Wali Khan Shakhsiat o Siasat :: Khyber.ORG

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

ولي خان: شخصيت او سياست, عبدالهادي حېران
د خېبر وېب پاڼې باندې په7 اګست 2007 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)


New Additions

[an error occurred while processing this directive]

From Archives


Peshawar University has produced three path breaking books on the Pukhtuns. At a time when the government-army run think tanks in Islamabad have become little more than propaganda machines and unable to produce independent and credible scholarship acceptable at an international level and Pakistan s Universities are suffering from virtual collapse with the departure of dozens of top scholars and teachers to foreign universities, the lack of government . . . Read More


NWFP Governor Syed Iftikhar Hussain Shah Tuesday inaugurated Mohmand Cadet College in Ghazi Baig, tehsil Haleemzai here the second of its nature in the Federally Administered Tribal Areas (Fata). . . . Read More


دجنګي کلاپه منځکوړکابل کې دپښتوژبې اوخلکوپه برخويا حقوقوباندې ديوه بل تېري زيرى درکوم،داهغه وزارت دى چې په درباري افغانستان کې يې دپښتو، پښتونپالنې، پښتونخوا . . . نور

Bangash : Iranica , Daniel Balland

BANGASH, one of the least-known Pashtun tribes in the Solayman range, Pakistan, and one of the few that are not named after eponymous ancestors. The origin of the name is obscure since, as Raverty (p. 387) pointed out, the folk etymology from bon-has (Persian for "root-drawer") is not acceptable. . . . Read More

زۀ دمينې نغمه ګره يم ، ليک:طلا محمد شباب

زۀ دهغې مردم خيزې خاورې پښتونخوا لُور يم چې په اتلانو ئې يوازې پښتانۀ نۀ بلکې دايشيا ټول قامونه وياړيږى زۀ هم ددغه درنو او تاريخ سازه څټو لور يم زماپه رګونو کښې هم دغه ننګياله او پُښتنه وينه په غورځنګ ده تاسو به زۀ دوطن په سنګرونو کښې ليدلے يم تاسو به ما دوطن په روغتون کښې هم وينئ چرته چې زۀ ستاسو په پرهرونو کښې پټۍ ږدم تاسو کۀ ما په هر رنګ او هر شکل کښې وينئ زما څهره به لکه دځلنده نمر وينئ ما خپل ځان دننګ او پت په کالو سينګار کړے دے زۀ . . . نور


ډيره زمانه وړاندۍ دوه هلکان د افغانستان نه راغلل او زمونږ په کلۍ کښۍ د بزرګ استاد (خدائ بخلۍ) سره په جماعت کښۍ ډيره شول. د مشر ورور نوم ئۍ ګلا جان وو او کشر ورور بسم الله جان وو. دۍ دواړه بزرګ استاد سره قران پاک زده کول شروع کړل. بزرګ استاد د دوئ تربور وو. او ډير ښه عالم فاضل انسان وو. د ډير علم او پرهيزګارئ په وجه د بزرګ استاد په نامه مشهور وو. . . . نور

ولي خان: شخصيت او سياست

عبدالهادي حېران

خپرؤنو نېټه: 7 اګست 2007

په ګرده نړۍ کې به يو شمېر خلق د خان عبدالولي خان د سياست او سياسي نظريې سره اختلاف لري؛ خو زما په خيال په دې خبره کښې هيڅوک اختلاف يا شک نۀ لري چې خان عبدالولي خان يو ايماندار، پُرعزم، د اصولو پابند او د سياسي نړۍ يو بې مثال سياستدان ؤ چې د وفات سره ئې په پاکستان کې د اصولي سياست اخري دروازه بنده شوه. له هغه وروسته ليدل کېږي چې خلق سياست نۀ بلکې د مفاداتو مبارزه کوي او اکثره وخت دغه مفادات هم د ګوندونو په ځاى د يو شخصيت د وجود نه تاوېږي راتاوېږي. او ددې نه هم زياته د افسوس خبره داده چې نامتو سياسي شخصيتونه د خپلو شخصي مفاداتو لپاره له عقيدې، نظريې او د ګوند د مخلصو کارکوونکو نه هم لاس په سر کېدو ته تيار ناست دي.

دا خبرې تاسو د هغه کتاب يو نچوړ ګڼلے شئ چې په دې وروستيو کښې د "ولي خان: شخصيت او سياست" په نامه د ښاغلي شمشېر هېواد لخوا مرتب شوے او چاپ شوے دے. په دې اهم کتاب کښې، چې په پښتو، اردو او انګرېزي ژبو کښې چاپ شوے دے، هغه ټولې ليکنې، اداريې، کالمونه، رپورټونه، مرکې، تعزيتي خبرونه، خطونه او د غونډو حال احوال راغونډ کړے شوي دي چې د خان عبدالولي خان د وفات د مرحلې څخه وروسته په مختلفو ورځپاڼو، جريدو او مجلو کښې خپاره شوي دي. شمشېر هېواد ددغو ليکونو په راټولولو پسې ډېر کتابتونونه لټولي دي او خورا زيات زيار ئې ګاللے دے.

د کتاب پښتو برخه بېله او اردو / انګلش برخې ئې بېلې چاپ شوې دي. پښتو برخه خواوشا درې سوه او اردو / انګلش برخه ئې اوه سوه (٧٠٠) مخونه لري. د پښتو برخې کمپوزنګ محمد شريف او د اردو / انګرېزي برخې ئې عبدالهادي حېران کړے دے. د يونيورسټي بک ايجنسۍ په ګډون د ځينو نورو کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کېدے شي.

په دې کتابونو کښې د خان عبدالولي خان، بېګم نسيم ولي خان، اجمل خټک، اسفنديار ولي خان، ميا افتخار حسين، افراسياب خټک، غلام اصغر خان، صلاح الدين احمد، حبيب الرحمان، مشتاق شباب، ذيشان طارق، يونس قياسي، ايم اے نيازي، ظهور احمد اعوان، اکبر ثاني، مقبول کاشميري، رحيم الله يوسفزي، در ناياب صاحبزاده، سيد شکيل احمد، عنايت الله ګوهاټي، اے نديم خټک، حافظ بشير احمد، غلام نبي خان، سيد انوار غالب، شهزاد منير، سردار قدير خان، اعجاز منګي، عبدالودود بيګ، نصرت مرزا، مظهر شهزاد خان، اسلم کوکر، منير احمد منير، سعد الله جان برق، محمد ابراهيم عزمي، مقتدا منصور، فاروق خټک، رؤف طاهر، ابو عمار زاهد الراشدي، محمد سعيد اظهر، ارشاد احمد حقاني، عبدالقادر حسن، جميل الدين عالي، سيد انور قدوائي، ډاکټر شېر زمان طائزي، خورشيد نديم، شمشېر هېواد، کشور ناهيد، اجمل خټک کشر، سجاد ترين، سليم صافي، سعيد نوابي، ظفر اقبال، امجد اسلام امجد، ارشاد احمد خان، شاه جي، عدنان عادل، عبدالقيوم صافي، حميد خټک، پروفيسر ايم ايم فياض، ظفر رحمان خټک، فضل شاه مهمند، نسيم جاويد، شبير حسين امام، افتخار الدين خټک، ارشاد امين، خالد عزيز، محمد فاروق عادل، حيدر جاويد سيد، سليم بخاري، علي احمد خان، ملک فداء الرحمان، نواز رضا، ملک نجيب الرحمان، اقبال رياض، محمد سليم غياث، اظهار بهټي، محمد قاسم، ګوهر علي، نثار محمد خان، تاثير الرحمان اورکزئ، سلطان صديقي، چوهدري خادم حسين، محمد قاسم، امان الله شاديزي، ممتاز بنګش، انوار حسين حقي، ايم ائي خان، شميم شاهد، ايم اے نيازي، عادل ظريف، خالد عزيز، موکوليکا بينرجي، ذاکر حسنين، اقبال خټک، حفيظ الرحمان، امتياز عالم، ګل مينه بلال، ګلزار خان، ظفر خان، کشمير خان افريدي، جاويد خان افريدي، بهروز خان، رياض خان، ايم ټي عالم، طارق وحيد، فقير حسين، ځلان مومند، رحمت شاه سايل، هارون الرشيد خټک او نورو ډېرو ليکوالو ليکنې شاملې دي.

Comments powered by Disqus

ولي خان: شخصيت او سياست, عبدالهادي حېران
د خېبر وېب پاڼې باندې په 7 اګست 2007 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)