Amreeka Sabar Pemana Daka Shwa :: Khyber.ORG

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

دامريکا دصبر پيمانه ډکه شوه , ليک: سيدمدثرشاه
د خېبر وېب پاڼې باندې په6 مئي 2004 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



دامريکا دصبر پيمانه ډکه شوه

ليک: سيدمدثرشاه

خپرؤنو نېټه: 6 مئي 2004

دواڼا داپريشن نه وړاندې او هم داپريشن دوران کښې دهيواد ګڼو دانشورانو، جمهوريت خوښو او وطن دوستو ډلو او اشخاصو دحکومت نه څو څو ځله غوښتنه کړې وه، چې دوانا اپريشن کښې دې ټول اولس اعتماد کښې واخستے شى او داپريشن متعلق دې ټول حقائق پارليمان ته وړاندې کړے شى چې اولس يوې متفقه فيصلې ته ورسيږى. خو نۀ يوازې واکدارانو بلکې خپله جنرال مشرف څو څو ځله ددې غوښتنې مخالفت وکړو او دليل ئې داښودو چې دايوه حساسه شخړه ده فوځى عمليات دى نوځکه ددې اپريشن ټول معلومات په څرګنده توګه نۀ شى وړاندې کيدے. ددې هر څه نتيجه داشوه چې حکومت يو څه وئيل صوبائى حکومت بل داے ار ډى او قام پرسته ګوندونو موقف بل رنګ ؤ او دامريکا خبره بيخى بل شان وه. او اخر هم هاغه څه وشول دکوم نه چې وطن دوسته ډلې ويريدې

تيره ورځ دصدر بش ځانګړى استازى او افغانستان کښې دامريکا سفير زلمى خليل زاد يو سيمينار ته دوينا په ترڅ کښې وويل چې کۀ چيرې پاکستان دطالبانو او القاعده خلاف عمليات نۀ کوى نو امريکائى قواوې به خپله ددې ډلو خلاف دعملياتو دپاره دپاکستان خاورې ته ورداخل شى ښاغلى خليل زاد زياته کړه چې نور زمونږ دصبر پيمانه ډکه شوې ده او طالبان اوس هم پاکستان کښې خپلې سرګرمۍ جارى ساتى، دامريکائى اولس مشر ښاغلى بش دځانګړى استازى زلمى خليلزاد دوينا په ځواب کښې دپاکستان صدر جنرال مشرف وئيلى دى چې خليل زاد د خپل حکومت دپاليسۍ نه ناخبره ښکارى بايد چې دے داسې ويناګانې ونۀ کړى

جنرال مشرف دا هم وئيلى دى چې پاکستان به هيڅ يو خارجى قوت ته په خپله خاوره دعملياتو اجازه ورنکړى دجنرال مشرف دې خبرې سره بنده ته دپاکستانى واکدارانو هاغه سرکارى اخبارى بيانونه ور په ياد شى په کومو کښې چې اکثر دوى وائى شوکمارو ته به دشوکو اجازه ورنۀ کړو يا وران کارو ته به دورانکارۍ اجازه ورنۀ کړے شى. او عام اولس په دې بيانونو پورې خاندى چې ايا شوکمار ياورانکار به دحکومت نه دشوکمارۍ يا وران کارۍ اجازه غواړى چې حکومت به ئې ورته ورنۀ کړى

دتيرو څوکالو راهسې په پاکستان داتورونه لګيدل چې افغانستان کښې داړى ګړى ذمه وارپاکستان دے او جنرال مشرف هم څو ځله ددې خبرې تکرار کړيدے چې نړۍ پاکستان ته دشک په نظر ګورى او وائى چې پاکستان اوس هم د افغانستان په داخلى چارو کښې لاس وهنه کوى دوانا اپريشن نه وړاندې پاکستان ددې تورونو ځواب وئيلو او په کلکه به ئې داخبره غندله چې ګنې پاکستان کښې طالبان يا القاعده يو ځل بيا منظم کيږى خو کله چې امريکا د خپلو استخباراتو دراپورونو دمخه پاکستان ته ثبوتونه ورکړل چې قبائلى سيمو کښې دغه خلق اوس هم موجود دى نو پاکستان داخبره ومنله چې وزيرستان کښې بعضې شکمن کسان موجود دى چې شميره ئې تر پنځوسو کسانو پورې ده، خو څو ورځې پس ئې دا تعداد تر شپږو سوؤ پورې وښودواو تقريباً دوه هفتې ئې هلته ددې کسانو خلاف اپريشن وکړو په دې اپريشن کښې څو کسه دپاکستانى فوځ لخوا او يو شمير خارجيان مړۀ او ژوبل شول، ځينې خارجيان نيول شوى هم دى خو دمړو او نيول شوؤ ټول شمير دهاغې شمير نه ډير کم دے کوم چې پاکستان داپريشن په وخت ورکړے ؤ. نو اوس دپاکستان دپاره ډيره ګرانه ده چې نړيواله ورورولى او په خصوصى توګه امريکا ته ووائى چې باقى کسان چيرته لاړل

يوې عربى ورځپاڼې څو ورځې وړاندې داخبر خپور کړے ؤ. چې الظواهرى دغټ رقم په عوض ځان خلاص کړيدے. او دپاکستانى فوځ دولقې نه په امان وتلے دے دې ورځپاڼې داخبر هم نشر کړيدے چې دپاکستانى استخباراتو يو مامور په دې تور نيول شويدے چې دۀ داپريشن دوران کښې بعضې خارجيانو ته دتيښتې حالات برابر کړى وؤ

دجنرال مشرف داخبره چې زلمے خليلزاد دخپل حکومت دپاليسو نه ناخبره ښکارى هم دمنلو وړ نۀ ده ځکه چې امريکا په افغانستان دحملې نه وروستو څو ځله تورونه لګولى دى خو ورسره ئې دپاکستان دبعضې اقداماتو ستائنه هم کړې ده. خو دبده مرغه پاکستانى سرکارى ميډيا تل هغه بيانونو له ځائې ورکړىدى چې پکښې دپاکستان دکردار ستائنه شوې ده خو هاغه ټولې ويناګانې ئې پټې ساتلې دى په کومو کښې چې په پاکستان تور لګول شوے ؤ. تيره مياشت کله چې دپښتونخوا ملى عوامى ګوند مشر ښاغلے محمود خان اڅکزے پيښور ته راغلے ؤ نو خپل پريس کانفرنس کښې ئې وئيلى وؤ چې پاکستان دامريکا سره پټ پټونے کوى او دپاکستان دالوبه ډيره خطرناکه ثابته شى. هم دغه رنګ افراسياب خټک هم څو ځل داخبره کړې ده چې پاکستان په ظاهره خپله پخوانۍ افغان پاليسى بدله کړې ده خو حقيقت کښې هم هغې زړې پاليسۍ ته دوام ورکړيدے. دافسوس خبره داده چې پاکستان کښې دمضبوط جمهوريت او جمهورى ادارو دنيشت والى لۀ کبله څوک هم په دې پاليسو په جمهورى انداز خبره نۀ شى کولے ايا دپاکستان اولس ددې تپوس حق نۀ لرى چې افغانستان کښې دتزويراتى ژوروالى Strategic depth پاليسۍ باندې څومره مصرف وشو او پاکستان ددې پاليسۍ په وجه ولې او چا په ټوله نړۍ کښې بدنامه کړو، او ددې وطن وګړى ددې تپوس حق لرى او کۀ نه چې دنوى حالاتو په رڼا کښې نوې پاليسى څوک او چرته جوړوى، ايا دنيشنل سيکورټى کونسل جوړول پاکستان دجمهورى نظام په ګټه دے او کۀ نه سبا به بيا دا وئيل کيږى چې داپاليسى ناکامه وه او جمهوريت ته ئې زيان رسولے دے بايد دپاکستان واکداران په دې خبره غور وکړى چې دخليل زاد بيان دهغه ذاتى بيان په هيڅ توګه نۀ دے بلکې دادامريکائى حکومت بيان دے او ددې حالاتو نه د ځان خلاصولو صرف يوه لاره ده چې ټول قامى مشران سياست مداران سره کښينى او فوځ صرف دسرحداتو دتحفظ فريضه خپله کړى ګنې نو امريکا چې عمل کوى نو دچانه پوښتنه نۀ کوى بس وړاندې ځى کۀ څوک مرى او کۀ رغيږى

Comments

Comments powered by Disqus

دامريکا دصبر پيمانه ډکه شوه , ليک: سيدمدثرشاه
د خېبر وېب پاڼې باندې په 6 مئي 2004 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)