختمه شوه. حضرت قيس (رض) چې په دې قافله کښې ؤ، مدينه منوره کښې دقيمت اداکولو په وعده قافله واله ؤ نه اوښان په بيعه اخستل حلالول ئې شروع کړل. او درې اوښان به ئې هره ورځ حلالول . خو دريمه ورځ دقافلې امير په دې خيال سره چې سورلۍ به ختمې شى نو واپسى به ګرانه شى، حلالول ئې منع کړل. او ټولو خلقو څخه خپلې خپلې کومې کهجورې موجودې وې جمع ئې کړې ، په يو تهيلۍ کښې ئې واچولې، او يوه يوه کهجوره به ئې روزانه تقسيموله. هغه به دوى ژوله اوبۀ به ئې پرې وڅښلې. ترشپې پورې به هم دغه خوراک ؤ. په وئيلو کښې خو وړه خبره ده خو دجنګ په موقع هر کله چې دقوت او طاقت هم ضرورت وى، په يوه کهجوره ټوله ورځ ګزاره کول د ډير اوچت همت خبره ده. کله چې حضرت جابر (رض) دا قصه خلقو ته دنبى اکرم (ص) نه پس واوروله نو يو شاګرد عرض وکړو چې حضرت يوې کهجورې به څۀ کار ورکوو. هغوى وفرمائيل دهغې قدر هله معلوم شو چې هغه يوه هم پاتې نۀ شوه. بيا سيوا د لوږې نه هيڅ نۀ وو. دونو اوچې پاڼې به موراڅنډلې ،په اوبو کښې به مولوندې کړې خوړلې، مجبورى هرڅۀ کوى اودهرې تنګسيانه پس دالله پاک له خوا اسانى کيږى. الله پاک ددې تکليفونو او مشقتونو نه پس دسمندر نه يو کب دې خلقو ته راوويستو چې هغۀ ته عنبر وائى. دومره غټ ؤ چې اتلس ورځو پورې دې حضراتو د هغې نه خوراک کولو. او مدينې منورې ته رسيدو پورې دهغې غوښه په توښه دانونو کښې ورسره وه. دنبى اکرم (ص) په مخکښې کله چې دسفر تفصيلى قصه واورولے شوه نو هغوى مبارک ارشاد وفرمائيلو چې دا د الله تعالى يو رزق ؤ چې ستاسو طرف ته ئې راوليږلو

فائده: مشقتونه او تکليفونه په دې دنيا کښې ضرورى دى اوپه الله واله ؤ خصوصاً راځى. په دې وجه دنبى اکرم (ص) ارشاد دے چې انبياء (ع) د ټولو نه زيات په تکليفونو کښې ساتلے شى، بيا چې په ټولو کښې زيات بهتر وى، بيا ورپسې چې پاتې شوو کښې بهتر وى. دسړى ازميښت دهغۀ ددينى مرتبې مناسب کيږى. اودهر تکليف نه پس الله پاک په خپلې مهربانۍ او فضل سره اسانى راولى. دا هم سوچ کوئ چې زمونږ په مشرانو څۀ څۀ تير شوى دى او دا ټول ددين په خاطر وو. ددې دين په خورولو کښې چې هغه نن مونږ په خپلو لاسونو ضائع کوو ،دې حضراتو لوږې تندې تيرې کړې پاڼې ئې وخوړلې ،خپلې وينې ئې وبيولې اودين ئې خور کړو چې هغه نن مونږ هم باقى نۀ شو ساتلے

د حضرت ابو زر غفاري (رض) اسلام

حضرت ابوذر غفارى رض مشهور صحابى دے. وروسته د لويو زاهدانو اؤ عالمانو نه شو. د حضرت على کرم الله وجهه ارشاد دے چې ابو ذر رض داسې علم حاصل کړے دے چې د هغې نه خلق عاجز دى خو هغوئ هغه محفوظ ساتلے دے. هرکله چې دۀ ته د نبى اکرم ص د نبوت په وړومبى ځل خبر ورسيدلو ، دۀ خپل ورور د حالاتو د تحقيق دپاره مکې ته وليږلو چې څوک دا دعوه کوى چې ماته وحى راځى، اسمانى خبرونه راځى، ددۀ حالات معلوم کړه اؤ د هغۀ خبرې په غور واوره.

هغه مکې مکرمې ته راغے اؤ حالات معلومولو نه پس ورور ته ورغے اؤ وې وئيل چې ما هغوئ د ښو عادتونو اؤ د ښو اخلاقو په حکم کولو وليدو. اؤ داسې کلام مې ترې واوريدو چې نۀ شعر دے اؤ نۀ د کاهنانو (جادوګرو) خبرې دى. د ابوذر رض په دې مختصره خبره تسلى ونۀ شوه. په خپله ئې د سفر سامان تيار کړو اؤ مکې ته ورسيدو اؤ نيغ مسجد حرام ته لاړو. نبى عليه السلام ئې نۀ پيژندو اؤ د چا نه پوښتنه ئې د مصلحت خلاف وګڼله. د ماښامه پورې په دې حال کښې ؤ. ماښام حضرت على کرم الله وليدو چې يؤ ناشنا مسافر دے. د مسافرو، غريبانانو اؤ بې وطنو خبرګيرى اؤ د هغوئ ضرورتونه پوره کؤل د دې حضراتو په ګُهټۍ کښې پراتۀ وو.

خپل کور ته ئې راوست، ميلمستيا ئې ورکړه خو د پوښتنې ئې ترې څۀ ضرورت ونۀ ګڼلو چې څوک ئې څنګه راغلے ئې . مسافر هم څۀ ظاهره نۀ کړه. سبا بيا جومات ته راغے اؤ ټوله ورځ ئې په دې حال کښې تېره شوه چې پخپله ورته پته ونۀ لګيده اؤ پوښتنه ئې د چا نه ونۀ کړه. غالباً ددې وجه به دا وه چې نبى عليه السلام سره د دشمنۍ قيصې ډيرې مشهورې وې. نبى عليه السلام اؤ دوئ سره ملاويدونکو ته هر قسمه تکليفونه ورکؤلے شول. ددۀ به دا خيال ؤ چې صحيح حال به معلوم نشى اؤ د بدګمانۍ په وجه به تکليف په مفتو کښې اوچت کړم. دويمه ورځ ماښام بيا حضرت على رض ته خيال وشو چې بې وطنه مسافر دے په ظاهر کښې چې څۀ غرض دپاره راغلے ؤ هغه پوره نۀ شو ځکه ئې بيا کور ته راوستو. د شپې ئې پرې خوراک اؤ خوب وکړو خو د پوښتنې ترې په دې شپه هم وار رانغے.

دريمې شپې ته بيا هم دا حالت شو نو حضرت على ترې پوښتنه وکړه چې تاسو څۀ کار دپاره راغلى يئ؟ څۀ دې غرض دے؟ نو حضرت ابوذر رض اول هغۀ ته قسم ورکړو اؤ وعده ئې ترې واخيسته چې صحيح حال به ښائى. دې نه پس ئې ورته خپل غرض وښودلو. حضرت على وفرمائيل چې بې شکه هغه د الله ج رسول دے اؤ سبا چې کله زۀ ځم نو تۀ هم راسره لاړ شه، هلته به دې ورسؤم خو د مخالفت زور دے . دې دپاره په لاره کښې کۀ چرې ماته څوک داسې سړے مخې ته راغے چې د هغۀ نه ستا زما سره په تلو څۀ ويره وى نو زۀ به وړو بولو ته کښينم يا به خپله پڼه سمؤم، تۀ نيغ روان اوسه ما سره مۀ ودريږه. په دې وجه چې ستا زما سره تلل معلوم نشى. دغه شان سحر د حضرت على رض روستو روستو د نبى ع په خدمت کښې ورسيدو خبرې اترې وشوې اؤ سمدستى مسلمان شو. نبى اکرم ص د هغۀ د تکليف په خيال ووفرمائيل چې خپل اسلام اوس مۀ ښکاره کوه.

پټ خپل قوم ته لاړ شه اؤ هرکله چې زمونږ غلبه شى هغه وخت راشه. هغۀ عرض وکړو اے د الله رسوله! په هغه ذات مې دې قسم وى د چا په قبضه کښې چې زما ساه ده چې دا کلمه توحيد به ددغې بې ايمانانو په مينځ کښې په زوره وايمه. هغه وخت ئې مسجد حرام ته تشريف يوړو اؤ په اوچت اواز ئې اَشْهَدُ اَنْ لا اِله اِلا اللهُ و اَشهَدُ اَن محمدالرسول الله ووے. بيا څۀ وو د څلورو واړو طرفونو نه خلق ورپاڅيدل اؤ دومره ئې ووهو چې زخمى شو مرګ ته نزدې شو. د نبى عليه السلام ترۀ حضرت عباس رض چې تر دغه وخته پورې مسلمان شوے نۀ ؤ د هغۀ د پاسه د بچ کؤلو دپاره څملاستو اؤ خلقو ته ئې ووئيل چې څۀ ظلم کوئ. دا سړے د قبيله غفار دے اؤ دا قبيله د ملک شام په لاره کښې پرته ده. ستاسو تجارت وغيره ټول ملک شام سره دے اؤ کۀ چرې دے مړ شو نو شام ته به تلۀ راتلۀ بند شى.

په دې خبره دغو خلقو ته هم خيال پيدا شو چې د ملک شام نه زمونږ ټول ضرورتونه پوره کيږى دغه لاره بنديدل مصيبت دے په دې وجه ئې هغه پريښودو. دويمه ورځ بيا دغه شان مسجد حرام ته لاړو اؤ په اوچت اواز ئې کلمه ووئيله . خلقو ددې کلمې د اوريدو طاقت ونۀ لرلو اؤ پرې ورچپه شول دويمه ورځ بيا حضرت عباس هغه شان هغوئ پوهه کړل اؤ لرې ئې کړل چې ستاسو د تجارت لاره به بنده شى. فائده: د نبى عليه السلام ددې ارشاد سره چې خپل اسلام پټ ساته ، د هغۀ دا کار د حق ښکاره کؤلو يؤ جوش اؤ جذبه وه چې هرکله دا دين حق دے نو د چا د پلار څۀ ټيکه ده چې د هغۀ د ويرې دې پټ کړے شى اؤ د نبى ص منع کؤل د شفقت لۀ وجې وو چې کيدے شى تکليفونه ونۀ زغملے شى ګنې د نبى عليه السلام د حکم نه خلاف د اصحابو کرامو رض دا مجال هډو ؤ نۀ. ددې څۀ نمونه مستقل باب کښې راروانه ده.

چونکې نبى اکرم ص په خپله دين خورولو کښې هرقسمه تکليفونه زغمل په دې وجه حضرت ابوذر رض په اسانتيا باندې عمل کؤلو په ځائ د نبى عليه السلام تابعدارى غوره کړه. هم دا يؤ څيز ؤ چې ددې په وجه هر قسمه ترقۍ دينى اؤ دنيوى د اصحابو کرامو رض قدمونه ښکلول اؤ هر يؤ ميدان د هغوئ په قبضه کښې ؤ چې چا به يؤ وارې کلمه شهادت وويله د اسلام جهنډې لاندې به راغے نو لوئى نه لوئى طاقت به هغه نۀ شو منع کؤلے اؤ نۀ لوئى نه لوئى ظلم هغه د دين د خورولو نه منع کؤلے شو. (٦) د حضرت خَباب بِن الارت رض تکليفونه حضرت خباب بن الارت رض د هغو مبارکو هستو نه دے چې چا د امتحان دپاره خپل ځان وړاندې کړے ؤ اؤ د الله تعالى په لار کښې ئې سختو نه سخت تکليفونه تير کړى وو. په شروع کښې د پينځؤ شپږو سړو نه پس مسلمان شوے ؤ ځکه ئې ډيرې زمانې پورې تکليفونه اوچت کړل.

د اوسپنې زغره به ئې ورته اغوستوله اؤ غرمو کښې به ئې وغورزولو چې د ډيرې ګرمۍ اؤ تاؤ په وجه خولو باندې خولې به ترې بهيدلې. اکثرو وختونو کښې به بلکل ستونے ستغ په ګرمو شګو څملؤلے شو چې د هغې په وجه ئې د ملا غوښه ورسته شوې وغورزيده. دے د يوې ښځې غلام ؤ هغه خبر شوه چې دے نبى اکرم ص سره ميلاويږى ددې په سزا کښې به ئې اوسپنه ګرمه کړه اؤ په سر به ئې داغ ورکولو. حضرت عمر يؤ ځل څۀ موده پس په خپله زمانه خلافت کښې د حضرت خباب رض نه د هغۀ د تکليفونو د تفصيل تپوس وکړلو چې کوم دۀ ته رسيدلى وو. دۀ عرض وکړو چې زما ملا وګورئ. حضرت عمر رض ددۀ ملا وکتله . وې فرمائيل چې داسې ملا خو ما هډو د چا ليدلې نۀ ده، دۀ عرض وکړو چې زۀ به ئې د اور په سکروټو واچولم اؤ رابه ئې ښکلم.

زما د ملا وازګې اؤ وينې سره به هغه اور مړ شو. سره ددې حالاتو کله چې د اسلام ترقى وشوه اؤ د فتوحاتو دروازه پرانستلے شوه نو په دې به ئې ژړل چې الله مکړه چې زمونږ د تکليفونو بدله له دنيا کښې خو ميلاؤ نۀ شوه. حضرت خباب رض فرمائى چې يؤ ځل نبى اکرم ص د عادت نه خلاف ډير اوږد مونځ وکړو. اصحابو کرامو رض د هغې باره کښې تپوس وکړو . نبى عليه السلام ارشاد وفرمائيلو چې دا د رغبت اؤ ويرې مونځ ؤ. ما په دې کښې د الله تعالى نه درې دعاګانې وکړې. دوه پکښې قبولې شوې اؤ د يوې نه ئې انکار وفرمائيلو. ما دا دعا وکړه چې زما ټول امت دې په قحط هلاک نشى. دا قبول شوه. دويمه مې دا دعا وکړه چې په دوئ دې داسې دشمن مقرر نشى چې دوئ بيخى ختم کړى. دا هم قبوله شوه. دريمه مې دا دعا وکړه چې د دوئ دې پخپل مينځ کښې جنګ جګړه نۀ وى. دا خبره منظوره نۀ شوه.

د حضرت خباب رض وفات د ٣٧ کالو په عمر کښې وشو اؤ په کوفه کښې د ټولونه ړومبے صحابى هم دے دفن کړے شو. ددۀ د وفات نه پس حضرت على کرم الله وجهه ددۀ په قبر تيريدو نو ارشاد ئې وفرمائيلو: الله تعالى دې په خباب رحم وکړى په خپله خوښه مسلمان شو اؤ په خوشحالۍ ئې هجرت وکړو اؤ په جهاد کښې ئې ژوند تير کړو اؤ مصيبتونه ئې تير کړل. مبارک دے هغه کس چې قيامت ياد ساتى اؤ د حساب کتاب تيارے کوى اؤ د ګزارې قابل مال باندې صبر کوى اؤ خپل مولى يعنې الله تعالى راضى کړى. فائده: په حقيقت کښې د مولى راضى کؤل هم ددې خلقو حصه وه چې د دوئ د ژوند هر يؤ کار د مولى د رضا لپاره ؤ. (٧) حضرت عمار رض اؤ د هغۀ د مور اؤ پلار ذکر حضرت عمار رض اؤ د هغۀ مور اؤ پلار ته هم سختو نه سخت تکليفونه رسولے شوى وو. د مکې مکرمې سخته ګرمه شګلنه زمکه باندې به دۀ ته عذاب ورکولے شو اؤ نبى اکرم ص چې به کله هغه طرف ته تيريدو نو د صبر تلقين به ئې ورته وکړو اؤ د جنت زيرے به ئې ورکړو.

اخر ددۀ پلار حضرت ياسر رض هم ددې تکليف په حالت کښې وفات شو. ظالمانو ترمرګه پورې ارام ته پرې نۀ ښودو. اؤ ددۀ مور حضرت سميه رض په شرمګاه کښې ابوجهل لعين په نيزه ووهله اؤ شهيده شوه خو د اسلام نه ونۀ ګرزيده. حال داچې بوډۍ وه ضعيفه وه خو دې بدنصيبه د هيڅ څيز خيال ونۀ ساتلو. په اسلام کښې د ټولو نه وړومبے شهادت ددې شوے دے اؤ په اسلام کښې د ټولو نه وړومبے جومات (قبا کښې ) حضرت عمار رض جوړ کړے دے. کله چې نبى اکرم ص هجرت وکړو مدينې منورې ته ئې تشريف يوړو نو حضرت عمار ووئيل چې د نبى عليه السلام دپاره يؤ مکان د سورى جوړول پکار دى چې پکښې تشريف ږدى، د غرمې پکښې ارام کوى اؤ مونځ هم په سورى کښې کوى نو په قبا کښې حضرت عمار رض اول کاڼى راجمع کړل اؤ بيا ئې جومات جوړ کړو. په جنګ کښې به ډير په جو ش سره شريکيدو. يؤ وارې په مزه کښې راغے، وې وئيل چې اوس به ځو دوستانو سره به ملاويږو، محمد ص اؤ د هغۀ ډلې سره به ملاويږو.

په دې کښې تږے شو د چانه ئې اوبۀ وغوښتلې، هغۀ ورته پۍ مخکښې کړل، هغه ئې وڅښل، وې وئيل چې ما د نبى عليه السلام نه اوريدلى وو چې تۀ به په دنيا کښې د ټولو نه اخرى څيز پۍ څښې. دې نه پس شهيد شو. دغه وخت ئې عمر ٩٤ کاله ؤ . بعضو يؤ کال نيم کم ښودلے دے. (٨) د حضرت صهيب رض اسلام حضرت صهيب رض هم د حضرت عمار رض سره مسلمان شوے ؤ. نبى اکرم ص د حضرت ارقم رض مکان کښې تشريف فرما ؤ چې دا دواړه جدا جدا په خدمت کښې حاضر شول اؤ د مکان په دروازه دواړه اتفاقاً يؤ ځائ شول. هر يؤ د بل غرض معلوم کړو نو يؤ غرض د اسلام راؤړل اؤ د نبى ص د فيض نه فائده اخستل د دواړو مقصود ؤ. اسلام ئې راوړو اؤ د اسلام راوړلو نه پس کوم څۀ چې په دغې زمانه کښې دې لږې کمزورې ډلې ته ورپيښيدل وو هغه ورپيښ شول هر قسمه کړاوونه اؤ تکليفونه ورته ورسولے شول اخر تنګ شو اؤ د هجرت اراده ئې وکړه نو کافرانو دا څيز هم نۀ خوښولو چې دا خلق دې بل ځائ ته لاړ شى اؤ د ارام ژوند دې تېر کړى.

په دې وجه چې د چا هجرت حال به ورته معلوم شو نو د هغه د نيولو کوشش به ئې کولو چې د تکليفونو نه خلاص نه شى. نو صهيب رض پسې هم شول اؤ يوه ډله دده د نيولو دپاره لاړه. دۀ خپل ترکش راوويستو چې په هغې کښې غشى وو اؤ دې خلقو ته ئې ووئيل چې ګورئ تاسو ته ښه معلومه ده چې زۀ تاسو کښې د ټولو نه زيات غشى ويشتونکے يم. تر څو يؤ غشے ماسره پاتې وى تاسو خلق ماته نۀ شئ رارسيدلے اؤ کله چې يو غشے هم پاتې نه شى نو زۀ به پخپله توره مقابله کؤمه تر دې چې توره هم زما په لاس کښې پاتې نشى. دې نه پس څۀ چې تاسو نه کيږى کوئ خو کۀ تاسو غواړئ نو د خپل ځان په بدله کښې د خپل مال پته ښودلے شم کوم چې په مکه کښې دے اؤ دوه وينزې هم دى هغه ټول واخلئ. په دې هغه خلق راضى شول اؤ خپل مال ئې ورکړو اؤ ځان ئې خلاص کړو.

په دې باره کښې ايت پاک (ترجمه) اؤ بعضې خلق داسې دى چې د الله تعالى د رضا دپاره خپل ځان په بيعه اخلى اؤ الله تعالى په بندګانو باندې مهربانه دے" نازل شو. نبى عليه السلام دغه وخت په قبا کښې تشريف فرما ؤ چې صهيب رض ئې وليدو. ارشاد ئې وفرمائيلو چې تا د نفعې تجارت وکړو. صهيب رض فرمائى چې نبى عليه السلام دغه وخت کجورې خوړلې اؤ زما سترګه خوګ وه. ما هم ورسره په خوراک شروع وکړه. نبى عليه السلام وفرمائيل چې سترګه خو دې خوګ ده اؤ کجورې خورې.ما عرض وکړو چې حضور هغه سترګې طرف ته خورم چې کومه روغه ده. نبى عليه السلام دې جواب اوريدلو سره وخندل. حضرت صهيب رض ډير خرچ کوونکے ؤ.

تر دې چې حضرت عمر دۀ ته وفرمائيل چې تۀ فضول خرچى کوې. دوئ عرض وکړو چې ناحقه چرته خرڅ نۀ کؤم . حضرت عمر چې کله وفات کيدو نو دوئ ته ئې د جنازې د مونځ کولو وصيت فرمائيلے ؤ.

Comments

Comments powered by Disqus

داصحابو کرامو ( رض ) دزهد اود فقر بيان, شيخ الحديث حضرت مولانا محمدذکريا صاحب
د خېبر وېب پاڼې باندې په 1 فروري 2008 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)