Pakhto Tang Takor

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

ټنګ ټکور, محمد زمان اڅيکزئ
د خېبر وېب پاڼې باندې په14 دسمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



ټنګ ټکور

محمد زمان اڅيکزئ

ګلستان څخه

خپرؤنو نېټه: 14 دسمبر 2005

د جنګ، جرګه، واده، کوزده، بنډار، نڅا، و اتنړ په دوران کښې هر چيرې په پښتونخواه کښې توره و توپک په غاړه، پښتانه د ټنګ ټکور په مرسته د ژوندانه غم غلطوي و بيا ډول و سرنا خو زمونږ په قامي ژوند کښې داسې سبازونه دي چه په بزم و رزم، دواړو ځايونو کښې زمونږ وينه ګرموي. دا سازونه په رزم کښې مونږداسې بې خوره کوي، چه د زمري په شان په دښمن باندې ورځو و په بزم کښې د رباب په ملګرتيا دا سازونه زمونږ روح په نڅا راولي او د خندا د پاره ئې تخنوي. دا جدا خبره ده چه پښتانه په ټنګ ټکور خو مئين دي مګر مجلسيانو و سازګرو ته په ډير سپک نظر ګوري.

زمونږ ټنګ ټکور، نڅا و اتڼ، زمونږ د شاعري په شان يو ځانله بېل مقام فرېم و چوکاټ لري. دا فريم يا چوکاټ هم زمونږ د ژبې د تاريخ په شان يو اوږد و زوړ تاريخ لري. دومره زوړ چه هن تر زمانه قبل از تاريخ پورې رسي.

زه نن هم دې تاريخ په لړ کښې ژغېدل غواړم. د دې تاريخ چه زه ئې بيانول غواړم که څوک ما نه د کتابونو د حوالې هيله لري نو زه ارمان کوم چه ما سره داسې کتاب نسته چه زه ئې حواله ورکړم. هؤ که څۀ د دې روايات سر چينه غواړي نو زه به دوئ ته دا اووايم چه د پښتنو او د پښتنې هغه نقلونو ته خپل پام وګزوي چه سينه په سينه مونږ ته رارسېدلي دي. نو هيڅکله به مايوس نه شي او د خپل ژوند او ژواک د هرې څانګې تاريخ به بيا مومي. خير!

دا خبره خو د لمر په شان حقيقت لري چه د اسلام د مقدس دين د قبلولو نه وړاندې زمونږ د ټنګ ټکور دا نني فريم يا چوکاټ وو. ځکه خو زمونږ د شاعري په شان زمونږ د ټنګ ټکور چوکاټونه هم د پخواني اثر لاندې دي.

د دې لنډې وينا نه پس اوس نو راځی چه په دې خبره باندې اوژغېږو چه دا چوکاټ څه پس منظر لري او په څه ډول و تصور ئې وجود اوموند.

د پاک څښتن په دې کائنات کښې لمر، سپوږمئ و ستوري، ټول جسمونه لري. په دوئ کښې ځنې لوې اوځنې کوچني دي. بعض خو ستوري دي. چه په خپلو ځايونو کښې ټينګ ولاړ دي. او ځنې سيارې چه هر وخت ګرځي. هسې خو دا سيارې ډېرې دي. چه د هغوئ ګردشونه په بېلو بېلو وختونو کښې پوره کېږي. خو په دې سيارو کښې اووه داسې سيارې دي چه د ورځې و شپې په اووه پيرو کښې خپل ګردش پوره کوي.

دا خو ښکاره و څرګنده خبره ده چه هر کله چه يو جسم حرکت کوي نو د باد د تماس سره هغه نه يو آواز پېدا کېږي. راګيانو هم د دې و د سيارو د حرکاتو د آوازونو څخه چه د دوئ د لوئ و کوچنی جسمونو د تناسب پر بنياد تيزاوسوکه دي، د سرګم بنياد ايښې دې. او په هم دې بنياد باندې د راګونو وختونه ټاکلي شوي دي. دغه وجه ده چه هر يو راګ په خپل ټاکلي وخت باندې د خلقو په زړونو باندې يو خاص کيفيت و حالت پېدا کوي. دغه کېفيت ته مونږ تاثير وايو ولې چه د دې مخصوص راګ سر د هغو آوازونو سره سم وي چه هغه وخت د هغه اووه سيارو ګردش نه راپېدا کېږي. د هر راګ هغه تان پوره او د تاثير نه ډک وي. چه ټول سرګمونه په خپله لمن کښې اونغاړي. او دمې وجه اوپيلامه يواځې دا ده چه د ټول سرګم تانونه د هغو آوازونو مطابق وي چه هغه وخت ياد سوې او د سيارو څخه پېدا کېږي.

اوس نو کېدائ سي چه د خدائ يو بنده دا سوال اوکړي چه د دې اووه سيارو د ګردش نه کوم آوازونه چه پېدا کېږي، څنګه واورېدل سو؟ نو خبره دا ده چه موسيقي، طب، او ځنې نور داسې علمونه دي چه د عام انسانانو عقلونه په ابتداء کښې دې شيانو ته نه رسېدل. د دې علمونو د بنياد خښتې ډېر وړاندې ځنې سر و پوه کسانو اېښي دي او بيا وروسته د زمانې د بدلېدو سره سره ځنې پوهانو په دې کښې نوره زياته ترقي پېدا کولو د پاره زيار ايستلئ دي. او د تصور په بنياد باندې ئې ځان حقيقت ته رسولئ دي. مونږ دا وئيلائ شو چه ياد شوي پوهاندو ته قدرت داسې توان ورکړې وو، چه دوئي دا ياد شوي آوازونو اورېدلې شوائې. هسې خو مونږ عقلي لحاظ سره دا دليل هم وړاندې کولائ شو چه قدرت آسماني فضا په دولس (12) برجونو باندې وېشلې ده او څرنګه چه د نړي پوهاندو د کال د دولس (12) مياشتو تعداد هم د دې برجونو په تعدم باندې د ټاکلو نه پس، د وخت د تصور مانړي تعمير کړه. او د موسمونو د ادل بدل زمانې ئې اوټاکلې. هم دغه سې د دې اووه سيارو د ګردش د مودې د تناسب په لحاظ د راګونو د تصور پوهانو د ياد سوي اووه سيارو د رفتار اندازه هم لګولې ده. او د رفتار د اندازې پس دوئي د حرکت د تصور په وجه د آوازونو د پېدا کېدو درجې ئې هم ټاکلي دي.

اوس به نو مونږ بيا خپل سر خط ته را وګرځو او د پښتنې ټنګ ټکور د چوکاټ په تفصيل باندې به لږ نوره رنړا واچوو. زمونږ د ټنګ ټکور د چوکاټ اووه څانګې لري او هره څانګه ئې د يو خاص راګ په نوم يادېږي. دا اووه واړه راګونه په خاص خاص پيړو باندې وئيله کېږي. خو د دې راګونو د زده کولو د پاره ډېر زيات محنت و رياضت پکار دې. هر سندرغاړئ د کلونو پس د دې جوګه کېږي چه راګ اووائي. د ټنګ ټکور هم دغه برخې ته کلاسيکل موسيقي وئېل کېږي. هم دغه حال زمونږ د رقص او اتنړ دې. هسې خو د رقص ډېر زيات قسمونه دي. مګر په حقيقت کښې زمونږ کلاسيکل رقص هم زمونږ د کلاسيکل موسيقي په شان اووه څانګې لري.

دا اووه واړه قسمونه د اووه راګونو په بنياد باندې ټاکل سوي دي. او څنګه چه د هر راګ نه راګيانو نورې راګنئ را ايستلې دي، هم دغسې د رقص پوهانو د راګنئ په شان د رقص د اووه قسمونو نه نورې څانګې هم را ايستلي دي.

اوس نو راځئ چه په دې خبره باندې لږ شانته ځانونه پوه کړو، چه په موسيقي او رقص کښې، شاعري څه مقام لري و شعر څه ته وئېل کېږي. په دې لړ کښې په څو لنډو ټکو کښې مونږ دا وئيلائ شو چه د احساس کار خو دا دئ چه هر کله يو اثر کؤنکښي حادثه پېښه شي نو احساس ځنې اثر اخلي. د غم په حالت کښې خواشيني، په خوشحالي کښې سرور او حېرت ناکې واقعې باندې د خپل احساس په مرسته انسان تعجب کوي. هم دغه طاقت، توان و قوت، چه مونږ ئې د احساس يا انفعال په نامه يادولائ شو. د شاعري دوېم نوم دې، يعني دا احساس کله چه يو خاص انداز سره د الفاظو جامه واغوندئ نو شعر ځنې وجود واخلي. په منطقي ډول مونږ دا وئېلائ شو چه کوم جزبات چه د الفاظو په مرسته په يو منظم ډول ادا سي، هغه شعر وي. او چونکه دا الفاظ د اورېدونکو په جزباتو باندې هم هغه اثر کوي کوم ئې چه د جزبې د خاوند په زړه باندې کړئ وو، نو ځکه مونږ د شعر تعريف هم کولائ شو چه کوم کلام چه په انساني جزباتو کښې بې قراري پېدا کړي، او په جزباتو کښې تحريک راولي، هغه شعر وي.

رقص، موسيقي، مصوري، صنعت ګري، او داسې نور فنون په زړه باندې اثر کوي، خو د شاعرئ اثر ډېر زيات وي. دا ځکه چه شاعري د وګړو په ټولو حواسو باندې د اثر کولو واک لري. باصره، شامه، لامسه، غرض چه ټول حسونه ځنې لطف اخلي او هر کله چه د شاعر شع او د رقاص رقص سره يو ځائې سي، نو بيا د کائنات د انسان په تصور کښې يو بل ښکلئې او ښائسته رنګ اختيار زړي. په دې ځائ کښې به مونږ د علامه اقبال يو څو هغه شعرونه په کار راولو چه دوئي پکښې د چين يو نامتو پاهاند تصور د اردو شعر په جامه کښې پېش کړې دې:

شعر سې روشن هې جهان جبرئيل و اهرمن
رقص و موسيقي سې هې سوز و سرور انجمن
فاش يو کرتا هې اک چيني حکيم اسرار فن
شعر ګويا روح موسيقي هې رقص اس کا بدن

Comments

Comments powered by Disqus

ټنګ ټکور, محمد زمان اڅيکزئ
د خېبر وېب پاڼې باندې په 14 دسمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)