Tawarikhi Maghalatay

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

تواريخی مغالطې, ډاکټر چراغ حسېن شاه
د خېبر وېب پاڼې باندې په24 اپرېل 2012 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



تواريخی مغالطې

ډاکټر چراغ حسېن شاه

خپرؤنو نېټه: 24 اپرېل 2012

تواريخ علم هم نن صبا يو سائنس دې۔ او يو څو باقاعده اصول او ضوابط لري۔ چه د دوئي د پابندي خيال ساتل پکار دي۔ روايت، او د روايت د دواړو صحيح جاج اخستل ضروري دي۔ دا ضروري نه ده چه هر څه چې ليک کښې رغلي وي هغه به صحيح او د کاڼي کرښه وي۔ او زباني روايات به خامخا غلط، دروغ او افسانه وي۔ هم دغسې هر زباني روايت هم صحيح او تسلي بخش نه وي۔ دې د پاره پکار دې چې هر ښه او اعتباري کتاب په پايه کښې د حواله جاتو د کتابونو حواله ورکړې شي۔ او هم دغسې دې د زباني رواياتو د راويانو پېژندګلو هم د لؤستونکو سره اوشي۔ د دې نه پس دا د يو مؤرخ کار دې چه هغه دا ماخذ او راويات څومره ثقه او اعتباري ګڼي۔ دا نه ۔۔۔ چه خپل ماخذ خو مستند ګڼي، او د بل حوالو ته خالي قيصې قطارې وائي۔

د پښتنو د مشرانو تاريخ ليکلو په وخت خو خاص خيال دا هم ساتل پکار دي، چه پښتانه يو يو بزرګ سمدم نوم خراب کړي۔ يا د سم نوم پر ځائې ئې عرفي نوم يادوي۔ خواجه عبېد الله رح ته به خواجيدلا بابا وائي۔ او د بانډه داؤد شاه (کوهاټ) سره نزدې د سړک په غاړه ښخ د روحاني بابا رح يو نسې ته به ډنګرئ پير وائي۔ دې سره د پښتنو تاريخ کښې د يو نيم مشر يا بزرګ قبر به ۲ يا ۳ نه زيات ځايونو کښې يادېږي۔ روايت به دا وي چه دا مشر د کفارو سره به په يو غزا کښې شهيد دې۔ تن (دهړ) ئې يو ځائې پاته شو، او سر ئې دلته کښې پرېوتې دې۔ او روستو د هغه ځائې مسلمانانو د ده سره د پاسه روضه سازه کړې ده۔ چه نه ئې نوم ورځي، او نه نور څه لقب يا عرف ئې ورته ياد وي، نو بيا به ورنه د بهلول داتا مزار جوړ کړي۔

پښتنو کښې شېخ عبدالقادر جېلاني رح چه دوئي ورته پيرانو پير صېب وائي، ډېر مشهور دې۔ نو د هر بزرګ نسبي سلسله به د دوئي سره تړي۔ هم دغسې شېخ مجدد الف ثاني رح، چه پښتانه ورته امام رباني صېب وائي، د دې علاقې خلق ورسره ډېر عقيدت لري۔ دې د پاره اکثرو بزرګانو د طريقت سلسله به امام رباني ته رسوي۔ دې د پاره پکار دې چه د تاريخ د يوې څانګې علم الايام خاص خيال اوساتلې شي۔ چه دا بزرګ واقعي د صفت کړي بزرګ هم عصر وو، او که نه؟

پښتانه اګرچه دروغ نه وائي، خو د مشرانو نه اورېدلی او د حجرې ګپ باندې ډېر خطا کېږي۔ د پښتو ژبې بېلو بېلو لهجو، خبرو کښې ډرامائي، فراحي، تفريحي، د داستان ګوئي، او د مافوق الفطري عنصر پېدا کولو فطرت هم د تاريخ ليکلو او مرتب کولو فن باندې ډېر اثر غورزولې دې۔ تربګني، بغض، او حسد صورت حال نور هم خراب کړې دې۔

نو داسې پښتنو کښې د تواريخي مغالطې او غلط فهمي پېداکؤنکښي ما په شان فري لانسر مؤرخين خو ډېر دي۔ خو ريښتوني مؤرخ چه تواريخ ئې بطور يو سائنس وئېلې وي، او د لټون پلټون شوق هم لري، ډېر کم وي۔ دې کښې ځنې کسان د نسلي تغاخر او د ړوند قومي عصبيت د اوچت مقام نه خبرې کوي۔ او دا شوق لري چه د نړی هر نامتو شخصيت دې ارو مرو پښتون ثابت کړې شي۔ حالانکه هر پښتون د هر څه نه مخکښې مسلمان دې، او د دې نه روستو پښتون۔ د يوسفزي، خټک، مهمند، او د مروت جګړه هيڅ اهميت نه لري۔

د پير روښان او د اخون دروېزه جګړې دوئي سره ښائي۔ مونږ ته دواړه د عزت او د احترام وړ دي۔ ځکه چه دواړو د دين او د پښتو ژبې ډېر خدمت کړې دې۔ اورنګزېب زياتې کولو او که خوشحال خان ګرم وو؟ نو دا خيال ساتل پکار دې چه د سلاطينو او د امراؤ دواړو خپل خپل مفاد، مزاج، اخلاق، او مجبوريانې وې۔ مونږ ته ئې هغه اړخ اخستل پکار دي چه د مسلمانانو په خپله کښې مينه زياتېږي۔ متعصب او تنګ نظره بنيادم د تاريخ دښمن دې۔ تاريخ دان ژبه خوږه، نرمه، ملائمه پکار ده۔ دا هم نه چه حقائق دې نظر انداز کړې شي، خو په داسې پېرائې کښې ئې بيانول پکار دي، لکه چه خوږ زيانه رحمان بابا وائي:

اې رحمانه د بلبلو ژبه زده کړه

دغه پس بيا په صفت د ګل اندام شه

پښتانه يو سېل و سياحت کؤنکښې جهان ګشته قوم وو۔ د دوئي مشرانو د ((سېر و في الارض)) په آيت مبارک باندې عمر کړې دې۔ تجارت او تورې وهل د دوئي محبوب مشاغل وو۔ د دوئي د پاره ((هر ملک ملک ما است، که ملک خدائې ما است)) وو۔ د بلخ، بخارې، سمر قند نه واخله د هندوستان او د بنګال لرې لرې ځايونو پورې د دوئي تګ راتګ وو۔ دا مشران به د علم حاصلولو د پاره هم لرې لرې مقامات ته تلل او روستو به ئې په خپله کښې علمي او روحاني تړون قائم ساتلو۔ جمرود کښې ښخ بزرګ فقير محمد المعروف ولي بابا رح د خواجه معين الدين اجمېري رح خليفه دې۔ نو شمس الدين ناګوري ثم پشاوري رح د ولي بابا رح نه فېض اخستې دې۔ هم دغسې د دهلي ناموړي بزرګ مظهر جان جانان رح ارادت مندو په اوچ علاقه دير کښې خپله خانقاه قائمه کړې دې۔ خپلو کښې ئې خط و کتابت وو۔ او دا خطونه نن هم محفوظ دي۔ او د هغې زمانې د سياسي، ديني، او د علمي مسائلو پته د دې نه لګي۔

د دې توريخي مغالطو يوه وجه دا هم ده چه پښتانه مؤرخين د غېر اقوام مصنفينو رائې پسې ځي۔ او خپل څه تحقيق نه کوي۔ که مغل درباري نورتن ابوالفضل لوئې پښتون قهرمات بايزيد انصاري المعروف پير روشان ته پير تاريک وائي، نو پښتون هم په پټه سترګه بايزيد يو بد عقيده پير او رهزن ګڼي۔

سوال دا دې چه ايا بايزيد ته اول ځل پير تاريک مغل درباري ابوالفضل وئېلي دي، او که ملا زنګي پاپيني؟ يا د ده شاګرد اخوند دروېزه؟

حمزه صېب د دې تورو ليکونکي په نوم يو خط کښې ليکي چې:

بايزيد ته اول ځل پير تاريک مغل درباري ابوالفضل وئيلی وو۔ او دا ما يو مقالې کښې لوستلی دي۔

څه ښه به وې، که ګران مشر ته د دې حوالې کتاب يا مقالې نوم هم ياد وې۔

د پير روشان د دفن کېدو ځائې ټاکلو کښې هم اختلاف دې۔ د تاريخ ګڼ کتابونو، د خېرالبيان په ديباچه کښې، او د احمد حسن لسوندي ليکلې کتاب (برکي بيان) کښې د ده قبر عيدک (شمالي وزيرستان) کانيګرم او باټه پور په غرونو کښې يو ځائې ښودلې دې۔

مقصود المؤمنين نومي کتاب ديباچه کښې ډاکټر مير ولي خان د دې انقلابي او جدت پسند دماغ لرونکی مشر د دفن کېدو ځائې د علاقه پېښور په خوا و شا کښې متعين کولو کوشش کړې دې۔ خو صحيح مقام بيا هم په لاس نه دې ورغلې۔ يو څو ورځې مخکښې پښتو اکېډمي پېښور کښې ښاغلي احمد علي خان، چه د پير روشانه اولاد نه دې، دعوه کړې ده چه د پير روشان قبر په کندی روحاني کوټله محسن خان پېښور کښې دې۔ دوئي دا هم وئېل چه د دوئي پلار نيکه د تيراة د علاقې فېروز ګړهئ نه راغلي دي۔

اوس چه مونږ تاريخ ته ګورو نو (دائره المعارف) کښې ليکلي دي چه د پير روشان اولاد تيراه او کوهاټ کښې آباد شوې وو۔ د کوهاټ ګېزېټئر مصنف د کوهاټ جنګل خېلو کښې آباد د پير خېل او منصور خېل د پير روشان اولاد ګڼي۔ اوس د منصور رح په باره کښې خو نابغه افغان خوشحال خان په خپله وائي چه منصور او ده پلار نيکه د روشنيانو مخالف وو۔ نو اوس پاتې شو پير خېل، نو کېدې شي چه دوئي د دې لوئې پښتون مشر اولاد وي۔ او روستو د خپلو نيکونو ته منسوب بدو عقائدو په بنا دوئي په دې کښې خېر ګڼلې وي چه خپله رشته يو بل آستانه دار کورنئ سره اوتړي۔

ګران مشر امير حمزه شنواري چشتي، نيازي نظامي مد ظله د شارئ نه علاوه په دينيات، الهاميات، تصوف، او د فلسفې علومو کښې هم ستر لاس لري۔ دوئي خپل يو تاليف (تزکره ستاريه) کښې د اخوند دروېزه رح په باره کښې يوه واقعه ليکلې ده چه:

چه پير بابا رح دوئي ته لاس نيوې او خلافت ورکولو کښې د تامل نه کار اخستې وو۔ او روستو ئې د اخوند دروېزه رح هغه عقيده هم خوښه نه وه چه دوئي د اهل بېت د فضيلت په باره کښې لرله۔

خوشحال خان خټک هم د اخوند صېب په باره کښې خورې شوې د دې افواه تائېد کوي۔

خو د دې بر عکس، مونږ ګورو چه اخوند صېب خپل کتاب کښې په رسول صلی الله عليه وسلم او د ده په اهل بېتو باندې درود و سلام ضرور وائي۔

کامل پښتون مؤرخ دوست محمد خان کامل اخپل مرتب کړي کتاب (تواريخ مرصح) په مقدمې کښې په دې هم بحث کړې دې۔ خو د دې خبرې وضاحت ګران دې چه اخوند صېب د اهل بېتو نه مطلب څه اخلي؟ آيا د حضور صلي الله عليه وسلم آل اولاد د خصوصيت سره چه پکښې ئې بيبيانې، حضرت علي کرم الله وجهه او د بی بی فاطمې اولاد شامل ده، او که دوئي مبارک تمام عمومي امت، ګرچه حمزه صېب ته د خپلې دې دعوې سند ياد نه دې، خو د ده دا دعوه اهمه په دې وجه ده، چه دې د حضرت عبدالستار بادشاه رح خاص مريد او خليفه دې۔ او ستار بادشاه رح د اخوند دروېزه مرشد حضرت پير بابا رح له اولاد نه د حقيقت او د معرفت يوه لويه چينه ده۔

د حمزه صېب يو بل کتاب (انا او علم) په تردو ورځو کښې شائع شوې دې۔ دا د يو اوچتې پائې د فلسفې کتاب دې۔ د انساني انا، د دې ماهيت، د انساني حافظې، او د حيات او کائنات د ځينې نورو مسائلو باندې پکښې بحث شوې دې۔ روستنې باب د مذهب او د دې افاديت په باره کښې دې۔ دې باب کښې ستر ليکوال ليکي چه:

(په هندوستان کښې اسلام د صوفيائې کرام د تبليغي کوښښونو له وجه سخه خور شوې دې۔ خواجه معين الدين چشتي رح او خواجه نظام الدين اولياء رح په خپلې زمانې کښې په زرګونو هندوان مسلمانان کړل۔ شېخ احمد سر هندي رح هم څه مده راسې کار کړې دې۔ ليکن د دوئي د تبليغ طريقه د صوفياء په شان نه وه۔ بلکه د علماء ظاهر په شان وه۔ هغه صوفي کم، او عالم زيات وو۔ هم دغسې د جهانګير بادشاه ته سر سکته کولو يا د سجدې نه انکار کوونکې بزرګ هم شېخ احمد سرهندي نه بلکه يو بل بزرګ خواجه احمد سون وو۔)

دې بيان کښې آخري کرخه جمله معترضه ده۔ ځکه چه اکثر تواريخو کښې د جهانګير بادشاه او د شېخ سرهندي رح د واقعې ذکر دې۔ اقبال هم د مجدد صېب په باره کښې وائي:

گردن نه جهکی جس کی جهانگير کے آگے

د دې بر خلاف حمزه صېب د دې تورو ليکونکی د يو خط په ځواب کښې ليکي:

د احمد سون په حقله ما په يو تاريخ کښې لوستی وو۔ حواله ئې رانه هېره ده۔ جهانګير هيچرې د احمد سرهندی رح معتقد شوې نه دې۔ بلګه په خپل ملازمت کښې ئې ساتلې وو۔ او په خپلو مکتوبانو کښې ئې بادشاه ته د ادب د سجدې کولو اباحت هم ليکلې وو۔ خو ورسره ئې دا هم ليکلي وو چه بادشاهانو ته مناسب نه دی چه ځان ته د خلقو سجده کول ضروری اوګڼي۔

د بره ذکر شوی تاريخی مغالطو باندې علمی او تحقيقي انداز کښې بحث کول غواړي۔ او د نن وخت سکه بند مؤرخين د پاره د فکر دعوت ورکوي۔

چاپ: اولس، کوئټه، اکتوبر ۱۹۸۲

Comments

Comments powered by Disqus

تواريخی مغالطې, ډاکټر چراغ حسېن شاه
د خېبر وېب پاڼې باندې په 24 اپرېل 2012 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)