Allama Iqbal Open University Ke Pakhto :: Khyber.ORG

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ کښې پښتو , حنيف خليل
د خېبر وېب پاڼې باندې په29 جون 2004 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ کښې پښتو

حنيف خليل

ورځپاڼه وحدت

خپرؤنو نېټه: 29 جون 2004

علامه اقبال اوپن يوينورسټى د پاکستان يوه لويه او د بين الاقوامىمعيار يونيورسټى ده چې پکښې د نورو شعبو سره سر د ژبو په تدريس هم خصوصى توجه ورکړے شوې ده. دقومى ژبې اردو د شعبې نه علاوه دې يونيورسټۍ کښې يوه ډيره اهمه شعبه د پاکستانى ژبوده چې پکښې د ملک د څلورو واړو صوبو د غټو ژبو پښتو، سندهى، بلوچۍ او پنجابۍ نه علاوه دسرائيکۍ او براهوۍ خصوصى تعليم هم ورکولے شى.ځکه چې په دغو شپږو ژبو کښې د ملک په مختلفو يونيورسټو کښې د ايم اے سندونه ورکولے شى. دې نه علاوه د پاکستان د نورو وړو ژبو طرفته هم ددې يونيورسټۍ نوم شته او دغه شان ئې په ضمنى توګه تقريباً د اتلسو پاکستانى ژبو د تعليم ورکولو يو ښکلے پروګرام تيار کړے دے

د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ د اهلکارو لخوا ددې ستر اقدام ستائنه يو خوا خو په دې وجه پکار ده چيې د خوږ وطن د مختلفو ژبو او تهذيبونو يو بل ته رانزدې کولو کښې به ددوى دا پرګرام ډيراهم کردار لوبوى. دنفرت، لرې والى او تعصب بنيادونه به نړوى. د يووالى، ورولۍ او اتفاق درس به ورکوى. دوى په خپل دې اقدام دا هم ثابته کړه چې ژبې د قومونو د تعصب او نفرت يا کرکې ذريعه نۀ وى بلکې د ابلاغ يوه داسې ذريعه ګرځى چې قومونه يوبل ته رانزدې کړى. او د يوبل د تهذيبى اقدارو نه ځان خبر کړى. بلخوا ددوى د پروګرامونو او ترتيب ستائنه هم حق لرى چې اوس اوس ئې په پاکستانى ژبو کښې د ايم فل د سند ورکولو اعلان وکړو نو ورسره ئې يو ډير متوازن او ګټور پروګرام هم پيش کړو. دکوم په تيارۍ کښې چې د پاکستانى ژبو د شعبې مشر ډاکټر انعام الحق جاويد غوندې د اوچت معيار دانشور او دهغه مرستيال د پښتو شعبې ليکچرار ا ښه اديب او محقق عبدالله جان عابد د فکرو دانش نخښى واضحې ليدلے شى. د ايم فل په دې پروګرام کښې يو انفراديت دا هم دے چې د ملک په نورو يونيورسټو کښې په دغو ژبو کښې ايم فل يوازې د متعلقه ژبې او ادب احاطه کوى. خو په دې موجوده پروګرام کښې د هرې ژبې او ادب د ايم فل طالب علم به نورې پاکستانۍ ژبې او د هغې ادب هم په ضمن کښې مطالعه کوى او دغسې به د هغه سند د پاکستانى ژبو او د خپلې ژبې د تخصيص سند ګڼلے شى. يوازې د خپلې ژبې پورې به محدود نۀ وى. د يونيورسټۍ دا رعايت هم د ستائيلو دے چې طالب علم ته دا اختيار ورکړے شوے دے چې هغه خپل تحقيق پخپله ژبه، قومى ژبه اردو يا انګريزۍ ژبه کښې هر يوه کښې کولے شى.دې پروګرام دپاره باقاعده درسى کتابونه ه تيار کړے شوى دى چې د وطن د هرې متعلقه ژبې ډيرو درنو دانشورو او محقيقينو ليکلى دى. او بيا ئې پرې د هم دغه معيار دانشورونه په دوئم نظر کتلى دى

ما دغه کتابونه يو نظر وکتل او دصوبه سرحد د پښتونخوا د ژبو سره متعلقه کتاب نو ښې ښۀ په غور ولوستو. کوم کښې چې د پښتو برخه عبدالله جان عابد تياره کړې ده. زما خيال دے چې ددې معيار کتابونه په د ډيرو کمو يونيورسټو په نصابى کتابونو کښې په نظر راشى. دې کتاب کښې پښتو سره د دې صوبې په نورو ژبو کښې هندکو، توروالى او ګاورى هم شاملې کړے شوى دى. سره ددې چې د هندکو پحقله زما خپله رائې داده چې دا ځانله ژبه نۀ ده بلکې دا پنجابۍ لهجه ده خو ددې ويونکى په صوبه سرحد کښې اباد دى ځکه ددوى دا لهجه هم ددې صوبې ژبه ګڼلے شوې ده او د پنجابۍ په ځائې پښتو سره شريکه کړے شوې ده. خير د ژبو تقسيم چې هر څنګه دے خو خبره د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ د تدريسى معيار کيدله ماکم نه کم دايو کتاب خو ښۀ په غور ولوستو او زۀ په ډاډه زړه وئيلے شم چې ددې کتاب حيثيت يوازې د تدريس کتاب نه دے بلکې د يو علمى، تحقيقى او تنقيدى کتاب تنده هم پرى ماتيږى. او دغسې ئې نور کتابونه هم واخلۍ. زما يقين دے چې ددې يونيورسټۍ د ايم فل پاکستانى ژبو دا منصوبه به ډيره زياته کاميابه شى او په ملک کښى دملکى ژبو په شناخت او خورولو کښې به په مشترکه توګه ډير اهم کردار اداکړى

ممکنه ده چې د خپلو کاميابوپه بنياد دا يونيورسټى په پاکستانى ژبو کښې د پى ايچ ډى پروګرام هم شروع کړى. دا به يو بل د قدروړ اقدام وى چې توقع ئې هم ددې يونيورسټۍ نه کيدے شى. دې سره د ملکى ژبو شناخت کښې پښتوته هم ډيره وده په برخه کيږى. بلخوا په پنجاب يونيورسټۍ کښې هم د پښتو د شعبې جوړولو د پاره اقدامات شوې دى. بلکې د پښتو د ليکچرار د يو نشست اشتهار ئې هم خور کړے دے. او دغه شان په قائداعظم يونيورسټۍ اسلام اباد کښې د پاکستانى مطالعاتو قومى مرکز کښې خو پښتو د ډيرې مودې نه لولولے شى. پاکستان کښې پښتو د پاره دا اقدامات دا يقين مضبوطوى چې اوس به څوک دا نۀ وائى

چائې پلو د جمال وانۀ خست
پښتو لاهغسې، بکره ترته ده

خوشحال بابا

Comments

Comments powered by Disqus

علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ کښې پښتو , حنيف خليل
د خېبر وېب پاڼې باندې په 29 جون 2004 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)