| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

| سر پاڼه | اوله پاڼه | دوېمه پاڼه | درېمه پاڼه | څلورمه پاڼه | پينځمه پاڼه | شپږمه پاڼه |

د چاپ حقوق يې خوندي دي

د کتاب نوم: د کابل سفر
ليکوال: اسرار د طورو
موبايل:0302-8188390
ايميل: bukharasani@yahoo.co.uk

کمپوزنګ: عبدالهادي حيران
موبايل:0345-9027648
ايميل: ahhairan@yahoo.com

د چاپ نېټه: مئ ٢٠٠٦ء

يو څو خبرې

"اسرار د طورو" د پښتو ادب يؤ داسې ښکلے نوم اؤ ترکيب دے چې يؤ خپل ځانګړے انفراديت لرى. دا ترکيب د يؤ پښتون او د کلى د تړون عجيبه ثقافتى کيفيت او معنويت لرى. اسرار په طورو او طورو په اسرار ښائسته ښکارى. دے د طورو يو علامت ګرځېدلے دے.

زما چې کله د شعروادب سره تعلق پيدا شو نو دا نوم د دغه وخت د اخبارونو او مجلو يو ضرورت ګرځېدلے ؤ. د دوئ شاعرۍ زمونږ دپاره د لارښودنې کار کولو او دوى په غېر رسمى توګه زمونږه استاذان وو. خو دا يو ډېر عجيبه اتفاق دے چې سره د يوې علاقې سره تعلق لرلو زما د دوئ سره چرته ملاقات شوے نۀ ؤ. خو چې خداے کوله نو د اجمل خټک پحقله په کابل کښې د سيمينار په حواله په کابل پوهنتون کښې د "لوړو زده کړو د وزارت" په ګيسټ هاوس کښې مونږ دواړه د يوې کمرې ملګرى شو.

"اسرار د طورو" د يوې علمى او ادبى کورنۍ سره تعلق لرى. د هغوئ درنې څټې او پښتنى خويونو د دغې علمى کورنۍ او د مردان د پښتونولۍ يو ښکلے امتزاج درلود. هغه ماته ډېر دور اندېش، زيرک او د سړې سينې څښتن او قدرمن مشر ښکاره شو.

زه هم په سکول کښې څوارلس کاله استاذ پاتې شوے يم او کله چې ماته دا پته ولګېده چې دو‌ئ په سکول سائيډ باندې پرنسپل پاتې شوے دے نو په ما د دوئ د شخصيت د جلالى رغوڼې نور خوف او يره هم خوره شوه. خو د دې جلالى رغوڼې څښتن شخصيت چې به کله خبرې کولې نو ټول به جمال جمال ؤ.

اسرار صاحب ډېر پرهېزګاره سړے دے. پخپل وخت نمونځونه او نفلونه به ئې کول.

مونږ چې به کله ستړى ستومانه د ماښام د ډوډۍ خوړلو نه وروستو په کټونو کښې پرېوتو نو زۀ به ډېر زر اودۀ شوم او اسرار صاحب به رانه داسې ويښ پاتې شو. د اسرار صاحب دا عادت ؤ چې هغوئ له به په ملاسته ملاسته کښې د يو اوږد ګپ نه پس خوب ورتللو او ما به لا سر لګولے نۀ ؤ چې په خړېدو به شوم. زۀ په دې ډېر خفه يم چې ما د اسرار صاحب د خوب د راتللو د دغه خرامانى انداز غوښتنې پوره نکړے شوې.

اسرار صاحب کښې يؤ کمال دا هم ؤ چې هغوئ به د يو منظر يا ماحول نه متاثره شو نو ډېر زر به ئې خپل دغه ښائسته جذبات د يو تخليق په شکل کښې مربوط کړل او مونږ ته به ئې واؤرول. زمونږ د ټولو ملګرو په مينځ کښې به اکثر د اجمل خټک په خواهش مشاعرې کېدې.

تر کومه حده چې د اسرار صاحب په دې کوچنۍ سفرنامه کښې د واقعاتو، حالاتو او لمحاتو په ليک کښې د قېدولو خبره ده نو دا د اختصار باوجود د تفصيل عجيبه ښائست لرى. ژبه ئې د يوسف زۍ لهجې د خوږلت او عام فهمۍ سره سره د مردان ادبى زرخېزۍ او د شنو شنو فصلونو نظر خېزۍ هم لرى. چرته چرته پکښې د نظم ګډون د سفرنامې د بيان په شوخۍ کښې نور خوند هم پيدا کوى.

د اسرار صاحب د ځنو القابو نه د هغوئ د ژور نفسياتى بصيرت تصديق هم کېږى او په خصوصى توګه ئې چې زما په باره کښې په يو نظم کښې کوم حقيقت څرګند کړے دے هغه زما د "اندرون" يوه ښکلې تصوير کشى ده او زه تصديق کوم چې دا زما په حقله يوه تاريخى رائې ده.

په دې نظم کښې چې هغوى ما سره د مينې او محبت د کوم نسبت اظهار کړے دے نو ماته د خپل يو ورک همدرد پته ولګېده چې دا څوک دے؟ او هغه ماته معلومه شوه چې دا ګوندې "اسرار د طورو" دے. لکه څنګه چې ما په دې شعر کښې پوښتلے دے:

ډاکټر پروېز مهجور خوېشکے

١٥ مئ ٢٠٠٦ء


| سر پاڼه | اوله پاڼه | دوېمه پاڼه | درېمه پاڼه | څلورمه پاڼه | پينځمه پاڼه | شپږمه پاڼه |

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate